د چــــا ازار د چا ښيــــــرې دي، ليـــــونې يې کړمه
لــــه ډيره وخــــــــته راپسې دي، لـــيونې يې کړمه
ګــرانې د مــخ په سپــينه پاڼه دې دشونـــــډو کر ښې
داور سـکـــــروټې دي، لمبې دي، لـــيونې يې کړمه
تــــه لکـه سـتــــورې په اسمان، زه په لمن د ځمکه
تـر مــــنيــځ مو ډيرې فاصلې دي، لــيونې يې کړمه
زمـــا او ســتــــــا د ښکلې مـــينې په نصيب جانـانه
څــــــومره بــدرنګې زمانې دي، ليـــــونې يې کړمه
دانــــــشه! دلــــته خــــو ددې کـــلي په هـــره لاره
دار دى، جـــلاد دى، غر غرې دي، ليونې يې کړمه