وږمې سره مرکه

مرکه کوونکی: غلام سخي روغانيوال

مينه:    وږمې د مازيګر لمر هم په پرېوتو دی او زه، خو پوهېږې چې بېرته روان يم، نو که په لنډو ټکو کې د مينې لوستونکو ته د خپل ژوند، فن او... په اړه څه ووايې خواران به درنه ډېر خوشحاله شي؟

وږمه:    خېر که ناوخته شو همدلته به شپه وکړې، څه په بيديا خو دې نه دي اړولي (خندا)... ښه اصلي نوم مې ګلزري ده او وږمه مې هنري نوم دی، چې اباسين يوسفزي راباندې وږمه ايښی، عمر به مې تقريباً ۲۸ کاله وي، تعليم مې بېخي نه دی کړی، دا کومې سندرې چې وايم دا ټولې په يادو زده کوم، اصلي د صوابۍ يم او اوس په احمد اباد کې اوسېږم، پلار مې رحيم ګل نومېده اوس دې خدای وبخښي مړ دی، څلور خويندې او دوه رونه مې ژوندي دي.

مينه:    ته خو ريښتيا هم داسې تېزه تېزه لګيا يې.

وږمه:    خو تا ويل چې راباندې ناوخته کېږي.

مينه:    دا خو پېښور دی تر نيمې شپې پکې ګاډي وي، دا راته ووايه چې دې فن ته دې څنګه مخه کړه او مخکې ستاسې په کورنۍ کې بل چا هم سندرې ويلې دي او کنه؟

وږمه:    دا خو داسې ده چې زما له ډېر ماشومتوب نه د سندرو سره شوق و، په کور کې به مې چې څه کار روزګار کاوه نو له ځانه سره به مې سندرې ويلې، نو همدا وجه وه چې په نه (۹) کلنۍ کې ټي وي ته راغلم او دا سندره مې وويله:

نه مې دلبري نه دلداري وکړه
هسې مې د ژوند سره خواري وکړه

دا سندره خلکو ډېره خوښه کړه، او بيا نو سمه ميدان ته راووتم او په کورنۍ کې مې نور چا سندرې نه دي ويلي، يوازې زما ورسره شوق و.

مينه:    تر اوسه دې څومره کېسټې کړي او چا چا سره دې شريکې سندرې ويلي؟

وږمه:    تر دې دمه مې ۴۶۰۰ کېسټې راوتلي او سندرې خو مې بلا ډېرو سندرغاړو سره ويلي، لکه خيال محمد، ګلزار، پير محمد، شهنشاه او داسې ډېرو سره مې يو ځای سندرې ويلي.

مينه:    وږمې يوه خبره به راته سمه سپينه کوې چې ستا په اواز خو ټول پښتانه ميين دي او مينه ورسره لري، تا له چا سره مينه کړې که نه؟

وږمه:    نه ياره غير له خپل فن نه مې بل چا سره مينه نه ده کړې، زما مينه ټوله له خپل فن سره ده او نورې مينې ته نه يم اوزګاره شوې.

مينه:    واده دې له چا سره کړی؟.

وږمه:    د واده خبرې دې ماته ډېره اوږده کيسه راپه ياد کړه، د لياقت علي په نامه يو ځوان و، زه به چې کوم پروګرام ته لاړم، دی به هم راپسې و، تر ډېره ورته زما پام نه و، دا زما په اواز ميين و، زما اواز به يې ډېر خوښېده، که نه نو ما د واده په خبره هېڅ فکر نه و کړی چې واده به کوم که نه او له چا سره به واده کوم، دا خبرې زما په ذهن کې هډو ګرځېدې نه، خو د يو پروګرام په اخر کې راته دې ځوان وويل چې ما سره واده نه کې، بې له څه سوچه مې ورته له خولې نه وواته چې ولې نه ټيک ده، واده به درسره وکړم، بس په پټه مو سره نکاح وتړله، درې څلور مياشتې په پټه تېرې شوې، بيا خبره ښکاره شوه.

مينه:    کله چې دې د واده خبره ښکاره شوه، نو بيا دې مور، ورونو، خويندو درته څه ونه ويل؟

وږمه:    هغوی به څه ويلي وای هسې هم کار شوی و، بېرته خو يې ستنولی نه شوم.

