پښتنې ليکوالې د حالاتو د لاسه مخې ته نه راځي ((حسينه ګل))
محترمه حسينه ګل د پښتو ژبې يوه ياده شاعره، اديبه، ډرامه نګاره او د زنانه و د حقوقو علمبرداره ده چې د ايمل مجلې ورسره يوه مرکه کړې ده، هغه مرکه مونږ ستاسې مخې ته ږدو. ((اداره))
مرکه کوونکی: حيات اقبال حيات
پوښتنه: ادبي دنيا ته څنګه راغلئ؟ کله راغلئ؟
ځواب: کورنی ماحول مې ادبي وو. والد صاحب مې (ميا مظهر شاه کاکاخېل) به باقاعده ليکل کول. کور کې به مختلف اخبارونه، رسالې راتلې، رو رو د والد سره په دغه رسالو او مجلو به مې تبادله خيال کولو، چې د هغې په وجه مې خپله هم ادبي دنيا ته مخه شوه، د سکول ((ښوونځي)) په زمانه کې مې په غېر نصابي هلو ځلو کې چمتو برخه اخسته، په سټېج مې خپله يوه ډرامه، مختصرې خاکې خپله په کردارونو کې لوبولې دي. د دغه هر څه به مې هدايت کاري هم کوله، ورسره شعروشاعري هم جاري وه، دا به د ۱۹۸۵ء يا ۱۹۸۶ء خبره وي چې د رېډيو په اورېدونکو کې وم، د ليک په ذريعه به مې د رېډيو سره رابطه کوله، مختلفو پروګرامونو کې به مې ګډون کولو، بيا لايق زاده لايق صيب راته رېډيو ته د راتګ بلنه راکړه، خو په ((ځلمي کهول)) پروګرام کې په وړومبي څل عرفان الله عرفان صيب مېلمنه کړې وم، دلته زما يوه مکمله پېژندګلو د يوې شاعرې په حېث وشوه، اخبارونو ته مې مخه شوه، د هغوی هم راته پام شو، او دغسې مې د ادبي دنيا سره يوه کلکه رشته جوړه شوه.
پوښتنه: څو کتابونه مو چاپ او څو ناچاپه دي؟
ځواب: اوسه پورې مې څلور چاپ کتابونه مخې ته راغلي دي، وړومبۍ شعري مجموعه شپون، شپول او شپېلۍ وه چې په کال ۱۹۹۰ء ، دوېمه شعري ټولواله ((خو ته خبرې کوه)) د هغې نه پس چاپ شوه، درېمه شعري مجموعه په ۲۰۰۳ء کې د ((دا هم هاغسې موسم دی)) په نوم چاپ شوه، څلورم کتاب کره کتنه ده چې د ((افضل، افضل شوق)) په نوم په کال ۲۰۰۶ء کې چاپ او خپور شو. په ناچاپه اثارو کې مې د شاعرۍ نه علاوه افسانې، ډرامې، څه نور تحقيقي او تنقيدي کار دی، دې نه علاوه ګڼ شمېر مضامين، مقالې دي چې د چاپ اراده مې يې شته.
پوښتنه: کومو هېودونو ته مو سفر کړی دی؟
ځواب: اوسه پورې يو بېرونی سفر مې د قطر د ښار دو دوحه کړی دی، ګاونډي هېواد هند ته د تلو موقع راته هم ترلاسه شوې ده.
