تاريخي سوالونه اوځوابونه-مرکه |
قدرت الله حداد ((فرهاد ))
دين پراخه مفهوم دى
ناموس د هرچا خوښ دى
اوخپلواكي هرڅوك غواړي
درنو لوستونکيو !
ق.حداد فرهاد دحاجي احمد خان زوي د ولي محمد خان نمسى ، د ملا محمد كړوسى، دټټرخان كودى او د فرهاد خان كوسى دى ،چې نيكونه يې د لوګر ولايت په څرخ كښي اوسيدل. كله ،چې د امير عبدالرحمن خان او ولي محمد خان تر منځ خپګان راغى؛نو ولي محمد خان ميدان ته را وليږديدو.
حداد فرهاد دمور له خوا د مكناټن د وژونكي رجب خان نمسى دى - خليل الله قتيل زوى
يوه يادونه :
ډېره موده په دې فكر كښې وم ،چې پر هغوسوالونو پوه شم كوم ، چې افغان نويو ځوانانو سره دي .
داسوالونه دافغان تاريخ په برخه كښې دي اوداكار خليل الله قتيل زوى ترسره كړو اوسوالونه يې مطرح كړل - ق حداد فرهاد
زما دژوند او هلوځلو په باب ، لنډ ځواب يې داسې دى :
.د 1310 لمريز كال دتلې پرلسمه دكابل داّ هنګريو دكوڅې په خپل كور كښې ځېږېدلى يم . د اهنګريو په نوم هغه مهال دبالاحصار په خواكښې يوه كوڅه وه. حقيقت دادى، چې دامپراتور تيمور شاه
( 1151 لمريز_1872 ع ) په زمانه كښې دلته ددولت اّهنګرخانه وه . زمونږ كورته نژدې، لاهورۍ دروازه د لاهور اوكابل ترمنځ يوتجارتي مركز و . دغه وخت دبالاحصار شاوخوا ډنډوبى و او هلته مې دهغو افغانانو هډونه او كوپړۍ ليدلي، چې سر په سراچول شوي وه . دا د افغان، انګليس لــه دوه يمې جګړې را پاتې هډونه ول. ډنډوبي ته دخاورو لــه تويېدو داهډونه اوككرې راوتلې وې .
زما كار دانيس لــه جريدې پيل گ شوى . دغه وخت شاه محمود خان صدراعظم و . دا 1330 لمريز كال و ، دفتر ته به شاعران اوليكوالان راتلل . ملنګ جان به هم راتلو . ما لس كالــه د نجات ښوونځى لوستلى دى ، لومړى مې همدلته كار كاوه. وروسته د پامير جريدې ته لاړمه اوبيا داقتصاد د جريدې مرستيال شوم . كلــه ، چې محمد داود صدراعظم شو گ څلور كالــه مې دژورناليزم كورس ولوست اودرحمان بابالومړۍ جايزه مې ترلاسه كړه . دغه راز دسرې مياشتې د تبليغاتو مدير هم وم . په 1340 لمريز ايران ته لاړم ، هلته مې دتهران ، اصفهان اوشېراز موزيمونه وكتل .
دايران (( قزوين )) كښې زلزلــه شوې وه . دافغان سرې مياشتې
لــه خوا مو دوه الوتكې مال اودرمل ، پنځه ويشت زره ډالره نغدې مرستې دايران زلزلې ځپليو ته يووړې .
يو وخت راته دافكر پيداشو، چې يو شمېر ځوانانو ته
د پښتو دتدريس اوزده كړې ضرورت دى . مامورينو اوښوونځيو كښې مې اووه لس كالــه دكار په څنګ كښې د پښتو ژبې تدريس هم كړى .
په 1345 لمريز كال كښې د ((افغان ملت )) دجريدې مسـوول مدير شوم . دوه يمه مطبوعاتي هنري جائزه مې هم واخيسته . دا اخبار دوه پلا مصادره شوى او زه محكمې ته استول شوى يم .
د كمونستي حكومت پرمهال اته لس مياشتې بندي وم . اووه كالــه پېښور كښې وم بيا ورو ورو كلونه تېرېدل امريكې ته راغلم .
د ملګرو ملتولــه خوا په يوه پاڼه كښې راته وليكل شول ، چې كابل كښې بندي و او دلته تعقيب لاندې دى . په همدغه حال څلور اويا كلوته وختم خدى تعالى دې خير پېښ كړي ( اّمين) .
په 1340 لمريز كښې مې، چې ايران ته دافغان سرې مياشتې مرستې وړې وې ، هلته مې ليكوال علي دشتي اوشاعر رهي مغيري سره بحثونه وكړل . دا بحثونه د پښتو ژبې پر باب ول .
