د شعر په ژبه نيوکه په زورواکو بده نه لګي

انجينر عزت الله ځواب سره مرکه

مرکچي: سهار ګل اميرزی

درنو لوستونکو! دا مرکه د چينې مجلې په پاڼو کې خپره شوې ده، له هغه ځای څخه مې دلته راوړې ده، چې تاسو درانه يې لوستلو ته رابولو. اداره.

 

چينه: قدرمن ځواب صيب ستاسو له نوم، شعر او فن سره خو زموږ ډيری هېوادوال اشنا دي، خو که تاسو پخپله ژبه د چينې لوستونکو ته يو څه ورزيات کړی نو خوند به وکړي؟

ځواب: د ځان په اړه خبرې کول ستونزمن کار دی، زه د حاجي ضرب الله زوی يم، د روداتو ولسوالۍ د روغاتو په سر کلي کې له نن څخه ۲۸ کاله وړاندې زېږېدلی يم. اوس د مينې په نامه د يوې خپلواکې مجلې مسوول مدير يم.

چينه: که د چينې لوستونکې په دې وپوهوې چې لومړنۍ، منځنۍ او لوړې زده کړې مو کوم مهال، چيرته او په څه ډول حالاتو کې سرته رسولي دي؟

ځواب: لومړنۍ زده کړې خو مې په لره پښتونخوا باړې نومې سيمه کې ترسره کړي دي، هغه سيمه کې چې اوس يې نوم يادول د کوچنيوالي خوږې خاطرې رامخې ته کوي، منځنۍ زده کړې مې د خپلې ولسوالۍ په اړوندو ښوونځيو کې کړي دي، خو که خبره رالنډه کړو نو په ۱۳۷۶ لمريز کال د ننګرهار له عالي لېسې څخه فارغ شوی يم، بيا نږدې یو کال په تجربوي ښوونځي کې دد کيميا او بيولوژي ښوونکی ووم او چې کله مې په کانکور کې ګډون وکړ، د انجينرۍ پوهنځي ته بريالی شوم، له پخوا راهيسې مې له رياضي او فزيک مضامينو سره ډېره علاقه وه، همدا رنګه په هندسه کې هم بد نه وم، خو شاعرانه بنډارونو زما مخه بلې خواته کړه او ژورناليزم سره مې مينه پيدا شوه.

په لومړي سر کې مې د پوهنځي لپاره د ودانۍ په نامه يوه د يوالي جريده پيل کړه، بيا مې يو څه وخت د هيلې مجلې سره همکاري وکړه او د کرزي صيب د واکمنۍ له پيل سره سم مې مينه پيل کړه، که د کارونو په اړه راپوښتئ! نو دومره به ووايم چې يو کال مې د I.W.P.R(د جنګ او سولې راپور ورکول) ټولنې ته ګزارشونه ليکلي، دوه کاله کليدد اونيزې سره د ايډيټر او راپورتر په حيث پاتې شوی يم، او پوره دوه کاله مې د پژواک خبري اژانس تته د ختيزو ولايتونو ګرمې او سړې موضوع ګانې د خبرونو په بڼه لېږلي دي.

چينه: ګرانه ځواب جانه! که اصلې موضوع ته راشو، کله شاعر شوې؟ ولې شاعر شوې؟ او څومره شعرونه به لرې؟

ځواب: د يوولسم ټولګي کلنيو ازموينو ته لږه موده پاتې وه چې د شعر په نامه مې په څه اوتو – بوتو ليکلو پيل وکړ، دا چې ولې شاعر شوم، په دې ډېر خپله هم نه پوهېږم، خو په همغو لومړيو شپو ورځو کې راته ډېرو خلکو چکچکې ووهلې او زما يې له ځانه سمه پيدا کړه. چې که خواري وکړم نو شاعر به شم، خو دا چې د ځينو خلکو په څېر مې شعر ته کار نه ددی ويلی او کلکه ملا مې هم نه ده ورته تړلې. نو همدا وجه ده، چې ډېر شعرونه نه لرم، که څه هم چې يوه وړه ټولګه شعرونه مې خپاره شوي، خو اميرزي صيب زړه مې پرې اوبه نه دي څښلي، ما د شعر لپاره رياضت ته وخت نه دی پيدا کړی، خو چې کله مې په کومه ټوټه کاغذ څه هم وزنه کليمې ليکلي، نو هغه مې هم له ځانه سره نه دي ساتلي او له نېکه مرغه چې شعرونه مې د راديو تليويزيون او نورو خپرونو له لارې خپرېږي، بيا که ستر څښتن راسره مل و راټول به يې کړم.

