لـــــــونــــګــیــنـې
لـه خــــدایـه تـاغــــواړم رنـــــــــګــیــنـې جـیـنی
خـــواتـه مــــــــې راشـه ګـــــــــلـــــوریـنې جـیـنی
چــې څـــنـګـه زړه تـه راغــــــــلــې نـه پـوهـــېـږم
اوس مـې پـه زړه کـې اوســې سپـینې جینی
مـاشـوم زړګــــی مـــې درپــــسې نــسکـور دی
درپــــــــــــســـې ژاړي لـــــــونــــګــیــنـې جـیـنی
نــه مــــــــــــې شـــته نـــور دزړه مـــــجــال ومــنه
شــــــیــریــــنـې دامـــــــــــــې درته ســوال ومــنه
پـــــــــرواز راوکـــــــــړه دکـــــــــــوتــرې په شـان
زړه کــــــــــــــــــــې مــې کــینه دخـــبرې په شـان
نـــــوم بـه دې زه پـه تــــــــــــــرنــــــــــم وایـــــــــمـه
دیــوې زړې خــوږې ســـــــــــــــــنـدرې پـه شـان
نــوم دې زمــاپـه زړګــــــــــــــــــي خــوږ لــږیـږي
لـــــکـه دقــــنـد اودشــــــــــــــــــکــــــرې په شـان
څــوک بـه څـه وایـې چــې پـه چــامـیـن یــــــــــم
تـه خـــو پــوهــــــېـږې چــــې په تـامـیـن یــــــــم
بــیـابه نـوداســې څـه ژونــدون وي ګــــــــرانـې
چـې دعـــاشــق مــعشوق بـیـلـتـون وي ګــرانې
خــلک پـه کــوم نـظـر هــــغـې تـه ګــــــــــــــــوري
څــوک چــې پـه مـینه کـــې مفتون وي ګـرانـې
مــونـږ بـه پـه چـــاپـسې سـرنـه ګــــــــــــــــــرځـوو
چـــې مــودزړونــوپـیـوسـتـون وي ګـــــــرانـــې
شــتـه ډېـر دمــیـنې پـه خــونــــدنـه پـوهـــــیـږی
دخـــولـې یــاران پـه سـوګــــــند نـه پـوهـــــیـږي
زمــــــا اوســتـابـه وي دمـــــــیـــنې ژونـــــــدون
راځــه چـــې بېل جـوړ کـــړو شیرینې ژونـدون
راځــه چـــې مــل کـــــــــــــــړو سـره واړه عـــــــمر
خــوښ مــــــــــــې لـه تـاسره حـسینې ژونـــدون
چــې سـتا زنــــګـون اومـاپـرې سر ایــښی وي
هــــلـه بـه خـونـــدکــــــــړي مـه جبینې ژونـــدون
دتـورو زلـفـوټال کــــې وزنـګوه ځـوان لاروی
هسې نه ګورته په زړګي یوسي ارمان لاروی
محمدجهان لاروی
۱۳۸۲
شعــرونه