په 1350 لمريز كښې دبنګلــه دېش بين المللي كنفرانس ته لاړم ، چې هلته سولــه راشي اوپه كلكتې كښې مې دمهاجرو لــه كمپونو څخه ليدنه كړې ده .
په 1360 لمريز كښې پېښورته راغلم اوپخپلــه راشن ته كښېناستم . داوې لنډې هلې ځلې .
د پښتنو دتاريخي او جغرافيوي موجوديت لــه مخې فكر كېداى شي، چې پرمونږ لومړنى يرغل لــه غربي اړخه اوبيا اوسني ايران يا پخواني پارس كړى . دپارس د"ميډيا" او"ماد" د تشكيلاتو اوبيا وروسته د هخامنشيانو د پيداكېدو اوپر افغان ټاټوبي ددوى ديرغل په هكلــه معلومات .
په نړى كښې نامتو تاريخ ليكوال فكر كوم يو جرمنى شپنګلر
او بل اّرنولد تاين بي انګليس دي . دواړه ډېر غټ تاريخونه لري ، چې هر يو يې پنځلس زره مخه لري . هغوى وايي :
مدنيت لــه افغانستان څخه پل شوى بيا لويديځ اوجنوب ته رسېدلاى . سور،دسيند سيمه يا اباسين ، امو ، باكتر او هير مند دساكو سيمه ده نوموړي دلويديځ مدنيتونه درې همدغو درې مدنيتونو دوام بولي .
لكه څنګه چې هغه درې مدنيته لــه مينځه تللي دلويديځ مدنيت هم لــه مينځه تلونكى دى. (( مادي )) ، (( پارت)) ، (( هخامنشي ))، ((ساسان)) ((متاني )) ، ((اور)) ، ((كاسي)) ، ((هاتيك)) ، ((سومري )) ټول هماغه يو سرلري . ((ژبه )) ، (( هڅوب )) ( فرهنګ) او (( اّري )) يو دي .
د هيرودت دتاريخ لــه مخې ((پاكتين )) په شمال اوجنوب كښې يو خلك دي . پاكتيسيا Pocticia يو هـېواد بولي ( Pactic Country ) اود ساكو هـېواد ته Scythia سكيتيا وايي .
د اريوش، چې ددوى هـېواد ته راغى ووژل شو.كوروش هم دلته ماته وخوړه .
دريم دساسانيانو پادشاه فيروز يفتليانو وواژه.
باكتر ، سكيتيا ، پاكتيسيا، ټول تاريخ كښې خپلواك وه . كه ځينو يې ځينې سوغاتونه لېږل هغه په ښو اړيكو كښې وه .
د افغانستان په تاريخ كښې روښانه دورې ډېرې دي. غليمان، چې
(( هند او اروپا يې )) وايي داغلطه خبره ده ، ځكه هند هند دى او اروپا اروپا ده . دهند او اروپا ترمينځ ډېره پراخه ځمكه پاتې كېږي . زمونږ ليكوال همدغه غلطه اصطلاح ليكي .
هخامنشيانو يرغلونه كړي ، خو مات شوي هم دي . هيرودت په خپل تاريخ كښې ددغو جګړو يادونه كړې او بشپړ تفصيل يې ليكلى دى .
دنړۍ لرغونى فيلسوف زردښت دى او هغه سوري و اوپه بلخ يا باكتر كښې اوسېدلى . غرغښت اوزردښت سره نژدې او كېداى شي يو وي .
اويستا او ويدا د ده دزمانې دي ، چې تراوسه يوڅه شته او پاتې دي
پښتانه تل وه اوشته .
د پښتنو تاريخ تردې لرغونى دى، چې مونږ فكر كوو. كه دپښتنو تاريخ په ځېر وكتل شي ضرور لــه يوه ځايه را پورته كېږي . دساري پر توګې په اوسني افغانستان كښې پښتنو لــه دولسمې پېړۍ څخه ترشپاړسمې پېړۍ پورې اقتدار نه درلود . په همدغه مهال غوريان
غلځيان ، لوديان اوسوريان په هندكښې پادشاهان وه .
كاسيانو شپږ پېړۍ لــه ميلاده مخكې په بابل كښې پادشاهي كړې ده. لــه اتلسمې پېړۍ اوسنۍ تركيې كښې هوتكو او لوديانو پادشاهي كړې ده . په اته لسمې پېړۍ اوسنۍ توركيې كښې هوتكو او لوديانو پادشاهي كښې ده . په اته لسمې پېړۍ كښې اّزاد خان ان په اّذربايجان اوسرخاني خان په داغستان كښې پادشاهان وه .
