چې قايل د امن ناکې منصوبې دى....

مرکچي: ذبيح الله شفق

پښتو هغه نېکمرغه ژبه ده، چې د شعر له پلوه پرې خداى پاک ډېره پېرزوينه کړې ده. ښايي د پښتنو د بابا (بېټ نيکه) دا دعا، چې

دا وګـړي ډېر کړې خدايه

لويـه خدايه، لويه خــــدايه

 

د شاعرانو په حق کې قبوله شوې ده.

د پښتو له لومړي معلوم شاعر امير کروړ نه راواخله بيا تر دې مهاله پورې پر پښتو ژبه باندې الله پاک ډېر ښکلي او نازکخياله شاعران لورولي دي، چې په دوى کې د خوشال بابا، رحمان بابا، حميد مومند، کاظم خان شېدا، علي خان بابا او نورو کلاسيکو شاعرانو نومونه د ځانګړې يادونې وړ دي.

پر کلاسيکو شاعرانو سربېره زموږپه معاصرو شاعرانو کې هم داسې شاعران شته، چې سارى نه لري. په دوى کې داسې شاعران هم شته، چې د خپلو خلکو د ويدې او مړژواندې جذبې په راويښولو او راپارولو کې يې کارنده ونډه اخيستې، چې په دې ډول شاعرانو کې د ارواښاد اجمل خټک او ښاغلي رحمت شاه ساېل نومونه په لومړي سر کې يادولاى شو.

همدا شان د پښتو شعر په نړۍ کې ډېر شاعران شته، چې د يو يو نوم اخيستل زه د خپل ليک په دې ورکوټې لمن کې نشم رانغښتلى، خو دلته چې زه ستاسو پېژندګلوي له کوم شاعر سره کوم، هغه نه يواځې دا چې شاعر، بلکې يو ښه ژورنالېست، خوږ ژبى نطاق او مينه ناک انسان هم دى. زه تاسو ته محمد اسرار اتل يادوم.


ښاغلى محمد اسرار اتل پر ١٩٨٠م کال د خيبر پښتونخوا ايالت د مردان لوند خوړ په باغ حرم کلي کې زېږېدلى دى.

اسرار اتل خپلې لومړۍ زده کړې په خپل کلي کې کړي او بيا يې له پېښور پوهنتون څخه په پښتو ادبياتو او ژورنالېزم کې د ماسټرۍ سندونه ترلاسه کړي دي. اسرار اتل دا مهال د چارسدې په حکومتي کالج کې د لکچرر دنده پر غاړه لري او همدراز له پېښور پوهنتون څخه PhD هم کوي، چې په نږدې راتلونکې کې به د PhD يا دوکتورا سند هم ترلاسه کړي.

سره له دې چې اسرار اتل په ادبي نړۍ کې د يوه شاعر او ليکوال په توګه پېژندل کېږي، همداشان هغه د تلويزيون، راډيو او سټېج يو تکړه نطاق او پروډيوسر هم دى، ډېره ښاېسته ډېره موده يې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمه ييزو راډيو ګانو او په ځينو نړېوالو تلويزيونونو کې دنده ترسره کړې ده.

* ښاغلى اسرار اتل د خپل ژوند د لومړي پړاو (ماشومتوب) په اړه وايي:

"ددغه ورځو خيال نن هم زما په فکر کې خوږې خوږې نغمې کوي، ما نن هم د لېونتوب په ټال زنګوي:

 

اتله! سوال کوه چې بېرته ماشومان شو دواړه

چې بې خـــطره د يـــو بـــل کــــره ټالونو له ځو


د عمومي ماشومانو په شان زه هم د خپل کنډر خو جنت وطن په يو وړوکي کلي کې "آشنا کور" لرم، چرته چې ما د وړوکوالي ټول خوندونه اخيستي. په پولو پټو کې منډې وهل، د مور پلار قار، سبق له په زور لېږل، چې څه رنګ د ماشومانو فطرت وي، ما هم په خاورو کې ناسته کړې، خړپوسې مې کړي، په ټالونو کې مې زنګلي، سبق مې ويلى او د هغه خاورو ګرد نن هم زما په وجود دى، ځکه خو ما دوه لسيزې پس هم له هغه ژونده نه بېلوي او زه وياړم، چې د کلي د يو عام ماشوم په شان ژوند، زما د ژوند د ياد په خزانه کې ماته ډېرې خوشحالۍ لري او نن هم ما دې خبرې ته قايل ساتي، چې د ژوند دغه برخه په دنيا جنت دى او د ژوند، ژوندى احساس دى."

