پښتو دې سرکاري او دفتري ژبه وګرځولی شي ((زاهده تنها))
مرکه کوونکی: حيات اقبال حيات
زاهده تنها د پښتو ژبې يوه ياده شاعره، ډرامه نګاره او افسانه نګاره ده. په اشنغر چارسده کې د اکتوبر په اتمه نېټه کال نولس سوه شپږشپېتم کې يې په يوه ادبي کورنۍ کې سترګې غړولې دي. د ادبي ژوند اغاز يې په وړوکوالي کې د پينځم جماعت نه کړی دی. تخليقي سفر يې د اردو ژبې نه شروع کړی دی او د هغه وخت د اردو په ډايجسټ ((حکايت)) کې به يې افسانې شايع کېدلې. چې شعور يې غزونی وکړو نو د پښتو ژبې او ادب خدمت ته يې ملا وتړله. د دې په خاندان کې د محمد اکبر خادم غوندې ستر شاعران زېږېدلي دي. انسان فطرتاً فنکار او فن د فطرت برخه ګڼي. ريډيو ته تقريباً ۲۰، ۲۲ کاله اګاهو بحېثيت د اناونسر راغلې ده او دا وخت يوه تکړه کمپاير ده.
رېډيو پاکستان پېښور يوه لويه اکېډمي ګڼي. TV او رېډيو له يې ډېرې معياري ډرامې او سندريزې کيسې هم ليکلې دي او په دغه ډرامو کې د يوې ارټسټې په حېث يې کار هم کړی دی. د شاعرۍ، ډرامو او افسانو مسودې او مجموعې ورسره محفوظې پرتې دي او شايع کېدو ته يې ډېره لېوالتيا لري. خو د مالي ستونزو له کبله د چاپ په انتظار دي. تر اوسه يې د پښتو ژبې او ادب ډېر خدمت وکړو خو تر اوسه ورته يوې سرکاري ادارې او نه کومې بلې ډلې نه اعزاز ورکړو او نه يې د دوی د خدماتو اعتراف وکړو.
د ايمل مجلې همکار حيات اقبال حيات ورسره مرکه کړې ده او مونږ يې هم تاسو هماغسې کټ مټ خپروو، اداره.
پوښتنه: هغه کوم احساس و چې ستاسو جذبې يې سندرې کړې او تاسو يې تخليقي کار ته مايله کړئ؟
ځواب: ما په پينځم جماعت کې سبق ويلو چې په اردو کې به مې افسانې او نظمونه ليکل. څه زما کورنی ماحول ادبي و او څه زما په فطرت کې دا فن شامل و، بيا چې زما شعور پخېدو او زه لوېدم نو ماته دا احساس وشو چې زه پښتنه يم زما مورنۍ ژبه پښتو ده او په پښتونخوا کې اوسېږم نو دغسې ما د اردو په ځای په خپله ژبه پښتو کې ليکل شروع کړل او ډرامې، افسانې، غزلې، نظمونه او سندريزې کيسې مې منظر عام ته راغلې.
پوښتنه: رېډيو سره مو تړون څنګه پېدا شو؟
ځواب: رېډيو ته بحېثيت د اناونسر تقريباً شل يا دوه ويشت کاله مخکې راغلې يم. زما په خيال رېډيو يوه اکېډمي ده، د معلوماتو خزانه ده، زده کړه ترې ډېره په اسانه کېږي او ما ترې ډېر څه زده ککړي دي. رېډيو د قامونو او معاشرې اصلاح او نمايندګي او رهنمايي کوي، هغه وخت د کمپايرنګ سلسله نه وه، يو ځل چې به نشريات يا د پښتو پروګرام شروع شو نو تر غرمې پورې به يې دوام کولو، او غرمه به لږه شان وقفه وه، بيا به تر ماسختن پورې جاري و، د هغې نه پس بيا د يوې – يوې ګېنټې پروګرامونه راغلل، اناونسران لرې کړای شول، پروډيوسرانو ته د يوې – يوې ګېنټې پروګرامونه ورکړای شول، بيا زه کمپايره شوم او لا تر اوسه يم. ددې نه علاوه زه ډرامه آرټسټه هم يم، د رېډيو او ټېلي ويژن په ګڼو ډرامو کې مې د خپل فن مظاهره کړې ده.
پوښتنه: تاسو د ټي وي ذکر وکړو، نو TV ته څنګه راغلئ؟
ځواب: د ټي وي فنکاران به رېډيو ته راتلل او زه په رېډيو کې کمپايره وم، زما ملاقاتونه به دې فنکارانو سره کېدل، دغسې زما زړه هم راوچت شو، او TVلاړم. په TV کې ما وړومبنی پروګرام د کرنټ افيئرز کولو چې نوم يې نن سبا و، دغه پروګرام ما تقريباً شپږ کاله وکړو، بيا دې سره د ډرامې څنګ ته هم لاړم.