پوښتنه: په دولتي سطح نه په افغانستان کې پښتو ژبې ته جايز مقام ترلاسه دی او نه په پاکستان کې، د دې ستونزو د حل دپاره د پښتون قام څه ذمه واري جوړېږي؟
ځواب: دا ډېره د بدنصيبۍ خبره ده چې پښتو ژبه چې د دنيا په زړو ژبو کې يې شمېره کېږي، خو کومه ترقي چې د دې جوړېږي چې اوس په ترقي يافته ژبو کې راغلې وی خو هاغه مقام دې ته حاصل نه دیی، دولتي ډګر چې د يوې ژبې دپاره د هغې د مخکې تګ دپاره کارونه کړی شي، نو ژبه ترقي نه شي کولی. دلته خو حالات ګډوډ دي خو ولې په افغانستان کې که حالات برابر هم شي، هاغه قام چې د ۸۶ فيصد په تناسب په يو ملک کې مېشتته دي، دغه ټول پښتو ويونکي دي، ولې په دغه هېواد کې هم د دې ژبې دپاره هاغه کار نه دی شوی، کوم چې پکار دی. دلته خو سياستدانانو د خپل ووټ ((رايه)) دپاره د ژبې د حق نعرې منم چې وهلې دي خو چې کله دغه سياستدانانو ته اقتدار او چوکۍ ترلاسه شوې دده نو هغوی د ژبې او د خاورې د حق د نعرې نه هم لاس په سر شوي دي. دا خو د ژبې هاغه لېوني دي، د خاورې هاغه ميين دي چې د قلم او د فکر کار کوي، تر اوسه که پښتو ژبه ژوندۍ ده نو صرف او صرف د دغه قلمکارانو د وجې چې د ژبې وجود په حرکت کې ساتي او مرګ ته يې ن
ه ورکوي. پښتانه که چرې د يو قام په حېثيت په صحيح معنا کې د خپلو حقوقو دپاره عملاً کار وکړي، په خپل شعوري او سياسي ادراک د ژبې او خاورې د حق دپاره يو موټی شي نو زما په خيال دا ژبه به د ترقي يافته ژبو سره څنګ په څنګ روانه شي. نن هاغه قامونه چې ترقي يې کړې ده، په خپله مورنۍ ژبه کې تعليم حاصل کړی دی، د مورنۍ ژبې سره د دې نزديکتت په بنياد نن په ټولو اولسونو حکمراني کوي. زمونږ د منطقې حالات هر دور او هره زمانه کې د پښتنو دپاره سازګار نه دي جوړ شوي. ماشومانو باندې په تعليمي ادارو کې پردۍ ژبې تپلې راروانې دي. معلوم او پېژندونکي څيزونه په يوه نا اشنا ژبه کې پرې د پېژندلو هڅې کولی شي، او داسې زمونږ نسلونه د خپلې ژبې او ثقافت نه لرې کولی شي. پکار ده چې په دې مسله د لر و بر پښتانه يو اواز، يوه نعره شي، په خپلو سياسي، فکري او لساني مسلو راغونډ شي، يوه لاره داسې راوباسي چې دغه مقصد پرې حاصل شي.
پوښتنه: د ادب پوهان وايي چې شاعري د شديدو جذبو شديد اظهار دی نو دې جذبو سره د تفکر هم اهنګي تر کومه حده ضروري ده؟
ځواب: په شاعرۍ کې که فکر نه وي نو تشه جذبه د شاعرۍ دپاره ضروري نه ده، دا ص
حيح ده چې جذبه د شاعرۍ اثر او شکل ښايسته کوي، خو که دغه شاعري د فکر نه خالي وي نو هاغه مقصد يې نه وي کوم چې د يوې بامقصده او فکري شاعرۍ وي. شايد چې دا کار يا په دې حقيقت د خلکو د پوهېولو کار ترقي پسند تحريک تر ډېره حده اسان کړی دی، چې شاعري دې صرف د يو شاعر د ذات او وجود اظهار نه وي، بلکې د نن انسان ته چې کومې راپېښې مسلې دي، د هغې دې پکې هم يو کوټلی فکر او نظريه پوهه خلک دي هغوی شاعري هم په دې نظر او فکر کوي چې د ژوند دپاره پکې څه خبره وي.
