خليل الله قتيل زوى

استاد پوهاند رشاد صاحب د(( آزادۍ ))راډيوسره په يوې وروستۍ  راډيويي مركه كښې:

پښتو ژبه بايدعلماً غني شي

 فارسي دپښتو په نسبت ډېره نازول سوې ده .

 

له استادپوهاند رشاد څخه د اوريدونکيوپوښتنې او د پاملرنې وړ ځوابونه:

زه د شاه امان الله خان غازي د سلطنت په وروستيو وختو كښې د عمر په پنځه كلنۍ مكتب ته شامل شوم او تر هغو پورې، چې په افغانستان کښې د مدنيت د تقاضا مطابق مكتبونه جاري وه، ما لوست كاوه او بيا، چې د وحشت دوره راغله او په افغانستان كښې مكتبونه وتړل شول زه هم په كور پاتې شوم. البته د خپل پلار له وجوده مې اعظمي استفاده كوله. كله، چې د اعليحضرت محمد نادر شاه شهيد په وخت كښې بېرته مكتبونه جاري شول، زه په درېيم صنف كښې داخل شوم او بيا مې ابتدايي مكتب په سنه 1312ل كښې پاى ته ورساوه. هغه وخت په كندهار كښې تر ابتدايي مكتب لوړ مكتبونه نه ول؛ نو زه په شخصي تحصيل او د خپلو فرهنگي معلوماتو په تكامل پسې وم او په سنه 1314ل كښېې، چې زه څوارلس كلن وم زه معلم شوم او دغې معلمۍ زه دې ته مجبور كړم، چې د خپل علمي تكميل لپاره هلې ځلې وكړم. زه ځان ډېر نيكمرغه بولم، چې په دغومره كم عمر كښېې معلم شوى يم او هغه د دې باعث وګرځيدل، چې زه يې د خپلې بشپړتياينې لپاره د علم او د فرهنگ پر مسلسل زيار لگيا كړم. اوس 83 كلن يم؛ نو بيا زه خپله تقريباً څوارلس كاله د كندهار په ابتدايي او رشدي مكتبوکښې معلم وم او بيا هندوستان ته ولاړم او په دهلي او بمبي كښې واوسېدم. هلته مې د ځان د تكميل لپاره ؛ممكن فعاليت يې بولئ او كه داسې سرگمي يې بولئ هغه باندې مصروف وم.

په1334ل کال كښې بېرته وطن ته راغلم او په پښتو ټولنه كښې، چې د هغه وخت د پښتو ژبې او ادب لپاره يو مهم مركز و، د غړي او بيا د رياست د مرستيال په حيث موظف شومه او څلور پنځه كاله مې هلته دا وظيفه اجرا كړه، خو په سنه 1337 كښې زه پر دغې وظيفې سر بېره د پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي كښې د ادبي فنونو د استاذ په حيث ومنل شوم او دغې دندې ته مې د 1357ل كال د ثور تر دوه يمې نېټې دوام وركړ او د 1357ل كال د ثور پر اوومه نېټه، چې يوه كودتا وشوه زه په كور كښېناستم.

_استاده تاسې معلمي كړې ، په پښتو ټولنه او پوهنتون كښې مو كار كړى او د معارف د بېلا بېلو ښوونځيو لپاره مو د پښتو كتابونه ليكلي دي؛ تاسې د ژوندپه دغه برخه کښې پښتوته او ښوونې_ روزنې ته خدمت څه ډول ارزيابي كوئ؟

 له دې نه نور هم ښه كيدلاى شو .په هغه وخت كښې د امكاناتو كمى و، چې داسې ډېر زيات پر مختگ يې نه دى كړى. مطلب مې دا دى، چې مونږ د شاوخوا گاونډيو سره په تعليم اوتربيه كښې د برابرۍ احساس نه كاوه. فكر كوو، چې هغوى له مونږ نه مخكې دي او د باسواده خلكو شمېر په نورو ملكونو كښې د افغانستان په نسبت زيات دى.

