دا اخـتیار زمـا نـه دی چـې ستا پـه لـور کاته کــوم
دا خـو مـې د زړه خــوښـه چـې څـه کـوم څـه نـه کـوم

مـاپه دې ګـــرم  مـه بـولــه دا زړه زمــا صبریـــږیـنه
دامـې مجبوري چـې ستاکـوڅـې ته تله راتـلـه کوم

تـه چـې په مـخ راشې رانـه ټــولې توبـې ماتـې شي
سـل ځـــلـې کــــــه یـاره سـتا دمیـنې نـه تـوبـه کــوم

عـقـل مـې کــمـزوری شـي دسـتاپه یـو نـظــرکـــــتـو
شم لـکه مجنون چـې څـه مـې زړه وایی هـغه کـــوم

ســتادیـــــدن چـې ونـــکـــړم زمــا نـه بـیاخــــبره یـې
ټـولــه شـپـه په ویـښه تـــر سـهاره ژاړیــده کـــــــــوم

تـه خــو رانــه لاړې لاروی دې تـنـهـاپــــرېـــــښــودم
اوس بــه نـو دسـتا د دې غـمـونـو سـره څــه کــــــوم

محمدجهان لاروی
26/10/2011