اّزاد خان په اصفهان كښې داّزاد شاه په نامه سكه ووهلــه .
د هغه دسكې سجع :
تـاكـــه اّزاد درجـــهان اســت
صاحــب سكـه زمــان اســت
( داصفهان موزيم )
پښتانه لكه اوس، چې خراب دي داسې هيڅكلــه نه ول .
د پښتنو حكومت د ميرويس نېكه پر لارښوونې جوړشو ، خو ولې لــه سياسي بحران سره مخامخ شو ؟
لــه دولسمگې پېړۍ تر شپاړسمې پېړۍ بيا تراووه لسمې پېړۍ پورې افغانستان په تاريخي اطلسونو كښې نه ليدل كېږي ، د اووه لسمې پېړۍ په دوه يمه نيمايي كښې يو ځاى په نقشه كښې ښكاري ، لاندې يې ليكلي كندهار بيا يې ليكلي دلته دهند مغلي دولت او دايران صفوي دولت هڅه كوي، چې لــه ځان سره يې يو ځاى كړي اوكلــه
ديو لاس اوكلــه د بل لاس ته ورځي .
په 1709 ع ميرويس نېكه دغه كرښې ليرې كړې . خپلواكي يې اعلان كړه . مخكې لــه دې څخه دختيځ افغانستان پښتنو دهند مغلي دولت كمزورى كړى و . د 1722 ع كال د اكتوبر په مياشت كښې اعليحضرت فاتح شاه محمود هوتك اصفهان ته ننوت . اصفهان ته نژدې په هزارجريب كښې د هاليند ، انګلستان ، ډنمارك ، پرتګال اوفرانسې تجارتي استازي ولاړ وه، چې د بريالي شاه محمود هوتك هركلى وكړي . كلــه، چې افغان پادشاه ددوى لــه مخې تېرېده، دغو اروپايانو خپلې خولۍ لــه سره ايسته كړې ، سرونه يې ټيټ كړل او اعليحضرت شاه محمود ته يې تعظيم وكړ . اعليحضرت شاه محمود هوتك اروپايان دلومړي ځل لــه پاره وليدل . بحران دا و، چې دغو
هر اروپايي دولت غوښتل دايران يوه برخه ونيسي. په روسيې ، تركيې او ايران كښې يې ډېرې ځمكې نيولې وې ؛ځكه نو دغو ټولو هېوادو دافغانانو مخه نيولــه ، تبليغات يې كول ، خلك يې لمسول ، پوځي مشاوران يې لېږل ، توپونه يې وركول اودايران خلك يې شرابو اوفحشاو ته هڅول .
دايران عام خلك، چې مسلمانان ول ، د اعليحضرت شاه محمود او اعليحضرت شاه اشرف پلويان وه اوكه داسې نه واى شاه محمود هوتك سره لــه شپاړسو زرو ډېر عسكر نه ول . دې نه ډېر عسكر د ايران په
هر ولايت كښې ول، او لويه امپراتوري وه ؛ نو اعليحضرت شاه محمود افغان يو منظم تبليعاتي جوړښت درلوده ، چې ټول ايران د ده پر ايمان خبر ول ، ددغو ټولو مسايلو اسناد راسره شته او په خپل ځانګړي اّرشيف كښې راسره خوندي دي .
كوم بحران، چې په اته لسمه پېړۍ كښې افغانانو ته په ايران كښې
پېښ و، په يوويشتمې پېړۍ كښې ، لكه افغانستان ورسره مخ شو
چې مونږ هغه بحران نه و مطالعه كړى سخت په غفلت كښې يو
اروپايي كولتور مو خوښ كړ او د هغوى وحشت مو مدنيت وبالــه .
اعليحضرت شاه اشرف 1729ع نادر افشار سره په جګړه كښې و
د هرات لــه ابداليانو يې مرسته وغوښته ، هغوى مرسته ونه كړه
د ابدالي اوغلځي خبره وه . په كندهاركښې غلځيانو مرسته ونه كړه
خو كلــه، چې نادر افشار شاه اشرف مات كړ، لومړى يې د هرات ابداليان وغورځول ، بيا يې د كندهار غلځيان لــه واكه لرې كړل .
دا يوداسې سبق و، چې بويه زده كړى مو واى .
نن كه په هلمند اوزابل كښې د حكومتي عسكرو اوطالبانو جګړه وي دواړو خواوته پښتانه وژل كېږي . په دې توپير، چې يو به يې
ابدالي وي او بل غلځى . په اته لسمه پېړۍ كښې يعنې دهوتكو پر مهال تركيې ، روسيې اواروپايانو ټولو ماته وخوړه .