 _که پر عواملو يې رڼا واچوئ؟

ددې، خو يو مهم علت دا دى، چې د افغانستان تعليمي او فرهنگي پروگرام ډېر نا وخته پيل شو او زمونږ لومړنى مكتب، د حبيبې د دارالعلوم په نامه چې د امير حبيب الله خان شهيد له خوا په سنه 1323 هـ.ق كال منځته راغى، چې اوس د هغه 102 كاله كېږي؛ نو پس له هغې څخه د اعليحضرت امان الله شاه غازي په وخت كښې معارف ته يوه خاصه توجه وشوه او هغه يو مكتب، چې د امير حبيب الله خان شهيد په وخت كښې و، هغه تر سوو او حتى كه مبالغه نه وي تر زرو پورې به په ټول مملكت كښې رسيدلي وه؛ نو د اعليحضرت امان الله شاه غازي دوره مونږ د مكتبونو دوره بولو، د معارف دوره يې بولو او د رسمي تحصيلاتو د تنظيم دوره يې بولو .

 له دغه وخته څخه په مونږ كښې منظم تحصيل منځته راغلى دى.

زه داسې فكر كوم ،چې يو علت به د دې نا وخته پيل كولو دا وي، چې مونږ تر نورو همسايه گانو د منظم تحصيل دروازه ډېره وروسته د خپل ملت پر مخ خلاصه كړې ده او نور څه نور عوامل به هم پرې حساب كړو يو خو دا، چې زمونږ مملكت يو زراعتي هېواد دى او زمونږ تر ښارونو د باندې د خلكو كسب و كار كرهڼه ده، باغواني ده او درمو او گلو څرول دي؛ نو په دغو وظيفو كښې د تحصيل امكانات نسبتاً لږ وي او زمونږ اكثريت هم د دغو درو كسبونو خاوندان تشكيلوي؛ نو په دې علت له ډېرو پخوانو وختونو څخه داسې مسلسل او متوالي راغلي دي او بيا اوس تاسې نتايج داسې را باسئ، چې مونږ له همسايه گانوڅخه په فرهنگي سويه كښې وروسته يو.

-         په همسايه ملكونو كښې،چې تر ډېرو وختونو پورې هغوى د نورو تر واكمنۍ لاندې ول او افغانستان په اسيا كښې له دېرو ملكونو څخه مخكې آزادي اخيستې وه؛ نو يو څو كسانو سره تل دغه پوښتنه وي. هغه څه، چې افغانانو د آزادۍ په وخت كښې تر لاسه نه كړل. مثلاً د پښتو ژبې پر مختگ؛ هغه په نورو ملكونو كښې د پرديو تر سلطې لاندې وشول ، ژبې يې پرمختگ وكړ، هلته علمي مركزونه منځته راغلل، هغو د دنيا له نورو علمي مركزنو سره اړيكې پيدا كړې او هلته په مياشت كښې يا همزمان په ځينو ملكو كښې د دوى په محلي ژبو يا ملي ژبو علمي كتابونه ژباړل كېږي او چاپېږي. په افغانستان كښې ولې دغسې پرمختگ په پښتو او دري ژبو كښې رانغى. سره له دې، چې مونږ د سقاوي دورې نه وروسته څلوېښت پنځوس كاله په ارامۍ كښې تېر كړل. د دغه كار علت ستاسې په نظر څه دى؟

تاسو، خو له تاريخ سره اشنا ياست. تاسو وليد، چې د اعليحضرت احمد شاه كبير ،خداى دې يې وبخښي په وخت كښې د پښتو ژبې يوه شاهنامه وليكله شوله ، حافظ مرغزي هغه ليكلې ده . په همدغه وخت كښې په پښتو ژبه كښې فتواى احمد شاهي هم وليكله شوه او په دغه وخت کښې پير محمد كاكړ د پښتو ژبې د زده كړې لپاره معرفه الافغاني هم وليكه، چې ځينو كسانو به ورته ضرورت درلود . دا كارونه ټول په خپل ځاى كښې مفيد ول، خو دربار ته ژبې لار پيدا نه كړه او په دفتر كښې فارسي اثر واچاوه، چې تر اوسه پورې هم په افغانستان كښې دفتر په فارسي باندې دى او په واقعيت كښې رسمي ژبه فارسي ده، د دفترونو ټولې مكاتبې په فارسي دي. د پښتو لپاره په دربار كښې داسې موقعيت ميسر نه شو، چې هغه مونږ د قبول په نامه وپېژنو او فارسي ژبه، خو خداى دې يې نوره هم مترقي لري، زمونږ د ملت او مملكت يوه مهمه ژبه ده. هغې، خو داسې نازونې ليدلې دي، چې يو بيت يې په يوه طلا خرڅيده او تاسې ته معلومه ده، چې فردوسي ته په شپېتو زرو بيتو شپېته زره طلا وې ورولېږلې شوې او تاسو ته به هم دا خبره معلومه وي، چې كوم وخت په مروه كښې يوه شاعر عماره د بنفشې په باب يوه رباعي وويله. دا رباعي د خلكو خوښه شوه او د سلطان محمود غزنوي، چې په 421 هـ.ق كښې مړ دى، هم خوښه شوه او د هغه په صله كښې يې يو پيل په سپينو سكوباركړ او مروې ته يې ور واستاوه.