پوښتنه: د معياري ادب خصوصيات څه دي؟ او د معياري ادب اقدار به څنګه پېژنو؟
ځواب: هاغه ادب چې د خپلو کلاسيکي رواياتو سره خپله رشته کلکه او مضبوط
ه ساتي خو د دې سره سره د نورو نوو لارو لټون او هڅه پکې وي، دغه د معياري ادب خصوصيات ګڼم. بله داده چې اادب په افاقي سوچ او نظريه تخليق کول پکار دي چې کوم ادب صرف د مقاميت په سمون ليکلی شي هاغه ادب افاقي نه شي جوړېدلی. انساني ژوند او ټولنه د نړييزو حالاتو د کبله لحظه په لحظه د تبديلۍ د عمل نه تېرېږي. که چرې د دې حالاتو خد و خال زمونږ د ادب په څهره کې نه برېښي نو دا ادب د دغه معاشرې ترجمان ادب نه دی، او نه دغه ادب د انساني معاشرې دپار څه د تعمير کردار لري. د يوې ټولنې ادب که تش په تشه د هاغه ټولنې د حالاتو نه چاپېره چورلي نو دغه ادب مونږ مقامي ادب ګڼو، خو د عالمګير ادب نوم نه شو ورکولی.
پوښتنه: شاعر اديد ډېر حساس وي، د يو حساس فرد سره د خپل خاندان او معاشرې رويه څنګه پکار ده؟
ځواب: شاعر اديب زما په معاشره کې يو بې کاره مخلوق ګڼلی شي، څوک ورته دومره اهميت نه ورکوي. د دې طبقې د خلکو په هکله يو عام تاثر دا هم دی چې دا خلک ناکامه خلک وي، او چې د څه عملي کار ګزارۍ نه پاتې شي نو قلم راواخلي، حالانکې زه په دې هکله دا وايم چې چرته په عمل کې څه نشي کېدلی هلته يو ښايسته لفظ په هنر او فن کې ليکل څومره ګرانه خبره ده، د دې احساس خو هاغه خلکو ته زيات وي، کوم
چې خپله د دې ميدان سره تعلق لري. په کور کې هم دغه خلک د کورنۍ د نورو خلکو په شان نه وي، چرته په يو ګټ کې به يې ځانله د فکرونو تاج محل سينګار کړی وي. خو زما په خيال دا هاغه خلک دي چې د معاشرې د خلکو په سوچ، فکر او رويو کې مثبته تبديلي راولي، په خپل فکر ااو فن د داسې خلکو قدر پکار دی، او چې کوم حقوق د دې خلکو د يو انسان په حېث دي هغه ورته ورکول پکار دي، دې خلکو سره مينه محبت پکار دی، ولې چې هم دا هاغه خلک دي چې د انسان دپاره، د انسانيت دپاره، د امن او محبت غوښتونکي دي، او چرته چې په معاشره کې ناخوښه رويې ويني، د هغې غندنه کوي او د هغې خلاف د احتجاج يو اواز پورته کوي.
پوښتنه: ځيني خلکو ستاسو په اړه دا رايې څرګند کړې ده چې تاسو خپل قلم په خود سرانه توګه استعمال کړی دی، ستاسو څه خيال دی؟
ځواب: زه د هاغه خلکو ډېره مننه کوم چې زما په هکله يې دا رايې لرلې ده، زه دا
وايم چې که چرې ادب، شاعري او ارټ واقعي د انسان د اندروني جذبو يو نازک اظهار دی نو بيا ولې هاغه هر څه زمونږ مخې ته په هاغه رنګ او هاغه شکل کې نه راځي، څه چې زما دننه دي، که چرې داسې نه دي، نو بيا بايد د ادب او شاعرۍ نه دا ټاپه (ليبل) ختم کړی شي. ما چې خپل وجود، خپل ذات، خپل ژوند او خپلو حالاتو تاؤ څنګه دننه محسوس کړی دی نو هم هاغه رنګ مې د قلم ژبې ته سپارلی دی، په حېث د زنانه د هاغه پښتنې ښځينه اقدارو پابندي او ساتنه زما فرض دی، خو دننه يو رنګ او بهر بل رنګ دا قدغن ما چرته برداشت کړی نه دی، ځکه ما په وړومبي ځل په پښتو ادب کې د زنانو د کردار په حقله يو نوی انداز دنيا ته وړاندې کړی دی. چې دنيا دې زما فکر او تخيل هم وګوري، او زمونږ دننه د حالاتو هاغه تاوده تنورونه دې هم احساس کړي چې مونږ ترېنه تېرېږو.