په دې كښې داعليحضرت شاه اشرف عسكر او جنګي سامان لږ شو . كه پښتانه پوهېدلي واى او پر راتلونكيو حالاتو پوهېداى ، شاه اشرف سره به درېدلي واى ، لږ هوښياري اولږ مېړانه په كاروه ، نه به دغه وخت بحران رامنځته شوى واى او نه به پر سياسي بحران تردې دمه اخته پاتې واى .
احمدشاه بابا ولې بريالى نه شو ، چې په خپل وخت كښې د پښتنو دفرهنګي شتون جنډه پورته كړي ؟ په داسې حال كښې، چې په اّسيا كښې يې حاكميت منل شوى و. پارسي ژبه او پښتانه يعنې څه ؟
اعليحضرت احمد شاه بابا يو پښتني دولت په افغان اصولو جوړ كړ . دى عادل ، عالم او زړور سړى و . د احمدشاه بابا هر څه پښتني وه ، په پښتو ژبې يې ديوان و ، ښه شاعر او اديب هم و.
پښتو ژبه د ده په مهال كښې دملي هويت برخه نه وه . دغگې ستونځې هغه وخت په نولسمه پېړۍ كښې زور واخست ؛ ځكه، چې اروپايي هېوادو كښې د ژبې موضوع د ملي هويت برخه شوه. اروپايي هېوادو په اّسيا ، افريقا او امريكا كښې سيمې ونيولې او هر يو خپلــه ژبه
(( انګليسي ، فرانسوي ، اسپانوي ، جرمني ، ډنماركي ، هالنډي اوپرتګالي )). اوس په كاناډا كښې انګليسي اوفرانسوي ژبې دود دي . د امريكې د متحده ايالاتو ژبه انګليسي ده . جنوبي امريكې كښې ډېره اسپانوي ويل كېږي . افريقا كښې هم داسې ده . اّسياكښې ډېره پارسي وه . لكه په ماورالنهر ، تركيه، ايران، هندوستان اوافغانستان كښې
خو كلــه، چې ژبه د ملي هويت څنډه شوه ، هند كښې هندي
تركيې كښې تركي ازبكي ، تركمني ... يواځې افغانستان كښې
داسې ونه شول .
كلــه، چې ايران پارسي خپلــه ژبه كړه ، پر افغانستان محمد ظاهر خان پاچا و. وزير محمدګل خان مومند بابا همداويل، چې د افغانستان رسمي ژبه دې هم پښتو شي . داوخت وويل شول، چې لومړى دې مامورينو ته پښتو وښودل شي او ښوونكي دې برابرشي . بيا دې پښتو رسمي شي . تراوسه دې ته پاملرنه ونه شوه . كمونستانو د پښتو تدريس يو تبعيض وبالــه ، هغه يې لــه تدريسي نصابه وويستلــه .
د ژبې موضوع زمونږ د عصر څنډه ده . دا زمونږ كار دى .
داحمدشاه بابا پر مهال دې خبرې دغه اهميت، چې اوس يې لري نه درلود .
پارسي ژبه او پښتانه :
پارسي ژبه او دغه اصطلاح په اسلامي دوره كښې پيدا شوې ده ، پښتو ژبه
تر پارسۍ لرغونې ده .
پارسي كه لــه پارس نه وبولو ، چې هغه د ايران جنوبي برخه ده. نو دغه اصطلاح لــه دې پېدا شوې ده ، چې حضرت سليمان پارس د پارس و.
پر كومې ژبې ، چې ده خبرې كولې، عربو، هغه پارسي وبللــه .
پښتنو ? پارسي د حضرت سليمان پارس په خاطر ، چې صحابي و ، ښه وبللــه چې د يو اصحاب په ژبه خبرې وكړي ، ډېر پښتانه مشران پارسي اشعار لري خوشحال خان ، احمد شاه بابا ، رحمان بابا په پارسي ادب پوه ول او سم پرې پوهېده .
مخكي مو وويل : چې پارسي ديوې اسلامي عقيدې لــه مخې په ماورالنهر هند او استانبول كښې رسمي ژبه وه. په افغانستان كښې د عربي پر ځاى راغلــه او كنه د لته به ژبه عربي شوې وه ، لكه په مصر، سوريه
او عراق كښې .
د پارسي ژبې ډېر لوى شاعران لكه فرخي، سيستاني او خاقاني پښتانه دي .
