دظالم او جابر بادشاه په مخ کې حق ويل جهاد دى

مرکه کونکی: صفي الله سرورزى

زمونږ د دين د سپېڅلې لارې علماء کرامو په هر پېر کې ډېرې هلې ځلې کړي. د دې سپېڅلي دين حقه ناره يې د وخت د هر فرعون غوږ ته رسولې. پېغمبر عليه السلام فرمايي: ژباړه: د ظالم او جابر بادشاه په مخ کې حق ويل جهاد دى. دا جهاد زمونږ د دين سپېڅلو علماء کرامو کړى او کوي به يې. زمونږ د سپېڅلي دين د سپېڅلو علماؤ په وياړ د دوه کونو سردار حضرت محمد صلى الله عليه وسلم دا درنه وينا پوره ده چې وايي: ژباړه: زما د امت علماء داسې دي لکه د بني اسرائيلو پېغمبران. بل ځاى کې وايي: ژباړه: زما د امت علماء د انبياؤ وارثان دي. پاک رب (ج) علماء ته د علم له برکته لويه مرتبه ورکړې ده. د علماء د ډلې څخه يو هم د يکه توت مدينه جومات امام چې د الله تعالى د سپېڅلي کتاب قاري او د دين ښه عالم او د ډېرو ښو صفتونو خاوند قدرمن مولانا وحيد الله حقاني صاحب د قدرمن عبدالجليل صاحب زوى په خټه پښتون او د دارالعلوم حقانيه اکوړه خټک نه يې د ديني علومو سند ترلاسه کړى دى. اوس د ديني علومو استاذ دى ا و شلگونه شاگردان او مينه وال لري. الله تعالى (ج) دې عمر ورکړي. ما ورسره د عقيدې په هکله مرکه کړې ده چې لوستلو ته مو رابولم.

١_ پوښتنه: قدرمن مولوي صاحب د کرامت او معجزې ترمنځ توپير څه دى؟

ځواب: بسم الله الرحمن الرحيم. د کرامت او معجزې په منځ کې اسانه توپير دا دى چې د عادت نه خلاف چې کوم کار د دعويدار د نبوت په لاس ښکاره شي دا معجزه ده او چې نبوت د دعويدار نه غير د چا په لاس څرگنده شي دا کرامت دى. ليکن دې سره دا خبره ياد ساتل پکار ده چې دې ته به کرامت هله ويل کيږي چې دا انسان عمل صالح لري. که فرد يو فاسق فاجر په لاس د عادت خلاف يو کار ښکاره شي دې ته استدراج ويل کيږي. د کرامت مثال په قرآن کې ښکاره دى او هغه د سليمان عليه السلام د وزير اصف بن برخيا د سترگو په رپ کې د بلقيس تخت راوړل وه او دې نه علاوه هم بې شماره مثالونه شته دي. خلاصه دا چې معجزه د نبي کار دى او کرامت د ولي. ليکن دې سره دا هم ياد ساتل پکار دي چې نبي ته د خپل نبوت علم وي او دا اړينه نه ده چې ولي ته به د خپل ولايت علم حاصل وي.

٢_ پوښتنه: قاري صاحب! ډېر خلک په دې عقيده دي چې که يو زيارت ته لاړ شي که تبه يا نور څه مشکل ولري زيارت کې شپه وکړي مشکل دې حل کيږي آيا دا عقيده سمه ده؟

ځواب: دا بالکل شرک دى. هيڅ يو زيارت ته دا اختيار نه دى حاصل. شفاء ورکول صرف د الله په لاس کې دي. آيا نه گورې څه وايي حضرت ابراهيم عليه السلام؟ ((و اذا مرضت فهو يشفين)) ترجمه: او چه کله زه مريض شم نو الله ما ته شفا راکوي. مشکل کشا صرف د الله ذات دى.

٣_ پوښتنه: استاذه د زنانه و اديرې ته تلل روا دي که نه؟

ځواب : د زنانه تلل بالکل جائز نه دي. زنانه لپاره بغير د ضرورت شديده نه د کور نه بهر تلل روا نه دي او زيارت ته تلل د سره نه ضرورت دى. علاوه دا چې ضرورت شديده ورته ويلى شي.