پوښتنه: پښتو ادب کې د نثر په مقابله کې منظوم کلام او شاعرۍ ته رجحان زيات دی، د دې بنيادي وجه څه ده؟
ځواب: نثر ليکل هر څو که د رديف او قافيې پابندي نه لري خو د نثر خپلې غوښتنې دي او د هغې مطابق نثر ليکل يقيناً چې ګران کار دی، بله داده چې زمونږ د خلکو د کتاب سره يوه روايتي دشمني ده او د نثر دپاره مطالعه او علم ډېر زيات ضروري دی، شاعري خو بس هر څنګه چې وي، شاعري ده او د چا چې څومره لاس وس رسي په دغه شاعرۍ تجربې کوي، حالانکې د ژبې د شته کولو دپاره په ژبه کې معياري نثر ته که پام ونه شي نو نه خو ژبه مخ په وړاندې تلی شي او نه ادب. پخوا بيا هم د کتاب سره څه نا څه رشته د هر چا وه، اوس خو انټرنېټ او کمپيوټر د دنيا د ژبو، کلتور بدل کړی دی، ځکه که په عملي توګه دې هر څه مونږ د کتاب نه لرې کړي يو نو بلخوا يې دغه کمي سره هم مخامخ کړي يو کومه چې يوه الميه ده.
پوښتنه: تاسو د اولسي اصنافو لکه د ټپه، چاربېته، لوبه په نوي اسلوب کې، نوي طرز کې د ليکلو په حق کې يئ؟ نو دغه نوی اسلوب او نوی طرز څنګه کېدلی شي؟
ځواب: زمونږ په اولسي ادب کې د لوبې، ټپې، غاړه او چاربيتې چې کوم مقام دی، د هغې مثال نشته، خو دا د يوې زمانې او يو دور څيزونه دي، او بيا دا بنيادي توګه باندې موسيقۍ قبول کړي دي. موسيقي کې که هر څو د زندګۍ اندازونه بدل شي، د موسيقۍ انداز به هم هاغه د موسيقۍ وي، نو د ادب په حواله خو دغه اصناف وروستو شوي دي، ولې په نوي انداز او اسلوب کې يې تاسو په موسيقۍ کې وينئ چې روان دي، او خلک يې خوښوي، البته پښتو شاعرۍ خپل رنګ نوی کړی دی. په هغې کې که په نثري ازاد نظم کې (لنډ) ډېرې تجربې وشي او څوک يې مثال د پښتو ټپې سره ورکوي نو به غلط وي. خو دې سره زه به دا ووايم چې هاغه اقدار کوم چې دد دغه شاعرۍ ددی، نو که د دې سره په رشته ساتلو کې مونږ نوی ادب رامخې ته کوو، نو د دې شاعرۍ ((روح)) به ژوندی وي، او حواله به يې هم موجوده وي.
