سيد سردار پاچا سره مرکه

مرکه کوونکی: عارف همدرد

درنو او قدرمنو لوستونکيو سيد سردار پاچا د خپل وخت د ژوند، رنګ او ښايست يو منلی او ښاغلی فنکار دی. نوموړی د پښتون د ثقافت او د پښتون قام د شان شمله ده، هغه د پښتو ډرامې يو داسې ژوندی کردار او ځلانده څېره ده چې درانه فکر دردېدلي زړه، اهلېيت او حيثېيت نه يې کله هم انکار کېدای نشي دا د پښتو د لومړۍ ډرامې اتل دی. دغه لوی او ستر فنکار سيد سردار پاچا دی چې زيات وګړي يې په سليم پېژني.

(يادونه: دا مرکه په پښتونخوا مجله کې چاپ شوې ده، او ما دلته راوړه چې ستاسو تنده پرې ماته کړم. مرکه بلاګ)

پښتونخوا: سردار صيب پښتانه خو څه کوې چې د نورو ژبو خلک تاسو سره اشنا دي خو که د مرکې د اوصولو په خاطر بيا هم لوستونکو ته ځان وروپېژنې څنګه به وي؟

سردار پاچا: د څښتن تعالی په پاک نوم، د هغه ذات په نوم چې ټول کاينات يې پيدا او ورته يې ښکلا، رنګ او عظمت بښلی. زما نوم سيد سردار پاچا او د سيد عبدالرحمن پاچا ځوی يم په کال ۱۹۴۶ م د چارسدې ډکې کلي کې پيدا شوی يم. ټوله کورنۍ مې د تصوف په لار روانه ده، پلار نيکه مې ديني عالمان وو او لسګونو شاګردان يې روزلي، مونږ په اصل کې سيدان او په بنيادي توګه سنُيان يو او د کورنۍ مشرانو مو په ټوله هغو سياسي تحريکونو کې ونډه اخيستې وه، کوم چې د غير مذهبونو په مقابل کې راولاړ شوي وو.

پښتونخوا: که د خپلو زدکړو په هکله راته يو څه وواياست؟

سردار پاچا: ما ابتدايي زده کړې هم په پېښور کې کړي بيا مې وروسته د پښتو په ادب له پېښور پوهنتون نه ماسټري وکړه او ۱۹۸۱ کال کې فارغ شوم او ګولډ مډليسټ مې هم ترلاسه کړه.

پښتونخوا: مخکې له دېنه چې تاسو دې فن ته راشۍ څه کارونو باندې مصروف وۍ؟

سردار پاچا: مخکې له دېنه چې زه خپل فن کې کار وکړم د صوبه سرحد او د پاکستان نورو صوبوو د اقتصاد رييس ووم يانې د اډيټر په حيث باندې مې کار کاوؤ په ۱۹۶۸ کال کې زه پدغه دنده بوخت ووم ۲۵ کاله مې وظيفه وکړه اوس هم لګيا يم.

پښتونخوا: تاسو د دې فن پيل له کوم ځايه وکړ او زيات تشويق درسره د چا وؤ؟

سردار پاچا: کله چې مې په ۱۹۶۷ کال کې وياندي پيل کړه يو ورځ استاذ خيال محمد او هدايت الله چې د پښتو ژبې ښه سندر غاړي دي، راته وويل ته ښه استعداد لرې ته راډيو ته هم ورشه. بيا يوه ورځ مونږ په ۱۹۶۷ کال کې يوه سټيج ډرامه جوړه کړې وه. چې د هغې نوم وؤ کاواک بادشاه نو په هغې کې ما د شهزاده کردار ادا کړ او خلکو خوښ کړم. نو زما شوق نور هم زيات شو او په ۱۹۶۷ کال د مارچ په مياشت کې ريډيو پاکستان پېښور ته ولاړم. هلته تحقيق افسر اصف بنګش په ډېره مينه زمونږه ۱۰۰ کسانو نه امتحان واخېست زه پکې اول نمره راغلم.

