ليكوال: مولوى محمد قاسم (انقيادى)

 

اياوهابيان پيژني؟؟؟

په اسلامي امت كي خامخا داسي خلك پيداكيږي چي دټول امت څخه په جلا لاره روان وي او ورو  ورو يوه غټه ډله ورڅخه جوړه سي ځكه چي حضرت رسول اكرم (ص) فرمايلي دي:

زما امت به  پر ۷۳  ډلو باندي وويشل سي او ټول به په دوږخ كي وي خو يوه ډله به په جنت كي وي اوهغه (ناجيه) ډله ده چي دْرسول اكرم (ص) سنت پرځآي كوي اوټول يو جماعت وي.

څرنګه چي دوهابيانو ډله له ډيرْي پخوازماني د ديني عالمانو په جامه كي ځانونه ښكاره كوي اوډيرْۍ  هغه كسان  چي نه ديني او نه عصري زده كړي لري له خپلي لاري څخه بي لاري كوي ، په اصل كي دغه ډله خلك دابليس دنماينده ګانو په صفت دخلكو په منځ كي دګمراهي تخم پاشي اوخلكوته دغلطي لاري ښوونه كوي ، دداسي عالمانو په هكله حضرت رسول اكرم (ص) فرمايلي دي چي:

زه دهغه ليوه له خربۍ څخه چي په بي چوپانه رمه ګډسي دومره نه بيريږم لكه د يوه بدعالم څخه چي زما په امت كي پيداسي.

څنګه چي دلته دوهابيانو دوهابيت اوددوي دتبليغ په اړه بحث كيږي نوغواړم چي ددوي دتاريخ اوعقايدو په اړه څه درته وړاندي كړم.

دغه ډله چي دتيميه محمد بن عبدالوهاب مقلدين دي دهجرت په ۷۰۰ كال كي خلكو ته خپل ځانونه ښكاره كړل خوزموږ ګران هيواد افغانستان ته په ۱۳۸۵ كال كي پوره لاره پيداكړه ، سره له دي چي ديني عالمانو خپلو عواموته ددي ډلي دعقايدو په اړه معلومات وركړل خوبيا هم دغه ډله وتوانيدل چي يو څو دګوتو په شمار خلك خپل كړي او په خپله عقيده باندي يي په بشپړه توګه وپوهوي.

له دي ډلي خلكو سره په ډيرو مجالسو كي زموږ ديني عالمانو پحثونه وكړل ، يودبل په مقابل كي يي دلايل سره وړاندي كړل چي بالاخره دغه منافقه ډله ملامت كړل سول او وعده يي وكړه چي بيا به موږ تبليغ نه كووخوپر خپله وعده يي وفا ونه كړه او څو وخت وروسته يي بيا هم خپلو تبليغاتو ته ادامه وركړه چي داهم دمنافقت ستره علامه بلل كيږي.

ددوي دمنافقت يوه بله علامه داده چي هر وخت خپل ځانونه په جلا جلا نومونو خلكوته ورپيژني لكه: اهل حديث ، اهل سنت ، غيرمقلدين ، موحدين اوكله بيا دحنيفيت او حنبليت جامه په تن كوي خودوي په دغه نومونو كي هم درواغجن دي اوپه دغه ټولو كي ديوه عقيده هم نلري اونه يي مني.

۱- رسول اكرم (ص) په يوه حديث شريف كي فرمايلي دي : هرڅوك چي په هره جامه كي مړ سي نو د اخرت په ورځ كي به په هغه جامه كي راپورته سي.

اهل حديث ددې حديث ترجمه داسي كوي:

هرڅوك چي په هر ډول كالو كي مړسي نوداخرت په ورځ به په هغه ډول كالو كي راپورته كيږي.

اهل سنت اوالجماعت ددي حديث شريف ترجمه داسي كوي:

هرڅوك چي په هره ډله كي مړسي نوداخرت په ورځ به په هغه ډله كي راپورته كيږي. په پورته حديث شريف كي داهل حديث اواهل سنت والجماعت ترمنځ ډير لږ توپير سته اوهغه د (تاويل) موضوع ده.

اهل حديث دحديث شريف ظاهرته ګوري خواهل سنت والجماعت په حديث شريف كي تاويل كوي.

داچي وهابيان وايي چي موږ اهل حديث يا اهل سنت والجماعت يو نو درواغ وايي ځكه ددې دوو ډلو څخه ديوي ډلي څخه هم نه دي.

۲- غيرمقلدين : داچي وهابيان خپل ځانونه غيرمقلدين خلكوته ورپيژني دادليل وړاندي كوي چي موږ يواځي په قران كريم اوحديث شريف باندي عمل كوو، خوداخبره يي هم غلطه ده ځكه چي دوي د تيميه او محمد بن عبدالوهاب كلك تقليد كوي.

۳- موحدين: همدارنګه دوي ځانونه دموحدينو ډله بولي چي ددي نامه معنى داده چي ز موږ څخه پرته نورټول درسول اكرم (ص) امت مشركان دي ، كه فكر وسي نوداخبره هيڅ امكان نلري چي ټول امت دي مشركان سي اويوازي دتيميه اومحمد بن عبدالوهاب ډله دي كلك مسلمانان وي.