پوښتنه: پښتو شاعري او خصوصاً پښتو غزل د نورو ژبو د غزل سره څنګه روان دی او تاسو ورته په کوم نظر ګورئ؟
ځواب: پښتو شاعرۍ ته چې په کوم کوم دور کې کوم مسايل وړاندې شوي دي (د ژبې د صورتحال په حواله) په هغې کې دې شاعرۍ چې څنګه سفر کړی دی د نورو ژبو د ادب او شاعرۍ نه يې کوم اثرات اغستي ددي، نو دا يقيناً چې يوه لويه خبره ده، خو خبره بيا هم د ژبې د حال راځي او چې چا هم دلته د ژبې خبره کړې ده نو د هغې نه يو سياسي صورتحال جوړ شوی دی، خو د ادب شاعري ده او که نثر تر هاغه د ترقي يافته ژبو سره څنګ نشي وهلی تر څو چې ورته يو مناسب مقام او اهميت نه وي ورکړی شوی، خو پښتو غزل او بيا جديد پښتو غزل ته که حمزه بابا د خپل زړه وينې نه وې ورکړې نو نن به د پښتو غزل نامه چا د جديديت په حواله نه اغسته. بيا غني خان، سېف الرحمان سليم، اشرف مفتون، خاطر اپريدی، اجمل خټک، قلندر مومند چې په خپل خپل وس د پښتو غزل دپاره څومره خوارۍ کړې دي، نو که نن د پښتو د جديد غزل خبره کېږي نو د دغه ښاغلو په کوشش او هڅو يې په پښتو ادب کې دا د نن مقام ترلاسه کړی دی، دغه رنګ نن سبا چې ځوان کهول څومره په مينه پښتو غزل ليکي پکې نوي نوي افکار رامېنځ ته کوي او رنګارنګ تجربې پکې کوي نو يقيناً چې دا د ستاينې خبره ده، خو څو پورې چې د نورو ژبو سره د سيالۍ خبره ده نو دا به لا نور محنت او منډه غواړي.
پوښتنه: سفرنامه ليکل تېزه مشاهده، ژور فکر او پخه تجربه غواړي که د ادب ډېر ګټور صنف ګرڅېدلی دی خو داسې ليکوال هم شته چې سفرنامې يې ليکلې دي خو د فن په بنياد ورته سفرنامه نه شي وييل کېدی، ستاسو په فکر د سفرنامې لوازمات څه دي؟
ځواب: سفرنامه يقيناً چې ډېر ګران صنف دی، خو پښتو کې چې دا وخت څو د ګوتو د شمېر سفرنامې دي نو په دې کې ډېرې سفرنامې، سفري رودادونه دي، چې ځينې ليکوالو ورته د سفرنامې نوم ورکړی دی، حالانکې د سفرنامې دپاره چې کوم څيزونه زيات ضروري دي او هغ د سفري روداد او سفرنامې ترمېنځه د يو لوی فرق واضحه کول دي، نو ځينو ليکوالو د دغه هر څه نه ډډه کړې ده، او تش په جهاز کې ناستې، د يو وطن په هوايي ډګر کوزېدو، هلته د خوراک څښاک کولو، او نورو داسې معمولاتو ته يې د سفرنامې نوم ورکړی دی، چې يقيناً يې د سفرنامې په فن پورې خندا کړې ده، زما په خيال که په سفرنامه کې د يو ځای (د کوم چې سفرنامه ليکل وي) پوره معلومات چا سره نه وي د هاغه ځای د استوګنو د ژوند يو مکمل تصوير يې مخې ته نه وي راغلی، نو د خوب و خيال سفرنامې دا کمی نه شي پوره کولی، زما په خيال چې هاغه يو کس چې د ادب سره يې تعلق وي، د ادب په اصنافو پوهه وي، دغه کسانو ته دا فرق معلوم پکار دی چې هغه دې د سفرنامې او روداد تر مېنځه فرق وپېژني او هاغه رودادونه چې تش په ناسته پاسته، خوړو او څښلو مشتمل وي، هغې ته د سفرنامې نوم ورکول يقيناً چې نا انصافي ده، خو زه دا نه وايم چې ګنې پښتو ادب کې سفرنامې نشته، په دې مد کې چې د پښتو ژبې يو پېژندلي اديب، شاعر، ناول نګار او سفرنامه نګار ښاغلي افضل شوق د کوم معيار کار کړی دی او پښتو ادب ته يې خپلې درې مستندې سفرنامې اوه ګامه مزل، مزل په واورو باندې او د نمر د کلي په لور ورکړي دي نو دا يې دومره لوی کار کړی دی چې د تاريخ روداد په توګه به ياد