* محمد اسرار اتل ادبي نړۍ ته د راتللو په اړه داسې وايي:

"پښتون ژوند او پښتانه دومره تړاو لري، چې کله کله زه هم حېران شم چې زه ادب ته راغلى يم که ادب ماته؟ نه پوهېږم خو د عمل او خيال يو فطري تړاو دى. پښتانه فطري شاعران دي او چې بيا د الله پاک کومه ښکلا د غرونو، چينو او چينارونو او شتمنو رواياتو په شکل کې دې قام ته ورکړې ده، نو بيا څنګه کېداى شي ددغه ښکلاکانو د نغمو کولو او سندره کولو د احسان نه سړى بچ پاتې شي. زما په اند دغه تړاو لپاره د کوم خودساخته تحريک يا حادثې ضرورت نشته، البته که ستا سوال دا وي چې شعر او ليک دې له کله راهيسې پيل کړى، نو خيال او فکر راسره له ماشومتوبه و، خو لفظونو کولو لپاره يې دومره وخت رانه ضرور اخيستى، چې ولوستى شم، وليکلى شم، پرې پوه شم او تر څه حده پرې لوستونکي پوه کړاى شم. دغه سفر نن ستاسو په وړاندې دى، چې يوه شعري ټولګه مې چاپېږي او د اخبارونو کالمونه، افسانې او سريزې هم په دغه لار د تېرېدو په پام دي."

* ددې پوښتنې په ځواب کې چې د نثر پرځاى مو له شعر سره مينه ولې زياته ده؟ ښاغلى اتل وايي:

"ما مخکې هم وويل چې له ژوند څخه د ادب د ذوق هنر ويستل له پښتنو اقدارو څخه انکار دى، شعر بايد معشوق او شاعر مئين وي. بايد ووايم، چې زه نثر هم ليکم، خو ډېر لږ، ځکه چې له شعر سره مې فطرتي مينه ده، ښه شعر خوښوم او په دې ارتباط مې هر بښتون شاعر د زړه سر دى."

* د نطاقۍ ډګر ته د راوتلو په اړه مو له ښاغلي اسرار اتل څخه وپوښتل، چې آيا تاسو له ښاغلي اباسين يوسفزي څخه اغېزمن شوي واست،چې دې ډګر ته مو مخه کړه او يا کومې جذبې او مينې ته دې ډګر ته د راتلو لپاره وهڅولئ؟ اتل وايي:

"د ژوندو شعر، ادب، پښتو، پښتون او خپل هېواد سره د مينې احساس په زړه کې دننه پرېښودل زما په اند ولسي خيانت دى. په دغه لار د خپلو پښتنو اقدارو ترڅنګ ما کولى شو، چې د مينې دغه احساس د يو کردار په توګه معرفي کړم او هغه سوچ چې له خاورې او ولس لپاره په خاصه توګه او د ځان لپاره په عمومي توګه لرم، بايد د راډيو او تلويزيون له لارې اظهار کړم، چې ماته يې پېژندګلوي هم راکړې، عزت هم، شهرت هم، پوهه هم او مينه هم. او دغه مينه بۀ زما د ساه تر تلو راتلو دوامداره وي.

پاتې شوه د اباسين صيب خبره، نو بايد ووايم چې لکه څنګه ما مخکې هم يادونه وکړه، چې زما د نثر پرځاى له شعر سره مينه زياته ده، نو همدا لامل و چې زه يې د نطاقۍ ډګر ته راوويستلم او ښايي په لاشعوري توګه له ځينو نطاقانو اغېزمن شوى هم واوسم، خو تاسو ته به معلومه وي چې يواځې اغېزمن کېدل بسنه نه کوي، بايد په انسان کې جوهر هم وي، چې له دې لارې وکولاى شي خپل هنر خلکو ته وړاندې کړي."

* اسرار اتل د يوه شاعر په توګه د شعر له روان بهير نه ډاډه ښکاري او وايي:

"شاعر ليکوال، چې د قام سترګې بلل کېږي، د ژوند په هر اړخ ژور نظر لري. د ژوند او وطن په خوشحالو ښاد وي او په غم دردمن. پښتنه خاوره په دې اړه زرخېزه ده، چې د امير کروړ بابا نه تر نن پورې ليکلى هر بيت تر خپل شا څه ناڅه مثبت خيال لري. د شاعرانو ليکنې، چې د امن، مينې او خوشحالۍ زېري او زېرمې لري، داسې احساسوم لکه چې د وطن په ښاېستونو ګل سپرلى وي او زما ژوند هم باغ باغ کوي. د نن او زلمي روڼ فکر په اړه بايد ووايم، چې د دوى فکر ډېر بيداره، مثبت او ژور دى او دوى بايد دا دوامداره وساتي، نو ددې هرڅه په نتيجه کې ويلى شو چې د شعر په ډګر کې ډېر په ړه پورې او ګټور کار روان دى"

