اوس، چې څه لرم؛ پښتنو ته به يې ښيم
او په علمي سمبالولو کښې به يې زيارگالم.
ښاغلى اعظم د پښتو ادب په اوسني پېر کښې هغه ځلېدلى نوم دى ، چې ولسي، ژبنۍ او کولتوري هلو ځلو يې نه يوازې طبقاتي پاملرنه خپله کړې، بلکې د پښتنو د تېر، اوسني او راتلونکي ټولنيز ژوندبېلابېلو خواوو ته هم يوه نوې هېنداره گڼل شوې ده .
د ورځ مجلې خپلواک ،زړور او نوښتگر خبريال محمد عارف همدرد د لرې پښتونخوا د ادبي او فرهنگي بڼ دغه ښاغلى او سپين ږيرى ليکوال ،شاعر، افسانه ليکونکى ډاکټر محمد اعظم اعظم پوښتلى ، چې تاسې يې لوستلوته رابولو_ مرکه
ورځ : اعظم صاحب که څه هم ستاسو د نوم او ليکنو سره لر او بر اشنا شوي، خو غواړم د ورځ لوستونکيو ته هم ځان را وپېژنئ!
_ له هر څه لومړى زما سلام خپلو ټولو کارکوونکيو ته او هغو لوستونکيو ته، چې د پښتو ژبې اوکولتور سره بې کچه مينه لري،وړاندې کړئ . د ځان په اړه به دومره ووايم، چې زما نوم محمد اعظم خان و، خو اوس محمد اعظم دى. د پلار نوم مې حيدر خان اوپه ١٩٤١ع کال کښې د پېښور دچارسدې د رځړو په کلي کښې پيدا او دې دنيا ته مې سترگې وغړېدې.
ورځ : که د خپلو زده کړو په اړه راته يو څه وواياست څنگه به وي؟
_ ما خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل کلي کښې ترسره کړي دي. بيا د نورو زده کړو لپاره پېښوراسلاميه کالج ته راغلم او دلته مې د پښتو ادب په څانگه کښې زده کړې پېل کړې. بيا، چې کله فارغ شوم؛ نو ماسټري مې واخيسته او په کښې پروفيسر او استاذ وټاکل شوم. بيا مې د استاذۍ سره سره دوکتورا هم په پښتو کښې تر لاسه کړه. ٢٢ کاله مې همدلته تدريس وکړ. بيا زه د اسلاميه کالج د پښتو څانگې رييس شوم. يو څه موده مې دغه ذمه واري ترسره کړه، خو اوس يې هم د مشاورتي بورډ مشري پر غاړه لرم.
ورځ : اعظم صاحب! دا راته وواياست، چې ولې دې له نومه د خان کلمه ليرې کړه او خپل نوم مو تخلص کړ ؟
_ همدرد صاحب! ما؛ ځکه خپل نوم او تخلص وگرځاوه، چې د خان له کلمې سره مې جوړه نه وه. خاني او ظلم مې سره برابر وگڼل . پر دې سربېره خانان پردي حقونه خوري؛ نو زه ددې حق له خوړلو وېره لرم . دوه يمه خبره دا ده، چې زه غريب سړى يم ، غريبي او عاجزي د خداى (ج) خوښه وي؛ نو ځکه مې نوم اوتخلص وگرځولو او اعظم مې کړ.
اوس، چې څه لرم؛ پښتنو ته به يې ښيم او په علمي سمبالولو کښې به يې زيارگالم.
ورځ : اعظم صاحب که د خپل بنيادي ځاى ، خټې او سټې په اړه راته يو څه وواياست؟
_ همدرد صاحب ! ته هر وخت ډېرې ورانې پوښتنې کوې ، خو په خندا سره . مونږ ټول پښتانه دافغانستان يو. زه په پښتنو کښې محمدزى يم او محمد زي په افغانستان کښې هم مشهور قوم دى.