نو په لومړي ځل مې له ريډيو نه شروع وکړه چې تر اوسه پورې ۱۱۵۰ ډرامې د ريډيو نه نشر شوي دي او زما ۸۵۰ سيرياله ډرامې د تلويزون د لارې خپرې شوي دي، زما لومړۍ ډرامه (مسته نيستي) ډرامه وه چې ډاکټر اعظم ليکلې وه او اولنی اتل د پښتو په ډرامو کې زه ووم او دغه ډرامه کې د وچې خان ووم او د ډرامې هيرو زه ووم وروسته بيا بله ډرامه چې له پېښور تلويزون نه نشر شوه هغه د (کوژدن) په نامه وه د هغې اتل هم زه وم. ما چې په تلويزون باندې کوم کار کړی دا مې د پيسو په خاطر ندی کړی. چې زه دې پيسې وګټم. زما مقصد دا و چې زه په خپله ټولنه کې اصلاحيت راولم، امن راولم خلک د مينې ژوند ته دعوت کړم، نو ۳۹ کاله د ژوند مې په دغه فن کې تېر کړه او دا مې يو تبليغ خلکو ته کاوه.

پښتونخوا: تاسې يو ښه فنکار ياست، فلمي نړۍ ته ولې نه ځې ايا ستاسې د کورنۍ خوښه نه ده که هدايتکاران مو نه غواړي؟

سردار پاچا: يو خو کورنۍ دا اجازه نه راکوي چې فلمي نړۍ ته ولاړ شم او پاتې شوه د هدايتکارانو خبره نو کله چې علي حيدر جوشي د يوسف خان او شېربانو او رامداد خان فلمونه جوړول زه يې د لوبغاړي په صفت نوماند کړی ووم، خو ماته مې کورنۍ او وجدان دا اجازه نه راکوله چې زه دې په فلمونو کې راشم هغه وخت د پښتو لويو لوبغاړو په ۲۰۰۰ روپو کار کولو او دا د هغه وخت لويه تنخوا وه او ما ته يې د ۸۵۰۰۰ وړانديز وکړ، خو ما قبول نه کړ، وروسته مې بيا نور فلمونه لاسليک کړل يو ځل په خپله خوښه سټوډيو ته ولاړم سره لاسونه فلم جوړېده زه يې د اتل په توګه منلی ووم نو خدای پاک ته منظوره نه وه نو په هماغه ځای کې مې خپل کار او رول پرېښود، بيا اوښکې او لمن فلم ته وغوښتل شوم ما انکار وکړ چې دا فلم تر ننه جوړ نه شوو.

پښتونخوا: کوم داسې پښتو فلم جوړ شوی چې د پښتو د ثقافت ترجمان وي؟

سردار پاچا: هر بنده د خپل احساس او بې حسۍ په کلا کې بند دی د ښو او بدو تصور په هره ټولنه کې ځانته تر ډېره حده خپل رنګ لري د هر ثقافت ځانته د ښو او بدو معيار وي پښتون قوم په خپله خاوره خپل تهذيب د خپل تاريخ او د خپلو رواياتو ميين دی پښتو د دوی مورنۍ ژبه ده او په نړۍ کې هر بشر د خپلې مورنۍ ژبې سره مينه لري او د همدې مينې لامل دی چې ځمکه د مور په مقدس نوم يادېږي، که د تحقيق په نظر وکتل شي نو پښتون قوم ډېر با عظمته او تهذيبه دی د پښتنو په تاريخ کې داسې دور نه شته چې پښتنو ځلميو او پېغلو د خپل هويت د خونديتوب له پاره قرباني نه وي ورکړي دا چې خبره د پښتو فلم په اړه ده تر اوسه لا داسې فلم نه دی جوړ شوی چې په واقعي مانا د پښتون قوم د ثقافت استازی وي زه د پښتو فلم جوړونکيو ته وايم چې پښتنه خاوره ستاسې د ژوند پايښت او ښايست ده د دې خاورې د خلکو عزت وکړئ، په ښه توګه يې ترجماني وکړئ د دې خاورې غرونه د پښتون د پلار او نيکه په وينو او هډوکو جوړ دي. د پښتون د بې مثاله قربانيوو د تاريخ بابونه دي، دلته د هر يزيد او فرعون د ظلم په وړاندې د پېغلو بنګړي مات شوي، زلميو سرونه قربان کړي، نو داسې قام ولې بدناموئ چې د ننګ او غيرت ژوند کې روڼ روايات لري.

