نـن خو دستا ښکـلـي رخسار وخواړم
ســــبابـه وګــــــورې چـې دار وخـواړم

دروغ ویـلـی نـشــم سـتا مینه کــــــــې
دخـپلـې ژبـې خـپل اقـــــــرار وخـواړم

څه وکړم پوخ یې کړم زه یو خو نه دی
دیـــار غـمـــونـو وار پـه وار وخــواړم

بې شــماره ډېر زخـمـونه زړه کــې زما
ستا تورو زلـفــوهــر یو تـار وخــواړم

وسومه اور مې واخیست لولپه شوم
دلـلـمـې ګـــــل شـوم انـتظـار وخـواړم

دپــاړوګــــرو پرې هـېڅ وس نـه رسـي
هېڅ دم یـې نـشـته داسې مار وخواړم

لاروی نــه ورســـیــدم مـــنـــــــــــزل تـه
افــسوس بــــلا پـه نـیـمه لار وخـواړم

محمدجهان لاروی
///
ابوظبی  ښار