ورځ : اعظم صاحب ستا پلار او نيکه هم شاعران تېر شوي او که يواځې تاسې په خپلې کورنۍ کښې د ژونددغه لوري ته پاملرنه کړې ده؟
_ پخوا ډېر ښه وخت و، چا په چا کار نه لرلو اوهر سړى به پرخپل کار لگيا و. زما پلار او نيکه به خپلې ځمکې کرلې او له شاعرۍ سره يې کار نه و. اوس داسې وخت راغلى ، چې د هر چا په هر څه کښې کار وي؛ ځکه نن ټولنيزې اړتياوې پراخه شوي او دا اړتيا پيداشوې ، چې ډېر کار په لږ کار کښې را ونغښتل شي. دا کار يوازې په شعر او ادب کښې پياوړى کيږي ؛ نو شعر او شاعري ما ؛ځکه غوره وگڼله ، چې په څو رنگه ژوند کښې د يو رنگ اغېزې پوره او ځواکمنې څرگنديږي.
ورځ : دا راته ووايئ، چې په دې روانو هلوځلوکښې له تاسې سره چا ډېره خواري کړې ده؟
_ خواري، خو ما سره هر چا کړې. زه لومړى د خپل مور و پلار ډېر احسان من يم، چې د رڼايۍ او سپېڅلتيا ژوند ته يې راولېږلم. دوه يمه دا، چې د نژدې اوليرې چاپېريال هر سړى زما استاذ دى . ما که ډېر او که لږ څه ياد کړي؛ د همدوى د زيار گالنې پايله ده ، خو زه، چې ترې ډېر خوشحاله يم او استاذ مې هم دى هغه پروفيسر جهانزيب نياز صاحب دى. نوموړي زما سره د کالج په وخت کښې هم ډېره مرسته کړې.
ورځ : اعظيم صاحب! د شعر دنيا ته کله اوڅنگه راغلاست او لومړى مو څه وليکل؟
_ همدرد صاحب! زه، چې ماشوم وم ؛نو زما د ليک لوست او شعر سره ډېره مينه وه. زه په لسم ټولگي کښې وم ، چې زمونږ په کلي کښې ادبي ټولنه جوړه شوه او شاعران به ورته تلل راتلل. د هغه مهال يو شاعر او ليکوال ا وس هم شته، چې شمس الدين مخلص درانى صاحب نوميږي . ما په څوارلس کلنۍ کښې مخلص دراني صاحب ته، چې هم زما مشر او هم مې د ترور زوى دى، خپل لومړى شعر ولوست اوهغه شعر څه داسې و:
اى پتنگه ته دومره ښايسته ،شمعې ته مه وايه! سترگې دې ښايسته دي، چې ښايسته دې پرې ليدلي دي
دا شعر بيا هغه راسره نه منلو، خو بيا يې ما ته وويل: دې پسې نور جوړ کړه؛ نو بيا مې د شپې پوره غزل کړ او دا زما لپاره يو چلينج و، چې پوره مې کړ.
ورځ : اعظم صاحب! تاسو ته ستاسې فن څه در بخښلي دي؟
_ همدرد صاحب! زما فن ما ته ډېر څه رابخښلي. لکه د خلکو مينه، عزت، شهرت، درنښت، درناوى او په علم کښې زياتوالى. دا ټول شيان ما ته زما فن رابخښلي دي. زه، چې کله په ښوونځي کښې وم؛ ما به دا د ځينو شاعرانو نومونه اورېدل. لکه غني خان، قلندر مومند، سيد رسول رسا، حمزه بابا، سمندر خان سمندر، کاظم خان شيدا او داسې نور؛ نو ما به وويل، چې دغو خلکو سره زه وگورم. زه بيا يوه ورځ په لاره تېرېدم، پر يو ديوال مې لگيدلى پوسټر وليد، چې په پلانۍ مدرسه کښې پر پلاني تاريخ دستاربندي ده، دا دا شاعران به په کښې گډون کوي ؛ نو هغه خبرتيا مې له ځان سره وليکله ، هغې غونډې ته ورغلم او له هماغومشرا نو سره مې ليدل کتل وشول.