٤_ پوښتنه: مولوي صاحب! په قبرونو کې قالينې غوړول هلته د يو منجاور کښېناستل، مالگه دمول او نور کارونه دا د اسلام سره برابر دي که نه؟

ځواب : دا خبرې څه جواز نه لري. دا صحيح ده چې مقبرې ته تلل حضور عليه السلام روا کړي ليکن د عبرت په طور. دا نه چې د چا نه بد عادت په کې شروع کړي. بيا دا هم معلومه نه ده چې آيا دې قبر کې چې کوم بشر پروت دى دا مستند ولي دى او که نه او که وي هم نو وسيله جوړول يې جايز دي ليکن بالذات ترې نه د څه شي غوښتنه شرک دى.

٥_ پوښتنه: مولانا صاحب د قبر يا زيارت نه طواف کول روا دي؟

ځواب : بالکل جايز نه دي. طواف صرف د بيت الله شريف راغلى بل د هيڅ څيز نه.

٦_ پوښتنه: مولوي وحيد الله! د زيارت په نوم نذر ورکول او خوړل روا دي که نه؟

ځواب : قطعاً جواز نه لري. نذر صرف د الله حق دى. د قرآن پاک ارشاد دى چې په کوم څيز دا لله نه علاوه د بل چا نوم واخستى شي يعنې د بل په نوم ومنل شي نو دا څيز حرام دى.

٧_ پوښتنه: مولوي صاحب! زمونږ ځينې علماء په دې نظر دي چې سړى زيارت ته لاړ شي هر کار به دې سميږي او نور علماء کرام وايي چې دا سم کار نه دى. د علماؤ دې اختلاف ته په کوم نظر گورئ.

ځواب : دا خبره هم بې بنياده ده. مونږه د وړاندې نه دا وضاحت کړى دى چې مشکل کشا يعنې د مشکلاتو حل کوونکى صرف د الله ذات دى. د الله نه علاوه هيڅ څوک د چا مشکل نه شي حل کولى. بعضې خلک که له يو مرض نه خلاص هم شي نو دا چونکه د ده عقيده وي او الله د انسان د عقيدې مطابق انسان سره معامله کوي. کوم خلک چې د بتانو عبادت کوي د هغوى مشکلات خو هم حل کيږي نو آيا دا بتان حل کوي په دې ښه سوچ پکار دى.

٨_ پوښتنه : قاري صاحب! د دين يو عالم وايي چې سړى مړ شي د هغه هر څه ختم شي. بل وايي چې نه تر قيامته يې کرامت وي او هر څه کولاى شي. د دې په هکله ستاسو څه رايه ده.

ځواب : د دې سوال مونږه د رسول الله مبارک (ص) په يو حديث سره بهتر طريقې سره ورکولى شو او هغه دا چې کله انسان مړ شي نو هر عمل يې ختم شي. صرف درې خبرې داسې دي چې هغه باقي وي. نيک اولاد چې هغه ورته دعا کوي نو ثواب به وررسي، صدقه جاريه يعنې مثلاً چېرته مسجد يې جوړ کړى دى خلک په کې لمونځ کوي نو ثواب وررسي او دريم علم چې خلکو ته يې فائده رسولې وي نو د دې ثواب به وررسي.

٩_ پوښتنه : وحيد الله صاحب! معجزه د پېغمبرانو نه ثابته ده او کرامت د ولي نه. دلته ځينې خلک د کرامت او معجزې ترمنځ توپير نه کوي. لکه د رسول الله صلى الله عليه وسلم شفاعت الله فرمايلي دي. د ولي په باره کې خو څه نشته، چې آيا دغه شخص په رښتيا ولي او د برخې خاوند و او که نه دلته زمونږ د علماؤ څه نظر دى.

