اشوك كولن يانګ څوك دى؟

اشوك كولن يانګ ديرول په ښاركي چي دسوډان دجنوب په كوچنيو ټاپو ګانوكي پروت دى،زيږيدلى اوهلته يي خپلي لمړنۍ زده كړې سرته رسولې دي.

منځنۍ زده كړي يي دافريقا دوچي ديوګندا په هيواد كي سرته رسولې دي،وروسته يې دامريكا دټكساس په ايالت كي دعقايدو دپوهنې زده كړي پيل كړي.

دنوموړي پلار په افريقا كي دكليسامشر و چي مركزيي په يوګنداكي وو،اشوك څوډيپلومه دسوډان،ناروي،او يوګندا څخه په پلان پوهنه،اداره،كليسايي زده كړې،ټولنيزپرمختګ اوتنصير(مسيحي تبليغ)كي ترلاسه كړي.

وروسته يي دانګلستان داكسفوړډ پوهنتون څخه په مقارنه الاديان (داديانودپرتليزلوستنه)دكي ماسټرۍ سند هم ترلاسه كړى.

اشوك په كليسا كي مختلفې دندې سرته رسولې چي په لاندي توګه ورباندې نظراچوو.

۱- دكليسا دمرستې لپاره دناروې دټولنې مشري.

۲- دناروې لخوا ماشومانوته دپاملرني دټولنې مشري.

۳- دسوډان څخه دخطرونودلرې كولودټولنې مشري چي دسوډان ،دنمارك اوهالند لخوا جوړه سوي وه.

۴- دافريقا په ختيځه اومنځنۍ برخه كې د نړيوالې كليسا دزده كړې دڅانګې مسؤل.

۵- دافريقا په ختيځه اومنځني برخه كې دنړيوالو كليساګانو دشورى عمومي منشي.

۶- دسوډان دنيل په فاكولته كې دعقايدو اوالهياتورئيس.

۷- په افريقاكې دمسيجي ځوانانودټولنې عمومي منشي.

۸- په افريقا كې دمسيحيانوديووالي دټولني عمومي منشي.

په كال ۲۰۰۲ م كې داسلام په سپيڅلي دين مشرف سو او په اوسني وخت كي دپرمختګ لپاره داسلامي يووالي دټولنې عمومي منشي دى.

پوښتنه: لويديځې خيريه ټولنې په اسلامي نړۍ كي په ځانګرې توګه په افريقا كي څه رول لري؟

جواب: په اصل كي لويځې خيريه ټولنې كليسايي اوتنصيري ټولنې دي چي دخيريه اداروترنامه لاندي كاركوي په حقيقت كي د هغوي ټولي هلي ځلي عيسويت ته دمسلمانانو اړول دي چي دمخكې څخه دجوړسوي پلان په اساس سرته رسيږي.

پوښتنه: څومره ټولنې دنړيوالوكليساګانو دشورا لخوا اداره كيږي؟.

جواب: دټولو دقيق شمير معلومول ګران كار دى خودومره ويلاى سم چي زرګونو ته رسيږي ، يوازې دسوډان  په هيواد كي له پنځه سوه څخه زياتې تنصيري ټولني كاركوي.

پوښتنه: دكليسايي ټولنې او اداري په څه ډول مسلمانان عيسويان كوي؟

جواب: تنصيري يا مسيحي خيريه ټولنې دمنظم پلان  او پروګرام سره سم خپل كارسرته رسوي ، ترټولو لومړى هغه سيمه اوعلاقه تركتني اومطالعي لاندي نيسي چي غواړي عيسويت پكښي خپوركړي ، دخلكو عقيده اوله دين سره تړاو هم ارزوي،دهغوي اړتياوي څيړي لكه دزده كړي ، روغتيايي كارونه ، سړكونه اوداسي نورشيان ، دخلكو دمسيحي كولو لاري چاري اوطريقي زياتي دي اودهر چا لپاره بيلا بيلي طريقي په كار اچول كيږي ، كوم كسان چي دهيڅ دين اومذهب  پيروي نه كوي هغوي په اسانه توګه دمادي شيانو په وسيله عسويت قبلوي.