چينه: لومړنی شعر مو کوم ؤ، او که ووايئ چې د شپې مهال مو ليکلی او که ورځ وه؟

ځواب: ياره باور وکړه چې د شپې او ورځې خبره رانه هېره ده، خو په ننګرهار ليسه کې موږ د دولسم ټولګي د پښتو کتاب سرته ورساوه، ازموينې ته لا شپې پاتې وې، کوچي استاد (خدای جل جلاله دې يې تر ډېره ژوندی لري) د مشاعرې تابيه راونيوله، چې په هغې کې د پوهنې په رياست سربېره د اطلاعاتو او کلتور د رياست مامورينو هم ګډون کړی و. زه د لېسې په دوره کې ډېر شوخ وم، په دې مشاعره کې مې يو شعر ولوسته چې رديف يې (سرچپه ښکاري) و، د غونډې برخوالو او ټولو ده کوونکو په چکچکو بدرګه کړ او په زړه پورې خو يې لا دا وه چې تر مشاعرې وروسته به مې په لېسه کې ځينو وړو يو بل ته د ((سرچپه ښکاري)) کليمه ويله ماته به اوس هغه شعر پوره ياد نه وي خو څه په دې ډول وه چې:

يا کارونه د دنيا سرچپه ښکاري

يا وفا مې د اشنا سرچپه ښکاري

يا خبرو له چتې ويستلی ځان دی

يا برغولی د چوپتيا سرچپه ښکاري

بس همدا شعر و، چې زما شاعري ترې پيل شوه.

چينه: ګڼ شمېر شاعرانو او شعر پوهانو د شعر لپاره بېلا بېل تعريفونه کړي، او شعر يې په يو او بل نامه راپېژندلی، ستاسې په نظر شعر څه شی دی؟

ځواب: دا پوښتنه دې بايد د پوهنتون کوم پوهندي يا پوهنوال استاد ته راجع کړی وای، ما خو مخکې وويل چې له انجينرۍ پوهنځي څخه فارغ يم. د شعر په تخنيکي اړخ کې دومره معلومات نه لرم، او نه مې خبرې کول ستا د پوښتنې سره سر خوري، خو هغه د چا خبره چې له زړه نه پورته شوی اسويلی دی، يا شعر په بڼ کې يوې څانګې پر سر د ناستې بلبلې شور او سندره ده، او که خبره رالنډه کړم نو شعر د زړه غږ دی، چې له زړه پاڅېږي او په زړونو کېني.

چينه: شاعران او شعرونه خو الحمد الله ډېر او د پخوا په پرتله يې لمن ډېره پراخه شوې ده، خو ستاسې په اند ښه شعر کوم شعر ته ويلای شو؟

ځواب: سمه خبره دې وکړه، نن سبا چې هره تيږه پورته کوې نو يو شاعر ترې لاندې وي، خو هغه الفت صيب څه ښه ويلي چې:

رنګ په رنګ ګلان پيدا شي غرو، رغو کې

پکې يو نيم د ليلا پيکي ته ورشي

نو شعر هم چې د شکل او محتوا له پلوه ښه وي، پېغام ولري، عاطفه او احساس پکې وي، په ساده او روانه ژبه کې ښکلی او زړه راښکونکی انځور ولري، زه خو هماغه شعر ته ښه شعر وايم، چې په خلکو خوږ ولګېږي او لکه د مينې درد چې په زړه کې نرۍ نرۍ ځړيکې وهي، خلکو ته خوند ورکوي، زما هم خوښېږي، خو داسې شعر ليکل چې په تول پوره وي په اوس وخت کې ډېر کم تر سترګو کېږي:

