خليل الله قتيل زوى
په پېښور كښې
د وزير محمد ګل خان مومند بابا ليسه
دوه ځله سوځول شوې ده! _ مركه
[مونږ دا ليسه د وزير بابا د پښتونولۍ، هېوادپالنې علمي او ټولنيزې ژورې پوهې په ياد جوړه كړې ده].
ورځ د ننګرهار ولايت دچپرهارد درنې غېږې دكنديباغ په اخونزادګانو كښې د مومنداستاد محمد بازمليارسره، چې دوستان يې بازمحمد"مليار" نوموي، يوه كاري مركه كړې، چې دادى د پام وړ مو ده.
وزير بابا محمدګل خان مومند
_ مدير صاحب ! ځان او ښوونځى مود ورځ درنو لوستونكيو ته راوپېژنئ؟
_ د ورځ مجلې لوستونكيو ، د "ساپي مركز" ښاغلي مشرتابه او غړيو ته له هر څه د مخه د وزير محمد ګل خان مومند بابا د ښوونځي (ليسې) ښوونكيو، زده كوونكيو او ادارې لخوا نيكې هيلې او سلامونه ډالۍ كوم. خوښ يم، چې مونږ ته مو دا وخت راكړ، چې ستاسو د مجلې له ليارې درنو لوستونكيو ته خپل ځان او ښوونځى در وپېژنم.
د وزير محمد ګل خان مومند بابا ښوونځي مدير استاد محمد باز مليار
زما نوم محمد باز دى، چې زياتره دوستان مې په باز محمد پېژني. د پلار نوم مې خان محمد دى، چې ((مليار)) ياد شوى دى. د ننګرهار ولايت د چپرهار د ولسوالۍ د كنديباغ د اخونزادګانو د كلي اوسيدونكى او په قوم مومند يم. په 1358ل كال كښې د چپرهار د ليسې له 12 ټولګي څخه فارغ شوى يم او دادى په ډېر
وياړ د وزير محمد ګل خان مومند بابا د ښوونځي پالنه را په برخه شوې ده.
دغه ښوونځى، چې تاسې يې وينئ د وزير محمد ګل خان مومند بابا ليسه نوميږي، چې د غوره ملي شخصيتونو پر ټينګار او مشوره د ده د پښتونولۍ، هېواد پالنې، علمي، سياسي او ټولنيزې ژورې پوهې په ياد، د افغان بچو د غوره روزنې او پالنې لپاره پرانستل شوى دى.
د دې ښوونځي (ليسې) د بنسټ تيږه په 1995ع كال كښې د لرې پښتونخوا- پېښور د بر تهكال په ارباب روډ كښې ارباب صاحب دوست محمد خان په خپله پلرنۍ ځمكه كښې كېښودله او 28 مرلې ځمكه يې د همدغه ښوونځي لپاره وړيا وركړه.
په دې ښوونځي كښې 10 خونې د زده كوونكيو لپاره جوړې شوې،گ د لوبو لپاره چمن ، د ښكلا لياره بوټي په كښې وكرل شول ، چې زده كوونكي په كښې د ښوونې او روزنې ترڅنګ د تفريح، خوشحالۍ او بدني روزنې له نعمته هم برخمن شول .
دې ښوونځي ته په لومړي كال كښې له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي افغان ماشومان (نجونې او هلكان) د تهكال لـه كوڅو او كورونو څخه د استاذانو په همكارۍ راټول شول. دا هغه ماشومان ول، چې يتيم، بېوزله او په نوروليسوكښې يې د فيس وس نه درلود، دلته يې په وړيا توګه او پرته له لګښته خپلې زده كړې پېل كړې او افغان استاذانو لخوا پرته له معاش اخستنې په خپله خوښه ورته زده كړه پيل شوه.
دوه كاله پر دغې بڼې ښوونې او روزنې دوام درلود.د هيچا مرسته را ونه رسيده او د استاذانو همكاري هم ټكنۍ شوه. د ښوونځي ادارې پرېكړه وكړه، چې د زده كوونكيو له كورنيو سره په مشوره د لاسنيوي زمينه برابره كړي، څو استاذانو ته لږ تر لږه د تګ راتګ كرايه برابره شي.
په ښوونځي كښې د كلنۍ اّزموينې يوه څنډه
_دغه مهال مو د زدكوونكيو شمېرڅو مره وه ؟
_د زده كوونكيو شمېر دغه مهال له 200 څخه تر 300 تنو و، چي په كښې گ تر دوه يم ټولګي ورسېدل . پر دې سربېره داستاذانو د پيدا كولو اړتيا هم رامنځته شوه.