ساتلی شي، ځکه چې دا درېواړه سفرنامې د تاريخي مسودې حېثيت لري، ولې چې هر څو که ساينسي ترقۍ ډېرې اسانتياګانې پيدا کړې دې خو د کوبلا خان په سفرونو به دې ساينسي دور کې هم خل خپل تحقيقات سر ته رسوي، او په کومو لارو چې هغه تلی دی، په هغه لارو تګ کوي، ښې سفرنامې د تاريخ مسوده ګڼلی شي، تش سفري رودادونه او رپورتاژونه د تاريخ برخه نه شي جوړېدلی، ولې چې په معيار ي سفرنامه کې د سفرنامه ليکونکي مشاهده، تحقيقي او زميني حقايق که په دليل سره وړاندې نه کړی شي نو دا د تاريخ برخه نه جوړېږي. د يو سېلګر او سفرنامه ليکونکي دپاره ساينسي مطالعه، حقايق او مشاهده ډېره زياته ضروري ده، دې سره سره هاغه ليکوال چې په سفرنامه کې د رومان او تخيل پرستۍ نه کار اخلي، او د سفرنامې د نورو ضروري اجزاء نه ډډه کوي نو دا که يو طرفته د اخلاقي اقدارو پامالي ده نو بلخوا په دغسې بې کاره، فرضي او غېر ضروري څيزونو په ليکلو د سفرنامې بنياد نه شي مضبوطولی، البته د هاغه حدونو نه پښه اړول چې اخلاق يې اجازه نه ورکوي د سفر هم سپکاوی دی، د سفرنامې هم
پوښتنه: نن سبا د لرو او برو پښتنو حجرې مرکې او جرګې شريکې شوې دي، او هاغه فاصلې يې ختمې شوې دي، خو د دې پېوستون د دايمي تړون دپاره د پښتنو ليکوالو څخه نور څه توقع کېدی شي او دا تړون به نور څنګه مضبوط شي؟
ځواب: د ليکوالو ذمه وارۍ ډېرې دي، چې په هغې کې په خپل قلم او فکر دې دوی يو داسې مناسب ماحول جوړ کړي چې يو خوا ته هم په دولتي سطح او بل خوا ته هم په سرکاري توګه دې، مشران دې ته کېنوي چې دواړه اړخه تګ راتګ دې اسان کړی شي، دواړه طرفه دې وخت په وخت داسې کانفرنسونه، سيمينارونه او غونډې کوي چې ټولو پښتنو ته دې پکې د ليدو کتو او ناستې پاستې موقع ترلاسه وي، داسې يو کار خو روان دی په افغانستان کې دا دوه درې ځله داسې پروګرامونه وشو، چې پکې ددې ځای پښتنو ليکوالو ته د ګډون موقع ورکړی شوه، خو څو پورې چې په داسې غونډو کې د هر قوم، هر فکر او نظر لرونکي پښتانه شامل نه وي، د يو څو مخصوصو کسانو هر ځل تګ راتګ څه فايده نه لري. بله خبره داده چې د نعرې او ترانې د ادب تخليقکارانو چې نن سبا يو خاص قسم ماحول پېدا کړی دی او هاغه ادبي ماحول چې ضرورت يې ډېر زيات دی، نو دغسې ليکوال دې په سنجيدګۍ سره د ژبې دپاره کار وکړي، او د ((نعرې او ترانې)) ادب چې د يو خاص وخت او حالاتو دپاره ضروري وي، ورنه دې لاس واخلي چې داسې په صحيح توګه د ژبې او ادب دپاره يو صحي ماحول مخې ته راشي، او د دواړو غاړو پښتانه ليکوال دې يو دايمي تړون ولري.
پوښتنه: په پښتنه ټولنه او پښتو ادب کې د ليکوالو خويندو د ادبي ټولنو کمی ډېر په شدت سره محسوسېږي، نو زنانه ليکوالې دا نشي کولی چې خپل ادبي تنظيمونه جوړ کړي؟
ځواب: پښتنې ليکوالې خو به ټولی يا تنظيم هله جوړوي چې شمېره يې د تنظيم شي، پښتنې ليکوالې شته ضرور خو د حالاتو د لاسه مخامخ نه راځي، دا کار بيا د هاغه ادارو دی چې د دولت په سطح کار کوي، چې دغه زنانه راوړاندې کړي، د هغوی دپاره يو مناسب ماحول راپېدا کړي، د هغوی حوصله افزايي وکړي، په TV، رېډيو او نورو ادارو کې دې ورته د ګډون موقع ورکړي، نو اسې به زنانه ليکوالې اهميت ومومي او د خپلې ژبې او ادب د خدمت دپاره به عملاً راوړاندې شي.