 د فارسي، خو په دربار كښې داسې نازونې په برخه شوي دي او پښتو، خو دربار ته لار نه درلوده، نو زه داسې فكر كوم، چې د پښتو د پسمانۍ علت به دا وي، چې له دربارونو څخه شړلې شوې ژبه وه او د پاچاهانو له حر مسرايونو څخه راويستل شوې ژبه وه او خلكو د دې ژبې په زده كړه كښې منصبونه، صلې او رتبې او درباري قبولونه او رسمي قبولونه نه ليدل؛ نو، ځكه يې دې ته توجه نه ده كړې.

- كه مونږ او تاسې دنوي افغانستان تاريخ وگورو، چې د لوى احمد شاه بابا څخه پيل كېږي، هميشه زعامت د پښتنو سره و؛ نو، ولې پښتو د دربار ژبه نه شوه؟

اساساً، خو د درو زرو كلونو څخه د افغانستان پادشاهي د پښتنو په لاس كښې وه، مگر دفتر داران يې ټوله فارسي ژبي او يا په فارسي ادب كښې رسيدلي كسان ول. دا، خو تر هغو پورې، چې د يوې ژبې د رسميت ستونزه په يو ځاى كښې نه وي حل شوې، هلته به همداسې وي.

مونږ او تاسې وينو، چې د ځينو قومونو خپلې اصلي ژبې هلته په دفترونو كښې نه دي رواج، اما هغه مسلط نومېږي او د مسلط فرهنگ تر تاثير لاندې د دوى دفترونه واقع دي؛ نو دلته هم هغه مسلط فرهنگ، چې و او مسلط درباري نفوذ، چې و، هغه د فارسي په نصيب و او پښتو له هغې څخه بې برخې وه. يو اوريدونکي ښاغلى پوهاند رشاد صاحب  داسې پوښتلى دى:

زه له ښاغلي پوهاند رشاد صاحب څخه درې پوښتنې لرم:

_ لومړۍ پوښتنه دا ده، چې پوهاند صاحب تاسې د پښتو ژبې د ودې او پراختيا لپاره څه وړانديزونه لرئ؟

_ دوه يمه پوښتنه دا ،چې د كابل ښار په ښوونځيو، ليسو او پوهنځيو كښې ولې په پښتو ژبه زده كړه نه كېږي؟

_درېيمه پوښتنه دا، چې ولې د كابل ښار پښتانه په اداراتو كښې په پښتو ليكنه نه كوي ، په كوڅه او بازار كښې پښتو خبرو كولوباندې شرمېږي او خپله ژبه بدلوي، علت يې څه دى؟

رشاد صاحب: ډېر مننه نوري صاحب!

د ژبې او ادب د پرمختگ لپاره يو، خو د خلكو توجه ده، بل د دولتونو توجه ده. كه دولتونه توجه ونه كړي هلته د ژبې او ادب د نشر، د ترقۍ او ودې امكانات لږ ميسرېږي. د ولس په قوت او په زور او په همت به ژبه تقريباً يو څه پراخيتا وكړي، خو هغه به داسې منظم پروگرامونه ونه لري لكه د دولت سره، چې وي.

 زه داسې فكر كوم، چې كه د افغانستان دولت د پښتو ژبې د شتمنۍ لپاره قدمونه موثر واخلي؛ نو هغه وخت به پښتو د سيالانو سره سياله ژبه شي.