زه ليا د ښوونځي او پوهنځي د زده کړو په بهيرکښې وم، چې زما ډرامې به په T.Vکښې خپرېدې او په راډيو، مجلو او ورځپاڼو کښې به مې شعرونه خپرېدل؛ نو زه له عمره ډېر کوچنى ښکارېدم، خو خلکو او ملگرو به ويل: دى ډېر کوچنى دى، خوکارونه د غټو خلکو کوي يا په ډېر کم عمر کښې يې ډېر شهرت ترلاسه کړى او ډېر خلک يې پېژني؛ نو دا ټوله ميړانه زما فن ما ته راکړې او دا ما سره د همدغو خړو او بېوزله پښتنو مينه او دعا وه، چې اوس هم پرې چليږم. زه د دوى له ولولو راپاڅوونکيو خواخوږيو او پېرزوينوڅخه مننه کوم او د دوى څرگندونو ته هرکلى وايم.
ورځ : د پښتوادب اوسنى او پخوانى تړاو سره څنگه پرتله کوئ؟
_ مونږ، چې کله د پښتو ادب ډگر ته راغلو؛ نو په هغه وخت کښې به مو د ډېرو درنو پښتنونومونه اورېدل. لکه رحمان بابا، خوشحال بابا، غني خان، گل پاچا الفت، صديق الله رښتين، خادم صاحب او داسې نور درانه نومونه زمزمه کيدل . په اوسني پېر(دور) کښې هغه درنه نومونه ورک شول او څوک يې نه زمزمه کوي. يعنې د هغوى د نومونو ذکر څوک نه کوي. د دغه خلکوهم نومونه مړه شوي دي. پخواله خلکو سره شعور و، په خلکو کښې مينه وه او هغو مشرانو، چې کوم ليکل کړي که سل کاله نور هم پرې تېرشي، څوک به داسې څه ونه ليکي لکه څنگه، چې دغو مشرانو ليکلي دي . که هغه شعردى، که نثر او يا که افسانې دي؛ په اوسني پېرکښې هم په پښتنو کښې ښه دانشور خلک شته، خو ليکل نه کوي او تنقيدي شعور په کښې نشته.
که د اردو ژبې د يوې روپۍ ليکوال وي؛ نو د اردو ژبې خلک به ترې د سلو روپو ليکوال جوړ کړي. که په پښتو کښې د سلو روپو ليکوال وي؛ نو دوى به ترې د يوې روپۍ ليکوال جوړ کړي. د پښتون ليکوال ، شاعر اوفنکار درناوى نه کيږي؛ دوى ته په درانه نظر نه کتل کيږي او د هغو خلکو پر نومونو خاورې اړول شوي اواوښتې دي، چې د پښتو ژبې لپاره يې سرونه ايښي، خو د هغوى نومونه نن څوک حتا په ژبه هم اخستلى نه شي. دا پر پښتنو دنويوواردو شويو سياسي نيمگړتياوودڅرگندې کمزورتيا نخښې دي.
زما هيله دا ده، چې پښتانه دې خپل مشران نه هېروي، هغو دې وستايي او خپلو بچو ته دې دوى دخپلو اتلانو په څېر ورپېژني.
ورځ : اعظم صاحب! څنگه کولى شو، چې خپله ژبه پياوړې کړو اود نړۍ نورو خلکو ته يې وروپېژنو؟
_ ژبه هغه وخت د نورو ژبو سره مقابله کولې شي او يا تر نورو رسېداى شي، چې د هغې لپاره څوک کار وکړي. زه دومره وايم، چې د پښتو ژبې لپاره په اوسني پېر کښې هم ډېر کار روان دى؛ ښه، ښه شاعران ، ليکوالان او علماپه کښې شته. سربېره پر دې پښتو ژبه د انټرنيټ له لارې د نړۍ گوټ گوټ ته ورسېده او پښتانه هم رسيدلي دي، خو زه به يوه خبره وکړم او هغه دا، چې پښتانه ځوانان دې د پښتو ژبې کتابونه، مجلې، ورځپاڼې او نور ې تخنيکي آسانتياوې وگوري، چې د خپلې ژبې له تاريخ او ملي شتون څخه خبر شي او د دوى په علم کښې پرې زياتوالى راشي.
