ښکلیه تـا بانـدې میـن چـې زمـــا زړه شو
بــس زما زړګـــــی دستا شو زمـــا نه شو

وایي چرته چې زړه درومي هلته پښې ځي
زړه چـې تـا یوړ نـو واک راپـاتـې څـه شو

تـږی زړه مـې درته راوړ نورنـوستا واک
که پرې ظلم کړې که رحـم دې پرې وه شو

خــیرکـه مینې دې ملنګ کـړم خفه نه یـــم
سـتا دیـــدن راتـه ارځــان په کـچکوله شو

لارویه د زړګـــــــــــــــــي رمــه دې داړي
اوس نوڅه کړې دیارغـــم ورته لـیــوه شو



محمدجهان لاروی