|
شــو پـســـرلی خـلک سـیــلــونــه کـــوي |
|
خــو زخــمـي زړونه فـــــریـادونــه کـــوي |
|
د نــوي کـــال نـــوي خــــــبـرې کـــــــیــږي |
|
نــوي نـغــمـې نــوي ســـنـدرې کـــــیــږي |
|
بـلـبـل د ګــــــــــل ســره نـــازونــه کـــــوي |
|
خــوزخــمی زړونــه فـــریــادونــه کــــوي |
|
څومره رنګین دښتې اوغرونه ښـکـاري |
|
خـوڅـه نــازک هــم دا وخـتونــه ښکـاري |
|
دا ورځې شپـې څـومره خونـدونـه کــوي |
|
خــو زخــمـي زړونــه فـــریـادونــه کـــوي |
|
خـــلـک د نـوي ژونـــد مـېـلــې جــوړوي |
|
نـوی لـبـاس کــــوي جــــــامـــې جـــوړوي |
|
عـجـــوبه پـېـغـلې سـیـنګـارونه کــــــوي |
|
خــو زخــمـي زړونه فـــریـادونه کـــــــوي |
|
ګــــودرتـــازه شــومـازدیـګــــرتــازه شـو |
|
دزړې مـــیـنې زوړ پــــرهــــــــرتـــازه شــو |
|
د دیـــــدن تــږي دیــــــدنــونـه کــــــــــــوي |
|
خــو زخــمـي زړونـه فــــــریـادونـه کـــوي |
|
طــوطــیـان بـاغــو اوچــمنوکـې ګـــرځـي |
|
بــزګــرپه خـپـلوشـنـو پـسـلوکــې ګـرځـي |
|
نـجـونـې په نـوي رنـــګ ډولــونـه کــــوي |
|
خــو زخــمـي زړونـه فــــــریــادونـه کـــوي |
|
چـې لـــګــیـدلـی دې پـه غـــــشـو زړه وي |
|
(جـهـانـه) خـونــد د پـســرلــي بـه څــه وي |
|
خـونـد خوپه ستـرګـوکې جـنګونـه کــوي |
|
خــو زخــمـي زړونــه فـــــریـادونــه کـــوي |
|
محمدجهان لاروی |