سلام ګرانوقدرمنولیدونکو دا دتڼیو دغرنی سیمې انځورونه دي امیدلرم چې ستاسوبه خوښ شي.
بایدووایم چې پاتې انځورونه به هم زرخپاره کړم که د الله رضاوي
په درنښت
| پردېس ځوانانو سره خوند کړي |
چې جنکۍ په سفر ځي ارمان راځينه |

| اختر به بيا وطن ته راشي |
زړګيه تللی جانان بېرته نه راځينه |

| اختر چې تېر شي بيا بۀ راشي |
دا د ځوانۍ عمر چې تېرشي نه راځينه |

| اختره ستا د برکته |
د جنکو په سينه زانګي زيړ ګلونه |

| اخر بۀ خاورې شې بدنه |
که دې هر څو پر وطنو وګرزومه |

| اخر به مرم پاتې به نه شم |
که د فولادو کلا تاو له ځانه کړمه |

| اخرنی ځای دې لحد دی |
ظالمه مه کوه پۀ ما ډېر ستمونه |

| اخيري ورځ ده راته ګوره |
بيا به د يو بل د ليدو ارمان کوونه |

| ارمان به وکړې وخت به تېر وي |
بيا به وطن راپسې ګورې نه به يمه |

| ارمان ارمان تېره ساعته |
پيدا به نشې که ملنګ درپسې شمه |

لنډی د هیواد افغانستان څخه په مننې
ګـرانـولـیدونـکـو دویـــمه بــرخــه دلـته وګــــوری
بېرته شاته