د ښوونځي ددرسي خونويوه دردناكه ننداره
_مليار صاحب په دغه روان دولس كلن ښوونيز بهير كښې مو پر اداري، ښوونيزو او روزنيزو ستونځو څنګه او څومره برياليتوب ترلاسه كړى دى؟
په ټولګي كښې د زده كړې بهير
_ د ښوونځي د نوم او ارمان لپاره مو لـه كورنيو څخه پر چندوراټولولو زور راوړى، خو پر هغو ماشومانو، چې په اقتصادي برخه كښې لږ څه ښه ول، د مياشتې 50 كلدارې وټاكلې، چې 12000 كلدارې به هره مياشت ادارې ته ترلاسه كېدې.
د يادونې وړ بولم، چې ځينو وطن پالو، علم ملو او دردمنوافغانانو را سره مرسته هم كړې، الله ج دې اجر عظيم وركړي. له همدې بوديجې څخه استاذانو ته په ترتيب د مياشتې 500، 600 او 700 كلدارې د تګ راتګ كرايه وركول كېدله. له همدې چندې څخه د ښوونځي د كاروړ مواد، قرطاسيه، د برېښنا او اوبو بلونه او نور لګښت پوره كېدلو. د وخت پر تېرېدلو د ښوونځي د لګښت كچه پورته شوه او نور مو د چلولو وس نه درلوده.
د ښوونځي د درسي خونې د زده كوونكيو ښوونيز شتون
هيڅ يوې موسسې لـه مونږ سره مرسته نه كوله، خو د منځنيو زده كړو ښوونځى مو تر ليسې لوړ كړ!
دټولګي مخې ته د نجونوروزنيزه دريدنه
_ كومو ټولنو، مركزونو، افرادو او شخصيتونو له تاسو سره د دغه ستر كار په ترسره كولو كښې مالي مرستې او هڅې ترسره كړي دي؟
_ هغو دوستانو، چې له مونږ سره يې مادي مرستې كړي غواړم، چې د ورځ مجلې له ليارې يې نومونه واخلم ؛ځكه ،چې د دوى مرستې ته د قدر په سترګه ګورم. الله ج دې اجر عظيم ورپه برخه كړي.
1. ښاغلي الحاج ارباب صاحب دوست محمد خان پخپله ځمكه كښې خپلې 150000كلدارې د ښوونځي پر ودانۍ لګولي دي ( د 1994 اّخر 1995ع) .
دښوونځي مدير ښاغلى مليار
2. حاجي صاحب عبدالقدير خوږياڼي 6000 كلدارې د 1995ع د اختر د نيكو ورځو په خاطر پراستاذانو وېشلي.
3. په 1995 ع كال كښې حاجي صاحب زراب ګل 20000 كلدارې د ښوونځي د زده كوونكيو چوكيو او نور لوازمو د پوره كولو لپاره ادارې ته راسپارلي.
4. حاجي صاحب غلجي 6000 كلدارې د2000 ع كال د اختر په ورځو كښې دولسو استاذانو ته وركړي دي.
5. د دوكتور احدي صاحب په وړانديز او اړيكې ښاغلې خور بي بي مريم ګيلاني په 2003ع كال 50000 پنځوس زره كلدارې د ښوونځي د استاذانو معاش او نورو لوازمو لپاره راسپارلي دي.
6. ښاغلي حاجي صاحب سحرګل 12000 كلدارې د(2003ع) كال د لوى اختر درارسيدو په وياړ د ښوونځي استاذانو ته راكړي .
7. د ډاكټر عبدالمالك بصيري په اړيكه ښاغلي امين اّرين له جرمني څخه 60000 كلدارې د2004ع كال د ښوونكيو د معاش او د ښوونځي د لګښتونو لپاره راليږلي دي.
8. دوكتور رحمت الله اسحاق زي له كاناډا څخه 2400 كاناډايي ډالره د ښوونكيو د معاش لپاره
9. ښاغلي عبدالصمد ستانكزي د A.D.A پخواني مشر په 2006ع او 2005ع كالونو د اخترونو په مياشتو كښې ښوونكيو ته 28000 زره كلدارې وركړي دي.
10. په پښوركښې د افغانستان جنرال قونصل الحاج عبدالخالق فراهي صاحب 1700 امريكايي ډالره د ښوونځي د ترميم، چوكيو اود استاذانو د معاش لپاره په 2005ع او2006ع كلونو كښې راكړي دي.
