پــــــښتـــــنه پــــــیغــــله ده ، په پوزه یې نتکۍ ساتلې
زمـــــا د لاس نـــــښه، تــــر اوسه لـــیـــونۍ ساتـــلې
څــــنګه به ساه وځي زما، بی له تا څنــــګه ومــــرم
راځـــــه ما تاتـــه ده،خپله وروستې سلــګۍ ساتـــلې
تــــاکــــه حــیا پــاللې، تــــا لوپټــه ښــــکتـــــه نـکړه
مـــا هــــم شمله تر اوسه ،هسکه د پــکــړۍ ساتـــلې
چــــا خــــپلــه توره ،د غلیم په مرۍ ښخــــه کــــړله
چــــــا پــه دې دور کې ،بس خــــپله کــکرۍ ساتــــلې
لا مـــــــې سیــــنه لمبو ته سپر ده، لا بې وسه نه یــم
ټــــــوپک پـــــه لاس، هم مې په غاړه ګردنۍ ساــتلې
تـــه که دانــــــــــش وژنې، نو تاته خپله وینه بخښي
بـــــس ستا چـــړې ته یې تر اوسه ده مـــرۍ ساتــلې