اوښکې توی کړه وژاړه د دې لپاره نه چې ستا خواهشات نه پوره کیږي بلکه دا فکر وکړه چې زه دخپلو خواهشاتو څومره غلام یم

بدګماني په کشتی کې د ننه هغه څاڅکي څاڅکي اوبه دي چې بلاخیر کشتی ډوبه کړي

ته د خپل نفس د غوښتنوپه پوره کولو مصروف یې  او هغه ستا په تباه کولو مصروف دی

د الله تعالی نه بعد  د مور پلار اطاعت ډېر ضروري دی

ستایو لفظ  زخم هم جوړه ولی شي او مرهم هم جوړېدی شي  اختیار ستاسره دی

په هغه ورځ پسې اوښکې توی کړه کومه چې ستا دعمرنه کمه شي او تا په هغه کې نېکي نه وي کړیې

خوش مزاج انسان د مات شوي زړه  دوا  ده

برداشت د عقلمند سړي هغه صبر دی چې د جاهل سړي دخبرو د اوریدو په وخت یې ښکاره کوي

په بل چا د الزام لګولوپه وخت  خپل ګریوان کې کتل په کار دي

چاچې د وخت قدر کړی هغه هروخت کمیاب دي




                                                   ژباړه// محمدجهان لاروی