اوس خبره د ملي هويت او د فرهنګي تېري د مخنيوي ده . د ايران د كولتوري ښكېلاك مخنيوى دا د هر افغان كار دى كه څه هم ، چې پر ټكي پښتو ونه پوهيږي. زمونږ د تاجكستان سره ژبنۍ پولــه ، همدغه پښتو ده ، چې ملي
استقلال او ملي هويت ساتي او ددوى تر منځ زمونږ د فرهنګي پولې
استازيتوب كوي ، پخوا دې تا د چا پام نه و .
پارسي ژبې ديوه مبارك شخصيت لــه كبلــه اعتبار درلود ، هر مسلمان داسلام د مشرانو لاره خوښوي ، خو لــه دې عقيدې نه ايران سياسي ګټه پورته كړه او افغانستان د فاعي حالت غوره نه كړ ،كه پښتو يې ملي او رسمي ژبه نه كړه او دا اړتيا يې احساس كړې واي ، چې پښتو ژبه منل
يو ضرورت دى، نه كوم تعصب .
د كولتوري خپلواكۍ د ساتلو لــه پاره خوشحال خان هم غږ پورته كړى ، چې پر پارسي مې هم اشعار ويلي او پر پښتو هم ، دادى غږېږم . پښتو د مدنيت ژبه ده ، هر څوك ، چې پر پښتو پوهېږي، په تاريخ كښې پر مسايلو پوهېدلاى شي؛ ځكه پښتو سره پښتونولي هم ساتل شوې ده .
د پارسي ژبې لپاره پښتنو پادشاهانو ډېر څه كړي او ليكلي دي ، پارسي ژبه په ساكستان ( سيستان) كښې و ځيږېدلــه او په غزني كښې يې وده وكړه.
لــه دې بحث څخه مطلب دادى ، چې ژبه وروسته د ملي هويت برخه شوې
د پښتو د پاللو چارې زمونږ د وخت دي .
د شاه زمان پادشاهي ولې لــه سياسي بحران سره مخ شوه ؟
كه پر كورني بحران يې رڼا واچول شي .
د افغانستان د پادشاهانو ميرمنې د بېلابېلو قومي مشرانو لــه كورنيو څخه وې ، چې په لومړي سركښې د دولت د ټينګېدو لــه پاره داكار، چې وروسته د بحران لامل شو. كلــه، چې امپراتور تيمور شاه مړشو، نو دده ځوى شاه زمان په كابل كښې د سلطنت چارې پر مخ بيولې. همدغه مهال د تيمور شاه زامنو هر يو په يوه دليل ځان د پادشاهۍ وړ بالــه .
شاه زمان كه څه هم كشر و ، خو وړ سړى و ، خو دده بل ورور شاه محمود سدوزى د وزير فتح خان د خور ځوى و او همايون تر ده مشر و . لــه پاچا ورسته د لوى وزير مقام و ، پر هغه هم ډېرې خبرې وې، د شاه زمان لوي وزير رحمت اللــه خان ، چې د وفادار خان لقب يې درلود. حقيقت كښې سردار پاينده خان ددغه مقام وړ سړى و ، چې لوى وزيرنه شو. دمقام غوښتنې د نيمګړتياو په پايله كښې كورني لوى بحران وده وكړه .
كلــه، چې اعليحضرت شاه زمان وغوښتل هند ته لښكري سفر تر سره كړي انګليسانو وويل ، چې د شاه زمان مخه پر كورني نفاق نيول كېږي.
كه دا نه وي شاه زمان پر يواځې ځان انګليسان لــه هنده ايستلاى شي .
1800 ع كال څخه وروسته انګليسانو بل مهم ګام پورته كړ او لــه ايران سره يې يو تړون لاسليك كړ، چې د هغه تړون مهمه ماده دا وه :
" كه شاه زمان د ايران پر لوري وخوځېږي ، انګليسان به د افغانستان
پر ختيځو ولايا تو بريد وكړي ، كه چېرې شاه زمان د هند پر لوري بريد وكړي
ايران به پر لويديځو ولاياتو بريد كوي ".
په داسي حالاتو كښې افغانستان سم تر دروند دباو لاندې راغى ، شاه زمان
د لاهور او مشهد تر منځه پر منډو ستړى شو، وزير فتح خان او د هغه
د لاس اّلــه شاه محمود سدوزي دوه پلا پادشاهي و نيولــه او د شاه زمان سترګې يې ور ړندې كړې .
