پوهاند حفيظ الله ښاد جبارخېل سره مركه

مركه كوونكى: خليل الله "قتيل زوى"

ما پښتو لنډۍ عربي كړه او القصيره مې

ونوموله _ مركه

ښاغلى الحاج قاضي حفيظ الله ښاد جبارخېل كه ځان د ورځ مجلې درنو مينه والو ته راوپېژنئ  مهرباني به مو وي.

ښاغلى خليل اللــه قتيل زوى صاحب! ستاسو له غوښتنې او مركې ډېره مننه كوم.

نوم مې الحاج پروفيسور ډاكټر قاضي حفيظ الله ښاد جبارخېل دى. د پلار نوم مې مولينا عبدالحكيم خان، زوى د غلام محي الدين خان، زوى د محمد عظيم خان، زوى د رحمت خان، زوى د احمد خان، زوى د عبدالجبارخان (چې اولاده يې په جبارخېل شهرت لري) زوى د احمد خان (چې اولاده يې په احمدزيو شهرت لري) زوى د سليمان خان (چې اولاده يې په سليمانخېلو شهرت لري)، چې هغه د غلجيو پښتنو او د اّرين لــه خټې تر نوح عليه السلام او بيا اّدم عليه السلام ته پر نسب رسېږي.

د ملا صاحب زوى، د مولينا صاحب زوى، اخونزاده، مولوي، قاضي، رييس، حاجي، استاد، پوهاند، سرمحقق، پروفيسور، فيلسوف ، دوكتور او ثاني وزير محمدګل خان مې القاب دي.

د تحصيل په دوره كښې "حصار"، "جبارخېل"، "ښاد"، "ښاد جبارخېل" مې تخلصونه دي. په اشعارو كښې مې همدا تخلصونه راغلي او په ځينو عربي اشعارو كښې زما نوم (حفيظ الله) هم راغلى دى.

د افغانستان د ننګرهار ولايت د غلجي حصارك ولسوالۍ كښې د ناور د عظيم خېلو د كلي د قاضي كلا اصلي اوسيدونكى يم، چې د ډنډو او د ملايانو د كلي تر منځه موقيعت لري.

په 1312 ل كال كښې پيدا شوى يم پر قوم عظيم خېل يم، چې د ديګانخېلو د قوم څانګه ده او ديګانخېل د خوږياڼي خېلو څانګه ده او خوږياڼي خېل د جبارخېلو د قوم څانګه ده او جبار خېل د احمدزيو د قوم څانګه ده او احمدزي د سليمانخېلو د قوم څانګه ده او سليمانخېل د غلجيو پښتنو ښاخ دى.

پوښتنه: پوهاند قاضي حفيظ الله ښاد جبارخېل صاحب! هيلــه من يم، چې د زده كړو پر بهير مو وپوهوئ.

ځواب:  پياوړى قتيل زوى صاحب! لــه پوښتنې مو زياته مننه!

زما ځانګړې زده كړې د غلجايي حصارك په ولسوالۍ كښې، چې هغه وخت ښوونځي يا مدرسې په كښې نه وې له كورنۍ او د جومات له ملايانو پېل شوي دي. پر همدې لامل زما زده كړې دوه برخې لري:

كورنۍ زده كړې: خبرې رازده كول او لومړني اداب راته درنې او پاك لمنې مور راكړي، چې بي بي باغزعه نومېده او پر (ببو) يې شهرت درلود. دا د ملك محمد زمان خان لور وه، چې د غلجايي حصارك د كوزبسياب د كلي او سيدونكى او پر قوم جبارخېله وه:

بغدادۍ سپاره، قراّن كريم، پنج كتاب، تحفه نصايح، كيداني خلاصه، لومړۍ قدوري، منيه المصلى، كنزالدقايق، خط ليكنه، حجتونه، قبالې، رقعې او د احوال ليكلو ليكونه، د حساب اعداد مې لــه خپل پلار خداى بخښلي ستر مولينا عبدالحكيم صاحب څخه زده كړي. طيبه كلمه، سلام، لمونځ، اّيت كرسي، د قنوت دعا، يّس، ملك، الضحى تروالناس سورتونه مې هم ترې ياد كړي دي. رشيد بيان د رحمان بابا ديوان، قصص الانبيا او نور پښتو كتابونه مې په خپلــه ويلاى شول. لــه دې وروسته زه په لومړني ښوونځي كښې شامل شواى يم.

د جومات زده كړې مې د كلي لـه ملا غلام جان، ملا رمضان، د محمد كلا ملا صاحب، د منګل مولوي صاحب عبدالحكيم خان او دراغه مولوي صاحب محمدشاه خان او داسې نورو څخه ترلاسه كړي دي. د جومات زده كړې مې هغه مهال پېل كړې، چې په لومړي ټولګي كښې وم. سهار به ښوونځي ته تلم او ماسپښين به مې لـه ذكر شويو استادانو سبقونه ويل او د ژمي په رخصتيو كښې به مې سهار هم دغه زده كړې كولې. زما پلار لكه د مخه مو، چې يادونه وكړه ديني عالم، مدرس او د غلجايي حصارك د عمومي جومات خطيب و. ذكر شوي ملايان يې شاګردان يا هم دوره ول، خو زه يې د زده كړو د ترلاسه كولو لپاره هغو ته ولېږلم، څو د استادۍ پر لحاظ ډېر كوښښ او اخلاص په درسونو كښې راسره وښيي خداى بخښلي پلار به مې هره ورځ له درسونو څارنه كوله او نوره رڼا به يې راته پرې اچوله.

رسمي زده كړې؛ د دې زده كړې بېلا بېل پړاونه دي :

د لومړني ښوونځي زده كړې مې لــه 1322ل كال څخه پېل كړي او تر 1327ل كال پورې مې شپږ كالــه د غلجايي حصارك په لومړني ښوونځي كښې، چې نوى تاسيس شواى و او زه يې د لومړۍ دورې لــه فارغانو څخه يم، بشپړې كړې. هغه وخت په ټول غلجايي حصارك كښې يواځې همدا يو لومړنى ښوونځى و، چې د ميا صاحب په جومات كښې مې تر درېيم ټولګي او نور صنفونه مو په تاڼه كښې، چې شبك ته نژدې واقع ده، وويل او په ټولګي كښې دوه يم نمره وم.

په غلجايي حصارك كښې نور ښوونځي او ليسې، چې اوس په كښې موجودې دي، وروسته جوړې شوې او مدرسې هم وروسته تاسيس شوې دي.

