د خپلې خور (نازيه اقبال) په ضد سندرې  وايم، (امرينه اقبال)

مرکه کوونکی: فضل هادي فضليار

ګرانو لوستونکو! څه موده وړاندې د يو څه کارونو پسې پېښور ته تللی وم. د نورو کارونو تر څنګ د امرينه جانې پوښتنې ته هم ورغلم، امرينه د پښتونخوا د مشهورې او خوږې سندر غاړې نازيه اقبال کشره خور ده تر يو څه خبرو وروسته مې هغې ته د مينې لپاره د مرکې يادونه وکړه چې په مينه يې ومنله او دادی اوس کټ مټ ستاسو مخې ته پرته ده، د يادونې وړ ده چې د مرکې پر مهال ځای ځای د هغې مور (راضيې) او ماما (وطن ګل) هم زما پوښتنو ته ځوابونه راکول چې هغه هم دلته لوستلی شئ، هيله ده چې خوند تري واخلئ. (فضل هادي فضلیار)

مينه:    امرينې ته خو هنري ډګر ته نوې راوتې يې، ښايي د مينې ډېر لوستونکي ستا له نامه سره بلدتيا ونه لري، نو تر هر څه وړاندې هغوی په دې وپوهوه چې ته څوک يې؟

امرينه: تاته خو پته شته.

مينه:    ماته پته شته، خو ستا خپله خوله به لږه خوږه وي.

امرينه: (په خندا) ښه جي! نوم مې امرينه اقبال دی، مخکې مې نوم عنبرينه و خو اوس مې په ځان امرينه ايښی دی، اصل کې د سوات اوسيدونکې يم، خو اوس په پېښور کې اوسم، د پلار نوم مې اقبال علي دی.

مينه:    تعليم دې څومره دی او د عمر په هکله دې هم څه ونه ويل؟

امرينه: هاو ريشتيا، په عمر ۱۴ کلنه يم او تعليم رانه په درېم کلاس (ټولګي) کې پاتې شوی وو، خو اوس کور ته ټيچر (ښوونکې) راځي او سبق راته ښايي.

مينه:    کله مو دې فن ته مخه کړه؟

امرينه: اوه کلنه وم چې خپلې خور (نازيه اقبال) سره به ګانو ته تلم.

مينه:    تر اوسه دې کوم کېسټ بازار ته راوتې؟

امرينه: هاو جي، د رنګين ماښام په نامه مې يوه کېسټ ريليز شوې، دوه مياشتې وړاندې مې بله کېسټه جهانزېب ريليز کړې چې د امرينه ناز او عظيم خان مقابله نومېږي.

دوه د اډيو ويډيو کېسټې مې هم کړي چې اوس به يوه نواب خان او بله دولت خان ريليز کوي.

مينه:    ټولې به دې څومره سندرې ويلې وي؟

امرينه: تر اوسه مې د ۲۰۰ پورې سندرې ثبت کړي دي.

مينه:    راډيو يا ټي وي کې دې کوم سندره ويلې؟

امرينه: راډيو کې مې دوه او په ټي وي کې مې يوه ګانه کړې ده.

مينه:    په کومو ژبو سندرې وايې؟

امرينه: زه په پښتو غږېږم او په پښتو سندرې وايم، خو خيال مې دی چې فارسي او اردو سندرې هم ووايم.

مور:     زه به انګلش هم ورښيم، دا مې يو ارمان دی چې په انګلش کې هم ګانه وکړي.

مينه:    خپل راتلونکی درته څنګه ښکاري او په دې ډګر کې ځان څومره مهم ګڼې؟

امرينه: اميد لرم چې په اينده کې به نوره هم ښه تکړه شم.

مينه:    فن ته راوتل دې خپل شوق وو، که د چا هڅونه؟ او په دې برخه کې خو کومې ستونزې سره مخه شوې نه يې؟

امرينه: فن ته په خپله خوښه راوتلې وم، شوق مې وو مخکې به مې کله کله سندرې ويلې، خو اوس مې ورته کار ويلی دی او يو څه مجبوريت يې هم ګڼم، ځکه  خور مې رانه لاړه جدا شوه، وروڼه مې واړه دي خپلو خويندو وروڼو او مور لپاره راوتې يم.

مينه:    خور دې چا سره لاړه؟

امرينه: پلار سره مې لاړه.

