له افغان فلم سره مرکه

 

په ننګرهار کې مو د فلمي بهير د څرنګوالي په اړه د افغان فلم له مدير او د پښتو فلمونو له ستوري ښاغلي محمد شاه مجروح سره مرکه کړې، چې ستاسو پام ورته رااړوو.

پوښتنه: که د مرکې ورشو ته ستاسو د پېژندنې له ګودره راشو ښه به وي

ځواب: ولې نه، محمد شاه مجروح يم، د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې د افغان فلم د مدير په توګه دنده لرم.

پوښتنه: ويل کېږي، چې په ننګرهار کې د ټولو فلمونو چک، کتنه او څارنه ستاسې دنده ده، خو ښاريان شکايت لري، چې په بازار کې د مبتزلو لمن په تېزۍ سره په غزيدو ده، تاسو د خپل مسؤليت په چوکاټ کې په دې اړه څه کړ؟

ځواب: بلې، هو کېدی شي، چې بد اخلاقه فلمونه په بازار کې وي، خو په هغه اندازه نه دي، چې خلک يې تصور کوي، د دغو فلمونو د مخنيوي په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په وړانديز د ولايت مقام له خوا ورته کميسيون ټاکل شوی او د هغو فلمونو څارنه کوي، کوم فلمونه چې ټولنې ته زيان رسوي او زموږ د ځوان نسل اخلاق خرابوي، دغه کميسيون چې د ولايت مقام له خوا ټاکل شوی، د کميسيون د غړو له خوا نه ټولو دوکاندارانو ته توصيه شوې، چې د غېر اخلاقي فلمونو د خرڅلاو څخه په کلکه ډډه وکړي.

پوښتنه: په افغاني فلمونو کې نڅاوې او ګډا زموږ د ټولنې له اخلاقي، ګروهي او فرهنګي اړخ سره سمون نه لري، خو د فلم لوبغاړي يې د هنر اړتيا او مالګه ګڼي، نږدې هر فلم په دې ‌طاعون اخته دی، د فلم د ستوري په توګه په دې اړه ستاسې نظر څه دی؟

ځواب: زه ستاسو له نظر سره همنظر يم، چې دا ستونزه زمونږ په افغاني فلمونو کې شته، مونږ په همدې مسئله کې يو چې څنګه افغاني فلمونه اصلاح کړو او د خپلې ټولنې مطابق فلمونه جوړ کړو، افسوس چې د ګاونډيو هېوادونو فرهنګ او کولتور زمونږ په ټولکه رادننه شوی او ګاونډي هېوادونه کوښښ کوي چې خپل فرهنګ په مونږ وتپي. انشاءالله ډېر ژر به په افغاني فلمونو کې اصلاحات راشي، دا لږ وخت غواړي.

پوښتنه: فلم د انساني ژوند په رغون او بدلون کې څومره رول لرلی شي؟

ځواب: فلم د انسان په ژوند کې د عمده رغون رول لري، د يوې ټولنې په اصلاح کې ډېره زياته مؤثره تمامېږي، ځکه چې د سنيما عنصر يو مکتب دی او مکتب همېشه خلکو ته ښې لارې ښايي، د انسانانو ذهنونه خلاصوي او د ژوند لارې چارې ورته ښايي.

پوښتنه: د فلمي بهير د پياوړتيا او د فلمي رسالت راز په څه کې دی؟

ځواب: د دولت پوره همکاري او کنترول کولی شي، چې د سنيما هنر د پرمختګ او پياوړتيا سبب شي؟

پوښتنه: ويل کېږي چې افغاني فلمونه د پردي کولتور تر اغېز لاندې د ژوند ساه اخلي، تاسې دې ته په کوم نظر ګورئ؟

ځواب: ما مخکې ويلي چې اکثره هېوادونه په همدې هڅه کې دي، چې خپل کولتور په مونږ وتپي، او په دې هڅه کې دي، چې زمونږ کولتور ته زيان ورسوي، مګر هغوی خوب ګوري، انشاءالله ډېر ژر به مونږ دوی ته ماته ورکړو او خپل کولتور به پر هغوی ومنو، ځکه چې د افغانستان کولتور پنځه زره کلن تاريخ لري او دا په دومره اسانه څوک تر خپلې اغېزې لاندې نشي راوستلی، ځېنې ستونزې شته خو انشاءالله هر څه به سم شي.

