د پښتونخوا د مشهور سندرغاړي ګلزار عالم سره مرکه
مرکچي: محمد عارف همدرد
ګرانو لوستونکېو! د پښتو ژبې له وتلي فنکار څوک چې د ډېر ښه خوی او اواز څښتن دی، مينه ناک او په پښتو ميين انسان دی، د دغه شخصيت نوم ګلزار عالم دی، هيله ده چې په مرکه کې به يې ډېر نوي څيزونه ولولئ.
(يادونه: دا مرکه په پښتونخوا مجله کې چاپ شوې ده. ما دلته په دې بلاګ کې ورکړه چې د خپلو پښتنو وروڼو تنده ورباندې ماته کړم. مرکه بلاګ)
پښتونخوا: ګلزار عالم صيب که تر ټولو لومړی د پښتونخوا مجلې لوستونکېو ته ځان راوپېژنۍ؟
ګلزار: زما نوم ګلزار عالم دی، د پلار نوم مې سرتاج دی، په ۱۹۶۰ زېږديز کال کې د پېښور رامداز بازار نه مخکې د سوخېلانو په کلي کې پيدا شوی يم زه له اصله د شفقدر د ميټې ممودخېلو د کلي يم بيا دېخوا پېښور ته راغلي يو. ځکه مې پيدايښت دلته شوی دی، تر لسم پورې زده کړې مې په پېښور کې کړې دي له هغې نه وروسته ما له ګورنمنټ کالج نه MA وکړه او له هغې وروسته مې د رسامۍ فن د پېښور له پوهنتون نه شروع کړ، يو نيم کال مې رسامي وکړه، سرته مې ونه رسوله يو څه مشکلات مخې ته راغلل.
پښتونخوا: ښه ګلزار صيب کله چې دې فن ته راتللې له کومو ستونزو سره مخ شوی يې؟
ګلزار: ياره همدرد صيب ستونزې خو ډېرې دي خو ما خو اول همداسې دېرو کې له ملګرو سره ناسته کې يو څه وويل خو څوک مې پر ځان باندې نه پوهول، بيا چې کله زه د موسيقۍ ميدان ته راغلم او زما مور زما کسټ واورېده نو هغه ډېره زياته خفه شوه، بلکې زه يې يو څپېړه هم ووهلم او له کوره يې ووېستلم نو بيا مې يو ۱۵ ورځې له ماما کره تېرې کړې له هغې وروسته بيا کور ته راغلم خو مور مې په دې فن راضي نه وه، خو د دې فن سره زما شوق و، زه شوق دې فن ته اړ اېستلم.
پښتونخوا: تاسو د لومړي ځل لپاره کومه سندره وويله چې شهرت مو پرې لاس ته راووړ؟
ګلزار: ما د لومړي ځل لپاره دغه سندره وويله:
د پښتنو يو والی به کوو پښتنو – پښتونستان به جوړوو پښتنو
زما دا سندره خلکو ډېره خوښه کړه او زه يې نور هم تشويق کړم.
پښتونخوا: له څومره وخت راهيسې په دغه فن کې کار کوۍ؟
ګلزار: زما په دې فن کې تقريباً ۲۷ کاله وشول.
پښتونخوا: مخکې له دې چې د موسيقۍ فن ته راوګرځۍ، څه مصروفيت مو درلوده؟
ګلزار: مخکې له دې زه متعلم ووم کله مې چې پوهنتون پرېښود نو بيا مې د پېښور هوايې ميدان کې شپږ کاله کار وکړ او له هغې وروسته دې فن ته راغلم. د لومړي ځل لپاره مې په خير شاه باچا زيارت کې چې هلته هر کال عرس کېږي او زه هلته له ملګرو سره تللی ووم، يو دوه سندرې وويلې نو زه خلکو ډېر زيات خوښ کړم او زما د موسيقۍ بنياد له همدغه ځايه پيل شو.
پښتونخوا: له تاسو پرته ستاسو د کورنۍ نور څوک هم دې فن ته راغلي دي؟
ګلزار: نه زما نه بغېر نور هيڅ څوک هم دې فن ته نه دي راغلي، موږ له اصل نه مياګان يوو او زما نېکه هم يو عالم سړی وه خو يوازې زه دې فن ته راغلی يم نور څوک نه دي راغلي.
پښتونخوا: ستاسو په دې برخه کې استادان څوک ددي او چا درسره په دې برخه کې مرسته کړې ده؟
ګلزار: زما پدې لاره کې هر سړی استاد دی ځکه څوک چې د چا نه يو ټکې زده کړي هغه کس يې استاد دی خو زما استاد سلطاني صيب دی هغه د اردو سندرغاړی دی، زه پنجاب ته لاړم هلته مې له هغه سره ډېر وخت تېر کړ، ډېر څه مې ترې زده کړل، بل رفيق شينواري صيب راسره مرسته کړې او تشويق کړی يې يم نو زما ټول استادان دي، زه يې احترام کووم او بل استاد مې غلام علي صيب دی چې اوس هم ورسره تګ راتګ کووم.
پښتونخوا: تاسو زياتره د رحمان بابا شعرونه وايې د پښتو په ادب کې نور ښه شاعران هم شته دي لکه حمزه بابا، خاطر اپرېدی، کاظم خان شيدا او داسې نور، ولې د دوی شعرونو ته توجه نه کوۍ؟
ګلزار: زه د هر شاعر قدر کووم، د احترام په سترګه ورته ګورم خو زما زيات شوق د رحمان بابا له شعرونو سره دی او داسې پښتون به نه وي چې د رحمان بابا شعر يې نه وي يار نو زه د ټولو شعرونه وايم او د هر شاعر له شعر څخه خوند اخلم.