مينه:    چېرته؟

امرينه: پلار مې دوه نور ودونه وکړل، خور مې اوس له پلار سره حيات اباد کې اوسي.

مور:     دواړه ودونه ورته خپله همدې نازيې وکړل، پلار يې زما نه د تبليغ په بانه بوتلو، زه خوشاله شوم سورت ياسين او شپږ کليمې مې هم ورکړې، خو څو ورځې وروسته خبره شوم چې هغه يې سوات ته بيولی او هلته يې ودونه ورته کړي

مينه:    امرينه جانې! ځينې وخت مشروع رقابت ډېر ګټور وي، ته هم په خپل فن کې چا سره رقابت لرې او کنه؟

امرينه: ماته د پښتو ټول سندر غاړي د قدر وړ دي، خو زه کوشش کوم چې له ټولو نه ښه شم، دا مې ارمان دی چې خپلې خور نه هم ښه شم.

مينه:    ته خپله د چا سندرې ډېرې خوښوې؟

امرينه: د هارون پاچا، بريالي صمدي او خيال محمد.

مينه:    ته خو پروګرامونو ته هم ځې، په يوه پروګرام څومره پيسې اخلې؟

امرينه: چې دلته (پېښور کې) وي دېرش زره روپۍ اخلم او چې له ښار نه بهر چېرته لرې وي نو څلوېښت زره.

مينه:    د موسيقۍ په الاتو کې کومه يوه غږولی شې؟

امرينه: باجې سره مې شوق ډېر دی، خور نه مې لږه زده کړې ده.

مينه:    د شخصي ژوند په هکله دې د مينې لوستونکو ته څه معلومات ورکړه.

امرينه: مونږ پنځه ورونه او درې خويندې يو، په کور کې له مور او پلار سره اوسېږم، خو اوس پلار رانه په هوا شوی، مور، ورونه، خور او ماما راسره دی.

مينه:    کله دې چا سره مينه کړې ده؟

مور:     تر اوسه وړه ده.

امرينه: ولې نه، مور سره مې ډېره مينه کړې ده.

مينه:    د راتلونکي ژوند، کور او واده په هکله څه فکر لرې؟

امرينه: اوس خو زما ټول فکر خپل فن ته دی.

مينه:    ته څه وايې چې ستا راتلونکی مېړه بايد څه ډول سړی وي؟

امرينه: زما په زړه کې اوس داسې خبرې نشته چې وخت راغی بيا به پرې سوچ کوم.

مور:     هر څه به د مور په مشوره کوي د نازيې غوندې ټوپ به نه کوي.

مينه:    هغې څنګه ټوپ کړی؟

مور:     ګوره فضلياره! مور چې مړه شي او پلار بله ښځه کوي، نو بچي ژاړي، خو دې زما په ژوند پلار ته دوه نور ودونه وکړل، اولاد مور ته نژدې وي، خو زه نه پوهېږم چې دې ته ولې پلار دومره خوږ شوی خامخا څه خبره پکې شته.

مينه:    نو څه خبره په کې ده؟

مور:     خلک وايي چې نازيې پټ واده کړی، پلار يې کوم مهاجر افغان ته ورکړې، دلته (پېښور کې) څوک دومره څه نه وايي، خو کله چې سوات ته لاړه شم هلته ټول خلک همدا پوښتنې کوي، خو زه ورته وايم چې دا شپږ مياشتې ما د نازيې مخ نه دی ليدلی، زه پرې خبره نه يم.

مينه:    امرينې! له هنر نه پرته نور وخت په څه تېروې؟

امرينه: سهار کې له خپلې کورنۍ سره يو ځای د قرانکريم تلاوت کوم، کور کې تعليم هم کوم او د کور په کارونو کې مرسته کوم.

مينه:    څه شی دې ډېر خوښېږي؟

امرينه: سره بنګړي مې ډېر خوښېږي.

مينه:    سره بنګړي دې مات مه شه، کله کله خو دې ګوډيانې هم کړې کنه؟

امرينه: هاو جي، ګوډيانو سره مې ډېره مينه ده اوس يې هم کوم.

ماما:    زيات وخت په همدې ګوډيانو او نکريزو لګولو تېروي، هر وخت يې (کون) لاس کې وي، پښې او لاسونه پرې سره کوي.

مينه:    په فلم يا ډرامه کې د کار کولو شوق لرې؟

امرينه: نه، په ډرامو او فلمونو کې د کار کولو شوق نه لرم، ګانې به ورته کوم، خو کار په کې نه کوم.