د ليسې زده كړې: كله، چې له غلجايي حصارك له لومړني ښوونځي څخه فارغ شوم پر رسمي مكتوب اول نمره، دوه يم نمره او درېيم نمره فارغان جلالكوټ ته وغوښتل شول، چې د نورو زده كړو د ترلاسه كولو لپاره يې د كابل ليسو ته واستوي. زه، چې جلالكوټ ته لاړم، د ښوونې او روزنې څانګې ته مي غوښتنليك وركړ، چې ما واده كړاى دى نور مكتب نه وايم؛ ما پرېږدۍ، چې كورته لاړ شم.

د پوهنې مدير وويل: ځه سبا راشه! سبا، چې د فتر ته ورغلم، هلته يو سړى ناست و. هغه راته وويل: ته ولې نورې زده كړې نه كوې؟ ما ورته وويل: واده مې كړاى زده كړې كولاى نه شم. ده وويل: زه د دارالعلوم شرعيه مدير يم. ماسره ډېر داسې شاګردان شته، چې ودونه لري. ماورته وويل : زما پلار ديني عالم دى، هغه غواړي ما هغه ځاى ته ولېږي، چې ديني عالم شم او طالبان راپسې وي. پلار مې وايي، چې ته عالم راشې؛ زه به پسه حلال او خيرات به وكړم.

د دارالعلوم شرعيه مدرسي مدير صاحب، چې شاه محمد ارشاد نومېده او د يوې الوتكې د رانسكورېدو په پېښه كښې شهيد شو. الله تعالى دې د ده درجې لوړې كړي) وويل: زه به دې همداسې ځاى ته بوځم او ديني عالم به شې، خو د طالبۍ له زده كړې سره به دې توپېر دا وي، چې د چړيانو د ډوډۍ راټولولو، په جومات او حجرو كښې له اوسېدو څخه به خلاص شې او ژوند به په سركاري ليليه كښې كوې او له منظمو استادانو څخه به منظم درسونه په اّرامه فضا كښې ووايې. له مصري، عراقي، لبناني او نورو خارجي استادانو به درسونه وايې.

زه بې ځوابه او چپ شوم؛ نو د پوهنې مدير سره په لست كښې زما نوم وليكل شو. سبا وختي يې زه او نور هلكان، چې ټاكل شوي وه، په يوه لارۍ كښې كابل ته ولېږدولو. شپه مو په دارالمعلمين كښې راغله. په بل سبا يې زه او ما سره ملګري پغمان ته ولېږدولو او په شرعيه دار العلوم كښې شامل شوم.

لــه 1328ل.هـ كال څخه تر 1333ل كال پورې مې لــه اووم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې، شپږ كالـه زده كړې كړي دي، چې اوس ورته ابوحنيفه مدرسه وايي.

په دې مدرسه كښې اسلامي،عربي، ساينسي او ټولنيز مضامين ويل كېدل. زيات استادان يې بهرني وه، چې د مصر، عراق، سوريې، لبنان، انګليستان او پاكستان اوسېدونكي وه. زه د دې مدرسې د څلورمې دورې لــه فارغانو څخه يم، چې په خپل ټولګي كښې كله اول  او كلــه دوه يم نمره وم او په اعلى درجه ترې فارغ شواى يم.

په اووم ټولګي كښې زما همصنفيان 120 تنه ول او له دولسم ټولګي څخه 35 تنه فارغ شول. دا؛ ځكه، چې ډېره سخت ګيري په كښې وه. د اسلامياتو استادانو به سختي كوله هغو شاګردانو ته به يې، چې په ساينسي او اجتماعي مضامينو كښې ښه كوښښ كولو، كمې نمرې وركولې او ځينې به يې ناكامول.

هغه مهال دوه كلن ناكام له مدرسې ايستل كيدل. د ساينس استادانو به ويل، چې ولې په اسلامياتو كښې هاند كوئ د ساينس درسونه ولې ښه نه زده كوئ؛ نو هلكان به يې ناكامول. دغه مدرسه دكابل په غرب (پغمان) كښې وه ټول ليله وو، دګډانو غوښې، خاصه ډوډۍ، يو وخت پلو، دريشي، بوټ، جرابې، د تربوش مصري خولۍ او د هغې وړه پلته، لنګۍ، درې جوړه كالي، مياشتينى جيب خرڅ، لاس پاكى او دواګانې يې وركولې. ځانګړى كلينيك، ډاكټر، خياط، سلماني، اشپز او داسې نور ملازمين يې درلود. حمام او د غسل ځايونه يې ورته جوړ كړي وه؛ انضباط يې دومره قوي و، چې څوك به پر نصوارو يا سګرټو ګير شو هغه به خارجېده او كه به پرته له اجازې چېرته پر ګرځېدلو څوك وليدل شو، هغه به لـه مدرسې ويستل كېده. حتا بې جماعته او لــه جومات څخه بهر، چې به چا لمونځ كړاى و او د جومات جمعې ته به نه و حاضر شواى د جومات د جمعې غير حاضر به يې تر 120 لښتو واهه او كلــه به خارجېده، نو؛ ځكه به چڼېدل او كم كسان به فارغېدل.

لوړې زده كړې: د كابل پوهنتون د شرعياتو نننى پوهنځى د شرعي دارالعلوم د مدرسې فارغانو ته په پغمان كښې تاسيس شواى دى او د همدې مدرسې فارغان، چې به پر لوړې درجې فارغان شوي وه په كښې شاملېدل. د نورو مدرسو فارغان، چې د ساينس او اجتماعياتو د علومو زده كول په كښې دود نه ول. په دغه پوهنځي كښې يې نه شاملول. وروسته بيا د همدې شرعيه دارالعلوم پروګرام په كښې پېل شو، بيايې د هغو مدرسو فارغانو ته هم په كښې داخلــه وركوله. زه هم، چې د دغې مدرسې د څلورمې دورې لــه فارغانو څخه يم پر لوړې درجې فارغ شواى وم، چې پر 1334ل كال په كښې شامل شوم او په 1337هـ ل كال ترې فارغ شوم.

استادانو زه د استاذۍ لپاره خوښ كړاى وم، خو زمونږ د ټولو همصنفيانو لست، چې عدليې وزارت ته پر قضا د مقرريو لپاره تللاى و، بېرته يې نه پرېښودم. هغه وخت، چې زه د فراه ولايت د محكمې قاضي وم او د سيستان په اخبار كښې زما عربي شعرونه چاپېدل هغه وخت څو څو كرته د شرعياتو د پوهنځي مصري استادانو د كابل پوهنتون لــه رييس محترم عبدالسلام عظيمي څخه هيلــه كړې وه، چې ما د هغه پوهنځي د استادۍ لپاره وغواړي. ښاغلى عبدالواحد نهضت فراهي يې راپسې رالېږلاى و، خو په قضايي چارو كښې هغه وخت قضات د ازموينې لاندې ول. ما هم هغه ازموينه تېروله هغه وخت مې مراجعه ورته ونه كړه.