ستاسې د دوه يمې  پوښتنې په باره كښې وايم، چې:

د تعليم او تربيې په باره كښې؛ د معارف وظيفه ده. پخوا، خو په كابل كښې پښتو ژبه او ادب د يوه مضمون په حيث په ټولو ليسو او ټولو ابتدايي مكاتبو كښې ويل او تدريس كيدله. اوس نه پوهېږم، چې دا سلسله به څومره پاتې وي او بل په پوهنتون كښې د پښتو لكچرونو پر ضد يو منفي حركت هم روان دى او هلته د پښتو لكچرونه نه مني او وايي ټول بايد په فارسي شي.

دا، چې دا تحريك د چا له خوا دى او څوك يې هڅوي؛ دا بيا بله خبره ده . راغلو ديته، چې پښتانه په كابل كښې پښتو نه وايي. دا، خو په خپله د پښتنو عيب دى، د پښتنو گناه ده،چې ولې دوى په خپله ژبه باندې شرمېږي؟ ولې دوى خپل فرهنگ تر نورو كښته بولي؟ ولې دوى د هغه فرهنگ، چې پر كابل مسلط دى، دومره تر تاثير لاندې راغلي دي، چې خپل فرهنگ هم هېروي او خپله ژبه هم هېروي؟ مننه.

_ پښتانه بايد څه وكړي، چې پښتو پر مخ بوځي او په كومه لاره پښتو پر مخ بوځي؟

مونږ بايد خپله ژبه غني كړو او د خپلې ژبې دغنا لپاره څه په ملي اوڅه په دولتي سطحه بايد كوښښ وكړو. او دخلكو ضرورتونه پوره كړو.

ژبه وسيله ده ، علم غايه . كه زمونږ په ژبه كښې دا استعداد پيدا شي، چې د وسيلې په حيث ترې د علم د تحصيل لپاره كار واخستل شي بيا به دغه غنا خلك مجبوروي، چې دغه ژبه زده كړي.

 زما يو شاگرد، چې اوس په لندن كښې اوسي؛ هغه يو وخت په انجمن تاريخ كښې مقرر شو او ما پوښتنه ونه كړه، چې ارغنداوى صاحب له تا سره څنگه پيش آمد وشو. ده را ته وويل، هغه سړى، چې د ادارې په راس كښې و، ډېر ښه پيش آمد يې را سره وكړ.  سره له دې، چې د هغه ژبه پښتو نه وه. ما ورته وويل گوره، چې كوم علت به وي.

سبا، چې دى راغى ويې ويل، چې دغه سړي په روسي ژبه باندې يو څه تسلط درلوده او اثر يې ترجمه كاوه، خو له ده سره، چې كومه ډكشنري وه هغه پښتو روسي او روسي پښتو وه. ده زما څخه په دغه ورځ دا استفاده وكړه، چې زه پښتو لغات ورته په فارسي ترجمه كړم؛ نو ما ورته وخندل؛ نو دغه د ژبې د غنا نتيجه ده.

 ده ته فارسي ? روسي ډكشنري په لاس نه ده ورغلې؛ نو ته د ده لپاره وسيله يې، چې پښتو ورته په فارسي ترجمه كړې؛ نو، ځكه يې ښه پيش آمد در سره كړى. د ژبې غنا د ژبې په قبول باندې ډېر تاثير كوي.

_د ژبود اغېز او گډون په باره کښې څه واياست اود ژبو په له منځه وړنه کښې دا اغېز څومره برخه لرلى شي؟

يعنې په پېښور كښې پښتو له انگريزۍ او اردو سره ډېره گډه شوې ده. كه د گډون دغه كار همداسې دوام وكړي امكان لري، چې پښتو له منځه لاړه شي؟

د ده دا تشويش په ځاى دى او د ژبې د دغه راز اختلاطونو مخه بايد ونيول شي او خلك ودې ته ملتفت شي. يو وارې زه پېښور ته په يوه سيمينار كښې د گډون لپاره بلل شوى وم. دغه سيمينار په باړه گلۍ كښې و او د ادبياتو او ژبو د پوهنځي استاد محترم شكر صاحب را سره ملگرى و. كوم وخت، چې سيمينار خلاص شو او مونږ را روانيدو؛ ده د صوابيوله يو پښتون څخه پوښتنه وكړه، چې كله ځو؟ ده په ځواب كښې ورته وويل : "اټ اوكلاك ټومارو" به ځو؛ نو په دې جمله كښې ((به ځو)) پښتو او اټ وكلاك ټو مارو انگليسي وه.