مينه:    کله نا کله خو فلمونه هم ګورې، کوم ډول فلمونه دې خوښېږي؟

امرينه: انډيا والا مې خوښ دي.

مينه:    پښتو فلمونه دې نه خوښېږي؟

امرينه: نه پښتو مې نه خوښېږي.

مور:     اوس پښتو فلمونه کتل هسې فضول کار دی، دوی خو پښتو شرمولې.

ماما:    د اوسنيو پښتو او انګلش فلمونو هيڅ فرق نشته.

مينه:    د موسيقۍ برخه کې دې استاد څوک دی؟

امرينه: استادان مې جنت ګل او وزير ګل دي، جنت ګل مې د ګانو او وزير ګل مې کلاسيکل استاد دی.

مينه:    خپله خور (نازيه اقبال) درسره مرسته نه کوي؟

امرينه: مخکې يې مرسته راسره کوله، خو اوس هغه خپل کار کوي او زه خپل.

مينه:    اقتصادي وضعه مو څنګه ده؟

امرينه: په دې وخت لږ خراب يو، مخکې چې نازيه مونږ سره وه، ښه وو.

مينه:    اوس هغه درسره څه مالي مرسته نه کوي؟

امرينه: مور ته مې د مياشتې شل زره ۲۰۰۰۰ روپۍ رالېږي.

مور:     د مياشتې شل زره روپو نه څه نه جوړېږي، زمونږ خرچه ډېره زياته ده هغه په ۱۲۰۰۰۰ يو لک شل زره روپو يوه کېسټ کوي، ۶۰۰۰۰ نه تر ۸۰۰۰۰ زرو پورې کلدارې په يوه پروګرام اخلي، دا ټولې په پلار لګوي.

مينه:    اوس نازيه دلته د مور، خويندو او ورونو پوښتنې ته راځي؟

امرينه: لس پنځلس ورځې بعد راشي، زمونږ پوښتنه وکړي، خو مور مې ورسره خبرې نه کوي بېرته لاړه شي.

مور:     ما سره يې ډېره جفا وکړه، هغه راځي بخښنه غواړي، قرانونه او قسمونه کوي چې امي (مورې) ما دا کار نه دی کړی، خو زه وايم چې نه مې لور ده نه به مې لور شي. د هغې له ضده مې بله لور ګانو ته راوويسته.

مينه:    امرينې! ته خو د هغې سره څه رقابت نه لرې؟

امرينه: مړه! هغې سره څوک مقابله کولی شي؟ خو خيال مې شته، خدای دې همت راکړي د مور دوعاو به يې ترې ګټم، د مور امدار راسره دی.

مينه:    اوس ستا رابطه له نازيې سره څنګه ده؟

امرينه: زما رابطه ورسره ښه ده، کله کله دلته راځي، خو بيا هم د مور د خپګان له امله زمونږ روابط يو څه متاثر شوي د پخوا په څېر نه دي.

مينه:    ته په خپل هنر د خپلې خور څه اغېږ وينې؟

امرينه: زما په سندرو د خور هيڅ اغېز نشته، هغې سره ما سندرې کړي، خو زما او د هغې انداز جلا دی.

مينه:    افغانستان ته خو کله نه يې لاړه؟ او که بلنه درکړل شي ځې به؟

امرينه: بلنه راکړل شوې وه، خو تر اوسه هلته حالات ټيک (سم) نه دي.

ماما:    نازيې پسې هم ډېرې بلنې راغلې وې، يو چا ورته د يوه لنډ کروزر د ورکولو خبره کړې وه، بله ورته په يوه پروګرام پنځه لکه روپۍ ورکولې، خو مور د تګ اجازه نه ورکوله.

مور:     ګوره فضلياره! چې اعتباري کس نه وي، زه هر پروګرام ته دوی نه پرېږدم، بې عزته پيسې به  څه کړو.

مينه:    ښه نو د تلاوت او لمانځه نه وروسته دوعا کوئ چې خدای پاک په افغانستان کې حالات ټيک کړي.

امرينه: امين، مونږ والله هر وخت خپلو افغانانو ورونو او خويندو ته دا دوعا کوو.

(مينه مجله، درېم کال، پرلپسې ديارلسمه ګڼه، غبرګولی ۱۳۸۴ل)