غيرتي ولس

مونـږ هــم لـکـه نـورانـسانـان،سـاه لـرو،نفس لـرو
مـيـنه لــرو زړوکــې،احـساسات لــرو،هـوس لـرو

مـونـږتـه دهـوس تـرڅـنګ،مولاغـيرت راکـړیـدی
مـونـږه افـغـانـان يـو،په غـيـرت سـمبـال ولـس لرو

مـونـږ خــدای له ازلـه،د ذلـــت په ورځ پـيـدانـه يـو
خـدای پـيـدا ازاديــو،دازاد ژونــد بـندوبـس لـــرو

مونـږته خـدای په زړوکـې، دوطـن مـيـنه راکـړیـده
زړو کــې دوطـن مـيـنه پريــمـانه، هـريو کــس لــرو

مونږد وطن لارکې له ژوندتير،په سرو لوبې کــړو
ډکــــــې هـــدېـرې مـو شهـيدان ،دويـاړ ادرس لـرو

واوره د قـــيـام غـلـيمـه !مـونږ بېوسـه خـلک نـه يو
تيـريـو لـه سـرو په وطـن ،دومـــره دکـــړو وس لـرو

الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمنی
18.08.2011
کال ١٣٩٠
داسد ٢٨