 زه داسې فكر كوم، چې مونږ بايد دغو نقيصو ته متوجه واوسو او په ژبه كښې د پرديو لغاتو په راداخلولو سره ژبه له خپل شرافته او اصليته څخه وانه ړوو_ تشكر

د راډيويو اوريدونکي آزادۍ راډيو ته وويل :

زه له محترم استاذ څخه دوه پوښتنې لرم:

1. تاسې دخوشحال خان خټک ، چې ناز يږي پښتونواله يې په مينه، دشعر هغه برخه را ته ووايئ ،چې ور پسې داسې راځي :

........................................................................

ننګيالى د زمانې خـــــوشحال خټك يم

2. تاسو د پښتو ژبې د لغاتو د راټولولو لپاره د افغانستان كليو، بانډو او گوټ گوټ ته سفرونه وكړل، په هغه وخت كښې داسې ويل كېدل، چې ځينو دولتي او ستمي ډوله خلكو ستاسو له دغو هـلو ځلو سره مخالفت درلود.آيا دا راته ويلى شئ محترم استاذه، چې ددغو مخالفينو مخالفت تر كومه ځايه واقعيت  درلود؟

دا خبره به زه رد كمه. زه د مخالفت سره نه يم مخامخ شوى_ مهرباني.

بله پوښتنه يې د شعر په باره كښې وه. داسې، چې كه د خوشحال خان خټك دغه شعر را ته ووايئ.

سمه ده، ننگيالى د زمانې خوشحال خټك، خو غالباً تاسې پېژنئ، چې دا په خپل وخت كښې د پښتنو يو ستر مبارز وْ او ډېر ښه شاعر او ليكوال و او حتى ده به خپله په خپل ژوند كښې د خپلو بيتونو شماره څلوريښت زره ښووله او ما، چې كوم تحقيق كړى دى، د ده د بيتونو مجموعه تر شپېتو زر واوړي او نور هم ډېر څه يې په نثر كښې ليكلي دي؛ نو پښتونواله حق لري، چې د ده په نامه باندې ونازېږي.

يوبل اوريدونکي خپلې پوښتنې داسې وړاندې کې:

_ استاذه! ما پروسږ كال په يو اخبار كښې ولوستل، چې تاسې د ادبياتو د كميټې له خوا د نوبل جايزې ته كانديد شوي وئ؛ نو دا خبره تر كومه ځايه پورې رښتيا ده آيا له دغې كميټې سره مو تماس نيولى او په آينده كښې هم دغه چانس لرئ، چې دغه جايزه تر لاسه كړئ.

_بله پوښتنه مې دا ده، چې ما يو فلم وليد د نشنل جغرافيك په پروگرام كښې، چې انگريزانو جوړ كړى و. په دغه فلم كښې د پښتو ژبې په باره كښې ويل شوي دي، چې دغه ژبه د هغو ژبو په جمله كښې ده، چې د دنيا پر مخ له منځه ځي. دوى مثال وركړى و، چې په پاكستان كښې د اردو ژبې تر فشار لاندې او په افغانستان كښې د فارسي ژبې تر فشار لاندې ده. اوس يې نتيجه دا راووته، چې د اساسي قانون په لويه جرگه كښې د ملي مقام نه رسمي مقام ته را كښته شوه. پوښتنه دا ده، چې دغه فلم څومره حقيقت لري آيا دغه ژبه به له منځه لاړه شي او كه نه؟

د لومړۍ پوښتنې په باره كښې بايد ووايم، چې ما ته د نوبل د جايزې له دفتره څخه يو دوه ليكه را رسيدلي وه بيا د پېښور پښتو اكاډمۍ زما يو اثر هم ورليږلى و او خواهش يې كړى و، مگر هغو په جواب كښې راته ويلي ، چې ډاكتر راجولي شاه خټك د پېښور د پښتو اكاډمۍ پخواني رييس ما ته وويل، چې دى خو د افغانستان دى بايد دې جايزې لپاره د افغانستان د پښتو اكاډمۍ له خوا كانديد شي. بيا؛ نو د افغانستان كار، خو تاسې ته معلوم دى، دلته به داسې پېرزوينې غالباً لږې پيدا شي. زه يې نور په آينده نه يم خبر.