پوښتنه: د پښتو ژبې په پرمختګ کې د پېښور د رېډيو کردار ته تاسو په کوم نظر ګورئ؟
ځواب: زما په خيال کې د پښتو په پرمختګ کې د پېښور د رېډيو ډېر لوی لاس دی، تر اوسه پورې په پښتونخوا کې دا واحده نشرياتي اداره وه چې په پښتو ژبه کې به يې نشريات کول، د ليکوالو حوصله افزايي به يې کوله، د پښتنو رواياتو پاسداري او نمايندګي يې کړې ده، په دې کمپيوټري دور او جديده زمانه کې هم د پېښور رېډيو خپل اهميت برقرار ساتلی دی او ګڼ شمېر اورېدونکي لري.
پوښتنه: د رېډيو په کومو کومو ډرامو کې تاسو کار کړی دی؟
ځواب: ما د رېډيو په بې شمېره ډرامو کې کار کړی دی، څه پکې زما د نورو ليکوالو ملګرو ليکلې دي او څه ما ليکلې دي. زما د ډرامو څه نومونه خو ماته ياد دي، يوه ډرامه وه شهکار او هغه په رښتيا شهکار وه، زه د هغه ډرامې هيروينه او غلام محمود شهاب يې هيرو و، او پروډيوسر يې حبيب النبي صيب او ايګزيکټو پروډيوسر يې سردار علي صيب و. ذکر شوو پروډيوسرانو هغې ډرامې سره ډېره خواري کړې وه او نورو فنکارانو هم خپل خپل کردار سره پوره پوره انصاف کړی و، ځکه هغې ډرامې نه يوه شهکاره ډرامه جوړه شوه. د دې نه علاوه سندريزې کيسې مې هم ليکلې دي او نشر شوي دي، چې پروډيوسران يې ظفر الله ظفر، حبيب النبي او سردار علي صيب وو، او نومونه يې رنګونه، خوبونه، مرور خوبونه، نيم کښو سترګې او دغسې نورې چې ما پکې په خپله هم کار کړی دی.
پوښتنه: د TV لپاره هم تاسو ډرامې ليکلې دي؟
ځواب: هو! TV له ما دوه ډرامې ليکلې دي، د يوې نوم دی پړونی او د بلې اخري خط، د دې نه علاوه د ای وي ټي خېبر له مې هم ډرامې ليکلې دي چې يوه پکې په سکرين راغلې ده نوم يې خوبونه دی او پروډيوسر يې جاوېد خلجي صيب دی.
پوښتنه: د پېښور د رېډيو نه مو د کومو سندرغاړو په اوازونو کلامونه نشر کېږي؟
ځواب: رېډيو سره دا وخت زما تقريباً لس اته کلامونه ريکارډ پراته دي چې وړومبنی کلام يې د عقل مينې په اواز لاايق زاده لايق په څلور اتيا يم کې ريکارډ کړی دی. بل د کشورې اپا په اواز دی، څه د عقل مينې، ګلزار عالم، سردار بنوڅي، چې لايق زاده او لياقت سيماب ريکارډ کړي دي.
پوښتنه: تر اوسه ستاسو کتاب منظر عام ته رانغلو، څه وجوهات دي؟
ځواب: (په خندا کې) مسودې خو د څلورو پنځو کتابونو راسره پرتې دي، څه د ډرامو دي، څه د افسانو دي او د شاعرۍ مجموعه خو بالکل چاپ ته تياره ده، کتابت يې هم شوی دی خو د مالي مجبورو له کبله لا د چاپ په انتظار ده. زما خو دا ډېر لوی ارمان دی چې زما په ژوند زما تخليقات شايع شي، خو بخت راسره ملګرتيا نه کوي.
پوښتنه: نن سبا د ليکوالو خويندو لپاره د يوې ادبي جرګې يا ټولنې ضرورت ډېر په ګوته کېږي، خو دې طرف ته تر اوسه نه ليکوالو خويندو پام کړی دی او نه ليکوالو روڼو، څه وجه کېدی شي؟
ځواب: تاسو ته خو د پښتنې معاشرې پته ده، که ډېره هم وسيع النظر يا وسيع الذهن شي خو بيا هم د لور خور دپاره او زنانو لپاره محدود سوچ لري او د کور دروازې بندې او ديوالونه ورته لوړ ساتي. دلته ماته د يو شاعر ملګري د شعر يوه مصرعه راياده شوه، کاڼي چې راځي زما په سر لګي. نو په داسې حالاتو کې د ليکوالو خويندو نه دا تمه لرل مناسبه نه ښکاري، البته دې طرفته خويندو له کوشش پکار دی، خو زياته ذمه واري د ليکوالو روڼو ده چې هغوی راپاڅي او خويندو ته فضا سازګاره کړي او په دې کار خېر کې ځان سره زنانه ملګرې کړي. په دې سلسله کې ما څه نا څه هلې ځلې کړې دي، زه چې کله د ملازمت په دوران کې په سوات کې وم نو هلته ما خويندو لپاره د انجمن په نوم يوه ټولنه په وجود کې راوستې وه، څه لږه ډېره موده مې هغه ټولنه وچلوله خو بيا زه د کورنو مجبورو له کبله واپس پېښور ته راغلم او هغه ټولنه مانه پاتې شوه. اوس هم زما دا کوشش دی که په دا قسمه سرګرمو کې زما ضرورت پېښ شو نو زما خدمت حاضر دی.