ځواب : دا خبره مونږه وړاندې واضحه کړه چې معجزه د نبوت نخښه ده ا و کرامت د ولايت. ليکن دا خبره هم څه ضروري نه ده چې صرف هغه به ولي وي چې کرامت ترې نه ښکاره شي. حقيقت کې کامل ولي هغه شخص دى چې د الله او د هغه د رسول کامل تابعدار وي. اصل څيز د الله د دين تابعداري ده او په دين استقامت دى. حديث کې راځي چې په دين کې استقامت د زرو کرامتونو نه سخت دى، باقي دا چې د رسول الله (ص) د شفاعت خبره نو دا به هم صرف د الله په اجازه وي. قرآن پاک کې راځي ((من ذى الذى يشفع عنده الا باذنه)) يعنې څوک دى چې د الله د اجازت نه سوا د چا شفاعت وکړي. دلته که کوم ولي دى، بزرگ دى نو هم به صرف د الله په اجازه شفاعت کوي. دغه شان يو مجاهد، عالم دين، حافظ د قرآن به هم شفاعت کوي خو د الله په اجازه، او هغه هم په قيامت کې چې ټول خلک راژوندي شي.

١٠_ پوښتنه : مولوي صاحب! ځينې خلک وايي چې فلانى بابا مړي راژوندي کوي. لکه د پيرانو پير صاحب په هکله خلک وايي چې ده د خپل مريد د روح په سر له عزرائيل عليه السلام سره جگړه وکړه او هغه نه يې د يو مريد په سر ٧٠ زره روحونه آزاد ا و راژوندي کړل. دا خبره تر کومه ځايه سمه ده؟

ځواب : دا خبره بالکل بې بنياده ده. قرآن پاک کې د مړي د ژوندي کولو خاصه صرف د الله بيان کړې شوې ده. ارشاد دى ((و هو يحى و يميت)) او هم الله مړه کول کوي او ژوندي کول کوي. کله چې د نمرود ا و حضرت ابراهيم عليه السلام مناظره وه نو نمرود تپوس وکړو چې ستا رب څه کار کوي. ابراهيم (ع) وفرمائيل چې هغه مړه کول او ژوندي کول کوي. باقي د پيران پير صاحب (رح) دا واقعه هيڅ څه سند نه لري. دا د جاهلو خلکو جوړه کړې شوې واقعه ده. د رسول الله مبارک نه لوى ولي خو په دنيا بل نشته. خپل زوى حضرت ابراهيم (ع) پسې يې ولې ژړل ژوندى کړى به يې و.

١١_ پوښتنه: مولانا صاحب! يو بله مسله چې د پيرانو ترمنځ رواج شوې ده دوى وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم حاضر ناظر دى. په دې هکله څه وايئ؟

ځواب : رسول الله مبارک هر ځاى کې حاضر ناظر منل دا شرک دى. رسول الله (ص) دې دنيا نه پرده کړې ده. خپل قبر مبارک کې حيات دى. د الله عبادت کوي او چې کله هم څوک د قبر مبارک نه لرې درود ووايي نو پرښتې يې وررسوي. که چېرته حاضر ناظر وې نو بيا د پرښتو رسولو ته څه ضرورت و.

باقي دا مسئله چونکه د صحابه کرامو (رض) په دور کې بالکل نه وه لهذا د هغوى د طرف نه په دې باره کې څه نه دي راغلي. دا يوه نوې عقيده ده چې هيڅ مستقل سند نه لري. نه د قرآن نه، نه د احاديثو نه، د فقهاء امت نه، هر ځاى کې موجود صرف د الله ذات دى.

١٢_ پوښتنه : وحيد الله صاحب! ځنې خلک يوه عقيده ځينې بله لري. دلته د امت اختلاف په کوم دليل دى آيا داسې څه په اسلام کې شته چې دوى په يو او بل د کفر ټاپې لگوي.

ځواب : څومره پورې چې ما ته معلومه ده نو اکثر اختلاف د امت په علماء کې عقيدوي نه بلکې فروعي دى. او فروعي اختلاف لکه د مذاهبو اربعه په منځ کې چې دى دا اختلاف څه نقصاني نه بلکې عين رحمت دى. باقي د عقيدې اختلاف که کوم ځاى کې راغلى نو چونکه د هر انسان سوچ او فکر جدا دى نو دې وجې نه بعضې وخت د يو حديث نه انسان هم د خپل سوچ او فکر په اساس نتيجه اخذ کوي . باقي چې کوم زمونږه د دين بنيادي عقايد دي هغو کې د چا هم اختلاف نه شته. د بنيادي عقايدو نه زما هغه عقايد مراد دى چې په هغه سره انسان مسلمان کيږي او کافر کيږي.

