مونږ په اصل کې د ننګرهار ولايت د زاخېلو د کلي يوو...((هميش خليل))
درنو لوستونکو د پښتونخوا مجلې خبريال محمد عارف همدرد د لرې پښتونخوا تکړه ليکوال، شاعر، نقاد او سياست پوه چې د پښتو ادب لپاره يې هر اړخيزه مبارزه کړې او د پښتو ادب په ژوندي ساتلو کې يې ډېر زيار ګاللی، يوه ځانګړې مرکه کړې چې تاسو يې لوستلو ته رابولو.
پښتونخوا: ښاغلی خليل صيب ډېر خلک تاسو پېژني خو بيا هم که لوستونکېو ته د ځان په اړه يو څه وواياست بده به نه وي؟
ځواب: زما خانداني نوم همېش ګل دی خو خلک مې په همېش خليل باندې پېژني، په ۱۹۳۰ کال کې د پېښور په شمکل کلي کې پيدا شوی يم. ابتدايې تعليم مې هماغلته کړی دی، کله چې له لسم نه فارغ شوم نو په اسلاميه کالج کې داخل شوم بيا مې هلته يو کال سبق وويلو چې بيا راته يوه مريضتيا پېښه شوه او دومره اوږده مريضتيا راته پېښه شوه چې ما نه لوړ تعليم پاتې شو.
پښتونخوا: مخکې له دېنه چې د شاعرۍ او ليکوالۍ ميدان ته راشۍ، په کوم کار بوخت وې؟
ځواب: مخکې له دېنه چې زه د سياست ميدان ته راشم نو په يو سرکاري دفتر کې مقرر شوم. هغه دنده مې خوښه نشوه او پرې مې ښودله. له هغې وروسته مې په هوايي ميدان کې ۴ کاله کار وکړ. له هغې وروسته يو خو ځواني وه وينه ګرمه وه حالات ډېر خراب وو او زما يو څه ملګري وو هغوی د سياست ميدان ته راوستم.
پښتونخوا: ايا دا سمه ده چې ستاسو زياتره عمر به سياسي ګوند پورې تړلی دی؟
ځواب: هو دا خبره سمه ده زه پيپل پارټۍ يانې د ولي خان د پارټۍ سړی ووم او له هغه وخت سره مې ډېر جيلونه هم تېر کړي وو او ډېر د تکليف ژوند مې تېر کړی دی.
پښتونخوا: تاسو د پښتو ژبې لپاره هم ډېرې مبارزې کړي دغه مبارزې مو له کوم وخته پيل کړي دي؟
ځواب: دغه مبارزې خو ما له پخوا نه پيل کړي دي، خو چې کله د سياست ميدان ته راغلم نو بيا مې ډېر څهه وکړل په هغه وخت کې چا پښتو نشوه ويلی خو ما به ويله او د پښتو لپاره به مې د ((دوران)) په نامه مجله هم چاپوله ځکه د ۱۹۴۵ کال خبره ده.
پښتونخوا: د شعر او ليکوالۍ دنيا ته څنګه راغلې او په څو کلنۍ کې مو په شعر ويلو پيل وکړ؟
ځواب: ږه ۱۲ کلن ووم چې ما په شعر ويلو پيل وکړ او د ليکوالۍ ميدان ته خو زما يو استاذ نثر صيب نومېده، هغه زه د ليکوالۍ ميدان ته راوستم ماته يې ويل سياست دې ډېر وکړو، پرېږده سياست اوس په ادب کې کار وکړه نو ما د هغه خبره ومنله اوو بيا مې د پښتو ژبې لپاره چې څومره له وسه کېدو، کار وکړو او دغه سلسله اوس هم جاري ده، لګيا يم کار کوم.
پښتونخوا: تاسو د پښتو ادب په اوسني او پخواني ادب کې څه توپير وينۍ؟
ځواب: همدرد صيب خبره داده چې په پخواني او اوسني ادب کې ډېر توپير ليدل کېږي، پخواني شاعرانو چې کومه شاعري کړې ده، هغه شاعري اوسني شاعران نشي کولی او اوسنيو شاعرانو چې کومه شاعري کړې ده، داسې شاعري هغوی نه شوه کولی بلکې د پښتو ادب ورځ په ورځ مخکې روان دی او هغه کمی چې پخوا وه، هغه اوس پوره شوی دی او که څه کمی وي نو خلک لګيا دي پوره به شي انشاالله.