اوس مهال په پښتو ادب کښې هغه لوري او اړخ ته پوره نه دي کتل شوي ، چې ورته معنوي ، علمي او ټولنيزه اړتيا ليدل کيږي . پښتانه ځوانان دې ځانونه تکړه کړي او په دې لاره کښې دې نور هم زيار وباسي، چې خپل منلي ملي ارزښتونه نړيوالو ته ورسوي اوپه کښې له وياړه ډکې نړيوالې جايزې تر لاسه کړي.
ورځ : آيا د شعر او ليکوالۍ نړۍ ته پر راننوتو له کورنيو ستونزو سره مخ شوي ياست؟
_ نه زه، چې کله د شعر نړۍ ته راغلم ؛ نو پر ما کورنۍ ستونزې بار شوې نه وې؛ که څه هم د يوې غريبې کورنۍ غړى وم، خو زه پر وروڼو او پلار ډاډه وم . دوى د ځمکې پر کر اخته ول او د زده کړې نړۍ يې ماته پرېښې وه. زما تره، چې بيا وروسته هغه زما خسر هم شو، ډېر يې ونازولم، سينماگانو ته به يې بوتلم او چکر به يې راکولو؛ نو ما کومه کورنۍ ستونزه او بېوسي نه ليدلې او نه مې احساس کړې ده.
ورځ : ډاکټر اعظم صاحب ! دخپل ځانگړي ټولنيزاو طبيعي چاپېريال تر اغېز لاندې مو څومره ډرامې ليکلي ،د لومړنۍ ډرامې نوم مو څه دى او خپله کومه ډرامه مو ډېره خوښيږي؟
_ همدرد صاحب! ما ډېرې ډرامې ليکلي، چې اوس يې شمېر را ته نه دى څرگند، خو هغه ډرامې، چې ريکارډ پرتې دي ؛ په دوى کښې مې ديارلس ډرامې راډيوته ، شپاړس سيريالي ډرامې مې T.V ته اويو شمېر ډېرې سټيج ډرامې دي. په دغو ليکل شويو ډرامو کښې ، چې ما لومړنۍ سټيج ډرامه ټولنې ته وړاندې کړې، هغه ((د وينو جام)) ډرامه ده، چې په کالج کښې مو ولوبوله . بيا د ټي وي ډرامې لکه ((ورکې لارې))، ((روښانه تيارې))، ((بنياد))، ((خوبونه)) او دغه رازکله، چې رنگين ټي وي راښکاره شو؛ نو ما بيا ((زولنې)) ، ((ناموس))، ((منزلونه))، ((سمندر))، ((سفر))، ((بيابان)) وليکلې. وروستۍ سيريال ډرامه مې د(( خاندان)) په نامه ده، خو زما په ټولو کښې ((ناموس)) او ((زولنې)) ډرامې خوښيږي؛ ځکه، چې په ناموس ډرامه کښې د پښتنو پر کلچر اودود ټينگار وړاندې شوى دى. د((ناموس)) ډرامه مې په اردو ژبه کښې هم ريکارډ شوې او د اردو ژبې خلکو هم خوښه کړې ده .
ورځ : ستاسې ډرامې د چاپېريال انځور دى او که خپل ځانگړي فکري نوښتونه مو ټولنې ته وړاندې کړي دي؟
- زما ډرامې د چاپېريال انځور وگڼئ؛ ځکه، چې زما په مخ کښې، چې کوم کردار تر سره شي او زه يې ووينم؛ نو بيا هماغه په ډرامه کښې راتاو او راونغاړم، هره خبره او هر کردار په کښې خپل خپل رنگونه غوره کوي او بيا ترې يو څه جوړ شي.