ستا د دوه يمې پوښتنې په ځواب كښې بايد ووايم، چې زه به د دوى دغه تصوير تائيد كمه. كومه ژبه، چې په دغسې حالت كښې واقع وي، چې نه خلك ورته توجه ولري او نه دولت ورته پاملرنه وكړي؛ دا بايد وركه شي او د مسلطو ژبو تر اغېزې لاندې راشي. د خپلواك صاحب دغه تشويش او د هغه فلم پيش گويي به له حقيقته څخه لرې نه وي او زه هم دا تشويش لرم؛ نه، چې دغه ژبه د دنيا د ژبو له لسته څخه ولوېږي او لكه، چې د دنيا ډېرې ژبې د گفتگوى له ساحې څخه وتلي دي. مثلاً مونږ او تاسې وينو، چې سانسگريت د دنيا يوه ډېره لويه ژبه وه، ډېره منظمه ژبه وه او حتى تاسې به تعجب وكړئ، چې د سانسگريت نوم به سم سگريټه په شكل وي . يعنې سمه شوې ژبه.  دويد په ژبو كښې، چې څه ورانۍ پېښه شوې وه د هغې د سمون لپاره، چې كوم كار وشو او يوه ژبه يې منځته راوسته، هغه د سم سگريټه په نامه باندې ونومول شوه، اما اوس تاسې په ټول هندوستان كښې غير له يو څو تنو علماو ْ څخه د سانسگريت، ژبه په خلكو كښې نه شئ موندلاى.

 پراكريتو نه شته. دا يې بنگالي پراكريت دى، هغه يې گجراتي پراكريت دى، هغه مهاراجكويي پراكريت دى او هغه يې سيندهي پراكريت دى، هغه يې پنجابي دى. پراكريټونه يې شته، خو خپله سانسگريټ ژبه اوس نشته. فقط څو تنه علما به په گرد هندوستان كښې پيدا شي، چې هغوى په سانسگريت وپوهېږي، هغوى به هم د سانسگريټ ژبه زده كړې وي. نه دا، چې په خلكو او ملت كښې د ژوندۍ ژبې په توگه موجوده وي.

اوريدونکي هاشم وردگ وپوښتل :

 زه، خو وايم، چې د پښتو د وروسته پاتې والي مسووليت ټول د پښتنو مشرانو په غاړه دى؛ ځكه، چې په دغو لنډو وختو كښې ددوه فارسي ژبو رييس جمهورانو يو كارمل او بل رباني په ارشيف كښې به تاسې د هغو پښتو وينا يپدا نه كړئ، خو زمونږ داسې پښتانه مشران دي، چې خپله مورنۍ ژبه يې هيره كړې ده او په فارسي خبرې او ليکنې كوي، خو ما ته به تاسې يو فارسي ژبى راونه ښيئ، چې هغه فارسي هيره كړې وي په پښتو باندې خبرې وكړي. په دې باره كښې د پوهاند صاحب نظر غواړم.

د وردگ صاحب دا خبره ډېره پر ځاى ده، چې زمونږ مشران مسووليت لري، خپله مورنۍ ژبه يې له درباره شړلې او پخپله هم په هغه ژبه باندې نه پوهېږي؛ نو دغه علت دى، چې خپله پښتو يې په دربار كښې له لاسه وركړې ده_تشكر د خداى په امان.

يادونه :د وزير باباد هڅو په باره کښې پوښتنه اوددرانه  استادپوهاندرشادځواب را نه نيمگړى پاتې شوى . که د پروگرام چلوونکى، ميلمانه او اوريدونکي پرې پوره پوهيدلي وي ،هيله ده ،چې په چاپي مطبوعاتوکښې خپور شي.

(د scprd.com نه په مننه)