د ماسترۍ زده كړې: دوه كاله مې د پېښور پوهنتون د اسلامياتو په ديپارتمنت كښې له 1995م _ 1996م كال پورې د ماسترۍ زده كړې كړي.

د دكتورا زده كړې: د پېښور پوهنتون د اسلامياتو په ديپارتمنت كښې مې لـه 1997م 2002م دكتورا ترلاسه كړې.

پوښتنه: ښاغلى الحاج ښاد جبارخېل صاحب! د زده كړې پر مهال كه مو له يوې خاطرې مو خبر كړئ خوښ به شو هم وواياست، چې شعر مو څنګه پېل كړاى دى؟

ځواب: قتيل ځوى صاحب! ډېره مننه: زه به د ماشوموالي لـه خاطرو يوه دا بيان كړم، چې خداى بخښلي ارواښاد مولينا عبدالحكيم خان زما والد صاحب به خط راښوده؛ نو كلـه به مې، چې د لرګي پر دړې حروف ليكل د (ر) تورى يې خوښ نه شو. لكه، چې لږه اوږده شانتې مې ليكلې وه. ده لـه ګوسې راته وويل: لږ يې نوره هم اوږده كړه. زه د ده پر ګوسې نه پوهېدم، هغه د (ر) تورى مې اوږد كړ. بيا يې راته وويل، چې لږه يې نوره هم اوږده كړه. ما فكر وكړ، چې (ر) خو ډېره اوږده شوه نوره يې څنګه اوږده كړم، خو د ده امر مې پرځاى كړ او نوره مې هم (ر) اوږده كړه. دې وخت كښې يې ناڅاپه څپېړه پر مخ راكړه. پوه شوم، چې (ر) مې  اوږده ليكلې وه، نوره يې لــه ګوسې راباندې اوږدولــه او زه يې خپلې غلطۍ ته متوجه كولم.

په دې وخت كښې ليا ما شعر نه و ويلاى، خو د رشيد بيان، رحمان بابا، جنګ نامه حيدري كتابونه به مې په وزن ويل او د هغو لـه اشعارو به مې خوند اخيسته. يوه ورځ مې پلار د ماسخوتن لــه لمانځه وروسته كور ته راغى ويې ويل: ما پر لاره دغه شعر ځان سره جوړ كړاى :

په ورځې د محشر، چې رانما شي محمد(ص)

په امتي لــه ورايه به ګويا شي محمد(ص)

زما پام شعر جوړولو ته واوښت سوچ مې كولو، چې شعر ووايم؛ خو ونه توانيدم، چې لــه لومړني ښوونځي مخكې كوم سم شعر وويلاى شم.

د لومړي ښوونځي په دوره كښې زما له خاطرو يوه دا ده، چې يو ډاكټر حصارك ته راغلاى و. ځينو هلكانو په كلي كښې د هغه سم هركلى نه و كړاى. هغه د ښوونځي سرمعلم ته ګيله كړې وه. د كلي هلكان، چې خبر شوي وه په هغې ورځې له ښوونځي پاتې شول او زه هم لــه دوى سره لــه ښوونځي پاتې شوم؛ نو سرمعلم صاحب وغوښتلو او نصيحت يې راته وكړ، چې تاسې بايد لــه ذكر شوي ډاكټر سره ښه روغبړ او عليك سلام كړاى واى؛ تل يو بل ته  سلام اچوي او په سبقونو كښې هاند او كوښښ كوئ.

د شعر او شاعرۍ په برخه كښې مې چلند داسې و، چې د ننګرهار په (اتحاد مشرقي) اخبار كښې مې كلنى ګډون كړى و او په هغه كښې به مې اشعار لوستل. د حافظ صاحب، جرار صاحب، بينا صاحب، بيدار صاحب او داسې نورو شاعرانو شعرونه به مې په كښې لوستل او هم به مې خپل ارواښاد محترم پلار، چې كوم نعتونه يا خطبې ويلې سخت به ورته متوجه وم. ده به د مرحوم ګل پاچا الفت صاحب د پلار ځينې اشعار هم په خطبه كښې ويل؛ نو په دغه وخت كښې ما هم ګوډ او مات شعر جوړولو ته لاس كړ. حتا، چې يوه پېشو چا وژلې وه د هغې مړينه مې په پارسي ژبه شعر كښې راوړې وه، خو ډېرې غلطۍ يې لرلې او پر ياد مې هم نه دي پاتې.

له اووم ټولګي تر دولسم ټولګي پورې، چې ما واده هم كړاى و او مسافر هم وم د دې دواړو عواملو پر اغېز مې شاعري ښه شوه. كور ته به مې ليكونه په شعر استول.

بل عامل يې دا و، چې كانفرانسونو او مشاعرو كښې نورو شاګردانو خپل شعرونه ويل، زه هم ورسره ولمسيدلم او ډېرو زده كوونكيو به د نورو شاعرانو شعرونه ليكل او ويل به يې. ما وپتېيله، چې زه بايد د خپلو اشعارو مجموعه ولرم؛ نو په شعر ويلو مې پيل وكړ او ځانګړې كتابچه كښې به مې پرته له خپلو اشعارو د بل چا شعر نه ليكه، ما هاند كولو چې خپلو اشعارو كښې نوي مطالب ځاى كړم د بل چا تقليد او پېښې ونه كړم، د نمونې په ډول كوم شعر، چې د اختر پر ورځې مې په مدرسه كښې جوړ كړاى مطلع يې دا ده:

اختر دى لويه خدايه دا ژړا ولې راځي

دا سوز او دا ديدار د زړه پر ما ولې راځي

د بل شعر مطلع داسې وه:

كال تېر شولو رانه غلې نن اختر دى كه راځې

سينګار مې د ښكلا ټول برابر دى كه راځې

پوښتنه: دغه مهال مو د مطبوعاتو او فرهنګي كړيو سره اړيكې څنګه وې؟

په مدرسه كښې مې سربېره پر اشعارو مقالې او د كتابونو ژباړې هم كولې، چې ځينې يې ښاغلي محمد شاه ارشاد په "ارشاد" خپرونې كښې خپرې كړې دي. په دې وخت كښې مې د ماشومانو د طب دوه ټوكه كتابونه لــه عربي څخه پښتو ته ژباړلي او سوريه، چې لــه مصر سره متحده شوې وه د سوريې پر نوم په عربي يو كتاب خپور شوى و هغه ما په پښتو وژباړلو او پرله پسې د "هېواد" په اخبار كښې خپور شواى دى.

