هسکه شمله

پښتونه یاره په پښتوبــانـدې دې لــوبــې کـــېږي
ته یـې اوده پـه پښتـنوبـانــدې دې لــوبـې کـــېږي

هغه لاسـونـه چـې تـرې پــړک دسپیـنوتـورو خــتو
په زنځیر بند دي په لاسوباندې دې لـوبې کــېږي

ټوک ټوک پراته دي دنفاق په جېلخانوکې اوسي
په اوسپنیزه شان قـومـوبانـدې دې لـوبـې کــېږي

چې سړي خـورو دښمنانو تـرې شکست مـونـدلی
دپـلار نیکه هسکو شملو باندې دې لوبې کېـږي

څــه د غفلت پـه خـوب اوده یـې بـېدارېـږې کــــلــه
په څه ګـټلـیوتـاریـخـوبــانــدې دې لــوبــې کــېږي

ګــورم چـې څـومـره در په دره اوبـې کــــوره اوسـي
څه په خسینوشاه زلموبـانــدې دې لـوبــې کــېږي

ګـېلــه تــرې مــکـړه جهادیـاره پـه غــوږو نــه اوري
هغه اوده دي پـه شعرو بـانــدې دې لـوبــې کــېږي


(اخترخان جهادیار)