پښتونخوا: ښه پاچا صيب په خپلو ډکو شوو ډرامو کې مو کومه يوه ډېره خوښېږي؟

سردار پاچا: همدرد صيب زما خو د ارواښاد پروفيسر افضل رضا صيب ټولې ليکل شوې ډرامې خوښېږي، خو يوه ډرامه د سحر لټون احساس، دنګې څوکې، خپل پردي، يو اردو ډرامه (جوټ کی عادت نهين مجهې) او زما چې خپله خوښېږي هغه انتظار ډرامه ده.

پښتونخوا: احساس نومې ډرامه په کوم کال کې ريکارډ شوې؟

سردار پاچا: وخت ډېر تېر دی خو فکر کوم چې په ۱۹۷۸ م کال کې ريکارډ شوې.

پښتونخوا: مونږ اورېدلي دي چې تاسو د پښتنو د ډرامې يوې لوبغاړې يانې ساجده ګل سره واده کړی ايا دا خبره کوم حقيقت لري؟

سردار پاچا: نه دا غلطې اوازې وې ما تر اوسه پورې د ۱۲۳ لوبغاړو انجونو سره کردارونه ادا کړي خو ما تر اوسه پورې د يوې سره هم د واده کولو د خبرې جرات ندی کړی، زمونږ د کورنۍ تربېيت داسې دی چې هر تورسرې زمونږ خور، او سپين سرې مو مور ده او ماشومه د لور حيثېيت لري.

پښتونخوا: کومو بهرنيو هېوادونو ته مو سفرونه کړي؟

سردار پاچا: هو ډېر هېوادونو ته مې سفرونه کړي لکه جاپان، چين، انډيا، سنګاپور، جنوبي کوريا، بنګله ديش، مالديپ، سيرلنکا، بوټان، افغانستان، هانګ کانګ، ټايلينډ، امريکا، سعودي عرب او داسې ډېرو نورو هېوادونو ته تللی يم چې اوس راته ياد نه دي او د دغه ملکونو وزيرانو او رييس جمهورانو سره مې خبرې اترې کړي دي د جاپان د شهنشا هيرو (هيسټو) د جاپان د لومړي وزير، د ملايشيا له وزير اعظم (مهاتير محمد) د ماليزيا د صحت وزير، د چين د سنکېانګ صوبې له چارواکيو د ترکيې له مشرانو د روس له چارواکيو او انډيا له حکومتي مشرانو سره مې د خپل ملک د ترقي لپاره خبرې کړي.

پښتونخوا: تاسو مخکې د ډېر هېوادونو ذکر وکړ چې په دغه هېوادونو کې يو افغانستان هم دی ستاسو له نظره افغانستان څنګه ځای دی؟

سردار پاچا: همدرد صيب تاسو په خدای تعالی يقين وکړۍ، ما خو تقريباً ۳۲ هېوادونه وکتل خو زه دا خبره په يقين سره درته وايم چې افغانستان ډېر په زړه پورې وطن دی، زه نه پوهېږم چې د دې وطن دا غيرتي خلک ولې په خپلو کې وران دي؟ او د جګړو په لمبو کې دا د غازيانو او اتلانو کور سوځوي. افغانان خو هغه څوک دي چې د نړۍ محکوم ولسونه يې په ننګ او مېړانه مخه کوي. د افغانانو وينه زما په خيال د انسان او انسانيت د عظمت، عزت او صداقت نه جوړه ده افغانانو ته پکار دي چې د يو مضبوط او يو موټي ولس په توګه د خپلې خاورې غم وکړي، خپلو کې يو وروڼه او يو اتفاق شي او پرېنږدي چې دا د عزت او شهامت وطن، دا د شملو وطن، لا نور ورپسې ويجاړ شي.

پښتونخوا: پاچا صيب ستاسو دې دومره فن تاسو ته څه درکړل؟

سردار پاچا: ماته زما فن ډېر څه راکړي دي، چې د خلکو مينه، د خلکو د خدمت جذبه د انسان او انسانيت خبرې او د خير ښېګړې يون.