* لکه څنګه چې مو مخکې يادونه وکړه، چې اسرار اتل د يوه شاعر و ليکوال ترڅنګ يو ښه ژورنالېست هم دى، نو له ښاغلي سره مو د رسنيو په رول هم خبرې کړي. اسرار اتل د يوه ژورنالېست په توګه دا رسنۍ داسې ارزوي:

"نړۍ چې په يوه نړېوال کلي بدله شوې ده لامل يې د اړيکيو شتمني ده، چې د ولس ستونزې پکښې هوارېږي، خو ددې ترڅنګ هغه عناصر يې په زيان هم بدلوي، چې رسنۍ د خپلو شخصي ګټو يا منفي پروپېګنډې لپاره کاروي. په مجموعي توګه د ميډيا کردار د شعور په بېدارۍ، د تعليم په عامولو، د تاريخي او ثقافتي آثارو په خوندي کولو او رامخ ته کولو کې لوى او بنيادي لاس لري. په دې لړ کې F.M ريډيوګانو ډېر اغېزمن رول ترسره کوي، ځکه چېرته چې د اخبار، انټرنېټ او تلويزيون رسېدل ناشونې وي، نو هلته دغه راډيوګانې د هرې طبقې په درشل د نوې معلوماتو او تفريح سرچينې دي، خو بيا يو لامل دا هم شته چې په ځينو ادارو کې د بې سواده او غېر تربيه شويو نطاقانو له امله پښتو ژبې ته زيان هم رسي، چې هغوى دغه ژبه له نورو ژبو سره ګډوي او ددې پرځاى چې ګټه ترې واخيستل شي، د زيان سبب ګرځي. رسنۍ بايد هغه خلق وټاکي، چې هغوى له زده کړې سره تکنيکي پوهه، قامي سوچ او په حالاتو ژور نظر هم ولري. نو له دې لارې رسنۍ کولاى چې خپل هغه بنيادي کردار ترسره کړي.

* همداراز د ټولنې په وده او پرمختګ کې د ميډيا (رسنيو) د کردار په اړه وايي:

"زما په اند که ميډيا د خپلې ټولنې نه وباسو، نو دا بۀ داسې وي لکه سړى بې لاسو او بې پښو شي او يا داسې به ووايو، چې ميډيا د ټولنې فزيکي او اروايي جوړښت دى او چې سړى په فزيکي او اروايي توګه کنډم وي، نو د ځان او ټولنې دواړو له کاره وځي. نو له دې څرګندېږي، چې ميډيا د ټولنې په پرمختګ کې کارنده ونډه لري، خو هغه ميډيا چې د شخصي ګټو او پروپاګنډو پرځاى د ټولنې او ملت د درد دوا شي."

* اسرار اتل د ژورنالېزم په ډګر کې د اوږدې تجربې لرلو له امله د يوه ځوان او نوي ژورنالېست لپاره دا توکي اړين ګڼي:

"په موجوده وخت کې له تعليم او هنر پرته صحافت ګران دى، زده کړه، تربيه او هنر د ځان په ګټه هم تمامېږي او د ټولنې په ګته هم. زده کړه او تربيه د يوه ژورنالېست په کردار کې د ساه حيثيت لري او کله چې په سړي کې ساه نه وي، نو هغه د ټولنې لپاره پکارېدى نشي."



* اسرار اتل تراوسه پورې د نړۍ څو هېوادونو ته د ادبي ټولنې په بلنه تللى دى. نوموړى وايي:

"د زده کړې او د يو شمېر کلتورونو او ثقافتونو د مطالعې او کتنې لپاره ګرځېدل مهم دي. زما فطرت هم په خپل هېواد کې او هم په بهرنۍ نړۍکې ددې تندې د ماتولو په هڅه کې دى، چې په لړ کې زه اماراتو ته او ځينو نورو عربي هېوادونو ته تللى يم او په لنډو ورځو کې د امريکا د ځينو رياستونو سفر لرم. همدا شان خپل وطن او خپل لوى کور افغانستان ته خو ډېر ځم راځم، چې دا په بهرني سفر نه شمېرم.

* اتل خپلو مينه والو ته د پېغام په توګه وايي:

"د يوه طالب علم، ادنى ژورنالېست به څه پېغام وي؟ خو د ټولنې د يو عام وګړي په حيثيت دا غوښتنه کولاى شم، چې موږ بايد مينه، امن او خلوص د خپل ژوند وظيفه وګرځوو. د سيمې د امن لپاره اواز پورته کول او احتجاج کول زموږ فرض دي او همدا زموږ هدف دى. دغه اواز که په وينه کېږي که په مينه، که دا هدف څوک جنګ ګڼي او که احتجاج يا بغاوت، خو کوو به يې. تر دې چې په دې لار کې د کوم انتهايي قدم پورته کولو نه مخکې دا هم اعلانوو چې:

 

 

چې قاېل د امن ناکې منصوبې دى

زما ورور دى که د هرې نظريې دى