وزير فتح خان په داسي مهال كښې ، چې لس روپۍ د يو عسكر تنخوا وه
اته ميليونه روپۍ يې پر دغو وران كاريو ولګولې. لكه اوس ، چې ميلياردونه ډالره ولګېدل، ترڅو طالبان ووهل شي ، كه تاريخي مطالعه ډېره نه شي
د افغانستان جوړېدل تر ډېر مهالــه نه شي كيداى ؛ ځكه ، چې كورنيو اختلافاتو كركې، جنګ او وحشت ته وده وركړې ده .
په افغان ملي تاريخ كښې محمد زييان څه مقام لري
سردار وزير محمد اكبر خان څنګه سړي و او څه يې كړي دي ؟
محمد زييان لــه سدوزيانو وروسته پاچاهان شول ، ددوى هڅو دراني امپراتوري پاى ته ورسوله. دپاينده خان ځوي وزير فتح خان وزير باتدبير نه و امير دوست محمد خان امير كبير نه و او نه هم امير عبدالرحمن خان سياست پوه و سردار محمد اكبر خان يو زړور سړى و ، خو يواځنى هدف يې د خپل پلار دوست محمد خان خلاصول او پادشاه كول ول . دى د شاه شجاع د ځوي فتح جنګ وزير و . پلار يې هغه څوك و ، چې د افغان توره يې انګليسي تورې بدلــه كړې. لــه همدې ورځې د افغانستان ځمكه او خلك د انګريزانو لپاره ستر عذاب شو.
د احمد شاه بابا اصول محمد زيو پرېښودل اوملي شعور په كښې ورك شو
چې سردار وزير محمد اكبر خان هم لــه دې شعوره بې برخې و ، نه ده مكناټن وژلاى او نه يې هري سنګهـ وژلي دى . مكناټن د رجب خان غازي پر لاس وژل شوى او د انګليس اته لس زره عسكر خلكو وژلي او ده ورته په ژړا
ځان وژلاى دى .
كلــه ، چې انګريزانو د غچ اخيستنې لپاره د جنرال پالك پر مشرۍ لښكر راولېږلو ، نو سردار اكبر خان بې لــه مقاومته پر شا لاړ او باميانو كښې يې واړول اوانګريزانو عام قتلونه تر سره كړه .
د ملي تاريخ په لټه كښې سرداران كوم اعتبار نه لري او د دوى په واكمنۍ ملي تاريخي ترننه روښانه شوى نه دى. كومې تاريخي پاڼې ، چې روښانه دي په ډېر افسوس بايد وليكم، چې ددې پاڼو سمول هم ډېر كار او ستر
زغم غواړي .
افغانتسان په نونسمه پېړۍ كښې ، چې يو محافظه كار وزير ليكلى ((افغانستان در مسير تاريخ )) ډېر حقايق بربنډ كړل او (( افغانستان در پنج قرن اخير )) هم ډېر څه ليكلي ، خو بيا هم د سردارانو په هكلــه واقعيتونه څنګه ، چې په كار دي نه دي ويل شوي .
په 1814 ع وزير فتح خان شاه شجاع ونيوه. او رنجيت سنګه ته يې وسپاره چې د وزير با تدبير نوم يې وګټلو ، دغه راز د فيروزالدين سدوزي د ښځې
د جواهراتو غل په دې تاريخونو كښې د امير كبير او امير بې نظير
پر نومو ياد شوى دي .
د محمدزى پاچاهانو او سردارانو په ملي تاريخ كښې كوم مثبت عمل نه ليدل كېږي ، دوى پر ملي خيانت، ايران ته پر پناه وړلو انګريز ته د ګټلي ميدان په تسليمولو او فرمان وړلو كښې تر ننه پورې پوره مهارت لري.
په 18 دسپتمبر كال 1840ع كښې امير دوست محمد د سردار اكبر خان پلار په دواړو لاسونو په بالاحصار كښې مكناټن ته د افغان غيرت توره تسليم كړې او پر لوڅ سر او لوڅو پښو ورته په زنګون شوى دى. په افغان ملي تاريخ كښې دغه راز تسليمي هيڅ بخښنه نه لري .
د سردار اكبر خان هڅه او هاند دا و، چې همدغه پلار راولي او پاچا يې كړي
په افغان ملي تاريخ كښې سردارانو د پير روښان ، خوشحال خان ، ميرويس نيكه اواحمد شاه بابا اصول پريښي او ددغو تېروتنو لړۍ
تر امير عبدالرحمن خان ، حبيب اللــه خان ، امان اللــه خان، نادر خان او ظاهرخان پورې رارسيدلې او دا يو هم د وياړ وړ نه ګڼل كېږي . زما پر اند
د تاريخ ګټه داده ، چې تېر هېر نه شي او د ناخوالو دبيا راتلو مخه ونيول شي.