پوښتنه: څومره چې ليکوالې خويندې د ماشومانو لپاره ګټور ادب ليکلی شي دومره خويندو په دې مېدان کې د ذکر وړ کار نه دی کړی، ستاسو څه خيال دی؟
ځواب: زه تاسو سره په دې خبره کې اتفاق لرم يقيناً د پلار په ځای د ماشومانو زيات وخت مور سره وي او مور د ماشوم په ژبه او نفسياتو ښه پوهېږي نو که ليکوالې خويندې په دې مېدان کې څه کار وکړي نو د ستاينې وړ به وي.
پوښتنه: ماشوم له په خپله مورنۍ ژبه کې تعليم ورکول څومره ضروري دی؟
ځواب: زما په خيال خو د قام بچو له په خپله مورنۍ ژبه کې تعليم ورکول ډېر ضروري دی او د نړۍ ټول پوهان هم په دې خبره متفق دي. د دنيا ترقي يافته ملکونو د ترقۍ يو راز دا هم دی چې هغوی د قام بچو له په خپله مورنۍ ژبه کې تعليم ورکړی دی. پکار ده چې زمونږ په نصاب کې پښتو د لازمي مضمون په حېث شامله شي.
پوښتنه: پښتو زمونږ د صوبې سرکاري او دفتري ژبه پکار ده او که نه؟
ځواب: ضرور پکار ده چې اردو او انګرېزي په دفترونو، سکولونو او نصاب کې لازمي ده، نو پښتو ولې نه ده، دا د پښتنو او پښتونخوا سره زياتی نه دی؟ اردو که زمونږ قامي ژبه ده نو پښتو هم زمونږ قامي او ولسي ژبه ده، دا د پښتنو وطن دی، دلته پښتانه اوسېږي دا زمونږ حق دی چې پښتو دې سرکاري او دفتري ژبه وګرځولی شي.
پوښتنه: تاسو د خپل تخليقي صلاحيت او د خپلو ډرامو د کردارونو په ذريعه د پښتو ادب او معاشرې ډېر خدمت کړی دی، د دې خدماتو په اعتراف کې حکومت يا کومې ادارې تاسو ته اعزاز در کړی دی که نه؟
ځواب: ماته خو د اورېدونکو او لوستونکو له اړخه اعزاز مېلاو شوی دی، زما اواز د هغوی د شعور فکر ته رسي، د هغوی زړه او ذهن ته پرې سکون او تسکين مېلاوېږي، د انسان ژوند کې چې پرې بدلون راځي زما ليک او زما اواز خوښوي نو دا اعزاز ما دپاره د ټولو نه لوی اعزاز دی او دا اعزاز ماته د خپلو مينه والو له اړخه بار بار مېلاو شوی دی. زه پرې وياړ کوم، پاتې شوه د حکومت يا د کومې ادارې له اړخه د اعزاز خبره نو داسې کوم اعزاز تر اوسه ماته نه دی مېلاو شوی بيا هم که څوک په مستقبل کې ما د اعزاز قابله ګڼي نو ماته په سر سترګو قبول دی.
اخرنۍ پوښتنه: په دولتي سطحه چې په افغانستان کې پښتون قام او پښتو ژبې ته کوم مقام حاصل دی د هغې نه تاسو مطمين يئ او کنه؟
ځواب: زمونږ په ګاونډي هېواد افغانستان کې چې په سرکاري سطحه پښتو ته کوم مقام حاصل دی په هغې زه مطمينه هم يم او ماته تسکين هم دی او ډېر شکر دی چې په دنيا کې يو داسې هېواد شته چې هلته پښتو سرکاري او دفتري ژبه ده، دا ما دپاره ډېره د خوشحالۍ خبره ده. پکار ده چې زمونږ په هېواد کې هم د نظر خاوندان دې طرفته پام وکړي او دا ژبه سرکاري او دفتري ژبه وګرځي نو زه به ډېره خوشحاله شم.
حيات: ستاسو ډېره مننه چې د ايمل د مينه والو لپاره مو وخت وويستو.
زاهده تنها: ستاسو ډېره مننه چې دلته راغلئ او ما سره مو مرکه وکړه.
((ايمل مجله، دوېم کال، پنځمه ګڼه))