د شرعياتو د فاكولتې په وخت كښې مې هم د شعر او شاعرۍ او ليكوالۍ همدا حال و، خو په عربي ژبه شعر ويلو ته مې هم مخه وكړه. لكه د مخه مې، چې يادونه وكړه د عربي او اسلامي علومو لپاره مصريان، عراقيان او لبنانيان ټاكل شوي وه. يو وخت (احمد مصطفى الخياط) مصري استاد ته زما همصنفيانو خبر وركړ، چې عربي شعرونه مې ويلي دي. نوموړي شعري كتابچه راڅخه وغوښته او په كښې يې وليكل (الحظۍ هذه الكراسۍ وقد كانت مملوۍ من اشعار الجميلــۍ).

يعنې دا كتابچه وكتل شوه، چې له ښكليو اشعارو څخه ډكه ده؛ نو ما هم د خپلو اشعارو د ټولګې نوم (ښكلي اشعار) كېښود او بلــه مجموعه مې د (حصارك سوغات) ونوموله. زما زيات اشعار د (حضرت ياد) په نوم كتاب كښې چاپ شوي دي او د (توضيح الميراث) كتاب مې، چې سترې محكمې چاپ كړاى متن يې په شعر او شرح يې په نثر ده. د دغه كتاب د متن اشعار (ميراث نامه) نوميږي هغه هم سترې محكمې ورسره چاپ كړې ده. د اصول حديث يو كتاب مې هم په نظم كښې ليكلاى او (غلط نامه) مې د "ثور د كودتا" پر حالاتو ويل شوي شعرونه دي، چې "د حضرت ياد" په ټولګه كښې راغلي دي. د عربي ژبې د كتابونو د څېړلو اصولو ته مې د (البحث) تر عنوان لاندې په عربي شعر كښې ځاى وركړاى، چې د دكتورا شاګردانو ته يې په پېښور پوهنتون كښې تدريسوي.

د پېښور په پوهنتون كښې، چې د عربي دكتورا Phd او د اسلامياتو پر ماسترۍ او د دكتورا ايم فيل په تحصيلاتو بوخت وم د اشعارو په برخه كښې مې عمده كار دا بولم، چې د پښتو لنډۍ ته ورته مې عربي شعرونه وويل. څرنګه، چې په دې وزن اشعار تراوسه په عربي ژبه كښې نه شته؛ نو دكتاب نوم مې (الابتكار) كېښود او دا ډول شعر (چې لومړۍ مصرع يې نهه سېلابه او دوه يمه مصرع يې ديارلس سيلابه دي د پښتو لنډۍ ته ورته جوړيږي) مې په عربي ژبه كښې (القصيره) وبالــه. دا ډول شعر ته مې يو ځانګړى بحر هم وضع كړ، چې هغه مې په (بحرالقصير) ونومولو. د دې كتاب لنډ مطلب د (عربي لنډۍ) تر عنوان لاندې د پېښور پوهنتون د پښتو اكاډمۍ "پښتو" مجلې چاپ كړاى دى. مينه وال كولاى شي هغې ته مراجعه وكړي، خو د (الابتكار) كتاب كه هر وخت چاپ شو د استفادې وړ به شي. ان شاء الله تعالى اوس هم لګيا يم د كتابونو ليكلو ته ځان نه وزګاروم. تراوسه مې نژدې دېرش كتابونه چاپ شوي او ترشلو قلمي كتابونه لرم، چې ځينې يې چاپ ته تيار دي او ځينې د نوي كار لاندې دي، چې نومونه يې زما د ځينو چاپ شويو كتابونو په پاى كښې راغلي دي، خو د دې لپاره، چې زما نوموړي كتابونه ناياب دي د نمونې په ډول يو څو شعرونه پر پښتو، پارسي او عربي درسپارم.

خورو ورو زلفانونه كوڅۍ جوړوم يوه

پيكي ته له ګلانو نه څيټۍ جوړوم يوه

پاشلې مرغلرې ټولوم له مخ د ځمكې

لړونونه يې ښكلې غاړكۍ جوړوم يوه

مخونه سترګې، پوزه او غوږونه يو كومه

له ژبې، غاښو، شونډو نه خولګۍ جوړوم يوه

ټكري لاندې لمنه خپله ساتمه په ننګ

مينې پورې ګريوان ته مې تڼۍ جوړوم يوه

له ستوريو د خالو مې د اّسمان په مخ كښې ليكه

لمر مخكې ستوري وروسته له سپوږمۍ جوړوم يوه

ښادي بريالۍ ده لار د دين او د دنيا

اسلام ته د يووالي رښتيانۍ جوړوم يوه

د پارسي اشعارو څخه به يو هغه كوچنى شعر تاسې ته وړاندې كړم، چې زما له لور بي بي ثمرې نرګس څخه يې په ښوونځي كښې استادانو پر پارسي ژبې غوښتاى و.

مـــــــا مسلمانيم

مدرســـه خوانيم

خـــــــدا رسول را                                                            عشق پــــرورانيم

مــــــــادر پدر وار                                                          بـــــا استادانــــيم

اســـلاميات بــــــا                                                          ساينس اموزانيم

عمل بـــــــــردانش                                                          هميش خـواهانيم

ديــــن و وطـــن را                                                           مـــا خـــادمــــانيم

همــــوطـــــــنان را 

"ثمـــــر" رســــانيم

د عربي شعر بېلګه:

نحب الله بحــــــــــب الــــــرسول

وبســــــــائرالا نـــــعم الــــــــنزول

نتلو "ان كـــــنتم تــــــحبون الله"           حــــــــب الله اتــــــباع الــــــرسول

اداء الـــــسنن، حــــــب الـــــنبى           "يحببكــــم الله" قــــــــول القبول

احـــــــب الله والـــــــرسول حـــــباً          من كل نفسك و فرع والاصول

بهــــذا لــــحب مـا فــــى اختيار            علمــــوا كـــل ولــــــد والبطــــول

يصــــح الايمــــان بهــــذا لــحب           لحب الغير مخصوص الفصول

نـــحب الله والــــحبيب كـــــــــــذا

كثيراً من " جبارخيل" بالبــذول

پوښتنه: ښه پوهاند صاحب! ستا لــه خبرو داسې ښكاري، چې كورنى شتون مو پراخه دى. كه د هغې غړي راوپېژنئ، چې څومره او څه دي؟

ځواب: قتيل ځوى صاحب مننه! زما لومړۍ ميرمن د سليمان شاه لور جبارخېلــه وه. لــه هغې دوه زامن دي، چې يو عزيز الله "حصاري" دى او بل حبيب الله نومېږي يو د پښتو ژبې او ادبياتو ماستر او د پوهنتون استاد دى او دوه يم د شرعياتو له فاكولتي فارغ دى. رسمي دنده كښې نه دى راغلى، خو ځانګړى سوداګريز ډولــه كارونه په پوره اّزادۍ ترسره كوي. له ذكر شوې مېرمنې مې دوه لورګانې دي. تعليم يې د ليك او لوست تر كچې كړاى دى. دغو دوه وروڼو او دوه خويندو څلور واړو ودونه كړي دي.

