ولسي شاعر ثواب خاکسار سره مرکه

مرکه کوونکی: ستوري مجله

 

پوښتنه: تر ټولو د مخه که ګرانو لوستونکيو ته ځان په مکمل ډول ورمعرفي کړئ، خوښ به شو.

ځواب: زما نوم ثواب او تخلص مې خاکسار دی، د ننګرهار د لرغونې او تاريخي ولايت د اچين ولسوالۍ مربوط د پېښې خوړ د پاخېلو په کلي کې په يوه مسلمانه او دينداره کورنۍ کې پيدا شوی يم.

لومړنۍ زده کړې مې د کلي په ابتدايه ښوونځي کې کړي دي، منځنۍ او ثانوي زده کړې مې د کابل ولايت رحمان بابا ليسه کې سرته رسولي او فعلاً د شينوارو د يوې ادبي ټولنې د مشر په توګه دنده پر غاړه لرم.

پوښتنه: خاکسار صاحب! تاسې څه رنګه شاعرۍ ته مخه وکړه؟

ځواب: محترم کوټوال صاحب! د ډېرو لاملونو له امله کېدای شي چې يو سړی شاعر جوړ شي، چې تر ټولو لومړی مينه ده، ولو که مينه له خپلې محبوبې سره يا له وطن او خاورې سره وي، يعنې د شاعرۍ سرچينه له مينې څخه اخيستل کېږي.

پوښتنه: محترم خاکسار صاحب! تر اوسه به دې څومره شعرونه ويلي وي او زيات شعرونه دې نظم په کوم قالب کې ويلي دي؟

ځواب: محترمه! د کله نه چې مې شاعري شروع کړې ده تر اوسه به مې تقريباً د (۲۰۰۰) شعرونه ويلي وي.

پوښتنه: ښاغليه تر اوسه مو کوم اثر چاپ شوی او که نه، که چاپ شوی وي نومونه يې راته واخلئ خوښ به شو.

ځواب: دا چې زما سره فعلاً ډېر شعرونه په لاس کې شته، خو د اقتصادي ستونزو له امله نشم کولای، چې ټول سره راغونډ کړړم او کتابونو ترې چاپ کړم. يواځې يو کتاب مې (د کنډواله کور) په  نوم د شعر مجموعه چاپ شوې، چې د چاپ لګښت يې حاجي عبدالظاهر قدير پر غاړه اخيستی و.

پوښتنه: په پای کې که د خپل شعر يوه نمونه ګرانو لوستونکيو ته ور ډالۍ کړئ، ډېر به خوښ شو.

ځواب: ولې نه دا واخلئ:

غزل

لکه د مورګې په سر واوره چې خروار پرته ده

داسې مې ستا مينه په زړه باندې امبار پرته ده

حال د ويلو نه دی ځکه د پښتو وطن دی

بل مې نږدې خوا کې پلټنه۱ د اغيار پرته ده

د غمازانو مشغولا خو به دستي جوړه شي

که مسافه مې لا کاله ته د رېبار پرته ده

چې به په څه باندې راضي شي فکر وړی يم زه

د ګل دوه چنده راضي بندي لا د ماليار پرته ده

لکه سګرېټ خپلو جامو کې سراسر وسومه

د بدن هر يوه پرزه مې په انګار پرته ده

د پرهېز ماتې له حصې نه چې منکره نه شې

ستا په ښکلا کې يو څه برخه د بيمار پرته ده

زکات د حسن په غريبو باندې کېږي اشنا

ستا د کاله تر څنګ جونګړه د خاکسار پرته ده

(۱ پلټنه: پوسته، پوځي اډه)