راليږونکی : الحاج الهام الدين قيام
دابـه څـه اخــــتـروي،چـې ديــارتـرڅــنګه،يــار نــه وي
يـــار ديـــار لـــــيـدوتـه،ورغــــلـی پــه تــــلــوار نــه وي
ټول خپلوان يوځای نه وي،خـوښي نه وي،خندا نه وي
لــويـو وړو،نـراوښـځــو يـوځـــــای جـوړ بـنـډار نـه وي
ډول نه وي،چمبه نه وي،سنـدرې او چک چـک نه وي
سـازپـکې ربـاب نه وي،سـورڼۍ نه وي،سه تار نه وي
تـلـلي وي لـه کـلـي ځـوانـان، جـنګ ته بـيـول شوی وي
شور نه وي ،غـورزي نه وي، اتـڼ ته جـوړ قـطـار نه وي
نـجـونـو په نـکـريـزو،ښـکـلـي پښې لاسونه سره نه وي
پـيـغـلـولـه خـوښــۍ پـه غـــاړو، سورد ګـلـو هار نه وي
خويـندې هـديره کــې دشـهـيد ورور پـه سـر ويـر کـوي
پروت خالي ګودروي، پکې جوړ پيغلو ميندار نه وي
هــرځــای دشـهـيد مـاشـومـان ،وږي ،بـبـر سـر ګـــرځي
ژوندکوي دپلار په هيـلـه ،خلاص يـې انـتـظـــار نه وي
نـه وي چــې خـوښــي ورسـره،دا اخـــــتـربـه څـه کــــوو؟
داســـې لـــه غــــم ډک اخـــتر بـه هيڅ دچا په کـار نه وي
غــــم مــو اوس قـيامـه هـميشه ، دخــوښـۍ بــرخـه شوه
داســـې خـوښــي نـه شـته چـې دغـم ،پـکې اثـار نــه وي
الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمنی
شعــرونه