غمونه

داســې وږی غـــم راشـي غـمـونه خـوري
دا دغــــــــم دنــیـاغــمــونه زړونـه خـوري

دلــته ورځـې شپـې له یـو او بـل تـښتي
ورځـو پسې شپې دي سـخـرونه خـوري

ګــله داســې نـه ده چــې یـو تـه راغــــلــې
دلــتـه هــم خـــزان راځـي ګــلــونه خـوري

دلــتـه لـــــــــیـــونــــي پـښـتانـه مـه راځـه
تابه څنګه نـه خوري خپل ځانونه خوري

زه لاروی نــه ژاړم دځــان پـه غــــــــــــــــم
مـا د دې غــریـب ولـس دردونـه خــوري


محمدجهان لاروی
۱۳۸۱/خوت