یاران پـه چـم کـې نشته کــه بـنـګـړي هسې اوده دي
ګودرترېنه چاوران دی که مـنــګــي هـسې اوده دي
اواز دنـــغـــارومــــې تــــرغـــــــوږونـــه رارســــیــږي
دمینـې جـــنــازې بـارکـــه ژڼــــکــي هــسې اوده دي
پوهیږم نـه داڅـه چـپـه چـــوپـتـیاده خـــامــوشــي ده
داکـلـی دی مــیرات کــــــه ګــلالــي هــسې اوده دي
نـغـمـې دبــلـبـل ژبــه نــــکـړي شــور دی دزاغـــانــو
سپرلی په بڼ کې نشته که سپرلــي هسې اوده دي
دا ولــې جـهادیـاره حـیرانـۍ هـــرڅـــوک اخیستی
نـنګیال دکلي مـړه کـه نـنګـیالـــي هــسې اوده دي
اخترخان جهادیار
شعــرونه