د دغې مېرمنې له وفات وروسته مو د واده قسمت له بلې مېرمنې سره، چې د سيد محمد طاهر بينا صاحب لور ده، ترسره شو. له دې دوه ځامن او يوه لور لرم، چې درې واړه د ليسو شاګردان دي. مشر هلك حسين اللــه سږ كال يوولسم ټولګي كښې دى او ورپسې خور يې 14 كلنه په نهم ټولګې كښې ده او ورپسې ورور يې 12 كلن اووم ټولګي كښې دى.

پوښتنه: جبارخېل صاحب: كومې دندې دې په رسمي توګه سرته رسولي دي؟

ځواب: 1- په 1337ل.هـ كال كښې، چې د كابل پوهنتون د شرعياتو له پوهنځي فارغ شوم پر نهمې دولتي رتبې د ننګرهار د خوږياڼو د محكمې د لومړي مفتي په توګه وګمارل شوم.

2- په 1339ل.هـ كال كښې پر اتمې رتبې د هلمند ولايت د نوزاد د محكمې قاضي شوم.

3- په 1342ل.هـ كال كښې پر اوومې رتبې د افغانستان د سترې قضايي ټولنې قضايي مفتش شوم.

4- په 1345ل.هـ كال كښې پر شپږمې دولتي رتبې د فارياب ولايت د  شير ين تګاب د محكمې د قاضي چارې راوسپارل شوې.

5- په 1346ل.هـ كال كښې پر پنځمې دولتي رتبې د لوګر د ولايت د ازرې محكمې ته قاضي وټاكل شوم.

6- په 1348ل.هـ كال كښې د فراه ولايت د مرافعې د محكمې قاضي شوم.

7- په 1351ل.هـ كال كښې د قلعه كاه په محكمې كښې قاضي وټاكل شوم.

8- په 1353ل.هـ كال كښې پر څلورمې رتبې د كابل ولايت د سروبي د محكمې قاضي وټاكل شوم.

9- په 1354ل.هـ كال كښې د وردګو او ميدان د ښاري محكمې قاضي شوم.

10- په 1355ل.هـ كال د پكتيا ولايت د ارګون د محكمې د نائب رييس دنده راوسپارل شوه.

11- په 1357ل.هـ كال كښې د سترې محكمې د تميز او جزا د ديوان قاضي شوم.

12- په 1357ل.هـ  كال كښې د كندهار ولايت د عامه حقوقو د ديوان قاضي شوم.

13- په 1358ل.هـ كال كښې پر درېيمې دولتي رتبې د زابل ولايت د محكمې نائب رييس وګڼل شوم.

14- په 1358ل.هـ كال كښې پر دوه يمې دولتي رتبې د ښوونې او روزنې وزارت د عربي دارالعلوم په مدرسه كښې مې له سترې محكمې د استادۍ موافقه واخسته؛ ځكه، چې سترې محكمې مركز ته هغه څوك بدلول، چې خلقي حزب كښې به چا شموليت درلود او بل قضايي اجباري پرېكړې كېدلې او زه دې دواړو ته چمتو نه وم او درېيم دا، چې لــه پخوا د قضا په دنده كښې د رشوت او بدنامۍ پر لامل خوښ نه وم؛ نو د ښوونې او روزنې د وزارت د ديني عالي معلوماتو رياست راسره موافقه وكړه او په دغه وزارت كښې ښوونكى ومنل شوم.

15- په 1359ل.هـ كال كښې د ابو حنيفه په مدرسه كښې استاد شوم.

16- په 1361ل.هـ كال كښې پر لومړۍ دولتي رتبې د ديني مدرسو د عالي رياست مسلكي غړى شوم.

 17- په 1364ل.هـ كال كښې له دولتي رتبې لوړ د تاليف او ترجمې د رياست د ديني علومو د ديپارتمنت مسلكي غړى شوم.

18- په 1365ل.هـ كال كښې د اسلامي علومو د څېړنو په مركز كښې پر مافوق دولتي رتبې او د سرمحقق پر علمي رتبې ومنل شوم.

19- په 1366ل.هـ كال كښې پاكستان ته له هجرت وروسته د مهاجرو په اسلامي پوهنتون كښې د علومو د څېړنو په انجمن كښې مسلكي غړي او استاد ومنل شوم.

20- پر 1369ل.هـ كال په ابدالي پوهنتون كښې دحديثو استاد شوم.

21- پر 1370ل.هـ كال په سيد جماالدين پوهنتون كښې د استادۍ او د شرعياتو د پوهنځي د رييس دندې راوسپارل شوې.

22- په 1371ل.هـ كال كښې د افغان پوهنتون استاد شوم او د اسلامياتو د ديپارتمنت مشري راوسپارل شوه.

23- په 1381ل.هـ كال كښې د خوست پوهنتون، چې افغان پوهنتون هم ورولېږدېدو. د پوهاند پر علمي رتبې د ادارې او سوداګرۍ، د حقوقو او شرعياتو د پوهنځيو د رياستونو چارې راوسپارل شوې.

24- په 1384ل.هـ كال كښې ما ته د ماشومانو د مور (زما مېرمن) د ناروغۍ او د هغې د وفات مصروفيتونه پيدا شول او پر كور منتظر پاتې شوم. دا د خداى بخښلي سيد محمد طاهر بينا لور وه. اللــه تعالى دې دواړه، مونږ او نور ټول مسلمانان وبخښي.

پوښتنه: ستاسو د چاپ شويو اّثارو نومونه كه راته واخلئ ښه به وي؟

ځواب: ډېره ښه ده.