پښتونخوا: زياتره خلک داسې خبرې کوي چې له نورو ژبو نه په پښتو کې شاعران زيات دي په دې اړه تاسې څه وايې؟
ځواب: خبره داسې ده همدرد صيب چې د نورو ژبو شاعري چا لوستلې نه ده او نه چا د هغې د شاعرانو تعداد معلوم کړی دی. شاعري خو په نورو ژبو کې هم کېږي يوازې پښتو کې خو نه کېږي خو دا خلک خپل ماحول ويني او د نورو ماحول ته نه ګوري، زه به يوه خبره وکړم او هغه دا چې دا نن چې په پښتو ژبه کې کوم ښه ليکوالان دي دا هم د همدغې شاعرۍ له لارې نه راغلي دي، او له همدغې لارې نه يې ادب غوره کړی دی.
پښتونخوا: تاسو لومړی پيل د څه شي وکړ له شاعرۍ او که له ليکوالۍ او لومړی شعر مو کوم دی؟
ځواب: ما لومړی شروع له شعر نه کړې ده زما ملګرو به چې زما شعرونه کتل نو ماته به يې تسلي راکوله او په هغه وخت کې د راحت صيب يو اخبار وه چې په هغه کې به زما شعرونه راتلل نو زه به ډېر خوشالېدمه او زما لومړی شعر دادی چې لږ راته ياد دی:
بُت پرست به راته ولې خلک نه وايې
ماته مخکې وي همېش د يار تصوير
پښتونخوا: د پښتو ژبې او نورو ژبو په شاعرۍ کې کوم فرق شته دی او که نه؟
ځواب: فرق خو زموږ او نورو ژبو په هر څه کې شته دی نه يوازې په شاعرۍ کې، زمونږ مقالې، زمونږ شاعري، زمونږ افسانې ډېر توپير لري نورو ژبو سره او اوس په پښتو کې ناولونه وليکل شول، ډرامې ليکل کېږي، دا ټوله ترقي ده.
پښتونخوا: ځينې خلک وايې پښتانه په افغانستان کې د اريانا له وخته پاتې دي او ځينې نور يې بيا بني اسرايل ګڼي، په دې اړه ستاسو نظر څه دی؟
ځواب: زه يې د آرين له اصله بولم.
پښتونخوا: ((مونږ يو د خېبر زلمي پښتو زمونږه شان دی ــــــــــــــ مونږه پښتانه يو په وطن موځان قربان دی)) دغه شعر ستاسو په نظر د چا دی، ځکه چې ځينې خلک يې د اجمل خټک او ځينې نور يې د يونس قياسي بولي؟
ځواب: دا شعر د يونس قياسي دی ځکه پدې باندې په عدالت کې کېس وچلېدلو او بيا يونس قياسي وګټله نو زه وايم دا شعر د قياسي دی.
پښتونخوا: تاسو د قلندر مومند يو کتاب في الميزان چې پر پټه خزانه يې ليکلی وه، رد کړی دی، د دې خبرې لپاره تاسو سره کوم دليلونه وو؟
ځواب: هو د هغه کتاب ما رد کړی دی او د هغې دليلونه ما په خپل کتاب کې راوړي دي، هغه دې وګوري (تول پارسنګ) د دغه کتاب نوم دی. قلندر مومند وايي چې هېواد په پښتو کې وطن ته نه وايي، دی هېواد نه مني چې وطن ته وايي، د دغو ټولو خبرو دليلونه ما رد کړي او دغه څو ورځې وړاندې چې زه کابل ته تللی ووم نو هلته راسره د افغان تلويزون او شمشاد تلويزون هم په همدې مسله پوره خبرې وکړې.
پښتونخوا: له دې نه وروسته د کويټې سيد ګوهر (اقيل حقيقت) وليکه او له هغې نه وروسته د پېښور يو ليکوال سيد مجروح په قراني اياتونو پټه خزانه رد کړه او په کتاب يې هم د قراني ايات نوم ايښی، دغه ته ستاسو ځواب څه دی؟
ځواب: ګوره خبره داسې ده چې تا مخکې د سيد ګوهر د کتاب خبره وکړه اقيل حقيقت د هغې مانا (حقيقت دادی) هغه چې قلندر کومې خبرې کړې دي هماغه دوباره راخيستي دي او د هغې ځواب ما ورکړی او قلندر په سريزه کې ليکلي دي چې دا خبرې د هغه د کتاب فلانۍ صفحه کې دي او پاتې شوه د سيد مجروح کتاب، ده ته چې قلندر مومند کوم بيان کړی، ده له هماغې نه کتاب جوړ کړی خو د هغې نه بعد چې ما د (تول پارسنګ) کتاب دوېمه برخه وليکله نو هغوی دا خبره ومنله او پرې پوی شول چې دا سهي ده نو په هغې باندې مجروح دغه کتاب وليکلو.