مينه:    له واده نه وروسته، خو درباندې څه پابندي ونه لګېده؟

وږمه:    دا خو مې شوق و، خو چې کله مې واده وکړ، يو کال مې سندرې ونه ويلې، بيا زما استادان ماسټر علي حيدر، ګل خان بنوسی او جلال سرحدي زما مېړه پسې راغله او هغې ته يې وويل چې وږمې ته خدای ډېر ښکلی اواز ورکړی او د دې په فن کې د ډېرو غريبانو رزق دی، بيا راته مېړه اجازه راکړه او بېرته خپل فن ته راغلم او دادی تر ننه پکې لګيا يم.

مينه:    وږمې ستا اواز خو د ډېرو خوښ دی، ستا خپله د چا چا اوازونه خوښېږي؟

وږمه:    زما خو د ګلنار بېګم اواز ډېر خوښېده، همداسې مې د نغمې، ټکر صيب، منګل، خيال محمد او رحيم غمزده اوازونه ډېر خوښ دي.

مينه:    يوازې په پښتو ژبه سندرې وايې که په نورو ژبو دې هم ويلي؟

وږمه:    پښتو خو مې خپله ژبه ده، په اردو کې مې هم سندرې ويلي، د فارسي سره مې هم شوق شته، خو لا سندرې مې پرې نه دي ويلي.

مينه:    داسې اوازې شته چې وايي مېړه سره دې کله کله تبليغ ته هم ځې؟

وږمه:    دا ريښتيا ده، همدا اوس څو ورځې وړاندې مې زه او مېړه له تبليغ نه راستانه شو او سږ کال مې د حج اراده هم کړې ده.

مينه:    دا خو دې خبره ورانه کړه که حج وکړې، بيا به سندرو سره څه چل کوې؟

وږمه:    (خندا)... ورخطا کېږه مه، هر شی په خپل خپل ځای دی، په حج کې خو دې خدای د ټولو مسلمانانو نصيب وکړي او چې کله راشم، نو بيا به هم همدا وږمه يم، سندرې به وايم دا خو مې روزګار دی، خو يوه خبره ده که څه هم ما مخکې نعتونه ډېر نه دي ويلي، خو چې له حج نه راشم، نو بيا نعتونو ته زيات وخت ورکوم.

مينه:    په رنګونو کې دې اوس کوم رنګ خوښېږي او که حج دې وکړ بيا به کوم رنګ خوښوې؟

وږمه:    اوس خو مې سور او تور رنګ خوښېږي او له حجه وروسته به ورسره سپين هم زيات شي.

مينه:    وږمې دا خو ژوند دی او ژوند سړې تودې دواړه لري که په دې اړه مې لوستونکو ته څه ووايې... درته به دعا وکړي؟

وږمه:    هلته دې ويلې چې ناوخته دی او دلته دې مرکې نه څه بله بلا جوړه کړه، خو يوه خبره ده پوښتنې دې داسې دي لکه له مانه چې پوره خبر يې، خپه نه شې ګپ خو به پکې لګو ريښتيا چې ژوند ترخه او خواږه دواړه لري، ما چې کله واده وکړ، نو په اول ځل مې لور پيدا شوه، خو هغه په پښو شله ده، زه ورته ډېره خپه وم، تر اوسه لا شله ده، ډاکټرانو ته مې يوړه خو علاج يې ونه شو، خو چې کله مې زوی پيدا شو ډېره ورته خوشاله وم او چې په اومه مې سنت کاوه، نو سم راباندې اختر و.

مينه:    افغانانو ته که کوم پېغام ولرې، زه به يې سم سلامت ور ورسوم؟

وږمه:    افغانان خو زما ورونه دي، خدای دې خوشاله لري هغوی له ما سره ډېره مينه لري، په تېره بيا پښتانه، زما ورته همدا پېغام دی چې نور دې د يو او بل په خبرو خپل کورونه نه ورانوي، بس دی چې دا دومره کلونه يې په پردو وطنونو کې تېر کړه نور دې خپل وطن اباد کړي.

(مينه مجله، درېيم کال، شپږمه ګڼه، پرلپسې پېنځلسمه ګڼه، زمری ۱۳۸۴ ل)