1- جبارخېل تفسر

2- خيرالكلام                

3- دلسمو ټولګيو تفسير

4- د اسلام پنځه بنا

5- روژه                             

6- ميراث نامه

7- توضيح الميراث

8- د اسلام تاريخ

9- د پښتو ادبياتو لومړى ټوك

10- د پښتو ادبياتو دوه يم ټوك

11- اّسانه پښتو

12- سوريه _ ژباړه

13- دغلجايي حصارك فلكور لومړى ټوك

14- د غلجايي حصارك فلكور دوه يم ټوك

15- خطبه

16- جمال نامه

17- اللــه نامه تاريخ اسلام بخش اول د مدرسو (13) ټولګيو لپاره

18- د ابو ريحان البيروني په اّثارو كښې بديعي صنايع

19- د ښځې او نر د مساواتو څېړنه

20- اسلامي سياست، نبوت او سيرت

21- قراّن پوهنه

22- د مجلۍ الاحكام د بيع برخه _ ژباړه

23- 99 فقهي قواعد_ ژباړه

24- دينيات دشپږمو ټولګيو لپاره

25- عربي لنډۍ

26- د حضرت ياد

27- تجويد القراّن عربي او پښتو

28- تجويد القراّن عربي او پارسي.

29- نصاب الاحتساب

30- حج پوهنه

په مجلو او ورځپاڼو كښې مې سلګونه اشعار او مقالې پر بېلا بېلو خواو چاپ شوي دي.

پوښتنه: دا، چې په دولتي چارو كښې ډېر پاتې شوي ياست؛ نو مهرباني وكړئ د رشوت پر اغېزو تاسې څه څرګندونې لرئ؟

ځواب: ډېره مننه: رشوت اخستل، رشوت وركول او يا واسطه كېدل ټول قطعي حرام دي. زه، چې ځان ته ديني عالم او د ديني عالم ځوى وايم هيچا ته نه ښايي، چې داسې بد كار تر سره كړي؛ ځكه، چې لــه خپل نوم، نسب، ږيرې او سپينې پګړۍ دې وشرميږي دا بد كار دې نه كوي. ما د تحصيل له پېله د ديني علم د زده كولو نيت كړاى و، چې د زده كړې فرض مې ادا شي؛ ځكه، چې علم فرض دى، نور مې د دندې، معاش او بل څه نيت نه درلود. له همدې كبلــه كلــه، چې پر رسمي دندې وټاكل شوم؛ ما نه يواځې دا، چې رشوت نه اخسته، بلكې د رشوت سره مې په خپرونو، خطبو او محافلو كښې په تقرير، تحرير او اشارو خپلــه اراده او له رشوت سره مجادلــه څرګنده كړې ده. د رشوت اخستونكي خطاب دومره بد اغېز كوي لكه پر ناموس كنځا كول. دا ځكه، چې سربيره پر حرمت، رشوت د سړي عزت لــه منځه وړي او يا د سړي عزت كموي. دغه راز مړ سترګي پېښوي او د كار كولو جرئت لــه منځه وړي. څوك، چې  غواړي په جګو سترګو او جرائت كار وكړي هغه رشوت نه شي اخستلاى.

رشوت خورو تل توطيې جوړې كړي دي. حتا، چې له كومې منطقې به رشوت خواره تبديليدل؛ نو پټ به تښتېدل، خو خلكو به يې مخه نيولــه او خپلې روپۍ به يې، چې په رشوت كښې يې وركړې وې ورڅخه غوښتلې، خو زه به دوى پسې ګرځېدم راغونډول مې او بخشش به مې ترې غوښته. په دعا او فاتحه به ترې رخصتيدلم. دا ځكه، چې هغوى ته بې رشوته كار تعجبي كړنې ښكارېدلې. له دې لاملــه به يې زما په تبديلۍ خواشيني ښكارولــه، خداى پاماني به يې راسره كولــه تر يوه ځايه به يې مشايعت راسره كولو، له لوړو مقامونو څخه به يې زما د بيا تقرر هيلې كولې او خپلو منطقو كښې به يې زما د اوسيدلو لپاره د ځمكو راكولو، خپلوۍ برابرولو لارې چارې تنظيمولې. بېلګې او بشپړې څرګندونې مې د "ښاد ژوند" په كتاب كښې مطالعه كولاى شئ، چې په كښې لــه رشوت سره د مقابلې اشعار او مقالې راغلي دي. كومې دسيسې به، چې رشوت خورو راته جوړولې او خداى پاك به شنډولې د هغو يادونه هم په كښې شوې، چې زه خداى پاك ژغورلاى او دوى يې پر سزا رسولي دي.

پوښتنه : چاپ او ناچاپ اّثار مو څومره او څنګه خوندي كړي دي؟

ځواب: " قتيل ځوى صاحب : ډېره مننه : په ګران هېواد افغانستان كښې د وروستيو ناخوالو له تېريدنې څخه، خو ښه خبر يې، چې مطبعې وسوځېدې، تحويلخانې ايرې شوې او كورونه كنډواله شول. په دې لړ كښې زما هغه المارۍ، چې په كښې (ښاد عقايْد، مالي عبادات، ښاد ژوند، تاريخ اسلام بخش دوم، د اسلام د تاريخ لومړنۍ برخه، د اسلام د تاريخ دوه يمه برخه، دري ژبه او ادبيات د 13 ټولګيو لپاره، دري ژبه او ادبيات د 14 ټولګيو لپاره) او داسې نور كتابونه، چې يو شمېر يې ټيپ شوي او چاپ ته برابر ول، له منځه لاړل. همدارنګه جبار خېل تفسير چاپ شو، خو د پوښتۍ وركولو په حال كښې د پوهنې په مطبعه كښې وسوځول شو. د غلجايي حصارك فولكلور دوه يم ټوك په دولتي مطبعه كښې حريق شو، د خير الكلام چاپولو مكتوب د حج او اوقافو وزارت ته ليكل شواى و، چې د پوهنې په مطبعه كښې چاپ شي، خو د نشراتو مدير فيض محمدبندي شو او دفتر يې هم وتړل شو، چې له ده پرته يې چا سره پته نه وه او كتاب ورك شو. دغه راز په يو نيم زر مخونو كښې د قراّن مجيد پښتو روانه ژباړه وه، چې هغه هم وركه شوې.

همدارنګه اّسانه پښتو كتاب، چې د عربي د نحوالو اضح د كتابونو پر طريقې د پښتو ژبې او ادبياتو ګرامر په كښې ليكل شواى و، چې د هرې موضوع په سر كښې لومړۍ بېلګې بيا تشريح ورپسې قواعد بيا تمرينونه او وروستنى تمرين به حل و او ځواب يې هم ورسره ليكلى و او هڅه شوې وه، چې د عربي ژبې د صرف او نحو غوندې د پښتو ګرامر هم غني شي. سربيره پر دې د پوهاند رښتين صاحب، اياز او د وزيرمحمد ګل خان لــه ګرامرونو مې د عربي كتابونو لــه صرف او نحوې زياته استفاده كړې وه. د بېلګې په توګه په عربي نحو كښې پنځه مفعوله دي :

1_ مفعول به                     2_ مفعول فيه                 3_ مفعول معه               4_ مفعول مطلق                                   5_ مفعول لاجله.