ورځ : ښه اعظم صاحب! بله پوښتنه دا، چې آيا له چا سره مو مينه کړې ده؟
- اعظم، خو مينه له هر چا سره کړې او که څوک وايي، چې ما مينه نه ده کړې؛ نو زه به دا وايم، چې هغه بالکل انسان نه دى. مينه په حيواناتو کښې هم شته؛نو انسان کښې به ولې نه وي.
هو! زه مين يم او مينه غواړم .زه په خپل رب ، په خپل قام ، په خپله ژبه مين يم اوما، چې زياته مينه کړې هغه مې له خپلې کورودانې سره کړې ده، خوهغه وفات شوه . اوس مې دوه يم واده کړى او له دوى سره هم مينه لرم.
ورځ : له ټنگ ټکور سره څنگه او څومره مينه لرئ ؟
- زه ټنگ ټکور اورم. يوشمېر خلک يې د روح غذا بولي، خو ماته د روح غذا دقرآن پاک تلاوت دى. پر ټنگ ټکورخبرې مونږ ته غلطې رارسيدلي او هر چا پرې ځان غلى کړى دى. زما هر سندرغاړى خوښيږي. گلزارعالم، خيال محمد، شاه ولي، گلنار بېگم، قمر گله ، ناشناس اوداسې نور ، خو د ناشناس سره نااشنا پاتې يم؛ ځکه ملاقات مې ورسره ونه شواو د پښتنو په سندرغاړو کښې به د خيال محمد ځاى څوک ترلاسه نه کړي.
ورځ : تاسې دډرام ليکنې تر څنگ ښه شاعر هم ياست ؛ که راته وواياست ، چې د چا شعر او شاعري خوند درکوي ؟
- ولې نه، ما ته د هر شاعر شعر او شعري پنځونې خوند راکوي او له لوستنې يې خوند اخلم، خو د کاظم خان شيدا او قلندر مومند شاعري ډېر خوند راکوي. زما په نظم کښې اجمل خټک صاحب اوپه غزل کښې حمزه بابا خوښيږي.
ورځ : د پښتنو په اوسني او پخواني ټنگ ټکور کښې څه توپير وينئ؟
- همدرد صاحب! په اوسني او پخواني ټنگ ټکورکښې د ځمکې او آسمان توپير دى. پخوا، چې کوم ټنگ ټکور و، هغه ژوندى ټنگ ټکور و او خلکو به ترې خوند اخيسته. که څه هم ټنگ ټکور اوس په بله بڼه پوره وده کړې، خو خوند په کښې نشته . دې غربي ټنگ ټکور د پښتنو ټنگ ټکور ته ډېر زيان ورساوه؛ ځکه پښتانه له خپل پښتو ټنگ ټکور څخه بې برخې شوي او هغه نه اوري. ددې زيان لامل دا نه دى، چې پښتو ټنگ ټکور ورک يا پخپله مړ شوى دى، بلکې دا هنرمندان دي ، چې خپل ټنگ ټکور يا وژني او يا يې ژوندى ساتي؛ نو پښتانه هنر مندان دې هڅه وکړي ، چې بېرته پښتو ټنگ ټکور ته ساه وروبخښي اوپښتانه دخپلې ژبې د ټنگ ټکور اوريدنې ته راکش کړي.
ورځ : د ولس ډېرخلک د پښتوژبې پر اوسنيو فلمونو او کيسو نيوکې کوي؛ لامل يې تاسې څه بولئ؟
- همدرد صاحب! ستاسې دا خبره سمه ده. کوم کارونه،چې په پښتو فلمونو کښې نندارې ته وړاندې کيږي؛ د انتقاد او نيوکې وړ ؛ ځکه دي ، چې پښتانه په کښې بې عزته، بې پته او کمزوري خلک ښودل کيږي . په فلم کښې به پنجابۍ لوبيږي، پښتو خبرې او چاپېريال ور ته د پښتنو جوړ شوى وي . بله خبره دا ده، چې ليکوال چېرته دي؛ پخپلو کښې سره وايي راځئ، چې فلم جوړ کړو. اوس تاسې ووايئ، چې په دې به انتقاد څنگه نه کيږي. د پښتو پخواني فلمونه څه ناڅه له حيا ډک فلمونه ول او دا اوسني، خو د کتو وړ هم نه دي.
