تاسوځانته سوله غواړئ،مونږته مـدام جنګ غـواړئ
خپل وطـن ابـاد غـواړئ،زمـونـږه وطــن ړنــګ غـواړئ

تاسو هـريــو ځــــانـته،پـه دنـيا دجـنـت ژونـــد غـواړئ
مونږ ته، تاسو ژوندپدې دنيا،له دوزخ تـنګ غـواړئ

تاسوخوننګ نه پيژنئ،مـونـږخـو پـه نـنګ ژونـدکـوو
تاسونوبـياولې؟مونږدځـان پـه څـېر بـې نـنګ غـواړئ

تـاسودښـمـنان زمـونـږ دښـکـلـي فـــرهـنګ ولـې يـی؟
تاسو په مونـږ ولــې راتـپل دخـپل فـــرهنـګ غـواړئ؟

تـاسـوچـې پـخپل وطـن کــــې مـونـږه ارام نـه پـريـږدئ
تاسونو،دتيرپه څېر،بيازمونږ دتورې شرنګ غواړئ

مونږ دسرو اورونـو پـه کــوزه کــــــې،پـاخـه شــوی يو
سرچې وهئ مونږسره،نـوسروهـل په سنـګ غـــواړئ

واورئ دقــيام بي نـنـګـو! دا ارمـان بـه ګــــورتـه وړئ
تاسو که غيور افـغانـان هـم،دځـان پـه رنــګ غـواړئ

الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني