د ملي یووالي حکومت تېروشاوخوا څلورو کلونو کې په اکثرو ساحو کې لاسته راوړنې درلودې، یو دلیل یې هم دا و چې  له ولسمشر غني سره د محمد حنیف اتمر ټینګه ملګرتیا وه چا چې د ملي امنیت شورا د سلاکارپه توګه ښه عمل وکړ، دې موده کې یې افغان ځواکونو کې پراخ بدلونونه راوستل، افغان ځواکونه د کمیت او کیفیت له اړخه ښه  برابر شول، د دې ځواکونو د هوایي برخې د بشپړولو کار پیل شو، ورځ تر بلې یې پرمختګ وکړ، او له نړیوالو ځواکونو سره یې چارو کې ښه همغږي راغله. 

اتمر افغانستان کې د تجربه لرونکي او بریالي مدیر په توګه پيژندل کیږي، که یې پوهنې وزارت کې کار وکړ، که کورنیو چارو او کلیو بیا رغاونې او پراختیا وزارتونو کې یې دندې تر سره کړې، لوی لوی بدلونونه یې راوستل. د هغه په استعفا لیک کې چې رسنیزه شوه، راغلي، په ډېرو مسایلو له دې جملې سولې بهیر، ټاکنو، سیمه ییزو او نړیوالو پالیسیو کې یې د حکومت له مشرتابه سره د نظر ژور اختلاف درلود، هغه نه دي ویلي چې کوم مشرتابه خو څرګنده ده چې اتمر حکومت کې له ولسمشر غني سره دې برخو کې وران و. 

د ولسمشر یوه لویه تېروتنه دا ده چې ډېرې خبرې کوي خو عمل یې لږ دی. د تدارکاتو ملي اداره را منځته شوه، دا سمه ده چې د فساد مخنیوی وشو، خو دا فساد هومره نه و، لکه چې وزګارتیا ده، مونږ نه وایو چې فساد دې  شتون ولري، دا وایو چې د فساد له منځه وړلو تر څنګ دې خلکو ته د ټاکنیز کمپاین د ژمنو مطابق کاري فرصتونه برابر شي. د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ته باج ورکړل شو د هغه له اوتو بوتو هسې  ولسمشر وډار شو، اتمر عطا محمد نور ته د باج ورکولو کلک مخالف و، په کار وه چې ولسمشر یې مشوره منلې وای، او که هسې شوي وای اوس به حیرتان بندر کې شخړه نه وای شوې. په همدې شکل د تدارکاتو ملي ادارې جوړېدو د وزارتونو په پراختیایي چارو او پلانونو منفي اغېز وکړ، ځکه هره پروژه چې تطبیق کیږي، هلته باید فلتر او پاس شي. 

دا اداره هسې ډېره ښکېله شوه دومره ښکېله چې له وس یې پورته خبره ده، په کار نه وه چې داسې شوي وای، هر وزارت او ادارې ته چې بودجوي واحد لري، باید د دې واک ورکړل شوی وای او ورکړل شي چې خپلې پراختیایي بودجې مصرف کړي. د همدې تدارکارتو ملي ادارې برکت دی چې د وزګارتیا په اوج کې وزارتونه د خپلو پراختیایي بودجو له ۴۰ سلنه کمه برخه لګوي. دا د دې مثال لري چې د کونړ څڅپاند سیند ته یو کوچنی ځای جوړ کړه او بیا پرېږده چې دا سیند له دې ځایه تېر شي، پایله یې دا ده چې دغه ځای به یا وران او یا به سیند داسې ایسار شي چې یوه ورځ به یې د بغاوت او لویو ویجاړیو وېره وي. 

خلکو کې اوس وزګارتیا دومره پراخه شوې چې د طالبانو د وخت دوره یې ترې هېره کړې ده، هلته که بې کاري وه، خو امنیت خراب نه و، چا نه شوای کولی چې بل ولوټي خو اوس د کابل په زړه کې هره شپه یا یوه شپه وروسته یو څوک د وسلوالو غلو لخوا وژل کیږي، د دې ټولو ناخوالو عاملین همدا حکومتي مشران دي، په دې کې د ولسمشر غني برخه له ټولو غوښنه ده. د ولسمشر لویه تېروتنه دا ده چې یوې برخه کې یې زدکړې کړي او فکر کوي چې هره برخه هماغه ده کومه چې ده په کې زدکړې بشپړې کړي دي. 

هغه په اقتصادي، سیاسي، فرهنګي او ان ورزشي برخو کې دومره ښکېل دی چې په خبره یې اتلس ساعته د کاري میز تر شا ناست وي، او څلور ساعته خوب لري، آیا بل څوک نشته چې کار وکړي، آیا ټول ناپوه دي، حقیقت دا دی چې نه افغانستان کې ښه کدرونه شته، خو که پرېښودل شي او واک ورکړل شي. 

هره دولتي اداره یو بودجوي واحد دی او چې داسې ده نو باید پرېښودل شي چې خپله مصارف ولري، که یې په فساد وېره لرې، نو کنترول یې کړه حساب کتاب ترې واخله خو داسې مه کوه چې د هغه جوړښت، مامورین، او نور ټول مسوولین لاس تر زنې ناست وي چې کله به ستا د تدارکاتو ملي اداره د دې بنسټ بودجه او پروژه پاسوي. 

د نړیوال بانک د دې تکړه مدیر په واکمني کې افغانۍ یوه ورځ کې اته سلنه خپل ارزښت وبایله، لامل یې دا دی چې هېواد کې د تولیدي برخې د پیاوړتیا ژمنې وشوې، خو پانګوالو ته پیچلي قوانین جوړ شول، امنیت یې نه نیول کیږي، د همدې ناسم چاپیریال له کبله پانګوال اړ دي خپلې پانګې بهر ته وباسي، ځکه دلته چې در باندې پوه شي چې پانګوال یې په هر راز دسیسو دې لوټي. 

اوس یې وخت دی چې خلک لوی بدلون ته ملا وتړي، د ۱۳۹۸  لمریز کال ولسمشریزو ټاکنو کې باید یوه داسې کس ته د ولسمشر په توګه رایې ورکړل شي، چې د دې ټول سیستم د جوړولو توان ولري، ژمنې یې لږ خو مسوولانه وي او څه چې توان کې لري او کولی یې شي، په ټاکنیز کمپاین کې ووایي. یوه همداسې رهبر ته اړتیا ده. د پرمختللي افغانستان په هیله. 

پای