مينه دژوند نوم دى او ژوند مينه ده

درنو لوستونکيو ! مونږ هڅه کوو، چې د لرې برې پښتونخوا د هغو تنکيو ځوانانو نظرونه وپښتو، چې په ځوانه ځوانۍ کې يې د پښتو ادب لپاره ملا تړلې او د هېواد په روانو حالاتو خپلې اوښکې تويوي . د ورځ مجلې خبريال همدرد ساپى ځوان او تاند، شاعر، ليکوال سيف الله ”غريب يار“ سره په زړه پورې مرکه کړې، چې تاسو درانه لوستونکي يې مرکې لوستلو ته رابولم .

همدرد ساپى : ښاغلى غريب يار تر ټولو لومړى تاسې ته ښه راغلاست وايو، چې زمونږ بلنه مو ومنله او مونږ ته مو د مرکې کولو وخت راکړ، که څه هم ستاسو د نوم سره لوستونکي اشنا دي، خو که د مرکې له اوصولو سره سم د ورځ مجلې لوستونکو ته ځان ورپېـــژنئ ؟

غـريب يـار : ښاغلى همدرد صيب ! ډېره ډېره مننه ! له تاسې او ستاسې د دفتر له ملگرو څخه، چې زه مو د مرکې وړ وگڼلم، چې خپلو مينه والو ته خپل غږ ستاسو په زيار خلکو ته رسوم. زه

 لومړى د ورځ مجلې درنو لوستونکو ته سلامونه وړاندې کوم. زما نوم سيف الله، تخلص مې ”غريب يار“ د ډاکټر محمد نواز زوى يـم. په ١٩٩٢ع  کال کې د افغانستان خوست ولايت کې مې دې فاني دنيا کې سترگې وغړولې. کله، چې بيا په ښه او بدو پوى شوم، پلار مې د خوست د گربزو سيمه کې د شهيد قادر محمدخان په ښوونځي کې شامل کړم د ثانوي زده کړو لپاره کوزې پښتونخوا پېښور ته راغلم او اوس د سلطان شهاب الدين غوري ليسه کې له نورو افغان وروڼو سره په دولسم ټولگي کې زده کړې پرمخ بيــايــم.

همـدرد ساپى : که دا راته وواياست، چې څنگه د ليکوالۍ او شاعري ډگر ته راغلى ؟

غريب يار : ياره زه، چې کوچنى وم په ښوونځي کې به مې ترانې، نعتونه ويل. وختونه تېريدل ما به هم هڅې کولې، چې چيرته ادبي پروگرامونه وي او څه ووارم همدا لامل و، چې ما په  ادبي پروگرامو کې برخه اخيسته. اديبـــانو سره به مې ناستې کولې او د هغوى شعرونه به مې لوستل. يوه ورځ د صحرا په لوري ولاړم د ځان سره مې يو څه وويل : بيا مې کاغذ راوخيست او يو څه مې وليکل، خپلو ملگرو ته مې وړاندې کړ؛ هغوى چې وکتل حيران شول او ما ته يې وويل : چې هلکه مبارک شه ته، خو شاعر شوې. کله، چې يې ماته د شاعري ډاډ راکړ، نو زه خوشحاله شوم؛ بيا مې دغه شعر د ښوونځي ملگرو ته او د کورنۍ غړيو ته ولوست. هغوى يې هم په اوريدو خوشحاله شول .

همدرد ساپى : ښه تاسو، چې کله د شاعري او ليکوالي ډگر ته راتلى له خپلې کورنۍ سره مو اړيکې څنـگـه وې ؟

غريب يـار : زه، چې کله د شاعرۍ ډگر ته راغلم له ما سره زما ملگرو ډېر زيار ويستى، بيا چې زما مور او پلار ته دا هم په ډاگــه شوه، چې سيف الله شاعر شوى، نو پلار مې هم ډاډ راکـړه ! خو مور مې پدې کار ناراضه وه؛ خو، چې کله زه د ژوند په کوم کار کې ستونزه ووينم، نو له مور څخه مرسته غواړم .

همدرد ساپى : تاسې څو کلن وى، چې شاعري مو پيل کړه ؟

غريب يـار : زه دولس کلن وم، چې شاعري مې پيل کړه او هغه مهال زه په اووم ټولگي کې په زده کړو بوخت وم .

همـدرد ساپى : د شاعري څخه پرته نور څه هم ليکي : لکه نثر، لنډې کيسې، ادبي ټوټې که څنگه ؟

غريب يـار :  ښه پوښتنه مو وکړه، ما له شاعرۍ پرته لنډې کيسې هم ليکلې . د لنډو کيسو يو ټولگه مې اوس هم له چاپ لاندې ده . ډرامې سره مې مينه شته، خو ليکلې مې ندي او دا به له تاسو زده کوم.

