د پښتو ژبې ګلوکار شاه ځوان منور سره مرکه

 مرکه کوونکی: حېران مومند

 (شين اسمان زرې زرې سرخيل، شاه ځوان يې خپل نوم دی او منور يې د پلار نوم دی. چې منور هم د پښتو ژبې خدمت په خپل خوږ او زړه راښکوونکي اواز کړی دی. دغه شان شاه ځوان منور هم د يو ښه او خوندور اواز مالک دی او د ګلوکارۍ دا پيشه ورته په ماشومتوب په لاس ورغلې ده.

په کال نولس سوه اويا کې په افغانستان کې پيدا شو او تر لسم ټولګې يې تعليم حاصل کړو، دوی وويل: چې کله په افغانستان روسي استعمار يرغل وکړو نو زمونږ کورنۍ هم د روزګار په تلاش پېښور ته راغله، شاه ځوان وويل: چې د ګلوکارۍ هنر مې د خپل پلار ځنې ايزده کړی دی او پوره پينځلس کاله مې په دې دنيا کې وشو، دوه کاله مې په باقاعده ډول افغانستان کې ګلوکاري کړېده او ديارلس کاله مې دلته پېښور کې وشو.

دوی وويل: چې د موسيقۍ ميدان ډير لويې دی او د يو سمندر مثال لري، دغه شان ماته اوس هم ځان يو طالب علم معلوميږي او ځکه زه وايم چې د خپل پلار کمی نه شم پوره کولی، ځکه چې هغوی ته يو ښه عوامي مقبوليت حاصل ؤ او زه هم دا غواړم چې دا فن او هنر په خپل خدمت سره نور هم روښانه کړم.

دوی وويل: چې زما تعلق د افغانستان جلال اباد د کوز کونړ سره دی او د موسيقۍ په دې ميدان کې د خپل پلار (منور) نه ډير متاثره يم او هم دغه اثر وو چې ما اول اول شوقيه ګلوکاري شروع کړه خو اوس مې پيشه ده او غواړم چې د پښتون اولس ترجماني په ښه ډول سره وکړم.

شاه ځوان منور وويل: چې تر اوسه پورې زما تقريباً ۲۲ اډيو کيسټونه مارکيټ ته راغلي او تقريباً پينځه سي ډي واليم زما شته دی خو ماته د ټولو ځنې زيات شهرت ((شين اسمان زرې زرې)) کيسټ نه ميلاو شو او دا هاغه هټ سندره ده چې د پښتو ژبې هر ګلوکار پرې طبع ازمايي وکړه او د هر چا په خوله اوس هم دا سندره ده چې ((شين اسمان زرې زرې)) دوی زياته کړه، چې د دې موسيقي هم ما پخپله ترتيب کړېده او دې پسې مې يو بل مشهور واليم ((سپينې واورې)) راغی چې د هغې مشهوره سندره ((د بر کلي ملکه)) ده او زما هم ډيره خوښه ده ځکه چې اولسي رنګ او پښتونواله پکې ده.

د يو سوال په ځواب کې دوی وويل: چې زه خپل فن ځنې ښه مطمئن يم او هيله لرم چې زما اوريدونکي به زما اواز هم دغه شان خوښوي او زه به هم خپلو اوريدونکو د خوښې خيال ساتم دوی وويل: چې نن سبا د موسيقۍ په دې ميدان کې ډير ښاغلي شته دی خو د هر چا خپل خپل انداز دی. په اخره کې شاه ځوان منور دا هيله ښکاره کړه چې د خپل پلار منور په شان به معياري سندرې وايم او فن ته به د فن په نظر ګورم.

(ورځپاڼه وحدت، د جون ۳۱مه، ۲۰۰۴ء)