خـوړلـی مـاپـه زړه ګــــوزاردی چــې غـزل لـیکمه
یـار لـه یـاری کـــــړی انـــکار دی چـې غـزل لیکمه

خلک په نیمه شپه کې خوب کړي زه چرتونه وهم
زماپه زړه کـې ښکـلی یـار دی چــې غـزل لیکمه

د زړه پـه رنـــځ یـې اخـته کــړی یـــــم دی لاړو رانـه
ورپــسې زړه زمـا بـــیـمـار دی چـې غـــزل لـیکمه

په کـومـه لار چـې جانان تللـی دی پـه هغه لارکـې
زمــاتـر اوسـه انــــتـظـار دی چــې غــــــزل لـیکمه

زه خـو دزړه دردونه لیکم خو غزل ترې جـوړ شي
په دې زما کــلــــه اختـیـار دی چـــې غــزل لـیکمه

نـه ستـنېدی شــم نـه مـنـزل ته رسـېدل شته پــکې
لاروی سـر په داســــې لار دی چـې غـــزل لـیکمه

محمدجهان لاروی