ډیــره پــه هـــوس، به راته نـــــــه خانــــدې

مړه شې ، په کړس کړس به راته نه خانـدې

 

هسی نـــه څـــه ټـــوکه مې په زړه وشـــــي

لــوړ زما لــه وس، بــه راتــه نـه خــانـــدې

 

هــر یــوه لحظــه دې خــنــــدیــده غــــواړم

ډیــره مــوده پــس، بــه راتــه نــه خــانـدې

 

ستــا مــوسیده شونــ‎ډو کې دي ډیـــر اعلی

شرنــګ لکه  جـرس، به راته نـــه خانــدې

 

دا نخـــره دې بیاځــلي تکـــرار مـــه شــــه

تــللـــو کې واپـــس، بـــه راتــه نه خانــدې

 

پریــده چې دانــش خــو لـږه ساه واخـــلــم

پــه هر یــو نفـــس، به راتــه نــه خانـــدې