 

همدرد ساپى : د شاعرۍ په دنيا کې دې په خپله کومه برخه ډېره خوښېږي؛ لکه غزل، قطعه، څلوريزې، نظم، سندره؛ ستاسو زياته مينه کوم اړخ ته ده ؟

غريب يار : زه به پرې نه پوهېدم، چې دا څه وايي . دا سندره ده که بل څه دى، خو غزل به مې د راگونو څخه پېژنده، چې ياره دا غزل دى؛ زما د غزل سره زياته مينه ده .

همـدرد سـاپى : په اوسني پېر کې د پښتو ژبې شاعران ډېر تر سترگو کېږي او خلک هم له  پښتو شاعرۍ سر ټکوي او نيوکې پرې لري، دا ولې آيا دا شاعران پښتو ژبې ته زيان رسوي او که کوم بل لامل دى ؟

غـريب يـار : زه دا منم، چې د پښتو ژبه يوه ډېره درنه او لرغونې ژبه ده او که د پښتو ژبې تاريخ ته وگورو، پښتو ژبه ډېر اوږد تاريخ لري . د پښتو ژبې شاعري تاريخ ته که ځير شو، نو دا هم ډېر اوږد تاريخ لري، نو زما په نظر د شاعرانو زياتوالى د ټولنې لپاره ښه دى .

همدرد ساپى : اوس به يوې بلې مهمې پوښتنې ته راشم، چې هر انسان ورسره په ژوند کې مخ کېږي؛ هغه د مينې غوښتنه ده دا راته ووايئ، چې د مينې دنيا ته مو سر ورښکاره کړئ او کنه ؟

غريب يـار : هــو ! که رښتيا درته ووايم، مينه مې کړې ده، له مينې پرته ژوند تېرو گران کار دى، خو تر اوسه يې بيا هم په لټه کې يم، که واده مې ورسره وشي دا به زما ستره بريا او د خوښي ځاى وي .

کله هم، چې ته د يو انسان مينه لاسته راوړې، نو ستا بايد د هغه سره هم مينه موجوده وي، چې هغه بيا تاته هم په بدله کې مينه درکړي او دې کار د سرته رسولو لپاره غوره لاره د انسان په زړه کې ځاى پيدا کول دي؛ خبره راڅخه اوږده شوه، خو ما مينه کړې او اوس يې هم کووم . تر اوسه مې ناکامي نده ليدلې کامياب روان يم، که ناکام شوم نو خفه کېږم نه؛ ځکه ژوند ناکامي او کاميابي دواړه لري او مينه هم د ژوند دويم نوم دى او مينه بيا د ژوند يو نوم دى؛ خير ده که را ونه رسيده صبر به کوو .

همـدرد ساپى :     ښاغلى غريب ياره ! دا راته ووياست، چې دکومو شاعر له شعرونو سره دې ډېره مينه ده ؟

غريب يـار : ياره ! هر شاعر، چې ښه شعر وليکي زما خوښېږي . زما د ښاغلي پيرمحمد کاروان، استاد قتيل خوږياڼي، ملنگ جان او په کوزه پښتونخوا کې اباسين يوسفزى، ډاکټر محمد اعظم اعظم شاعري خوښېږي .

همـدرد ساپى : په موسمونه کې دې کوم موسم ډېر خوښېږي ؟

غريب يـار : زما په موسمونه کې د اوړى موسم ډېر زيات خوښېږي، ځکه په اوړي کې مو ښوونځى رخصت  شي؛ نو زه خپل وطن ته ولاړ شم . خپل وطن کې خپل مور او پلار ووينم .

همدرد ساپى : هر انسان په زړه کې يو ارمان لري، تاسو څه ارمان لرئ ؟

غريب يـار : دا ژوند خپله يو ارمان دى، دنيا هم ارماني ده، د هيچا ارمان پکې ندى پوره شوى، خو زما ارمان دا دى، چې په وخت د ځنکدن کې مو پوره ايمان نصيب شي، همدارنګه د خپل مور او پلار خدمت ښه په مينه سرته رسول هم زما يو ارمان دى . د خپل هېواد دغه درديدلى او زوريدلى ملت سره همکاري او همدردي کول او په ميړانه سره د دوى خدمت ترسره کول هم زما يو ارمان دى . په زړه به مې نور ارمانونه هم وي، خو دا تر ټولو ضروري گڼـم .

