دپسرلي انتظار
بـیابـه ژونــــدي شـي مـــړه ګـــلــونـه پسـرلی به راشي
ښــکـلـي بـه ښـــــکــــاري وطــنــونـه پسـرلی به راشي
ښکلي به ښکاري لکـه پېغلـه شنه بخمل کمیس کې
زمــا د ګـــران وطـن هـسک غـرونه پسـرلی به راشي
زمـاپـه خــړ سـپره وران کــــــلـــي به بـیا وغــوړیـــږي
لـــکــه طــاوس مــارغـــه وزرونـه پسـرلی بـه راشي
مرور تـلــلي شـنه طــوطـیان بـه په خـوله راشي بـېرته
بـېـرتـه بـه شــــنه شـي وچ بـــاغــونـه پسـرلی به راشي
چـــاتـه بـه راوړي دیـار څـڼـوتـه ګــلان رنـګ په رنــګ
چــاتـه بـه یـــاد کــــړي تېر وخـتـونـه پسـرلی به راشي
څـوک بـه دګـلـومنځ کې بیا وکـړي خواږې سیـورېـته
دچـــــــــــنــاره لانـــــــــدې خـوبـونـه پسـرلی به راشي
د(لاروي ) دربــانــــــــدې زېـری هـیـوادوالــو خـواږو
اوس مـې لــګ څــه شـته امـیدونـه پسـرلی به راشي
محمدجهان لاروی
سمندر/جزیره
شعــرونه