پلار
يو ماشوم خپلې مور ته داسې وويل
د کلي خلک راته بې پلاره وايې
مور يې په خپله غيږ کې ونغاړلو
ويل يې رښتيا ده ستا خوپلار نشته
مور ې ! نو پلار مې څه شو
پلار خو دې خداى واخيسته
ماشوم رڼې رڼې د مور سترګو ته
يوه شيبه په چوپه خوله وکتل بيايې په کراره وويل
بيرته يې نه راکوي ؟
02.03.2011
- محمد نادر دانش
د اولاد حقوق په والدينو:
الف : د زيږيدنې څخه مخکې د اولاد حقوق په مور او پلار:
۱- د جنين له سلامتيا څخه محافظت.
٢- د ښې(( نيکې )مور د ټاکنې حق.
۳- د ژوند حق (( حيات حق ))...
02.03.2011
- محمد نادر دانش
ژوند
ولې دې ووژلم ؟
دا مانه ولې پوښتې ؟
ځکه قاتل مې ته يې
منم...