پښتونخوا: کومو بهرنيو هېوادونو ته مو سفر کړی دی او که نه؟
ګلزار: ما ډېرو هېوادونو ته سفرونه کړي دي لکه امريکا، فرانسه، جرمني، ناروې، هالنډ، دوبۍ او داسې نور.
پښتونخوا: افغانستان ته تللی يې، د افغانستان خلک څنګه خلک دي؟
ګلزار: هو افغانستان ته څو وارې تللی يم، افغانستان خو زما د مينې کور دی او سړی چې خپل کور ته نه ځي نو پردي کور ته به څنګه لاړ شي، پاتې شوه د خلکو خبره د افغانستان خلک خو ډېر درانه خلک دي، ډېر مېلمه پاله خلک دي، بلکې دا خبره يوازې زه نه کووم پدې خبره باندې ټوله نړۍ ګواهي ورکوي چې د افغانستان خلک څنګه دي.
پښتونخوا: دا راته ووايه چې د مينې ګذار دې خوړلی دی او که نه؟
ګلزار: په خندا... ياره زه خو دا وايم هغه به هم څه انسان وي چې بې مينې به ژوند تېر کړې، زه خو هغه انسان په انسانانو کې نه حسابووم. يو خو زموږ او ستاسو په زړونو کې همدغه يو مثال دی چې سړی به چېرته له کومې انجلۍ يا کوم بل ملګري سره مينه کوي خو زه دا وايم چې د دوی مينې نه بغېر نورې مينې هم شته دي. دغه ما چې د کومو مينو ذکر وکړ دغه مينې اوس چا کې پاتې نه دي، سړی دې له خپل خدای (ج) سره مينه وکړي ذکر دې يې وکړي، له وطن سره، له مور او پلار سره، له خپل فن سره دې مينه وکړي خو زما مينه له خپلې کوروالا سره ده او خدای (ج) ډېر ښايسته ژوند راکړی دی.
پښتونخوا: جوړه کېسټونه دې له چا سره ډک کړي دي؟
ګلزار: هو ما ډېرې جوړه کېسټې ډکې کړې دي، له قمر ګلې سره، نيلم سره، فرزانې سره، ماجبين سره، شبنم سره او تر ټولو زيات کېسټونه زما له وږمې سره دي.
پښتونخوا: له ډېرې مودې راهيسې ستاسو کېسټې مارکېټ ته نه د؟ي راغلي څه وجه کېدلی شي؟
ګلزار: يو زما مصروفيت زيات دی بله داده چې سږ کال ما حج وکړ او له حج نه مخکې زه په پېښور کې نه ووم په کويټه کې ووم او تجارتي کاروبار مې د ځان لپاره برابراوه بيا حج ته لاړم خو بيا زما استاد خيال محمد يوه کېسټه چې په دې څو ورځو کې به مارکېټ ته راشي او دواړو جوړه ټپې پکې کړي دي او مخکې هم موږ يو څو کېسټې کړې وې نو دا نوې کېسټ له ډېر وخت وروسته به مارکېټ ته راشي.
پښتونخوا: تاسو چې تېر کال حج ته ولاړی په ځان کې دې څه بدلون وليد؟
ګلزار: هو دا خو د خدای پاک پر ما احسان دی چې زه يې هم د خپل کور د لېدو لايق کړم او لاړم خو ځان کې مې دومره بدلون وليد چې هر سهار د قران کريم تلاوت کوو پنځه وخته لمونځ کووم، د څلوېښتو ورځو لپاره تبليغ ته تللی ووم او هغه کارونه مې پرېښې دي چې پخوا به مو کول او خدای پاک دې نور هم توفيق راکړي.
پښتونخوا: تاسو مخکې يادونه وکړه چې هغه کارونه ما پرې ايښې دي چې پخوا به مې کول څنګه د موسيقۍ فن دې پرېښود او که نه؟
ګلزار: ياره همدرد صيب که ريښتيا ووايم دا فن خو مې لا پرېښی نه دی خو که خدای پاک ته منظوره وه ورو ورو به يې پرېږدم او نعتونه به شروع کووم ږېره خو مې پرېښودله، اوس کويټې ته ځم هلته مې د پراپرټۍ کار شروع کړی دی مشر زوی مې هلته دی او تجارت شروع کووم او دا فن مې ۳۵ کاله وکړو همدومره بس دی.
پښتونخوا: که څوک غواړي دې فن ته راشي لومړی څه وکړي؟
ګلزار: زه خو وايم چې د دنيا نور کارونه ډېر دي هغه دې وکړي خو که بيا هم راځي لومړی دې تعليم وکړي چې ډېر ضرور دی او دويم پخپل ځان باور ډېر ضروري دی چې په دې فن کې پرمختګ کولای شم که نه.
پښتونخوا: څو بچېان لرې او غواړې چې هغوی هم دې فن ته راشي؟
ګلزار: زما اته بچېان دي شپږ مې زامن دي او دوه لوڼې دي او ټول تعليم کوي څوک کالج وايې او څوک سکولونه وايې لا تر اوسه خو کوم يو هم دې فن ته کومه اراده نه لري، ټول تعليم کوي.
پښتونخوا: د پښتونخوا له لارې خلکو ته څه پېغام لرې؟
ګلزار: زه به خلکو ته څه پېغام ورکړم خو دومره زه درته وايم چې پخپلو بچېانو دې تعليم ترسره کړي باالخصوص د افغانستان ځوانانو ته زما سلامونه او له هغې وروسته مې دا خبره چې تعليم دې وکړي، خپل وطن اباد کړي او دغه ورک شوي بلبلان دې بيا راپيدا کړي.
(پښتونخوا مجله، دوېم کال، شپږمه ګڼه، ۱۳۸۶)