پښتونخوا: پاچا صيب ځينې کسان وايي موسيقي د روح غذا ده ايا دا خبره حقيقت لري؟

سردار پاچا: زه درته ريښتيا ووايم اسلام يو سپيڅلی او ريښتنی دين دی. چې د بشر له فطري غوښتنو سره به تر قيامته پورې هم وي زما په خيال او حقيقت کې هغه څه چې ذهن او د انسان روح تازه کوي، او زړونو ته سکون بښي او انسان فطرت ورته ضرورت لري هغه الهي کلام قران مجيد دی، الله تعالی دا نړۍ پخپله سندريزه پيدا کړې، هغې ته يې موسقېيت ورکړی خو مونږ ترې سکون نشو اخيستی، دا لوړ لوړ غرونه دا ابشارونه (ځړوبي)، د باد څپې، د درياب څپې، د مرغانو اوازونه، دا د الله اکبر انګازې، دا د قران تلاوت، دا ټول که انسان محسوس کړي په دې کې زيات سکون دی خو انسان ډېر کمزوری دی خپله لار نه پېژني او په نورو لارو روان وي.

پښتونخوا: تاسو هم يو څه اثار ليکلي دي که د هغې ذکر راته وکړئ؟

سردار پاچا: ما خو دومره څه نه دي ليکلي خو اول مې يوه ډرامه وليکله چې د ډرامې نوم دی (سره جوړه) او دغه شان مې د ژوند د حالاتو په اړه يو کتاب شروع کړی او بل مې يو کتاب چې سفرنامه ده او نوم يې (له خيبره تر جاپانه) ليلکی دی.

پښتونخوا: پاچا صيب څنګه د شاعرانو سره څه مينه لرې او که نه؟

سردار پاچا: هو ولې نه زه د شاعرانو سره ډېره مينه لرم احترام يې کوم په ډېر درانده نظر ورته ګورم ځکه د شاعر د زړه دنيا ډېره ښکلې وي، هغه تخيل چې تر کومه پرواز کولی نه شي د هغې پورته د شاعر فکر منزل وي او دغه الوت کېفيتونه چې د اظهار ژبه واخلي نو شعر شي، ښه شاعر هغه دی چې د ژوند په پټو او ښکاره رازونو پوه وي او خپل خيال مونږ ته په داسې ښکليو لفظونو کې راوړاندې کړي چې زمونږ پټې ارادې او قوتونه راڅرګند کړي او ځان سره مو د ژوند د ښايست په نندارو ودروې، هيڅ داسې شاعر به نه وي چې خپل فن د ځان د تسکين لپاره وړاندې کوي بلکې د شاعر په فن کې ډېر څه وي او د ډېرو لپاره.

پښتونخوا: د چا شاعري دې خوښېږي که څنګه؟

سردار پاچا: ولې نه ټوله شاعري خوښه وم او لوولم يې، خو زياتره د رحمان بابا، حمزه بابا، غني خان، کاظم خان شيدا خوښوم.

پښتونخوا: د ژوند يواځنی او ځانګړی مقصد دې څه دی؟

سردار پاچا: زما يواځنی ارمان د خلکو خدمت او د هغې يو ځای کول دي.

پښتونخوا: مينه دې کړې ده که نه؟

سردار پاچا: د انسان فطرت د مينې نه خالي نه وي او نه خالي کېدای شي، ځکه الله پاک پخپله په حضرت محمد (ص) باندې ميين وو. ځکه يې دا دنيا پيدا کړه، زما نيکه ماته دا په وړکتوب کې ويل، چې د الله (ج) سره به مينه پيدا کوې، د حضرت محمد (ص) د خلکو سره، د وطن سره، نو ما هم پر هماغه خبرو باندې عمل وکړو، او دې نه بغېر ما دويم واده هم په مينه وکړ، ځکه کله چې زما لومړی بي بي مړه شوه نو ما دغه دويمه بي بي په خپله مينه کړې او د رندې کورنۍ پورې تعلق لري د مردان د خانانو له کورنۍ نه ده او زما بي بي هم زما په شان خويونه لري، د غريبانو سره مرسته کوي، د بيوزلو په درد دردېږي، د يتيمانو په حال خفه کېږي او الحمدالله زمونږ دواړو ژوند ډېر خوږ او ښايسته ژوند دی.

