هنرمند خوب او ارام نه شي کولای، ((کاينات))

ځواب

 هماغه خړ سهار و، چې ګهيځ راته ټيليفون وکړ، له هغې سره مې وعده کېښوده چې نيمه ګېنټه وروسته به د پژواک دفتر ته درشم، مالاخبره نه وه خلاصه کړې چې هغې ځوانيمرګ بې مخه ښې ټيليفون بند که، زه د ژمنې سره سم دفتر ته لاړم، خو ګهيځ پوره يوولس بجې راغی له هغه ځايه دواړه سپين جومات ته لاړو، هلته د لغمان سپين ږيري او ځوانان راټول و او د خپل ولسوال د خوشې کېدو غوښتنه يې کوله، ولسوال څو ورځې وړاندې په جلال اباد کې امريکايانو نيولی و.

د لغمان له مشرانو سره مې خبرې وکړې، بېرته دفتر ته راروان شو، چې د دانش لالا زنګ راغی تر سلام وروسته يې وويل د نارنج ګل ګزارش او عکسونه راوړه زه په ګودر کې ناست يم ژر کوه چې بيا پېښور ته روان يم. هغه مې په انتظار پرېښود او مونږ لاړو دفتر ته د دفتر په دروازه چې ننوتو سترګې مو په نا اشنا جينکو ولګېدې، ګهيځ ته مې ويل ته راځه چې څه خبره ده، خواته ورغلو پوښتنه مو وکړه

((شايق له پېښوره د فلم لپاره راوستې دي...)

ګهيځه ياره! دا يوه د مينې د پښتۍ لپاره ډېره ښه نه ده؟ ما ويل راځه مرکه به ورسره وکړو کنه! شايق ته مو ويل چې ستاسې، خو اوږد کار دی مونږ به ورسره د مينې لپاره لنډه شان مرکه وکړو د هغې دې هم کور ودان وي هيڅ يې هم ونه ويل ورغلو.

ډېره ښکلې او زړوره جينۍ وه خپل نوم يې کاينات و اوس يې مرکه ستاسې مخې ته ږدو هيله ده چې زمونږ دا هڅه به مو خوښه شي...

مينه:        ښه کاينات نوم، خو دې راته ياد دی، خو که د مينې لوستونکو ته د خپل ژوند او فن په اړه لږ معلومات ورکړې بده به نه وي؟

کاينات: افغانانو سره خو زما ډېره مينه ده، ځکه خو مې سر تر دې ځايه راورسېده، خو بيا هم زه د فضل غني لور يم او په ۱۹۶۸ کال د پېښور مدينه کالونۍ چارسدې کې پيدا شوې يم، د ۱۴ څوارلسم پورې مې تعلیم کړی او يو نيم کال کېږي چې دې فن ته راغلې يم، تر اوسه مې په ۲۸ ډرامو کې کار کړی دی. زيات کار مې خيبر سره کړی او PTV ته هم کله کله ورځم.

مينه:        دې فن سره مو خپله مينه وه، که چا ورته وهڅولئ؟

کاينات: دا زما خپله خوښه وه او بيا راسره د کور د خلکو مرسته وه چې دې ځای ته راورسېدم.

مينه:        ستاسې په کورنۍ کې بل چا دا کار کړی کنه؟

کاينات: زما يو مشر ورور دی نصير هغه هم په ډرامو کې کار کوي او که چېرته مو پکې پرمختګ وکړ، نور واړه ورونه به هم دې ميدان ته راوباسم.

مينه:        چا درسره مرسته کړې؟

کاينات: زما خپلو ملګرو او زما د ورور ملګرو راسره ډېره مرسته کړې.

مينه:        کوم رول دې خوښ دی، د خپګان رول ښه ادا کولی شې او که د غم؟

کاينات: زه په غمجن حالت کې هم ښه اداکاري کوم او په خوښۍ کې هم ښه اداکاري کوم، فنکار هغه دی کوم چې په هر رول کې کامياب وي.

مينه:        تر اوسه خو له کومې ستونزې سره نه يې مخ شوې، مطلب دا چې کوم مشکل خو درته نه دی پيدا شوی؟

کاينات: نه تر اوسه خو له کوم مشکل سره نه يم مخ شوې او نه مې دې خدای ورسره مخ کوي.

مينه:        اوس په پښتو ډرامو ډېرې نيوکې کېږي او ځينې خلک يې نه خوښوي وايي ډمتوب پکې زيات دی؟

کاينات: هغه سي ډي ډرامې دا ما هغه بله ورځ يوې راډيو والا ته هم وويل او بيا يې هم وايم چې زمونږ خلک د ګډاګانو والا ډرامې خوښوي او د دې سره عادت شوي.