11. د محترم قتيل خوږياڼي صاحب په وړانديز او اړيكه "د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز" بنسټوال ښاغلي امام الدين ساپي مياشتنۍ 1200 كلدارې مرسته، چې د ښوونځي له 6 ښځينه ښوونكيو سره له 2005ع كال څخه پيل شوې او اوس هم روانه ده، مننه كوم او هيله من يم، چې په راتلونكي كښې د اړتيا له مخې د ښوونځي فزيكي او معنوي شتون ددوى دمرستې په زياتونه پراخه اوخوندي شي.
د پښتو او پښتونولۍ په ياد داستاد ساپي صاحب علمي او فرهنګي خدمتونه او مالي مرستې د زياتې ستا ينې وړ دي. كوم كوښښونه او مالي لګښتونه، چې نوموړي "دساپي پښتوڅېگړنواو پراختيا مركز " له لارې د هجرت په ديار كښې دخپلې مورنۍ ژبې پښتو علمي كولو ته كړي، په تاريخ كښې سارى نه لري او پښتانه به يې تل ياد تاند او تازه ساتي.
دغه راز يې د 1383ل كال د اسد په 27 د وزير بابا41 تلين نمانځلى، چې د وزير محمد ګل خان مومند بابا ښوونځي اداره، استاذان او زده كوونكي يې قدردانى او ستاينه كوي او هېواد وال پرې وياړي.
مونږ له الله ج څخه ساپي صاحب ته د اجر عظيم او كاميابۍ غوښتونكي يو.
د ښوونځي ښځينه ښوونكې او زده كوونكې
12. ښاغلي ارواښاد سيدا ګل غريب يار صاحب 3000 كلدارې سږ كال ( 2007ع) را وسپارلې او د وزير صاحب د ښوونځي سره يې په راتلونكي كښې هم د مرستې يادونه وكړه، خو افسوس، چې ژوند ورسره وفا ونه كړه.په رښتيا، چې يو ښه وطن پرست او علم دوسته انسان و. الله ج دې جنت فردوس د ده په نصيب كړي.
د وزير محمد ګل خان موند بابا د ښوونځي اداره، استاذان او زده كوونكي يې له كورنۍ ،دوستانو او فرهنګپالو هېوادوالوسره ځان په دې غم كښې شريك بولي او د الله ج له درباره ورته د زغم او صبر غوښتونكي دي . روح يې ښاد اوسه.
13. د ارباب صاحب دوست محمد خان په اړيكه حاجي صاحب زراب ګل د ښوونځي د دغه نوي ځاى ( په ماركيټ كښې د لسو پلورنځيو) د روان 2007ع كال د څلورو مياشتو 20000 كلدارې مرسته كړې.
14. د2007ع كال د جولايى په مياشت كښې ښاغلي دوكتور محمد امين واكمن 50 امريكايي ډالره د ښوونځي د رخصتۍ د كرايې لپاره پېرزو كړي او په راتلونكي كښې يې هم د مرستې ژمنه كړې.
الله ج دې دې ټولو ته اجر عظيم ور په برخه كړي او د روغ صحت غوښتونكي يې يو؛ ځكه،چې همدا مو د علم د ډيوې بلوونكي او د وزير صاحب سره د مينې او اخلاص لرونكي شخصيتونه دي.
الله ج دې ټولو ته اجر او د مرستې ځواك ورپه برخه كړي.
استادانو ته د رارسيدليو مالي مرستود وېش يوه څرګنده څنډه
_ ښه استاذه! كه د هغو شخصيتونو نومونه هم درنولوستونكيو ته راياد كړئ؛ چا، چې دغه ستر ښوونيزكار ته هڅولي ياست اويا يې در سره علمي او دوستانه مشورې كړي دي؟
_ له هغو هڅوبپالو شخصيتونو څخه چا،چې لـه مونږ سره معنوي مرستې كړي، هڅولي يې يو، علمي لارښوونې او پوره مشورې يې راكړي ،دنوم څرګندونه او هڅه يې د وياړ وړ ګڼم:
1.اغلي استاذ، اديب، فرهنګپال شاعر او د پښتنو خواخوږي قتيل خوږياڼي د ښوونځي د فعاله ساتنې لپاره گ نه يواځې د مرستې د ترسره كولو غوښتنې او هڅې كړي، بلكې د اړتيا وړ كتابونه او نورې اّسانتياوې يې هم نه دي سپمولي او اوس يې هم هڅه روانه ده.
