غزل د ادب ظالم صنف دى
د کراچۍ اوسېدونکي شاعر، ليکوال ښاغلي امان اپريدي سره مو يوه لنډه شان ټېليفوني مرکه کړې ده چې د مرکه بلاګ لوستونکيو ته يې وړاندې کوو.
مرکه کوونکى: رحمت ديوان
پوښتنه: د ټولو نه مخکې د مرکه بلاګ لوستونکيو سره خپله پېژندګلو وکړئ؟
ځواب: نوم مې امان اپريدى، تعليم ګرېجويشن، پېشه تعليم.
پوښتنه: ادب ته څنګه راغلئ؟
ځواب: ادب ته خو داسې راغلم چې د طالب علمۍ زمانه کې د سکول دور کې د اردو نه مې شروع وکړه او بيا ډېره موده پس چې عملي ژوند مې شروع کړو نو د هغې نه هم څه وخت پس پښتو ته مې مخه وکړه.
پوښتنه: ستاسو د خوښې صنف کوم يو دى؟
ځواب: شاعرى.
پوښتنه: په اوسنيو شاعرانو کې درته کوم شاعر ښه ښکاري؟
ځواب: رياز تسنيم.
پوښتنه: د غزل په باره کې لږ څه اووايئ؟
ځواب: وايي چې غزل د ادب يو ظالم صنف دى.
پوښتنه: په کراچۍ کې ادبي هڅې څنګه دي؟
ځواب: د ټولې پښتونخوا نه په يوه حواله هم د کراچۍ ادبي هڅې کمې نه دي.
پوښتنه: د "جرس" ادبي جرګې بنياد چا ايښے دے؟
ځواب: باچا خان کاسير (مرحوم)، فهيم سرحدى (مرحوم)، طاير اپريدي او رياض تسنيم وغېره.
پوښتنه: تراوسه پورې "جرس" د وړ کوم کارونه کړي؟
ځواب: ښه ډېر کتابونه يې چاپ کړي دي، ځانله د طاير اپريدي صېب څوارلس پينځلس کتابونه يې چاپ کړي دي او داسې د نورو ملګرو هم او دولس ديارلس کاله د "جرس" په نوم باندې درې مياشتنۍ مجله خپروله چې اوس مهال بنده ده.
پوښتنه: ستاسو کوم چاپ کتابونه شته؟
ځواب: شاعري مواد مې د کتاب همره دي او په دوه زره نهم کې مې د کابل پښتو نړيوال کانفرنس باندې رپورتاژ مکمل دى، زر به چاپ شي.
پوښتنه: د شلمې او يويشتمې صدۍ په ادب کې څه فرق محسوسوئ؟
ځواب: د شلمې صدۍ اخري او د يويشتمې صدۍ اولنۍ برخو کې په پښتو ادب کې ډېر د وړ کارونه شوي دي، پښتو ادب د خپل قام ترجماني کوي او هر يو ادب د خپل قام ترجماني کوي.
پوښتنه: ستاسو په نظر کې په اوسني شاعرانو، ليکوالانو کې کوم يو ښه کار کوي؟
ځواب: په کراچۍ کې خو د پښتو کتابونه مونږ ته ډېر کم ملاوېږي او چې کوم کتاب ترلاسه کړو نو په هغې باندې غونډه هم کوو، نو د کراچۍ په حواله به درته ووايم چې رياض تسنيم ښه نظم ليکي، طاير اپريدى ښې افسانې ليکي.
پوښتنه: د خپل ژوند يوه خاطره چې هېرېږي مو نه د مرکه بلاګ لوستونکيو سره که شريکه کړئ؟
ځواب: ژوند خو ټول د واقعو نه ډک دے نو اوس به تاسو ته کومه کومه واقعه بيانوم.
پوښتنه: پښتو ادب کې کومې ادبي جرګې د وړ کار کړى دى؟
ځواب: اولسي ادبې جرګې چې کوم کار کړى دى او مرکې (د ساهو ليکونکيو مرکه) چې کوم کار کړى دى او کوي يې نو دا ټول د قدرولو وړ دي.
پوښتنه: وايي چې پښتو ادب کې شاعري ډېره شوه، اوس بايد نثر وليکلى شي؟
ځواب: نثر خو پښتو ادب کې ډېر کم دى، ډېر زيات ضرورت يې دى، په دنيا کې چې پښتنو ته څومره مسئلې پېښې دي په پښتنو چې کومې درې لسيزې جنګ تير شو نو په دې باندې په دنيا کې صحافتي او ادبي تخليقات ډېر زيات خو متاسفانه دا وئيلى شو چې پښتو ادب کې ډېر کم کار شوى دى په نثري صنف کې.
پوښتنه: نوي کول او د مرکه بلاګ لوستونکيو ته څۀ پېغام لرئ؟
ځواب: د ادب په حواله ادب چې څوک هم تخليق کوي هغه ته پکار ده چې هغه مطالعه وکړي، د ادب نقادان اول نه تر ننه پورې په دې متفق دي چې د ادب وظيفه انسان ته مسرت خوشحالي بخښل دي او که د شعر په حوالې خبره وکړو، د ادب دننه نو دا به ووايو چې شعر دې د خوند په معيار پوره وي او هم د ژوند په معيار، د ژوند معيار په دې لفظونو کې مونږ بيانولو شو چې کومه خبره مونږ کوو نه پکار ده چې په ممکناتو کې وي، د دې خبرو د پوهېدو دپاره پکار دي چې مونږ مطالعه وکړو، يو شاعر که وايي چې ما ښه شعر وويلى، نو پکار ده چې د پښتو کلاسيک لکه رحمان بابا، خوشحال خټک، حميد بابا، د دوې مطالعه وکړي او مطالعه دې ته وئ چې د دوي کتاب واخلي او د بالښت لاندې يې کېږدي او چې کله يې زړۀ وشي نو راوا يې خلي او وې ګوري.
ديوان: امان صېب! ستاسو نه ډېره مننه کوو چې مونږ ته مو وخت راکړو او زمونږ د پوښتنو ځوابونه مو راکړل، مننه.
امان: مهرباني.
١٢مه جنوري ٢٠١١ء