پوښتنه: داسې اورو چې د افغاني فلمونو مسلکي خوا کمزوري ده، يو څو تنه شوقيان سره راټول شي او د فلم د جوړيدو تکل وکړي، ځکه خو يې هنري او فني اړخ بې مترې او پيکه وي، دې زاويې ته په کوم نظر ګورئ؟

ځواب: دا ستونزه شته، دا يوازې د سنيما په برخه کې نه بلکې په نورو برخو کې هم شته، مسلکي کسان نه لرو، خو د سنيما په برخه کې زه بايد ووايم چې ډېر کم کسان دي چې هغوی د سنيما په برخه کې پوهېږي او معلومات لري، خو هغه اشخاص چې هغوی د سنيما په برخه کې نه پوهېږي او دې هنر ته راغلي دي، دا د لوړو مقاماتو کار دی، ځکه چې دوی ته يې د فعاليت جوازونه په لاس ورکړي او دوی فعاليت کوي، او داسې ډېر ممثلين لرو چې هغوی هم  مسلکي زده کړې نه لري، خو په هر صورت مونږ په همدې هڅه کې يو چې د دوی لپاره مسلکي کورسونه جوړ کړو چې د سنيما په برخه کې معلومات ترلاسه کړي.

پوښتنه: ځنې موسسات د فلم جوړولو لپاره پېسې ورکوي او د خپلې خوښې سوژه پر فلمي لوبغاړو مني، فکر نه کوئ چې دا د فلم په دونيا کې د دغه هنر د غوړيدو مخنيوی کوي؟

ځواب: دا خو طبعي خبره ده، هر هغه پروډيوسر يا مصرف کوونکی چې په فلم مصرف کوي، هغه د خپلې خوښې سوژه يا فکر په لوبغاړو مني، مګر دا يې لامل نه شي کېدی چې د دې هنر د غوړيدو مه ونيسي، خو يو څه اثر لري، مشکل دلته دی چې نن سبا د سنيما د تجارت خواته مخه کړې هر څوک خپلې ګټې ته ګوري تاسو ته بهتره معلومه ده، چې هر څوک تجارت د خپلې ګټې لپاره کوي، خو ځېنې پروډيوسران بيا د نورو خلکو يا ډايرکټر په سوژه پېسې مصرفوي چې هغه بيا ډېره ښه نتيجه ورکوي.

پوښتنه: تاسې هم يو فلمي لوبغاړی او د دې هنر مند ياست، د دغه هنر د غوړېدا لپاره څه کول پکار دي؟

ځواب: د دې هنر لپاره ښه مالي بوديجه، په صداقت او په دقت سره کار کول پکار دي، خو مشکل دلته دی چې زمونږ فلم جوړوونکي له داسې تېزۍ سره مخ شوي چې په يوه مياشت کې يو فلم جوړوي دا د يو فلم لپاره ډېر کم وخت دی، حد اقل بايد يو فلم په شپږو مياشتو کې جوړ شي، کوم فلم چې په يوه مياشت کې جوړيږي نه پکې صداقت ليدل کېږي او نه دقت، نو همدا وجه ده چې زمونږ فلمونه پرمختګ نه کوي او بل دا چې زمونږ د فلم جوړوونکو تر منځ يو لاسی نشته، هر سړی يې له خان ډزۍ، دا هنر هغه وخت غوړېدی شي، چې د فلم جوړوونکو تر منځ اتفاق رامنځته شي.

پوښتنه:  له يو پاکستاني فلمساز نه چا پوښتنه کړې وه، چې ولې غېر اخلاقي فلمونه جوړوئ، هغه ورته په ځواب کې ويلي وو، چې خلک يې غوښتنه او تقاضا لري، زموږ د افغاني کمپنيو هم کله نا کله همدا حال وي، ستاسو نظر او دلايل په دې اړه څه دي؟

ځواب: ما مخکې وويل چې سنيما يو مکتب دی او مکتب هېڅکله انسان ته غلطه لاره نه ښايي، خلک که د غېر اخلاقي فلمونو تقاضا کوي دا هم واقعت نه لري، ځکه که چېرې د خلکو تقاضا وای نو زموږ په فلمونو به يې نيوکې نه کولې او دا د هغه نظر دی او په خپله دغه فلمساز په دې ناروغۍ اخته شوی.

پوښتنه: په پای کې که د فلم لوبغاړو او د مجلې لوستونکو ته څه پېغام ولرئ، خوښ به شو

ځواب: پېغام مې دادی چې زموږ فلمي لوبغاړي دې بايد په ښه دقت سره کار وکړي، يو بل ته دې لاس ورکړي تر څو دا هنر ښه پرمختګ وکړي، د کبر او تکبر نه دې لاس واخلي، ځان بايد د ټولنې له خلکو سره نږدې وساتي او د خپلې ټولنې ستونزې دې په نظر کې ونيسي. زما له ټولو افغانانو هيله داده چې د ګران هيواد په بيا رغاونه، سمسورتيا او پرمختګ کې دې برخه واخلي.

پسرلی: له تاسې مننه چې له ننګرهار مجلې سره مو مرکه وکړه، د ژوند خوښي مو په برخه شه

مجروح: له تاسو هم مننه، چې زموږ غږ خلکو ته رسوی، تشکر.

 

(ننګرهار مجله، لسمه ګڼه، مرغومی ۱۳۸۷ لمريز)