تصـورکــــې دې تصـویـرجـوړه وم یـاره
ځان مـریدکــړمـه تـاپـیرجـوړه وم یـاره

چې دې کله دشپې ووینم په خوب کې
ټـولــه ورځ ورتـه تعبـیرجــوړه وم یـاره

مـاتـوي مــې زړه دصــــبرځـنـځـیرونـه
بې صبري ته کــه ځنځـیرجـوړه وم یاره

راپه خوله شه ګنې ژاړم چــې رسواشو
دمـاشوم په شانـې ویـرجــوړه وم یـاره

لاروی سـهـارمــاښــام دمـــــخ پــه لاره
د رڼـواوښـــکـــوبـهــیـرجــوړه وم یـاره

محمدجهان لاروی