پښتونخوا: پاچا صيب که بده يې نه منې نو دا راته ووايه د اصل نه د کوم ځای ياست؟

سردار پاچا: همدرد صيب تعلق خو زمونږ د ټولو پښتنو د افغانستان نه شروع شوی دی، خو زه درته د خپل ځان په حواله دومره وايم چې زياتره خلک يې شهنشا خراسان بولي او اصلي نوم يې سيد اعلی (طرميزي) دی چې په پير بابا هم مشهور دی او زياتره وخت يې د کونړ په پشت نومي ځای کې تېر کړی دی چې اوس هم هلته زمونږ زمکې شته او زما تعلق د سيد جمال الدين افغان د کورنۍ پورې دی، سيد جمال الدين افغان زما د تره زوی دی، مونږ ټول يوه کورنۍ يو خو وروسته زمونږ مشران پېښور ته راغلل، څوک په مومندو کې دېره شول او څوک چارسده کې خو د هغه وخت نه زمونږ سلسله دلته شروع شوه او زما ۴۵ کاله دلته پېښور کې وشول پدې کور کې چې زه پکې اوسېږم، د حکومت د خوا نه راکړی شوی او خپل کور مې په حيات اباد کې دی.

پښتونخوا: حاضر ساعت څه مصروفيت لرۍ؟

سردار پاچا: زه حاضر ساعت په ټول پاکستان کې د ځوانانو مشر يم چې ۳۰ زره کسان راسره په کابينه کې کار کوي، د هغوی مشري کووم او ۵۷۳ دفترونه د ځوانانو په ۵۷ سيمو کې کار کوي چې د ۲۵ کالو راهيسې د دوی مشري په غاړه لرم، اوس يې هم پر مخ بوځم.

پښتونخوا: پاچا صيب تاسو باندې خدای تعالی يو لوی رحم وکړ چې تېر کال حج ته ولاړی، څنګه خلکو څه مينه درکړه؟

سردار پاچا: همدرد صيب زه چې له دې ځايه تللم ما ډېر کوششونه او سفارشونه وکړل، خو ماته هغه څه ميلاو نه شول څه چې ما غوښتل، هلته په ما باندې يو پښتون زلمی چې خالد نومېده راپېښ شو او زما يې دومره خدمت وکړ چې زه په خپل ځان نه يم پوه شوی، اوله کې مونږ په ډېر تکليف کې وو، ما په مکه کې خدای تعالی ته دا سوال وکړ چې خدايه زما پرده وساتې هماغه وو چې الله مې پرده وکړه او درې کوټې ځای يې راته په مکه کې راکړ، او ډلې، ډلې پښتانه به راتلل او زما سره به يې خبرې کولې او زما خدمت به يې کاوه خو زه چې ډېر خفه ووم، هغه دا چې د افغانستان او پاکستان حاجيانو ته دومره سهولت موجود نه وو، زه به په سپين ږيرو ګرځېدم، چې څوک به مرېض وو هغوی ته به مې دوايي ورکړه خو زما پيغام خلکو ته دادی چې په ځوانۍ کې دې حج وکړي او د حکومت نه مې هم دا غوشتنه ده چې دوی دې د سعودي حکومت نه سهولت وغواړي. زه د نړۍ ډېرو هېوادونو ته تللی يم خو دومره د قدر او عزت شپې ما نه وې ليدلې، زه په دغه ۴۰ ورځو نه يم پوه شوی، زما ډېر قدر دغو افغانانو وروڼو او مسافرو پښتنو وکړ او ډېره زياته مينه يې راکړې، او چې له دې خوا نه په طياره کې تلم نو زما د طيارې پيلوټ او نورو ملګرو زما د خوراک او سفر ډېر زيات خيال وساته او له هغې لوري نه هم بيا د طيارې پيلوټ او نورو ملګرو ډېره مينه ښکاره کړه، نو زه د دغو خلکو مينه څنګه پوره کړم، ما څلوېښت کاله دوی ته خدمت کړی خو دوی زما په خدمت کولو سره هغه زما خدمت له ما نه هېر کړی.

پښتونخوا: ستاسو له نظره د ا اوسنۍ ډرامې چې مارکېټونو ته راځي د کتلو وړ دي؟

سردار پاچا: نه دا د کتلو وړ نه دي، د اسلام خلاف دي غير فطري شيان پکې دي له نن ۶ کاله مخکې د تلويزون ډرامې ډېرې ښې وې اوس د هغې هم هغه شان خوند نشته، ځکه خو دغه ډرامې اوس د خلکو په زړه کې ځای نه نيسي هغه پخواني اداکاران اوس نشته.