ما پښتو كښې هم دغه پنځه واړه مفعوله جوړ كړل. مثالونه او تمرينونه مې ورته راواړول. ما په ډاډه زړه خپل كار پر مخ بيوه، ما باور درلود، چې د عربي ژبې غوندې مفرد او جمع، مذكر او موْنث او په داسې نورو اړيكو كښې ورته ورته والى ومومم. يواځې يو مخنس په پښتو كښې نه شته، چې د شتون اړتيا يې ډېره نه معلومېږي. زما دغه كتاب د فراه ولايت د سيستان په اخبار كښې پرله پسې چاپ شواى دى، خو د كتاب په شكل مې، چې راټول كړ او د نسخ پر ليك مې وليكه؛ نو د كابل پوهنتون رياست ډاكټر زرغونې.ز. رښتين ته يې وسپاره، چې تفريظ پرې وليكي. هغې د څو مياشتو لـه كتلو وروسته عجز څرګند كړ او هغه كتاب يې بېرته ماته راوسپاره. بيا مې علومو اكاډمۍ ته وړاندې كړ. هلته ورته د كتنې پلاوى وټاكل شو. هغوى، چې كوم نظر پرې څرګند كړ لنډيز يې داسې و چې: دا د پښتو ژبې او ادبياتو ګرامر دومره پراخه او پرېړ دى، چې تر اوسه چا داسې ګرامر د پښتو ژبې غني كولو ته نه دى ليكلاى.

په هر صورت پښتو اكاډمي وغوښتل، چې دغه كتاب په هغه وخت كښې پر80 زره افغانۍ له ما واخلي، خو دا، چې هغه وخت يو والګا موټر په 120 زره افغانۍ كېده ما د يو موټر د بيعې روپۍ وغوښتې، دوى راسره جوړ نه شول. څه موده الهام صاحب هغه خپل ميز كښې ايښى و، نه يې راكولو د ورك شوي نوم يې پرې كېگښود. په پاى كښې ما خپله جرا ْت وكړ د ده د ميز پر سر كجاوه كښې مې ولټولو هلته مې وموند او ترې راوامې خيست. د اسلامي علومو د څېړنو مركز ته لاړم د هغه د دفتر رييس صديق سيلاني راته وويل: د دې كتاب نوم د پښتو صرف او نحو كېږده او رايې راكړه، چې زه يې درته چاپ كړم. هغه، چې واخيست بيا يې رانه كړ؛ څو، چې وفات شو بيا مې كورته څوك ورواستولو هغوى راته ونه سپارلو او په دې ډول تر ننه ورك شو.

داسې نور كتابونه مې له چاپه راوتلي بازار ته عرضه شوي، خو له بازار څخه اخستل شوي. اوس دوه يم ځل چاپولو ته يوه نسخه هم نه پيدا كيږي.

ما سره يې نمونې وې، خو هغه مهال، چې ماپېښور ته هجرت پېل كړ، ګلم جمانو او دولتي نورو قواو پرې نه ښودم، چې د كور ټول سامان راولېږدوم. كتابونه مې د خپل كور په كوچني كتابتون كښې، چې د كابل د نور محمد شاه مينې د دوه يم سرك د سيد جمال الدين افغان د جومات شاته موقعيت لري، پاتې شول. نور كتابونه زما، چې بيعه به يې درې لكو افغانيو ته رسېدله د اوان ګولۍ پرې ولګېدله او كتابتون يې دړې وړې كړ او كتابونه تر خاورو لاندې شول. زه پېښور كښې وم پوه نه شوم، چې وراسته شول او كه د لاړو او دروازو پر څېر د كور د نورو مالونو غوندې چا وسله وال يو وړل. همسايه  ګانو ويل، چې كوم كسان دې، چې په كور كښې د همسايه په ډول اوسېدل هغوى هره ورځ كراچيو كښې زما د كور سامانونه ويستل او بل ځاى ته يې لېږدول، چې قالينې د خياطۍ ماشينونه يې پر نوم راته ياد كړل،  خو د هغو كسانو په كور هم د اوان ګولۍ يا د الوتكو بمونه ولويدل. دوى او د هغوى مالونه يې داسې تباه كړل، چې يو هم ژوندى پاتې نه شو، څو دا پوښتنه ترې وشي، چې زمونږ د كور سامان او كتابونه مو څه كړل؟

اوس په پيښور كښې، چې كوم كتابونه زما چاپ او يا په قلمي توګه موجود دي او يا مې له پخوانيو چاپ شويو تاليفاتو كوم يو په كابل كښې د باغ عمومي له كتاب خرڅوونكيو څخه ترلاسه كړي ټينګ مې ساتلي، خو د بيا چاپولو توان يې نه لرم منتظر يم، چې څه به كېږي.، الله تعالى دې خير پېښ كړي ماته او ټولو مسلمانانو ته د خير او نيكۍ پر هيلې.

پوښتنه : پوهاند صاحب! ځينې ليكوال د شاعر عقيده د هغه د شعري تخيلاتو څخه معلوموي.

لكه د تصوفي اشعارو شاعر صوفي او د رزمي اشعارو مجاهد او پهلوان، د حماسي اشعارو شاعر سياسي او د عشقي اشعارو شاعر عاشق بولي. تر كومې كچې دغه هيله له واقعيت سره مطابقت لرلاى شي؟

ځواب : محترم قتيل ځوى صاحب!