پښتونخوا: څنګه کولای شو چې خپله ليکوالي او شاعري د نړۍ نورو هېوادونو ته وروپېژنو؟
ځواب: نورو هېوادونو ته به هغه وخت وروپېژنو چې مونږ دغه شيان انګريزي، فارسي، اردو او نورو ژبو ته وژباړو نو هغو به پرې پوی شي. د خوشحال بابا، رحمان بابا، کاظم خان شيدا، احمد شاه بابا د دوی په ټولو شاعرۍ باندې راودي gh Rawodi د دوی په ژوند او شاعرۍ باندې په انګليسي دغه کتاب ليکلی: (سليکشن اف دي پويټري اف دي افغان)، نو پدې خبرې باندې ټوله نړۍ پوهېږي او د هغې شاعرۍ ترجمې يې هم کړي دي.
پښتونخوا: خليل صيب که د خپلو چاپو او ناچاپو اثارو په اړه راته څه وواياست؟
ځواب: زما تر اوسه پورې ۵۶ کتابونه چاپ دي چې په هغو کې افسانې، شاعري، تخقيقات او تقريضات هم دي او هم دوه کتابونه مې ناچاپ دي او هغه چاربيتي دي چې د اسلاميه کالج پښتو اکېډمۍ ته مې سپارلي اوس د هغوی خوښه ده چې کله يې چاپوي.
پښتونخوا: که خپل اصلي استوګنځی راته وښايست؟
ځواب: مونږ په اصل کې د ننګرهار د کامې ولسوالۍ سره يو کلی دی چې زاخېل نومېږي د هغه ځای يوو.
پښتونخوا: په اوس مهال کې تاسې ډېره ناروغۍ تېره کړه د تداوی په برخه کې له تاسو سره د حکومت له خوا کومه مرسته شوې ده؟
ځواب: له مونږ غريبانو سره حکومت مرستې نه کوي خو د ليکوالۍ په برخه کې راته په ۲۰۰۱ م کال صدارتي ايوارډ راکړل شوی دی.
پښتونخوا: مينه دې کړې ده او که نه، پرته د مينې مو ژوند څنګه.....؟
ځواب: مينه خو چې انسان وي او سينه کې زړه ولري مينه به يې هم کړي وي، او همدرد صيب انسان خو پرېږده ځناورو کې هم مينه شته دی ستا څه خيال دی. ته د مرغۍ ځالې ته ورشته چې څومره چېغې وهي نو مينه قدرتي شی دی او مينه ډېر قسمونه لري د چا د اولاد سره، د چا د وطن سره او د چا عاشقانه مينه وي او چې څوک شاعر وي هغه به خامخا مينه کړي وي، او ما هم مينه کړې ده دا خو څه بده خبره نه ده.
پښتونخوا: څو بچيان لرې او هغوی په څه بوخت دي؟
ځواب: زما درې بچيان دي يو زوی مې کاروبار کوي بل مې له نن څخه درې کاله وړاندې چا وتښتولو او بيا هغوی پيسې غوښتلې او له ماسره نه وې نو هغوی مړ کړ چې درې مياشتې وروسته بيا ما د هغه قبر ومونده او بل زوی مې له خپلې مېرمنې سره د تعليم له باره لندن ته تللی دی.
پښتونخوا: په پای کې ځوانانو ته څه پېغام لری؟
ځواب: پېغام مې دادی چې پښتانه هماغه پښتانه دي څه که لر دي او څه که بر دي، زمونږ په منځ کې هيڅ فرق نه شته دی، زمونږ ژبه او کلتور يو دی مونږ څوک نه شي بېلولی، ننګ په کار دی لکه د فضل احمد غروالي ژبه او وطن پرېنږدي؟
(پښتونخوا مجله، دوهم کال، شپږمه ګڼه، ۱۳۸۷)