١٣_ پوښتنه : قاري صاحب! اکثر د طريقت خاوندان په زيارتونو عقيده لري او ډېر درناوي يې کوي ا او تر دې چې د تعظيم سجده هم ورته کوي. په دې هکله ستاسو نظر څه دى.

ځواب : سجده صرف د الله ذات ته روا ده هيڅ انسان ته هر څومره هم چې د برخې والا شي خو سجده ورته جايز نه ده. که وه نو صحابه کرامو به رسول الله (ص) مبارک ته کړې وه. باقي که څوک دا وايي چې آدم عليه السلام ته شوې ده نو دا يو جدا بحث دى چې آيا دا سجده په حقيقت کې هغه ته وه او که نه او که وه هم نو خو د الله پاک په حکم وه.

١٤_ پوښتنه : قاري صاحب: اکثره د طريقت خاوندان علم نه لري او د طريقت په څوکيو ناست دي. داسې خلک د پيرۍ لايق دي که نه؟

ځواب : همداسې جاهله پيرانو د وجې نه خو دنيا ته زيات نقصان رسيدلى دى. باقي کرامت ښکاره کېدل نو دا صرف د ولي نخښه ده. که چېرته د يو بدعمله انسان په لاس داسې څه ښکاره هم شي نو دلته به کرامت نه بلکې استدراج ويلي شي. استدراج عربي لفظ دى د دې معنا ده مهلت يعنې الله چا لره مهلت ورکوي تردې چې هغه نور هم په خپله بدعملۍ ډاډه شي او گناهونه کوي ناڅاپه د الله په گرفت کې راشي.

١٥_ پوښتنه : مولوي صاحب! ځينې زيارتونه دي چې په لاره کې راځي او هلته پاتې شي لاره ترې بدله کړي يا خلک وايي چې ده څوک نه پرېښودل چې له دې ځايه يې بې ځايه کړي. د تاسو په نظر مړي دا کولاى شي که نه؟

ځواب : دا خبره بعيده نه ده ځکه چې کرامت چونکه ولې نه ښکاره کيدې شي او پس د مرگه هم د کرامت ظهور منع نه دى نو که داسې څه واقع مخې ته راشي نو د شريعت منافي نه ده.

١٦_ پوښتنه : مولوي صاحب! ځينې خلک د مړو سره له ډېرې مينې په اديره کې د قبر سرته په لمونځ دريږي دلته لمونځ روا دى که نه؟

ځواب : يو زيارت کې لمونځ کول يو طرف ته کوي جواز لري خو بالکل زيارت مخې ته کول او لمونځ کول دا جايز نه دي، دا شرک دى ځکه دا د بت پرستۍ سره مشابهت لري.

١٧_ پوښتنه : وحيد الله صاحب! ډېر خلک دې چې زه د رسول الله صلى الله عليه وسلم امتي يم خپل ځان په نور لوړ گڼي دا کار روا دى؟

ځواب : که چېرته د يو کس باره کې دا ثابته شي چې ال رسول الله (ص) دى نو د هغه عزت کول پکار دي خو که دى خپله ځان پورته گڼي نو دا صحيح نه ده. ځکه دا تکبر دى او تکبر صرف د الله صفت دى. باقي اصل څيز کامله تابعداري ده حسب نسب که د نجات ذريعه وې نو کنعان د نوح عليه السلام زوى و د عذاب نه به بچ شوى و.

١٨_ پوښتنه : مولوي صاحب! ځينې خلک وايي فلاني بابا ته لاړ شه زوى لور يا ښځه درکوي. دا عقيده سمه ده؟

ځواب : ښځه ورکول، زوى ورکول هر مشکل حل کول مونږه وړاندې هم واضحه کړې ده چې صرف د الله جل جلاله کار دى. صرف د الله نه غوښتنه پکار ده. قرآن پاک کې راځي ((قالوا حسبنا الله)) يعنې ټولو صحابه کرامووفرمايل چې مونږه لره د الله ذات کافي دى.

مولوي صاحب له تاسو مننه کوو چې له مونږ سره مو مرکې ته وخت راکړو او خپل وخت مو ضايع کړو. وحيد الله : زه هم تاسو او ستاسو له ټولو کارکوونکو مننه کوم او د خداى (ج) نه درته لوى اجر او برياليتوب غواړم. مننه.

 

 (د scprd.com نه په مننه)