په اسمان د ګڼو ستورو شمار کول دي

شعر هم هسې نه جوړېږي دماغ غواړي

چينه: لکه څنګه چې پوهېږو، ګورو او اورو ستا په شعرونو کې دوه رنګونه تر نورو زياتت او تېز دي، چې يو عشقي رنګ دی او بل انتقادي رنګ دی، د عشقي شعرونو لامل مو څه دی؟ آيا مين يې؟ يا وې؟ او بله دا چې په ټولنه کې د انتقادي شعرونو ارزښت ستاسې په نظر څومره مثبت دی؟

ځواب: کور مو ودان چې زما د شعرونو په اړه دومره مالومات لرئ او زما مو هم دې ته پام کړ، چې په شعر کې مې خبرې پيدا کېږي، زما په شعرونو کې به شوخ شعرونه هم وي، خو فکر نه کوم که په خبرو وارزي، که خبره د مينې شي نو ماته خو د ژوند مفهوم مينه ښکاري، په مينه کې مې هم ګيلې مانې ليدلي او ژوند مې له ډېرو ستونزمنو پړاوونو څخه تېر شوی، د دروند استاد محمد اصف (صميم) خبره مې په ذهن کې نيولې او د يوې ستونزې په حل کېدو مې بله ستونزه پيدا کړې، همدا رنګه ستر خوشحال بابا ويلي:

لا يو شعر راځينې لاړ نه وي بل راشي

مګر زه پيدا په ورځ د شور او شر يم

بس دغو د انقلابونو شور او شر ځپلي يو او د هېواد ناخوالو ژړولي يو، نو په انتقادي بڼه به مو هم د شعر په نامه څه ماتې ګوډې سره يو ځای کړي وي، که څه هم چې زموږ په ټولنه کې د انتقاد زعمل په ييچومي ختل دي. چاپلوسان دې ژوندي وي، ټول عمر په ستاينو تيروي او چې لږ ورپسې څه ووايې، بيا دې خير نشته خو د شعر په ژبه نيوکه په زورواکو بده نه لګي، نو که هغه خبرې چې زموږ ولس يې غواړي د شعر په جامه کې راونغاړل شي په اسانۍ سره ترې پېغام اخيستلای شو.

چينه: ستاسې په شعرونو کې سربېره پر انتقادي او عشقي رنګونو نور رنګونه هم تر سترګو کېږي، لکه حماسي او داسې نور تاسې ته کوم ډېر ښه او په زړه پورې دی؟

ځواب: که رښتيا راباندې وايې نو  ماته خپل شعر مزه نه راکوي، خو حماسي شعرونه مې خلک ډېر خوښوي او زه هم هڅه کوم چې په همدې اړخ کې شاعري وکړم. حماسه د پښتو شاعرۍ له پيله راپاتې(زه يم زمری په دې نړۍ له ما اتل نشته) که موږ د خوشال خان شاعري ولولو دا رنګ پکې تر نورو تيز ښکاري

لا تر اوسه يې ماغزه په کرار نه دي

چا چې ما سره وهلی سره په سنګ دی

د افغانانو تاريخ ټول حماسه، حماسه دی، د دې قوم په خټه کې غرور نغښتی دی، هېڅکله يې د استعمار پر وړاندې سر نه دی ټيټ شوی.

دا سر ربه مات شوی خو ټيټ شوی چاته نه دی

خو تاته يې پنځه وخته محراب کې راولم

زموږ د ولسي شاعر خوږ ژبي ملنګ جان شعرونه حماسي دي، چې په رښتيني توګه پکې د خلکو د غوښتنو ترجماني شوې، ماته خو خپله هغه شعرونه ډېر خوند راکوي چې ډېر عمر ژوندي وي.

چينه: له هغې دمه چې شاعر شوې، تر دې دمه چې ياستئ، له خپلې شاعرئ څومره راضي ياست؟

ځواب: دې ته ورته پوښتنه راڅخه څو کاله وړاندې يو بل ملګري هم کړې وه، هغه ويل چې شعر څه ګټه در رسولې ده، ما وويل چې د سرک پر سر يې د چولو له خوراکه ايستلی يم، په دې مانا چې پخوا مې دومره خلکو سره نه پېژندل. اوس د الله جل جلاله فضل دی چې د ښار له يوې کوڅې څخه راوځم دوه سوه ځوانان راغاړې وځي، خلک راسره ستړي مشي کوي او مينه راسره ښايي. زه دد خپلو ټولو مينه والو د احسان پور وړی يم. زه له خپلو خلکو راضي يم خو له خپل شعره نه يم راضي، ځکه تر اوسه په دې نه يم توانيدلی چې ښه شعر وليکم او په زړه کې پرتو ارمانونو ته د شعر د ښاپېرۍ جامې ورواغوندم.