ورځ : که د ژوند يوه خاطر به راته ووايئ؟
- زما ژوند ټول خاطره خاطره دى. دا، چې تاسې سره ناست يم او خبرې کوم؛ دا هم زما د ژوند يوه خاطره شوه. نور؛ نو څه نه شم درته ويلى؛ ځکه بيا پرې درديږم .
ورځ : اوس به راشم ستا هغودوه شعرونو ته ، چې ډېرو سندرغاړيو ويلي او اوريدونکيو ته په کښې ډېر څه څرگند شوي دي. لومړى شعر مو دا دى:
ستا د دوه ورځو سپرلى و ستا د دوه ورځو گلونه
خو زما په زړه دې کېښود د هميش هميش داغونه
ستا يو بل شعر، چې کشور سلطان ډېر ښه ويلى؛ دا دى:
چې په ما مينېدې ځه اوس گرځه ليونۍ چې په ځان نه پوهېدې ځه اوس گرځه ليونۍ
که د دواړو شعرونو په اړه مو له رازه خبر کړئ ، څنگه به وي؟
- ياره همدرد صاحب په کرار مې نه پرېږدئ. (په خندا سره) لومړى شعر: ((ستا د دوه ورځو سپرلى و)) خلک د هغه درد ، چې ماته د خپلې خداى بخښلې ميرمنې ، چې له واده څخه يو کال وروسته وفات شوه او ما ته پرې ډېر درد راورسيد، زېږنده بولي، خو خبره يو بل ځاى کښې وه. هغه به درته بل وخت چېرته ووايم .
دوه يم شعر، چې ((په ما مينيدې)) دى؛ دا درته هم نه شم ويلى؛ ځکه يو چا ته حال ويل، د خپل ځان لوڅول دي. نور پرې تاسو نظر واچوئ، چې زما فکر په کښې چا ته دى. دا فيصله به زه تاسو او عوامو ته پرېږدم.
ورځ : اعظم صاحب! مونږخبر شوي يو، چې تاسې د شاعرۍ او ليکوالئ تر څنگ ستار هم زده کړى او څه موده مو د پېښور په راډيو کښې غږولى دى آيا دا خبره تر کومه حده سمه ده؟
- همدرد صاحب! ډېر وران سړى يئ (په خندا سره). د کومې زمانې خبرې دې رايادې کړې . زه به دومره ووايم، چې دا خبره همدومره سمه ده، څومره، چې تا وکړه. د ستار سره زما خپله شوق و او د خپل شوق څخه به مې وهه. په راډيوکښې، چې کله زما ځواني وه ، ماډېر ستار غږولى، خو په بدل نوم ؛ ځکه دلته پرې هر سړي ته په سپک نظر کتل کيږي.
ورځ : ښه دا راته وواياست، چې څومره آثار مو چاپ ، څومره ناچاپ او کوم آثار مو ژباړلي دي؟
- همدرد صاحب! زما لومړى کتاب چاپ شوى د هغه کتاب نوم دى ((لشې)) چې يو څه ډرامې او تکلونه په کښې دي، خو ډېر مخکې چاپ شوى دى. بيا مې بل کتاب پرپښتو افسانه، تخليق او تحقيق وليکه. بيا مې بل کتاب وليکه، چې ((د پښتو ولسي کيسې)) نوميږي. بيا مې بل کتاب د رحمان بابا پر ژوند او د هغه پر شاعرۍ وليکه. د پښتو اکيډمۍ لپاره مې د شاعرۍ يوه اردو ژباړه کړې، چې شاعر يې رانه اوس هير دى، خو د کتاب نوم دى ((انداز زيرنه)) . دغه راز د همايني صاحب يو څه غزلې خانۀ فرهنگ ايران راکړې وې، هغه مې هم ژباړلي دي؛ نو دغه کتابونه ټول چاپ شوي او د مقالو او شعرونو يوه يوه لرم، چې په راتلونکيو دوه مياشتوکښې به چاپ شي. اوس د کمپوز لاندې دي ، خو نوم مې ورته نه دى غوره کړى. شعري ټولگې ته کيدى شي رنگونه نوم کېږدم؛ ځکه په دې ټولگه کښې غزلې هم دي، نظمونه هم دي، سندرې هم دي.