يوه عربي مقوله ده، چې "معنى الشعر فى بطن الشاعر" د شعر معنا او مقصد له شاعر سره وي. د هغه په زړه او دماغ كښې، چې څه وي له تصوري حالت څخه يې لفظي حال ته راويستل د شاعر د شعري او نثري استعداد پر قوت او ضعف، ارادي او نه ارادي څرګندونو پورې اړه لري. كيداى شي شاعر د يو مقصد تصور كړاى وي، خو په شعر كښې د هغه مقصد لپاره داسې الفاظ راوړي، چې نور څوك ترې هغه مقصد نه شي موندلاى. هغه پر دې، چې يا يې خوښه نه وي، چې په صراحت هغه ذهني تصور په توريو كښې څرګند كړي او يا د هغه مقصد لپاره ګډې دوه معنايي كلمې راوړي يا څو جهته معنا ولري او د ده مقصد ته په كښې د پټولو، تېښتې او ژغورولو لاره پاتې شي او يا د اظهار مافى الضمير استعداد يې ضعيف وي، پر زړه يې يو څه او پر خوله يې بل څه راشي او يا يې د الفاظو حقيقي معنا يو ډول وي او مجازي معنا بل شان وركوي. دا د شاعرۍ هنرونه دي او په دغو هنرونو كښې شاعر هر ډول سياسي او فطري حالات په داسې كلمو او توريو كښې راولي، چې څوك يې په يوه معنا ونيسي، دى ورته ځواب كښې د هغې كلمې بله معنا وړاندې كوي او ځان ته پرې برائت حاصلولاى شي. داسې هم كيداى شي، چې ديوې كلمې پر ځاى د بلې كلمې دعوا وكړي. لكه د (اضاعت) كلمه، چې د ضايع كېدلو معنا لري او شاعر يې په داسې ځاى كښې كاروي، چې د يوې نجلۍ په غاړه كښې امېل را پر زړه كړي.

لكه دا امېل د دې نجلۍ په غاړه كښې ضايع شوى دى مراد يې د نجلۍ غندنه وي؛ خو، چې ورڅخه پوښتنه شوې، چې دا ولې؟

ده د ځان د خلاصون لپاره ورته ويلي، چې ما (اضاءت) ويلاى دى. يعنې دا نجلۍ پرې رڼا او ښكلې شوې ده. په هر صورت په دې برخه كښې زما په شعرونو كښې هاند شواى، چې شريعت سره سم وي او له شريعت څخه مخالفت په كښې نه وي. كوم اشعار، چې په كښې ښكلا او مينه يا داسې نور څه، چې خلك يې عشقي بولي داسې څه راغلي دي، چې زما منظور تصوري څېرې دي او يا مې په نظر كښې خپلې شرعي منكوحې وي او يا زما د خپل ذهن د شعري ازموينې لپاره څرګندونې دي، چې اّيا زه هم (سترګې، شونډې او غاړه) ستايلي شم كه نه؟

يا دا، چې د پېغلتوب بشره له داسې نوې مشبه به سره، چې بل شاعر نه وي كړي تشبيه كولاى شم كه نه ؟

دا ډول اشعار لكه، چې تاسې ورته اشاره وكړه زما په اشعارو كښې هم ليدل كېږي، خو مقصد ورڅخه د نفس، هوا او هوس د اسونو ځغلونه نه ده. لكه، چې د هر شعر لـه لوستلو او پر هغې له غور كولو څخه دغه مطلب په څرګند ډول معلومېږي. لكه:

سترګې

چې سترګې مې له سترګو سره ستا وجنګېدې

يخچال كه منځ كښې نه واى خامخا به سوځېدې

پېغلتوب

بشره د پېغلتوب په دې نړۍ مزه لري

نازك مرغرب مزاجه ګلالۍ مزه لري

نشان د پېغلتوب ما د مرغۍ په څېر ليدلى

خال، سر، وروځې وزر، پوزه، لكۍ مزه لري

ماشين په څېر ده پېغله جبار خېله فكر وكړه

ولاړه څه پكار حركتۍ مزه لري

 

اى تلې

ستا تللو ته حيران يم په تللو كښې اى تلې

درانه دې كړل راكښته سپك دې بوتله پورته ولې

 

او داسې نور.

پوښتنه: پوهاند ښاد جبارخېل صاحب: د شعر ويلو په برخه كښې د سېلابونو، عروضي بحرونو او قافيو په هكله څه نظر لرئ او په دې برخه كښې تاسې څه كړي او كه نه ؟

ځواب: ډېره مننه! زه د شعر ويلو پر وخت پښتو وي كه پارسي يا عربي سېلابونه د وزن لپاره او قافيې د ښكلا لپاره كاروم. تر اوسه نه يم قانع شواى، چې مسجع نثر ته شعر ووايم، چې ځينې ورته نوى يا اّزاد شعر وايي. زه دا سې فكر كوم، چې څوك د شعر ويلو شوق لري او د ويلو استعداد يې نه لري؛ نو مسجع نثر ته ورته جملې وليكي او نوى شعر يې وبولي، چې په ترنم او موسيقۍ كښې برابرېږي، خو نه د شعر خصوصيات لري او نه د تعريف د قيوداتو په قالب كښې سمون لري. پر زور خپل نثر پر خلكو د شعر پر نوم تحميلوي او بس. په دغه ډول ليكنو كښې ښه ښه مطالب او مقاصد هم ځاى شوي وي او هنري ښكلا هم لري، چې د قافيې لرونكي شعر پر پرتله اغېز هم لرلاى شي، خو مقفه شعر، شعر وي او هغه، چې ( اّزاد شعر) ګڼل كېږي خپله له نوم څخه معلومېږي، چې له قافيې څخه اّزاد دى، خو شعر نه، بلكې موْثر نثر دى او مجازاً ورته د (شعر) لفظ كارول شواى، چې د اشتراك وجه يې صرف اغېز اچول پر زړونو دى او بس. د شعر جوړونه چې د خليل او اشموني پر بحرونو برابر ويل شوي وي، شعرونه په دغو بحرونو تقطيع كېږي. دلته د دغو ټولو بحرونو يادول او حفظ كول د هر چا د طاقت كار نه دى. دغه عمل شعر وينه او شاعر كېدنه كښې ستونځې پېښوي. له دې لامله پخوانى سيستم، چې (د مصرې اّوازونه پر اعدادو (1.2.3?) شمېرل كېدل اّسانه كار و. اوس زه دغه طريقه ښه غوره او اّسانه بولم.

د هرې ژبې شعر عربي وي كه پښتو يا پارسي ويل يې د ژبې د همدې اّواز شمېرنې پر طريقه اّسانه كېږي او د عروضي بحرونو د تطبيقونې ستونځې پرې له منځه ځي. ما د دې لپاره، چې د عروضي بحرونو په جوړونه كښې لاس ولرم يو عربي شعر مې په داسې انداز كښې جوړ كړ، چې تراوسه په عربي ژبه كښې پر دغه وزن او قافيه وجود نه درلود؛ نو نوى بحر مې هم ورته جوړ كړ. د شعر نوم مې ورته غوره كړ (القصيرۍ) او د بحر نوم مې ورته (البحر القصير) كېښود.

د دې كار لپاره مې فكر وكړ، چې (ټپې يا لنډۍ)

د پښتو ژبې ځــ