وایــــم نـاتـرسـوسـتـمـګــــرو زړونـه مـه مـاتـوئ
ای دبېـلـتون ظـالـم لـښـکـرو زړونـه مـه مـاتـوئ
دا چې څـڅـېږي ترېنه ویـنې دي اوبـه خـو نـه دي
لاپـرې بــاران کــړئ د کـمـرو زړونـه مـه مـاتــوئ
لا لـه پـخـوا پـه بـهـانـو تـــم دي خــون مــه اخــلـئ
هـرڅـه بـه حـل کـړو پــه خــبرو زړونـه مـه مـاتـوئ
دغــه د مــیـنې پــه رسـیو بـند ازار بــه وکـــــــړي
ډېر فـرېب کار یئ افسونـګرو زړونه مـه مـاتـوئ
د لـمـبوغــېږې تـه یـې ولـې بـې ګـناه غـور ځـوئ
ای د سپـېـره انــګـار بڅــرو زړونــه مـه مـــاتـوئ
تاسـو د زړه لــه(جهادیار) څخـه خـبر کــلـــه یــئ
وخت تېری کانـدي په سـندرو زړونه مه مـاتـوئ


اخترخان جهادیار