چيف جسټس جاويد اقبال د علامه اقبال پر ژوندڅه ناڅه يوولس سوه صفحې کتاب ليکلي؛ نو هغه مې له اردو ژبې څخه پښتو ته را ژباړلى، چې ناچاپ پروت دى او د ډرامو يوه ټولگه مې، چې ناموس نوميږي او په کښې وړې وړې ډرامې راټولې شوي، ناچاپه پرته ده . ماته يې چاپول ډېر گران کار ښکاري ، خو هر سړى راته وايي، چې ستا دا د شاعرۍ ټولگه به کله بازار ته راځي.
ورځ : اعظم صاحب ! څو اولاده لرئ او پر څه بوخت شوي دي؟
- زما له لومړي واده څخه يو زوى شوى و؛ميرمن مې، چې وفات شوه؛ نو وروسته هغه ماشوم هم وفات شو. ډېر وروسته مې دوه يم واده وکړ. اوس زما درې لوڼې او يو مې زوى دى . زوى مې ١٥ کلن او نور اولاد مې پر زده کړو بوخت دي.
ورځ : اعظم صاحب! پر افغانستان او افغانانو څه نظر لرئ؟
-افغانستان مونږ پښتنو ته جنت دى او زما د خوبونو دنيا هم په کښې ده، خو بدبختانه ما تراوسه ونه ليد او نه تر اوسه د حکومت لخوا بلل شوى يم . ما مخکې څو وارې اراده کړې، خو شاگردانومې هم دافغانستان د ليدنې ليوالتيا لرله ؛ نوپرته له هغو زما تگ نا شونى و. څو وارې مې له حکومت څخه غوښتنه وکړه، خو په هغه وخت کښې عليحصرت محمدظاهر شاه راسره ونه منله او دا گيله اوس هم زما حق دى، چې ولې يې مونږ ته اجازه رانه کړه؟ د ميړنودا هېواد به انشاء الله يو ځل گورم.
ورځ : ځوانانو ته څه پېغام لرئ؟
- ځوانان څه، چې ټولو افغانانو ته مې دا پېغام دى، چې دخپلو بچو تعليمي څارنې ته دې پاملرنه وکړي ،څو دهېواد ژغورنې او جوړونې لپاره زيار وباسي. يعنې هر افغان دې مټې راونغاړي او د هېواد د آبادۍ لپاره دې کار وکړي . د پاکستان او افغانستان ترمنځ، چې چارواکو تېروتنې کړي؛ هغه دې پاى ته ورسول شي، ولسي، دوستانه او د ورورولۍ اړيکو ته دې درناوى وکړي او هر سړې دې د خپل کور او کورنۍ ذمه واري تر لاسه کړي . ځوانان دې تعليمي برخوته پاملرنه وکړي؛ ځکه افغانستان سياسي جگړو ځپلى او خلک يې زده کړې ته اړتيا لري.
ورځ : ډاکټر صاحب! کور مو ودان، چې مونږ ته مود مرکې وخت راکړ. ښاد، آباد او خوشحاله اوسئ.
-همدرد صاحب! ډېره مهرباني کور دې ودان. دا مننه زه بايد له تاسو وکړم، چې تر ما مو ځان راورساوه، خو ستاسو خدمت مې ونه کړ. کله کله راځه ! زمونږ بېوزلو پوښتنه کوه. خداى (ج) دې بريلى لره. ډېره مننه - مننه
(د scprd.com نه په مننه)