اوس هغه ښکلي شنه باغونه نشته
دبــــــــــــلــــبــــلانــو اوازونــه نــشته

دګـران وطن ګلبڼ کې هېڅ نه ویــنم
خــــزان وهــلــي دي ګـــلــونــه نـشته

په کلي کـور مـې تـوره شپه راغـلـي
دخوشحالوپـــکې څــراغـونه نـشته

پراته دي زړونو باندي خـړګــردونـه
زړونـه غمجن دي هـواسـونـه نـشته

زه (لاروی)بــه داســــې کـــلـــه اورم
چې په وطن کې موجـنګـونـه نـشته

محمدجهان لاروی