پښتونخوا: پاچا صيب څو وروڼه او بچېان لرۍ او هغوی په کومو دندو بوخت دي؟

سردار پاچا: زما پنځه ورونه دي مشر ورور مې مړ دی يو ورور مې زما نه مشر دی هغه په خپل کلي کې مشري کوي او نور درې ورونه زما نه کشران دي، هغه هم په حکومتي دندو بوخت دي. زما پنځه زامن دي مشر زوی مې سوپر وايزر دی هغه سيد شاهد نومېږي، بل زوی مې سيد ساجد دی Account officer دی په لندن کې اوسېږي، بل زوی مې سيد اصف سردار ما سره دی او د IMLO متعلم دی، بل زوی مې سيد حامد سردار نومېږي IOME يې کړی دی دا هم په لندن کې اوسېږي او هلته MBA کوي او زما څلور لوڼې دي چې درې واده شوي دي او دغه هما ده په څلورم کلاس کې ده.

پښتونخوا: ځوانانو ته څه پيغام لری؟

سردار پاچا:  ځوانان دې د نشه يي موادو له استعمال نه ډډه وکړي د مور او پلار خدمت دې وکړي او اصلاحي کارونه دې وکړي، د تعليم سره دې ډېر شوق پيدا کړي.

پښتونخوا: په زړه کې دې داسې کوم ارمان لرې چې پوره شوی نه وي.

سردار پاچا:  هو همدرد صيب زما د زړه تر ټولو لوی ارمان دادی چې د نړۍ ۵۷ ملکونو کې اسلامي حکومت راشي بلکې په ټوله نړۍ کې اسلامي حکومت غواړم چې ټولې دنيا ته دا وښايو چې اسلام د مينې محبت دين دی، مقدس دين دی، ځانونه د دې پاک دين پيرويان وګرځوی او چې په ټوله نړۍ مسلمانان يو مرکز جوړ کړي او اسلامي حکومت وچلېږي چې هيڅ تفرت نه وي. د خپل خدای ډېر شکر ګذاره يم چې نېک اولاد يې راکړی، شهرت يې راکړی دی، عزت يې راکړی، دولت يې دومره راکړی چې زما د عزت ژوند پرې برابر دی بل چاته يې نه يم محتاج کړی او الله ځان ته محتاج ساتلی يم.

پښتونخوا: پاچا صيب څنګه بيا فلمي نړۍ ته کومه اراده لرې او کنه؟

سردار پاچا: اوس مې زړه غواړي چې په TV کې کار وکړم خو په TV باندې پروګرامونه برابر ندي، په TV داسې پروګرامونه پکار دي چې ټولې دنيا ته دا اورسوي چې اسلام د محبت دين دی، د ورورولۍ دين دی او د دې دپاره مې يوه ډرامه ليکلې ده چې نوم يې (يوويشتمه صدۍ او اسلام) ده، ليکوال يې زه پخپله يم او په خپل مالي لګښت يې جوړوم او د  دې دپاره مې د AVTخيبر سره خبره کړې، پدې کې د ظالمانو ظلم ذکر کړی شوی د اسلام دين د حق وينا ملګري هم پکې کاميابي ترلاسه کوي او دا به زما د ژوند اخري فن وي که ژوند وو ډېر زر به يې د تلويزون د لارې نشر کړم.

پښتونخوا: په اخر کې د پښتونخوا لوستونکيو ته څه پيغام لری؟

سردار پاچا: زما پيغام دادی چې درانده لوستونکې دې دا مجله ونازوي په مينه دې ولولي، ښه ښه مطالب دې د ژوند په طريقو او تګلارو کې عملي کړي او د دې د لوستلو نه دې ګټه ترلاسه کړي.

پښتونخوا: محترم پاچا صيب زه او زمونږ کار کوونکي تاسو په لوی خدای سپاري ښاد او خوشحاله اوسۍ.

سردار پاچا: له تاسو نه هم ډېره، ډېره مهرباني چې زما د ملنګ پوښتنه مو وکړه، هر کله راشی خدای مو په دغه لاره کې نور هم کامياب کړه.

(پښتونخوا مجله، شپږمه ګڼه، ۱۳۸۶)