د سيد جمال الدين افغان پر پروګرام څه واياست او د امير شېر علي خان
د ملي حاكمت بحران ولې رامنځته شو. دا د روس او انګليس لوبه وه او كه په هېواد كښې د مېشتو اقليتونو د تاو تريخوالي غرضي اړيكې ؟
مطلب دا ، چې د افغان خيالاتو څه ارزښت پاتې شوى دى ؟
لومړى سيد جمال الدين افغان و ، په دې كښې هيڅ شك نشته .
دا، چې ايراني ليكوالو هغه ايراني بالــه او افغان ليكوالو افغان دا خبره پايناب كښي د ايران د تهران د پوهتون په يوې خپرونې كښې غوڅه شوه ، چې سيد جمال الدين افغان لكه سپوږمۍ ده ، چې لــه ختيځه ( افغانستان ) څخه پورته شوه اولوديځ كښې روښانه شوه ؛ نو د ټولو دى. په دغه خپرونه كښې د سيد جمال الدين پر خپل ليكاڼي ( قلم) ليكل ، ليكل شوې دغه جمله
د فوتو كاپۍ پر بڼې چاپ شوې او هغه دغه عربي جملــه ده :
" مـن سكنه كابل من اهالى الافغان
السيد جمال الدين من سادات كنر "
دغه مطلب په عروه الوثقى كښې پر كال 1890 ع كښې خپور شوى.
پر همدې پرېكړه وشوې، چې نور بحث ته اړتيا نه لري .
امير دوست محمد خان ، چې كوم تړون لــه انګليسانو سره لاسليك كړى و
په هغې كښې راغلي وه ، چې د انګليس د ښمن د افغانستان دښمن دى او
د انګليس دوست د افغانستان دوست دى .
0كلــه ، چې امېر شير علي خان هند ته لاړ، لــه انګليسانو نه يې وغوښتل چې دغه جملــه يا ماده دې داسې تعديل كړي : د انګليس دښمن
د افغانستان او انګليستان دښمن او د انګليس دوست د افغانستان او انګليس دوست دى ، انګليسانو دغه تعديل ، چې لږ تر پخوانۍ مادې
ښه و، ونه منلو .
امېر شېر علي خان لــه انګليسانو خواشينى شو ، روسي سفير ده ته راغى
امېر شېر علي خان پر دې هم خواشينى و ، چې انګليسانو د افغانستان
د سيستان يوه برخه ايران ته وركړه .
انګليسانو د هغه په بدل كښې شېر علي خان ته اته لس لكه روپۍ وركړې
د سيد جمال الدين شته والى او د هغه پروګرامونه ، چې پر غربي صورت ول شېر علي خان نه خوښاول .
جرجي زيدان نامتو ليكوال وايي : ما څو ځلــه سيد جمال الدين افغان ليدلي ده تل پر خپلې افغانولۍ وياړ كولو. د سيد جمال الدين افغان پېغام اسلامي يووالى و. ده سلطان عبدالحميد عثماني پادشاته خپل پروګرام وركړ ، چې اسلامي هېوادونه بېرته برم تر لاسه كړي . د علم برخه يې تر اروپا د مخه وه .
ده د هر اسلامي هېواد منابع او استعدادونه په ګوته كړل . په 1882 ع كښې دغه ترتيب سلطان عبدالحميد ته وړاندې شو او سيد جمال الدين ته په سلطنتي ماڼۍ كښې ځاى وركړل شو .
په كال 1892 ع كښې په پاريس كښې لــه فرانسوي فيلسوف ارنست رنان سره ملګري شو ، هغه تنه يې د خپلو نظرياتو په څپركو معلومات وركړل ، چې د هغه د تاييد وړ وګرځيدل .
افغان خيالات : دغه اصطلاح د احمد شاه بابا ده ، چې ده جوړه كړې او ويلي يې دي ، چې غواړم نړيوال پر افغان خيالاتو خبر كړم . افغان خيالات - افغان ملي فلسفه ده او مونږ نه شو كولاى افغان خيالات پر غربي او شرقي نظرياتو كښې ورك كړو.
د افغان خيالاتو بنياد څلور زره كالــه مخكې لــه اسلامه ګرشاسب بابا ايښى دى ، ګرشاسب بابا ويلي دي : كلــه، چې اسلام راشي مونږ هغه منو، تر هغو به زمونږ هېواد د امن ځمكه وي ، د روغ، زنا، جواري اولواطت دلته نشته
ناحق خون حرام دى ، په دې هېواد كښې به ټول يو شان په امن كښې ژوند
كوي ، حلال او حرام به پېژني .
