ماته وایي کبرجن شوې
خو زه کله کبرجن یم
ماخیرات کړې د زړه وینې
دمغشوق دمخ خالونه
ښکلي ښکلي جوړومه
زه په داسې چامین یم
چې سنګار یې نه خلاصیږي
هر یو رنګ پکې خوند ډېرکه
که خزان دی
که ګلونه دسپرلي دي
دا مین یم که مغروریم
بس خو دا یم
له همزولو له سېل وتی
زه دخیال دبادشاهانو
د درشل مخ ته ملنګ یم
د الهام په تمه تمه
دغزل کچکول په غاړه
واړه توري ټولومه

۱۳۸۱