پوښتنه: تاسو د زنانه و د شخصي ازادۍ علمبرداره يئ، زمونږ په پښتنه او اسلامي معاشره کې دغه شخصي ازادي ممکنه ده؟
ځواب: ازادي د هر انسان بنيادي حق دی، خو د ازادۍ نه مراد هاغه څه بېخي نه دي چې اجازت يې اسلام او پښتنه معاشره نه ورکوي، زه د ښځې دپاره د دومره ازادۍ قايله يم چې ښځې سره دې Optionوي، ښځې سره دې انتخاب وي، د اسلامي او پښتني اقدارو پابندي او ساتنه د هرې زنانه ذمه واري ده خو په دغه حد کې دننه دننه دې هغې سره د خپلې مرضۍ د ژوند اختيار وي. زما په خيال اسلام يو داسې نظام دی چې هغې کې دا حق هرې زنانه ته شته، خو زمونږ پښتني نظام چې د سړي د حکمرانۍ نظام دی، سړی مضبوط دی، او ښځه يې کمزورې کړې ده، زه د دغه نظام سره دليلي مخالفت لرم. د اسلام نظام په هغې کې د ښځې د مقام او اهميت هم دقر کوم او فخر پرې هم کوم، دلته هم خبره بيا هاغه د تکرار راځي چې ښځو کې د تعليم او شعور کمی دی، هغوی د خپلو اسلامي او قانوني حقونو نه ناخبره دي، ځکه د هغوی استحصال کېږي، که چرې علم راشي تعليم راشي نو دا به د دې طبقې تقدير بدل کړي.
پوښتنه: ستاسو په خيال په بره پښتونخوا کې کومه ليکواله خور معياري ادب تخليق کوي او په کوزه پښتونخوا کې تکړه ليکواله څوک ده؟
ځواب: زه په پښتونخوا کې د کوزه، بره هډو قايله نه يم، زه پښتونخوا بس پښتونخوا ګڼم، البته جغرافيايي لحاظ سره که دا تپوس کوئ نو دومره به ووايم چې په دواړو سيمو کې تکړه ليکوالي شته، سارا بياباني، صفيه صديقي، فريده هوډ سېفي، پروين ملال، زرغونه رښتين داسې وسيع نظره ليکوالې دي چې زمونږ د سره پښتونخوا زنانه ادب پرې وياړ کوي. زېتون بانو، سلمی شاهين، فوزيه انجم، زاهده تنها، ناهيد سحر، عصمت بي بي او نورې ډېرې پښتنې ليکوالې چې زمونږ د دې غاړې پښتونخوا پرې ښکلې ده، د ټولو تورسرو پښتنو مېرمنو کار او خدمت د ستاينې وړ دی، چې د ډېرو معاشرتي بندېزونو باوجود د پښتو ژبې او ادب دپاره په مينه کار کوي، په دې کې په يو بنده ګوته کېښودل چې دا ښه ده – نو مطلت دا شو چې دا نورې...!!
حيات اقبال حيات: به اخره کې د ((ايمل)) مجلې د لوستونکو دپاره څه پېغام که لرئ نو ډېره مننه به وي؟
حسينه ګل: پېغام خو د لويو خلکو اغستی شي، زه به د ((ايمل)) مجلې د لوستونکو مننه وکړم چې دا مرکه وګوري، پښتو مجلې او اخبارونه د وخت او ژبې ضرورت دی، پکار ده چې د دې ډاډګيرنه وشي، خپلې مرستې او کومکونه دې پښتو مجلو سره وکړي، د پښتنو ليکوالو دې قدر او حوصله افزايي وکړي.
((ايمل مجله، دوېم کال شپږمه ګڼه))