د سيستان ( ساكستان) په تاريخ كښې د ګرشاسب هغه خبرې راغلي، چې ده كړي. كلــه ، چې ( سهاك) دده ميلمه و ، ګرشاسب ورته ويلي دي : زه غواړم يو ښار ( ښار پخوا وطن ته ويل كيده) جوړ كړم ، چې خلكو د پاره اسامه وي. يعنې يوه سيمه ، چې هلته ټول هوسا او بسيا وي . د سيستان تاريخ ، چې ليكوال يې څرګند نه دى ، خو ملك الشعرا بهار د ايران هغه تصحيح كړى او تعليقات يې ورباندې ليكلي ، چې اوس هم ډېر ارزښت لري .
ددغه تاريخ په شرح كښې نور كتابونه هم ليكل شوي ، چې د اّسيا د څېړنو مركز لــه دې تاريخه ډېر مطالب راخيستي دي . دغه كتاب د ساكو يا ساكزو په اړوند غوره معلومات لري او مونږ ته يوه داسې سرچينه ده. د ګرشاسب په كښې همدغه غرغښت بابا دى او د پښتنو يو نيكه دى پښتونولي د يوې فلسفي په توګه لــه ده راپاتې ده .
دا ، چې ګرشاسب وايي: څلور زره كالــه وروسته حضرت محمد (ص) خپل دين څرګندوي. دا ، چې ده دغه اټكل كړې، پخپلــه دده لويي ښيي .
مونږ، چې مسلمانان يو او اسلام زمونږ په خټه كښې دى. ښه دى ، چې يوه ايراني پوه دغه كتاب چاپ كړى دى. كه كوم افغان كړى واى چا به سم او چا
به ناسم بالــه .
د پښتونولۍ فلسفې افغان ملي فلسفې ته وده وركړه، ميرويس نيكه
دين، ناموس او خپلواكي د افغان ملي فلسفه بللې ده او تر دغه رپي ( بيرغ) لاندې يې خلك راټول كړل ، چې ټولو قومونو هغه ومنل. په ايران كښې حتى شيعه مذهب او قزلباش راټول شول؛ ځكه دين يو پرا خه مفهوم لري ، ناموس د هر چا خوښ دى او خپلواكي هر څوك غواړي .
ډېر وروسته زما پام دې فلسقې ته راواوښت. كه نه ما به ټول عمر ورباندې څېړنه كړې وه .
اوسنيو ځوانانو ته مو پغام څه دى ؟
اوس د ځوانانو كار دى، چې د پرديو پر ايديولوژيو او خيالاتو خپل وخت برباد نه كړي او پر افغان ملي فلسفه راټوله كړي. دغه فلسفه عملي ده او احمد شاه بابا مو فرهنګي ، تاريخي او جغرافياوي بريدونه او پولې په نخښې كړي دي . د احمد شاه بابا پېژندنه داسې شوې .
بدعت شاهان سابق شد به عهدش برطرف
خمر خانه با فواحش هم بيوتات قهار
كردنش را در زمان دولتش فرمود منع
چون كه اين فعل است مخصوص نماز كردكگار
پوست تخت و دلق درويشى تاج و سلطنت
دانستى در عهد خود شمشير را با سجه يار
هيچ كارى رانميشد مرتكب بى حكم شرع
مينمودى احتراز هر حرام اّن شهريار
بهر تاريخ و فاتش جان افغان زد رقم
از براى درك مطلب برسبيل اختصار
احمد شاه بابا هغه كارونه منع كړل ، چې پخوانيو اونورو پادشاهانو كول
لكه شراب ، بدلمني ، جواري، د پادشاه په مخكې سر او تنه ټيټول كړل ، چې دا د لمانځه لپاره دي . احمد شاه بابا شاهي تخت او د درويشۍ ګدۍ دواړه درلودل ، توره او تسبح يې لرلې، هيڅ داسې چاره يې نه كولــه ، چې لــه شريعت سره به سمه نه وه او لــه حرامو يې ځان ساته .
شاعر دده د مړېنې تاريخ كښې هغه د ( افغان ځان ) بالــه . رښتيا ، چې
د افغان ځان يا روح و. احمد شاه بابا ولي اللــه و ، او لــه ده ډېر خوارق ليدل شوي دده د عدالت ناره هرې خواته خپره وه او شا اوخوا هېوادونو ده ته بلنې وركړي چې په تاريخ كښې ثابت دي . افغان خيالات او فلسفه داسې وه ، چې خپلو او پرديو منلې وه او اوس به هم منل كېږي .
مننه
(د scprd.com نه په مننه)