شعر بايد يو غوره پېغام ولري
د مرکه بلاګ درنو ليدونکیو او لوستونکیو زمونږ همکار ساحل منګل دا ځل د مرکو په دې لړۍ کې د پکتيا د سيمې د يوه ځوان، ليکوال، شاعر محمد حنيف حېران سره مرکه کړې، په دې هيله چې خوښه به مو شي. ((مرکه بلاګ))
مرکه کوونکی: ساحل منګل
۱ څومره وخت کېږي چې شعر ليکي؟
ولا ګرانه هسې خو مې له کوچنيتوب څخه له شاعرانه خبرو، شاعرانه ځايونو او شاعرانه طبع خلکو سره مينه وه خو دا چې زه په کومه سيمه کې اوسېدم هلته شاعران يا کم وو او يا ما له چا سره نه پيژندل؛ خو لنډه دا چې اته لس کلونه به کېږي چې د شعر له ښاپېرۍ سره مې د يارانې تار اچولی دی خو دا چې يارانه مو تر اوسه پورې څنګه روانه ده ښه ده که بده ده په هغې نو ډېرې خبرې کېدلی شي.
۲ تراوسه پورې دې کومې شعري ټولګي چاپ او کومې ناچاپه دي؟
د پکتيا په ډاګ کې
لکه غر مې زړه کې پروت يې
يو ځلې بيا په دې لار راشه
چې دا دريمه ټولګه د ټپيزو ده چې په دې وروستيو کې چاپ شوې ده.
د شعرونو يوه ټولګه چې لا مې نوم نه دی ورته ټاکلی هم چاپ ته تياره ده، له دې پرته ځينې نثري ټولګې او د ارواپوهنې په برخه کې مې دوه کتابونه چاپ کړي دي چې له اردو ژبې مې راژباړلي دي او يو بل اوس د ژباړې لاندې دی، همدارنګه په منځني طب کې هم يوه ټولګه لرم چې خپره شوې ده او داسې نور.
۳ ستا په نظر ښه شعر کوم دی يانې شعر بايد کومې ځانګړنې ولرې؟
زما په اند شعر بايد لاندې ځانګړتياوې ولري:
شعر بايد عاطفي او سپېڅلی وي
بايد د يوه شاعرانه احساس تر اغېزې لاندې ليکلی شوی وي
په زوره نه وي ليکل شوی
شعر بايد يو غوره پېغام ولري
شعر بايد غوره شعريت ولري
شعر بايد ډېر صميمانه وي او شاعر بايد د شعر له مخې وپېژنو.
شعر بايد داسې وي چې لوستونکی ووايي: ولا شاعر بيخي زما د زړه خبره کړې ده
۴ په شعر کې دې د کوم شاعر شعر خوښيږي؟
هر هغه څوک چې په رښتيني مانا شاعر وي او ښه شعر ليکي هغه مې خوښېږي، ډير دی لکه ښاغلي پسرلی، کاروان، دروېش، درمل، اند او نور....
۵ ته چې کوم شعر ليکې غزل ډېر ليکې که ازاد نظم؟
طبعا چې غزل لکه د نورو ډېرو په څير زما هم خوښ دی او ليکم يي هم ډير، ښه آزاد نظم مې هم خوښېږي هغه هم ليکم.
۶ ډېرخلک داسې واېې ،چې شعر دزړه له درده يا په بله مانا دعاشقۍ له امله ليکل کېږي ،ستا په اند ريښتيا هم داسې ده که نه؟
همداسې ده شعر د زړه له درده ليکل کېږي دا يوه الهامي ژبه ده له دې سره زور نه کېږي که څوک يي کوي هم هغه به په اصل کې شعر شعر نه وي.
پاتې شوه د مجازي عشق خبره، فکر نه کوم چې يوازې دې د عشق او مجازي مينې په سبب شعر وليکل شي.
۷ کله چې د شاعر په نامه وپېژندل شوې کورنۍ اوخپلوانو عکس العمل موڅنګه وو. ښه ېې درته وې که بد او ياهيڅ نه؟
دا چې زه له يوې علمي کورنۍ څخه يم او زمونږ په کورنۍ کې له ما پرته بل چا شعر نه ليکه او طبعا لومړنی شاعري هم تر ډيره عشقي وه نو زه به ډېر ډارېدم چې وروڼه يا پلار مې څه راته ونه وايي خو کور يي ودان نه يي څه راته ويلي دي او نه يي هم د شعر په برخه کې تشويق کړی يم.
۸ حېران صاحب ستاسې له مرکې يونړۍ مننه
مننه له تاسو هم چې زمونږ سره مو دزړه خواله وکړه بيا هم مننه.