دامو څـنګه زنــده ګي ده نـــه پـوهېږم
چې په هـر افغان خواري ده نه پوهېږم

روغـه ورځ دخوشحالی به کـلـه راشي
دا ارمان مې په زړګــي ده نـه پـوهېږم

دا زما دګـــران وطـن دقـــدرخــــــــاوره
سـره پـه ویـنو الـــوانـي ده نـه پـوهـېږم

زه چې ګورم هرسړي ته بس فریاد کړي
هرپه زړه باندې زخمـي ده نـه پـو هـېږم

هـــره پېـغلــــــه د وطــن پـه ژړا ویــــــنم
بـې سـنګـاره بـې بــنګړي ده نه پوهـېږم

چې په شته وطن کـې ګـرځـي بې وطـنه
دا قــسمـت دلاروي ده نـــه پـــوهــــــېږم



محمدجهان لاروی