چينه: که د خپلې چاپ شوې شعري ټولګې په اړه يو څه رڼا واچوی چې څه وخت چاپ شوی او په کوم نوم چاپ شوی؟

ځواب: زما د شعرونو يوه وړه ټولګه (دلته هر ګل د وينو رنګ اخيستی) له نن څخه درې کاله وړاندې چاپ شوې، چې سږ کال دې کتاب د سولې جايزه واخيسته. دا د مشرانو ځانکړې پاملرنه وه، چې ماته يې کړې، زما دا کتاب ډېرې نيمګړتياوې لري اوس مې خپل نوي شعرونه نه دي راټول کړي، يو څو نظمه مې ليکلي څو ماتې ګوډې غزلې مې هم د ملګرو په بنډارونو کې بشپړې کړي دي، خو کله مې چې له کاغذونو جيبونه خالي کړي، بيا يې په پته نه يم پوه شوی، د ګوتو په شمار يو څو شعرونه راسره شته، دا هم کېدای شي چې د راډيو او نورو چاپي خپرونو له لارې خلکو ته رسېدلي وي.

چينه: د يو شاعر لپاره لويه خوشالي په څه کې وي؟

ځواب: دا د شاعر د ارمان پورې اړه لري، ځينې خلک وايي چې شاعر دې ته خوشالېږي، چې څوک يې شعر ته غوږ ونيسي. دا خبره هم تر يوه ځايه سمه ده، ځکه هر څوک دې ته اړتيا لري چې يو چاته زړه تش کړي، د شاعر چې کله زړه تنګ شي نو بس د يو شعر په ليکلو د زړه بړاس وباسي، کله چې ښه شعر وليکي نو په زړه يې يخې اوبه تويې شي، ځينې شاعران لوی ارمانونه لري، د خپل هېواد يا نړۍ په خوشالۍ کې خپله خوشالي ويني، خو دا هم ستا د پوښتنې بشپړ ځواب نه دی، هر شاعر دننه ځانګړې نړۍ لري، د هر انسان د خوښۍ لامولنه بېل ددي، د شاعر لپاره کله نا کله بده بېښه د ښه پنځونې او خوښۍ سبب شي.

کله چې يو شاعر د خپل هنر د کمال خواږه وڅکي، کله چې يو شاعر د خپلو خيالي انځورونو سره په رښتيني نړۍ کې مخ شي نو لکه د جانان ليدو ته خوشاله شي.

چينه: تاسې تر اوسه د خپل شعر له برکتته د خپل هېوادوالو او مينه والو له خوا څومره ستايل شوي ياست؟

ځواب: په ډېرو لويو غونډو او مشاعرو کې راڅخه د شعر ويلو غوښتنه شوې ده، تاسې ته معلومه ده چې هر ځای په چکچکو او شور کې ورک شوی يم، زما لپاره دا هر څه بس دي، خو په دې سربېره راته يو شمېر چارواکو نغرې جايزې هم اعلان کړې دي، په تېر نارنج ګل مشاعره کې راته د لوی څارنوال او د لي امنيت مرستيال له خوا لس زره افغانۍ ډالۍ کړې او افغان بيسيم موبايل راکړ، خو کريډيت يې نه دی راکړی، خلک وايي چې که جايزه يو پنسل هم وي غټه خبره ده، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال مې د شعر ويلو په سيالۍ کې د سرې مياشتې له خوا لومړۍ جايزه اخيستې، په ۲۰۰۶ م کال د بيان د ازادۍ په نړۍ واله ورځ يو ستاينليک، راکړل شوی، چې د يونيسکو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د انټر نيوز مهرونه پرې لګېدلي دي، د ۱۳۸۶ لمريز کال د خپلواکۍ جايزه کې زه او مصطفی سالک لومړي راغلي وو، څه موده مخکې د وږي په ۳۰ مه نېټه چې په افغانستان کې د سولې د ورځې په نوم نومول شوې وه، د مدني ټولنو د بنيادونو له اړخه د سولې لومړۍ جايزه راکړل شوه، که څه هم دغه جايزه او مډالونه په مادي لحاظ ناڅيزه وې او د چا د ژوند اړتياوې يې نه شي بشپړولی خو مړه بس درباري شاعري مې نه ده کړې او د يو شمېر هېوادوالو له خوا ستايل شوی يم.