2. تكړه استاذ اديب او د ښه شخصيت خاوند ښاغلي مير اّغا ګلچين ، چې تل يې د ښوونځي له ادارې سره علمي مرسته تر سره شوې او هڅې يې روانې دي .
3. ښاغلي پوهانددوكتور حفيظ الله ښاد جبارخېل، چې شخصيت يې له هيچا پټ نه دى، وخت په وخت يې په ښوونځي كښې پرته له معاش اخستنې تدريس كړى او د وزير صاحب پر ژوند يې له بېلابېلو منابعو څخه په ګټه اخيستنه ډېر څه ليكلي، چې د ورځ مجلې لخوا پرله پسې چاپېږي.
4. ښاغلى نجيب الله غني زاده، چې د ښوونځي مرستيال او د تدريسي چارو مسول هم دى، د ښوونځي په ساتلو كښې يې زيات زيار ايستلى وخت په وخت يې تدريسي چارې تر سره كړي دي.
5. ښاغلي دوكتور عبدالمالك بصيري، چې وخت په وخت يې ښوونځي سره معقوله همكاري كړې ده.
6. تاسې( قتيل زوي) هم د علمي شخصيتونو د روزنې په هيله وخت نا وخته د" ساپي مركز" دكمپوز له څانګې څخه زمونږ ښوونځي ته كمپيوټري اّسانتياوې برابرې كړي،غوره او نيكې مشورې مو راسره كړي دي. الله جل دې اجر در كړي. (مننه_ تاسې ته هم د اجر غوښتونكى يم).
_استاذه ! هغو خويندو، چې له تاسې سره يې د ښوونځي په تدريسي چارو كښې مرسته كړې او پرته له معاش اخستنې يې همكاري كړې ، كه دورځ مينه والو ته پرې خرګندونې وكړئ ،خوښ به شم.
_ هو! د وزيرمحمدګل خان مومند بابا دښوونځي پتمنې او درنې خويندې د ښوونځي ستر وياړ دى ، چي پاك خداى د لرې پښتونخوا په پيښوركښې د هېواد بېوسوبچو ته ښوونكې كړي دي:
1. ښاغلې خور فهميه جان اسحاق زۍگ د ښځينه برخې مسووله او د مالي كميسون مسووليت هم په غاړه لري،چې د ښوونځي په ساتلو كښي يې ډېر زيار ايستلى، زده كوونكي يې هڅولي او ښځينه زده كوونكي يې ښوونې او روزنې ته رابللي دي.
2. په 2006ع كال كښې ښاغلې زرغونه جان عصمتي د ښوونځي كارپوهه سرښوونكې وه، چې له مرستې او همكارۍ يې مننه كوو.
3. په ښونځي كښې د اغليو ليلى جان حسين خېل، 4. شائمه جان 5 . شبنم جان 6. اوميرا جان 7 . مليه جان احمدزۍ (د ښوونځي سرښوونكې ) او خور جميله جان روغ نيتي،ښوونيزې او روزنيزې هڅې د ياد او وياړ وړ دي. دا هغه درنې ښوونكې دي، چې تل يې د وزير صاحب له ښوونځي او ادارې سره همكاري كړې. الله ج دې ستر اجر ور په برخه كړي .
_ مليار صاحب اوس د ښوونكيو په ګډون څو تنه چارڅارونكي لرئ اواوسنۍ ستونځې مو څه دي؟
_ غوره ګڼم،چې ووايم: په تېر 2006ع كال كښې مو د ښوونځي اّبادي، چې خامې خښتې او لرګي په كښې كار شوي وه، دپرله پسې اورښتونو پر لامل له كارونې ووته .د بيا اّبادولو وس مو هم نه و؛خو دگ اړتيا له مخې مو هغه ځاى پرېښود او د ارباب روډ د طارق ماركيټ په دوه يم پوړكښې مو 10 دوكانه د مياشتې په5000 كلدارو كرايه ونيول ، چې حويلي يا بام هم نه لري. د ډېر كړاو په زغم مو ښوونيز كال همدلته پاى ته ورسولو.
په دې ښوونځي كښې دولس تنه ښځينه او نرينه ښوونكي، 3 تنه اداري او دوه تنه امنيتي ساتونكي په كار او روزنې اخته دي، چې ټول 17 تنه كيږي .
اوس د ښوونځي له زده كوونكيوڅخه د مياشتې څه نا څه 22 زره كلدارې تر لاسه كيږي، خو زمونږ اړتيا د مياشتې 52 زره كلدارو ته لوړه شوې ده ،چې 22 زره كلدارې پخپله د ښوونځي زده كوونكي برابروي .