دمسلمانانو دبيل لارې كولو لپاره تنصيري او مسيحي ټولنې دوې لاري غوره كوي ، لومړى داچي مسلمان مستقيما عيسوي يا مسيحي كړي، دويم داچي هغه له خپل دين څخه ليري او بيل كړي ، عيسويت او مسيحي كيدل پرلپسي ترغيب او تشويق ته اړتيا لري اوهغوي دهمدې طريقې څخه كار اخلي او پل پرپل وړاندي ځي.

پوښتنه: كله چي تاسې مسيحي وى ، نومسلمانان مو څرنګه اوله كومي لارې څخه له خپل دين څخه اړول؟.

جواب:كه هغه سړى به دينداره مسلمان و نو موږ به دنفسي خواهشاتو او غوښتنو له لارې لكه زده كړه ، مقام اومنصب ، ښځې او شهرت څخه كار اخيسته ترڅو هغه له دين څخه وګــــرځوو، لــــومړى به يــــوتنصــــيري (كوم عيسويان چي خلك عيسايت ته رابولي) دمسلمان سره دوستي اوملګرتيا پيل كړه اودهغه ستونزي به يي ليري كولي اومرسته به يي ورسره كوله ترڅو يي ترخپل احسان لاندي راولي اوخپل ځان ورته دښتينى دوست اوملګرى ور  وپيژني، له دي دوستي څخه ورسته به يي هغه عيسايت اومسيحت ته رابلوو او له خپل دين څخه به يي بې لاري كاوه.

پوښتنه: كله چي په يوه هيواد يا سيمه كي ستاسي پلان شنډ شو نو بيا به مو څه كول؟

جواب: نوري ډيري  لاري وي چي په كار به مواچولي ، يوه لاره داوه چي دعيسايي قوي مرستندويه هيوادونو له لاري به مو په دي نه منونكو هيوادونو زور اوفشار اچولو يابه مو دغريبو او بي وزلو خلكو له كومك اومرستي څخه لاس اخيستلو او په اسلامي هيوادونو كي خوحكومتونه دلويديځ دمرستو اوكومكونو څخه پرته ژوند نشي تيرولاي. كه په دي به هم ونشول نو په هغو هيوادونو به مو سياسي اواقتصادي بنديزونه لګول او كه دالاره به هم بريالي نه شوه نوپه همدي هيوادونو كي به مو فتنه ، اختلاف او جګړه جوړه كړه، ترڅو هغوي اړ شي چي زموږ دپلان سره سم كار وكړي.

 

پوښتنه : كليسا بوديجه اوعايدات له  كومه كوي؟.

جواب: په اروپايي ټولنو كي هر څوك دخپل عايد پنځه فيصده كليسا ته وركوي ،دغه راز ټولې لويديځي استعماري ټولني اوموسيسي چي په اسلامي اوافريقايي هيوادونو كي كار اوفعاليت كوي تركليسا پوري تړلي دي يعني هغوي ټول كارونه دكليسا لپاره سرته رسوي چي بيايي كليسا په خپل وار دهغوي سره همكاري  اومرسته كوي. دمثال په توګه :دمصر كليسا دسوډان د لس زده محصلينو سرپرستي په غاړه لري دهغوي دښووني او روزني ټول خرڅ وركوي ترڅو په راتلونكي كي دهغوي څخه تنصيري كسان جوړ كړي.

پوښتنه :تاسو دكليسا په لوړو چوكيوكي كار كړي هغه مهال به موڅه ډول ژوند درلوده؟

جواب: لويديځو ټولنو اوموسسو په موږ باندي بي شميره مال او دولت لګاوه او هر څه ته به چي موږ اړتيا درلوده هغه به يي راته برابرول ، اودلوكسو اوبا ارزښته موټرونو ، لوكسو كورونو اودنړيوالو سفرونو په وخت كي به مو په پوره توګه له دي بي حسابه مال او دولت څخه ګټه پورته كوله او په ډير عيش اوعشرت كي موژوند كاوه ،خو ددي سره سره په روحي اومعنوي توګه ارام نه وو، تل به مي فكراو تشويش كاوه چي هغه څه چي زه يي سرته رسوم زما له فطرت سره سمون نه خوري.