چينه: که يوه عجيبه پوښتنه داسې وکړم، چې کله هم تاسې ته د شعر ويلو لپاره د سټيج سر ته بلل کېږئ او د خپلو ملګرو او مينه والو له خوا دا بې ساري ها، هو او چکچکې اوری. په دې وخت کې څه احساس کوئ؟

ځواب: دا چې د سټيج بلنه راکړل شي، له هرې خوا د خپلو مينه والو د خوښۍ غږونه واورم، ستره ستاينه ده، په ډېرو غونډو او مشاعرو کې د خلکو په خولو پورې خندا کېږي، خبرو ته يې څوک غوږ نه ږدي او مجلس يې سپک وي، موږ خو د الله جل جلاله فضل دی اورېدونکي لرو، خو

دې لاسونو کې نن ګل دي سبا کاڼي

د دې خلکو الفتونه ماته ياد شي

چينه: په خپل ژوند کې له څه شي ډېر بد وړې او په څه شي ډېر خوشالېږې؟

ځواب: د بل چا په حق خېټه اچول، ظلم، زياتی او چاپلوسي مې ښه نه رآځي او له ملګرو سره په بنډارونو خوشاله يم.

چينه: که ووايئ چې تاسو د خپلې شاعرۍ له امله تر اوسه د کوم دولتي يا غير دولتي غبرګون سره خو نه ياست مخ شوي؟

ځواب: د دې پوښتنې ځواب ګران دی، خو دومره به ووايم چې اوسنی حالت د بشپړ ځواب اجازه نه راکوي، يا هم چارواکي دي او د چارواکو امر واجب دی. هغه د چا خبره چې له پيلانو سره ټانټې ژوول نه دي پکار، په رښتيني توګه د بيان آزادي نشته، تر اوسه لا زموږ په هېواد کې پردي اجنټان په واک کې دي دا چې ملي مسايلو کې له خپل دريځ څخه نه اوړم، درباري اخلاق مې نه دي زده، کله نا کله له ستونزو سره مخ شوی يم، خو په دې کې يوازې چارواکي پړه نه بولم.

که خوښه دې وي دا کيسې به بل وخت ته پرېږدو.

چينه: ځواب ګله! دا خبرې مو ډېرې اوږدې نه شوې؟

ځواب: ياره که خوښه دې وي بس به يې کړو، ځکه چې ډېرې خبرې په قرآن کې ښه دي.

چينه: په نو که په دې وروستيو شپو ورځو کې دې کوم شعر ليکلی وي لږ خو يې د چينې پر لوستونکو ولوروه؟

ځواب: ولې نه زما وروستی شعر داسې دی چې:

ته به خېژې په بلۍ اختر به راشي.

ستا په چم د خوشالۍ اختر به راشي

سپين لاسونه به په شنو نکريزو سره کړې

ټال به واچوې جلۍ اختر به راشي

څڼور زلمي به ډول ته اتڼ وکړي

څوک به ووهي شپېلۍ اختر به راشي

دا مړې سترګې دا کاږه واږه باڼه به

وروي په زړه ګولۍ اختر به راشي

د روژې د ماښامي نصوار به نه وي

زه به نه خورمه ټالۍ اختر به راشي

ستړي مشي کې به کلکه غېږه راکړې

کړم به مينه در ډالۍ اختر به راشي

جنګ به وګټو د ننګ ټپه به وکړي

شي پيدا به ملالۍ اختر به راشي

نا امېده مه شې خدای خو مهربان دی

غوړولې مې ځولۍ اختر به راشي

((چينه مجله، دوهم کال، درېيمه – څلورمه ګڼه))