هيله من يم هغه دوستان، چې له هېواده بهر يا دننه په هېواد كښې وټه ييزې هلې ځلې كوي يا پوره شته او وس لري، د وزير محمدګل خان مومند بابا د فرهنګي او ديني ارزښتونود باوري كولو لپاره ځان اړ وبولي،څو د ښوونځي د روان ښوونيزكال اداري لګښت برابر شي.
پخوا به استاذانو په 1000 كلدارو معاش كار كاوه. سږ كال د ګرانۍ په وجه استاذ نه پيدا كيږي او كه پيدا شي له3000 څخه په لږ معاش يې اړتياوې نه پوره كيږي .
بله ستونځه دا، چې نور ښوونځي لابراتوار او كمپيوټر لري، خو مونږ يې نه لرو.
په دې اړوند بايد دوستان له مونږ سره مرسته وكړي، چې له دې اّسانتيا څخه مو بېوسه زده كوونكي برخمن شي.
دغه راز له دوستانو هيله كوم، چې د راتلونكي لپاره د دې ليسې پر لېږدولو هم غور وشي،څو خواږه هېواد ته يې ولېږدوو، د ځمكې او اّبادۍ لپاره ورته زمينه برابره كړو. په دې توګه به مو د پښتنو د پښتو او پښتونولۍ د ساتنې او ژغورنې هڅه نه يواځې ترسره كړې وي، بلكې د وزير صاحب روح به مو ښاد ،ياد ټولنيز كړى وي.
په ښوونځي كښې د رارسيدلومالي مرستود وېش يوه څنډه
_ مليار صاحب تر دې دمه مو څو دورې زده كوونكي ټولنې او لوړوزده كړو ته وړاندې كړي دي؟
_ د الله ج په فضل او كرم او د دوستانو په مالي او اداري مرسته او هڅونې مو تېر كال او سږ كال (2006 _2007) ع) دوه دورې د دولسم ټولګي فارغان خپلې دردمنې ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې كړل. دا د هغه علم دوستو، وطن دوستو او د وزير صاحب د ليارې د پلويانو وياړ بولم، چې وخت په وخت يې له مونږ سره مالي او معنوي مرستې كړي او كوي .
_ استاذه! د ښوونځي په ښوونيز بهير كښې د خپل ژوند يوه دردناكه خاطره راته ووايه!
? د ښوونځي سر ښوونكى ښاغلى ګ،اووغزوال شينوارى
? _ ښاغلى قتيل زوى! كه مناسبه يې ګڼئ؛ نو يوه دردناكه خاطره درنو لوستونكيو ته وړاندې كوم:
په 2004ع كال كښې مو د وزيرمحمد ګل خان مومندباباښوونځى او اداره دوه ځلې د هېواد،تاريخ،دين،خپلواكۍ او پوهې د دښمنانو له خوا سوځول شوي او بيا مو لوازم ورته برابر كړي ؛ ددين ، پښتو او پښتونولۍ د دښمنانو شوم خيالونه مو شنډ كړي او خپل كار ته مو د دوستانو په همكارۍ دوام وركړى دى.
د ښوونځي د ټولګي نژدې ننداره
_ مليار صاحب د ورځ مجلې درنو لوستونكيو او پت پالو هېوادوالو ته مو پيغام څه دى؟
وروره! زما پيغام خپلو پت منو هېوادوالو اود ورځ مجلې لوستونكيو ته دا دى، چې د وزير بابا محمد ګل خان ويناو ته، چې په خپل وخت يې افغانانو ته نه يواځې څرګندې اورولي،بلكې پرځينو خواو يې له پاك خداى (ج) څخه د عمل كولو توفيق غواړم .
وزير بابا ويلي دي،چې :
1. ماشومان مو تحصيل او تعليم ته وهڅوئ!
2. د ښوونځيو په اّبادولو كښې مرسته وكړئ!
3. خپله ژبه او فرهنګ په معرفت سره سمبال كړئ.
4. پر جرګو او مركو خپلې ستونځې حل كړئ.
5.د بشري كرامت پوره خيال وساتئ.
6.په پاك نيت او نيكې ارادې د ورورولۍ، خوږ ژوند وكړئ.
7.د هېواد په اّبادولو كښې پوره ونډه واخلئ.
8. د ملي شتمنۍ څخه په فني توګه معقوله استفاده وكړئ.
(و من الله توفيق)
مننه
(د scprd.com نه په مننه)