ګرانوهيوادوالو!
دنيکمرغه لوی اختر ورځې ددرارسيدوپه درشل کې دي اوزه مخکې له مخکې تاسو
ته په دې مناسبت دمبارکۍ مراتب وړاندې کوم ٠
خداې دې هغه وخت راولي چې اخترواقعادخوښيواوخوشاليوشيبې دځان سره راوړي
دلته که راځې اختره !
داســې ګـړۍ نشته چې په مونـږ بانـدې،بمبارنه شته
دلــتـه کـــــــه راځې اخــــتره! راشه که دې ډار نه شته
مـــــرګ به قبلوې اخـــــتره ! دلـته کــــه رتلل غــواړې
ستا خپلــه مرزي ده،کـــه راځې زمونږ انکـارنه شته
څـوک بـه دې لـه ځــان سره اخــــــــتره،يــرغمل بـوزي
دلته غله حکومت کوي،دبل چا کـوم اختيار نه شته
نـيـت کـــــــــه دراتلولــــــرې ! اخــــــــتره تـنهامه راځه
لاروکـــې جـنـګـونه دي، له جـنګـه خــالي لارنه شته
راشـــه دمـــشـرانــوکـــــره،دوې تـه لــــږعــــزت راوړه
اوس پکې درنښت نشته،عـزت نشته،وقارنه شته
واړه لــکـه غـلـه په چورلګيادي،دازمــونـږمــشران
هريوئې دځان غم خوري،دخلکـوخـــدمتګارنه شته
دوی په ولـسونـودپـردوپه زور،حـکـومــت کــــــوي
خپله په ولس کـې ددوی،هـيڅ ډول همکـارنـه شته
دوی دولس منځـکــې ،دشيطان په څــېررټـلـي دي
نـه مـنـي ددوی ولـس،په دوی دچــــااعـتـبارنه شته
مونږته که راځې اختره ! سولـه په سـوغــات راوړه
واوره د قـــيام اخـــــــتره ! بل څـه موپه کـــار نه شته
الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني
شعــرونه