 

همدرد ساپى : خلک وايي : موسيقي د روح غذا ده، په دې اړه ستاسو څه نظر لرئ، چې دا خبره به څومره حقيقت ولري او پخپله هم موسيقي اورئ ؟

غريب يار : دا خبره هيڅ حقيقت نه لري، چې موسيقي د روح غذا ده . موسيقي د روح غذا نشي جوړيدى . موسيقي د ستړو دماغو لپاره يو سکون بللى شو، خو د روح غذا يې نشو بللى؛ ځکه موسيقي د روحانيت او سپيڅلي انساني طبيعت سره هيڅ کوم تړاو نلري . زه هم موسيقي اورم، زما خاموشه او نرمه موسيقي خوښېږي . په موسيقي کې مې د ډاکټر ناشناس، سردارعلي ټکر، احمد ظاهر، نواب على، مهدى حسن او داسې نورو سندرغاړيو اوازنه خوښېږي .

همدرد ساپى : ښه دا راته ووايئ، چې تاسو د خلق دموکراتيک گوند سره څنگه تعلق لرئ ؟

غـريب يـار :  زما پلار د خلق له گوند سره تړاو لري، زمونږ د کورنۍ ټول غړي خلقيان دي، له څخه به ستر بنياد پرسته خلقي بل نه وي، زما د خلقيانو سره ډېره مينه ده او زما ملگري ټول خلقيان دي . زمونږ خوست ته به يې پخوا مسکو خورد ويل . افغانستان ته روسان هم مونږ راوستي وه، د خلق گوند، خو يو ډېر ښه او پرمختللى گوند دى . زه پخپل خلقيتوب فخر کوم، چې زه خلقي او زما د کورنۍ ټول غړي هم خلقيــان دي .

همدرد ساپى : په کوم وخت کې شعر ښه ليکلى شې ؟

غـريب يـار :  زه شعر په درې حالاتو کې ښه ليکلى شم، لومړى د ډېرې خوشحالۍ په وخت، دويم د ډېر غم او درد په وخت کې او دريم د يو چا د مينې څخه متاثره کېدو په حال کې .

همدرد ساپى : ښه که دا اوس راته وواياست، چې څومره آثار مو چاپ او څومره مو ناچاپ دي ؟

غريب يار : زما يوه شعري ټولگه، چې د هغې نوم دى ((ستا په ياد کې)) د لومړي ځل لپاره چاپ شوې او د دويم کتاب مې د ((حکمت مرغلرې))، بل کتاب ((پوره لمونځ))، بل کتاب ((د اولياء کرامو زرين اقوال)) چاپ ده، همدارنګه بل کتاب مې د ((تعليم الاسلام)) ژباړه ده، چې چاپ شوى دى، بل کتاب (( تنبيه الغافلين))، چې دا هم زما ژباړه ده او چاپ شوى دى . بل ((اسماء الحسنا))، بل ((تعليم الدين)) ژباړه چاپ ده، بل کتاب حج او عمره او همدارنگه نور گڼ کتابونه شامل دي . هغه کتابونه، چې اوس د چاپ لاندې دي د هغې له جملې څخه يوه د لنډو کيسو ټولگه ده د ماشومانو لپاره، چې د هغې نوم دى ((عبرتناکې قيصې))، يو بل کتاب، چې دا مې هم ژباړلى او د چاپ لاندې دى .

همدرد ساپى : ښه دا راته وواياست، چې څو وروڼه لري او هغوى څه دندې لري، کوم يو خو به شعر نه ليکي ؟

غريب يار : شکر دى ماته خداى وروڼه او خويندې دواړه راکړي، زما شپږ وروڼه دي او شپږ مې خويندې دي؛پاتې دې نه وي، چې زما پلار دوه ودنه کړي دي .  چې وروڼه مې په په زده کړو بوخت دي او نومونه يې څه داسې دي (( کريم الله ))، (( محمد ايوب ))، (( فتح الله محتاج)) ، (( جمعت الله))، ((عمران غريب يار)) او ((مسعود غريب يار)) نومېږي .

همدرد ساپى : ښه ؛ ښاغلى غريب يار ! که دا راته هم ووايئ، چې واده مو کړى او کنه ؟

غريب يـار : نا!!  همدرد صيب ! ما تر اوسه پورې واده ندى کړى، ځکه دا مهال زه په زده کړو بوخت يم؛ د زده کړو څخه وروسته  به وگورو، چې څوک راسره د ژوند ملگرې کېږي .

همدرد ساپى: په پاى کې که دافغانستان دغه درديدلي ملت او په ځانگړې توگه د ورځ مجلې لوستونکو ته څه پيغام لــــرې ؟

غريب يـار : زه د ټولو افغانانو څخه دا غوښتنه لرم، چې نور دې د پرديو په اشارو وطن نه ورانوي او يووالى دې پيدا کړي . د ژوند څخه خوند واخلي، چې ژوند څنگه کېږي . د چا په کتابونو او مقالو دې ځانونه نه غولوي او هغه خرڅ شوي مزدوران دې وپېژني، چې په هېواد کې فتنه اچوي .

(د scprd.com نه په مننه)