مينه:        دلته زمونږ د پښتو او کلتور مسله ده، دا مو لکه چې له ياده ويستې؟

کاينات: ستا د پښتو او کلتور د ساتلو والا په سلو کې لس هم نشته، که تاسې يې خوشې کړئ کنه! د ډرامو والا درته دومره توجو، نه کوي.

مينه:        ته خپله دا احساس نه لرې چې ولې زمونږ کلتور د نورو تر اغېز لاندې راشي؟

کاينات: ما خو تر اوسه نه دي ګډلي او نه مې په بازاري ډرامو کې کار کړی، يو دوه سي ډي ډرامې مې کړي، خو هغه هم ستاسې په څېر ساده دي، نه پکې ګډاګانې شته او نه ډېرې خنداګانې ما زيات وخت له ټي وي سره مې کار کړی هغو فاحشې ډرانې نه خپروي.

مينه:        څه اميد لرئ چې په دې فن کې به څومره پرمختګ وکړئ؟

کاينات: زما دا هيله ده چې زه داسې کار وکړم چې د عوامو خوښه شم، زه به له خپل فن سره اخلاص او مينه کوم.

مينه:        بخښنه غواړم د شخصي ژوند په اړه درنه يوه پوښتنه کوم تاسې واده کړی او که نه؟

کاينات: واده مې تر اوسه نه دی کړی او واده به د خپل مور او پلار په خوښه کوم.

مينه:        څه شي سره ډېره مينه لرې؟

کاينات: په ژوند کې مې د تعليم سره ډېره مينه ده او دا مې د مور او پلار غوښتنه هم وه، ددا يې پوره کړه او نور به هم تعليم کوم.

مينه:        خوب ډېر کوې که لږ؟

کاينات: نه دې فن ته چې څوک راشي هغه خوب او اران نه شي کولای، ځکه چې مونږ د قوم خدمت ته ولاړ يو د هغوی خوښۍ ته ګورو او د هغوی د خوشالۍ لپاره منډې وهو، نو دا وجه ده چې زمونږ ډېر ارام او خوب نشته.

مينه:        تر اوسه درته چا څه انعام درکړی کنه؟

کاينات: خپلې ټاکلې او يا معلومې پيسې ښه په ورین تندي اخلو او نوره څه تمه چا نه نه کوو، خو بيا هم ځينې خلک کور ته انعامونه رالېږي.

مينه:        جلال اباد ته څنګه راغلې يې؟

کاينات: زمونږ د TV پروډيوسر قريشي صيب د انجينر شايق سره مخ کړو او د هغوی په ترو دلته راغلو.

مينه:        دلته خو دا ډز او ډوز زيات دی، په راتلو کې خو وېره درسره نه وه؟

کاينات: اول خو راسره ډېره وېر ه وه، راتلو ته مو غاړه نه ايښوده، خو د خدای په اثره راروان شو، چې کله راغلو د دې ځای خلکو مو ډېر عزت وکړ، مونږ د جلال اباد د خلکو نه ډېر خوشاله يو او که خير وي بيا بيا به راځو.

مينه:        د مينې لوستونکو ته څه پيغام لرئ؟

کاينات: د مينې لوستونکو ته دا پيغام لرم او هيله ترې کوم چې د خپلې خوښې تر څنګ د مور او پلار هم ډېر خيال وساتي، ځکه د مور او پلار په بچو ډېر حق دی د هغوی د عزت او احترام ډېر خيال پکار دی.

بس له دې خبرو سره مې د دې نه خدای پاماني واخېسته او له انجينر شايق نه مې د دې فلم په اړه څه پوښتنې وکړې اوس يې له ټيپ څخه په ليکلو نور ستړی شوم، هغه به بيا چيرته کوم بل وخت کې راوباسو، د شايق خواته بيا راوړاندې شوی يو ځوام مې څنګ ته راغی نوم يې رانه هې و، خو پېژانده مې هغې ته مې وويل ته دلته څه کوې؟ ويل دې ته ووايه چې ماته هم پدې فلم کې يو رول راکړي.

شايق ته مې ورمعرفي کړه هغې غريب ورته ښکته او پورته وکاته، کور دې ودان وي زمونږ خبره يې زمکې ته ونه غورځوله ځوان ته يې وويل دا واسکټ ماسکټ دې اوباسه! راځه! مونږ ترې مخه ښه واخېسته له دفتر نه راووتو.

(مينه مجله، درېم کال، څلورمه ګڼه، پرلپسې ديارلسمه ګڼه، غبرګولی ۱۳۸۴ ل)